په مجلس کې … | ټولنیز نزاکتونه

۱_ په لوند لاس يا غوړ لاس د خلکو سره ستړي مشي مکوئ!
۲_ په مجلس کې په پوزه کې ګوتې مۀ وهئ!
۳_ بې له سخت ضرورته په مجلس کې ملګري ته په غوږ کې پټي خبري مۀ کوئ!
۴_ په عام المنفعه ځايونو کې يا په لويو لارو کې چې ښځي او ماشومان تګ راتګ پکښي کوي اودس مۀ وچوئ!
۵_ په مجلس کې پښي مۀ غزوئ!
۶_ په مجلس کې نوکان، بريتونه، ږيره، مۀ پري کوئ!
۷_ چې د ملګرو يا کورنۍ سره ګډ خوراک کوئ، په شخوند وهلو ډير چړپ، شړوپ، مۀ کوئ، او خوراک خپل د مخ څخه کوئ!
۸_ په جومات کې د اودس کولو پر مهال په زوره پوزه مۀ سوڼ کوئ، او اوبه کرار کرار په پر مخ او لاسونو اچوئ، چې څاڅکي يې پر نورو خلکو ونه لګيږي!
۹_ د سهار په وخت کې يا په تشه خالي معده چې د ملګرو سره مخامخ خبرې کوئ ډير مۀ ور نيژدي کيږي!
۱۰_ که چېرې ستاسو په ملګرو کې داسې عيبونه موجود وي، په مجلس کې يا د ملګرو په مخ کې نصيحت مه ورته کوئ بل وخت چيرته يوازي يې پوهه کړي، ښه په انسانيت او اخلاقو ورته توصیه وکړئ!

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب