کوچنيان څنګه په اسلامي روحيه وروزو؟

په دې کې شک نشته چې الله جل جلا له ټول ماشومان له سوچه او سپيڅلي فطرت سره پيدا کوي، خو دا چې وروسته هره نیمګړتیا او عیب پکې پیدا کیږي، هغه د بدې ښوونې پایله ده. له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه روایت دی چې هر کوچنی په خپل فطرت(د توحید لور ته طبیعي میلان) زیږیږي، او بیا د مور او پلار په وسیله ترې یهودي، مسیحي، یا د اور عبادت کوونکی جوړ شي. (بخاري، او مسلم روایت کړی)

همدا لامل دی چې اسلام میندو او پلرونو ته امر کړی چې خپلو اولادونو ته پام وکړي او په اسلامي اخلاقو يې را لوی کړي.
الله د کوچنیانو د پالنې مسؤلیت د ماشوم په مور او پلار اچولی. دا د مور او پلار دنده ده چې خپل اولادونه مسلمان را لوی کړي. که چېرې دا دنده تر سره کړي، په دُنیا کې به یې هم اجر تر لاسه کړي او په اخرت کې هم. او که چېرې د دې دندې په تر سره کولو کې پاتې راغلل، په ژوند کې به یې هم بدمرغي وويني، او له مرګه وروسته هم.
له رسول الله صلی الله علیه و سلم څخه روايت دی چې: هر يو له تاسي څخه ساتونکی او سرپرست دی، او تاسې هر يو د خپلو لاس لاندې په اړه پوښتل کيدونکي ياست؛ چارواکی ساتونکی دی(چې د خپل هيواد چارې اداره کوي) او د خپل رعيت په اړه پوښتل کېدونکی دی، سړی د خپلې کورنۍ ساتونکی او سرپرست دی او په دې اړه پوښتل کېدونکی دی، ښځه د خپل خاوند د کورسرپرسته ده او په دې اړه پوښتل کېدونکې ده. تاسي ټول سرپرستان او ساتونکي ياست او ستاسي تر واک لاندې شيانو په اړه به پوښتل کېږئ.(بخاري او مسلم روايت کړی)

رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅوک هم له هغه مسؤليت څخه نه دی بخښلی چې الله جل جلاله د اسلامي ټولنې د جوړولو له پاره د هر فرد پر غاړه اچولی. چارواکی مسؤل دی، نارينه او ښځه مسؤلين دي، هر يو يې د خپلو وړتياوو، د کار ساحې، او صلاحيتونو د ننه مسؤل او پوښتل کېدونکی دی. له اسلامي اُمت څخه نن ورځ د اسلام د پرتم او برم د تللو اصلي علت له خپلو مسؤليتونو څخه د هغوی د اوږو سپکولو پرته بل څه نه دی.
نارينه او ښځينه، ميندې او پلرونه په سمه او نېغه لاره د نوي نسل د روانولو او روزلو، پوه کولو او پاللو په مسؤليت کې سره شريک دي.
په انسان کې د ښو او بدو دواړو لور ته لېوالتيا او مينه شته، خو دا د مور او پلار دنده ده چې په خپل کوچني کې د ښو کارونو لور ته لېوالتيا وپالي تر څو په راتلونکې کې ترې يو داسې شخصيت جوړ شي چې هم د ځان او هم د خپلو خلکو د درد دوا شي.
د دې واقعيت په اړه الله جل جلاله فرمايي:
ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل کور کهول له هغه اور څخه وژغورئ چې خس يې انسانان او تيږې دي. (التحريم- ۶)
د دوزخ له اور څخه د خپل ځان او کورنۍ ژغورنه او خوندي ساتنه له ښې ښوونې، د ښو کارونو او اخلاقي کړنو، او د شرافت او درنښت لور ته له خوځېدنې پرته د بل څه شي له لارې ممکن نه دی.
اسلام د ښوونيزو اړتياوو له پلوه د ښځې او نر تر مينځ هيڅ توپير نه کوي. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت دی چې: څوک چې لور ولري، په ښو اخلاقو يې وروزي، سمه ښوونه ور ته وکړي، او په مناسبه توګه يې وپالي، دا به د ده له پاره د دوزخ له اور څخه د ژغورنې وسيله شي.
له سمې او مناسبې ښوونې څخه زمونږ هدف څه شی دی؟ له غوره ښوونې څخه مو هدف له جسمي، ذهني، او اخلاقي پلوه د يوه کوچني تيارول دي تر څو د غوره ټولنې يو غوره وګړی وګرځي.

د اخلاقي پالنې لارې چارې:

۱– د کوچني د پوهنيزې وړتيا او ذهني ظرفيت په پام کې نيولو سره هغه ته د ښو کارونو ارزښت او د ټولنې پر افرادو د هغه د غوره اغېزو، او د بدو کارونو د بدو اغېزو په ډاګه کول.
۲– ميندې او پلرونه بايد د سلوک او کړو وړو له پلوه د خپلو کوچنيانو له پاره غوره نمونې واوسي ځکه چې کوچنيان په خپلو کړو وړو او خبرو کې د خپلو ميندو او پلرونو پېښې کوي.
۳– کوچنيانو ته د هغوی د فهم او پوهنيزې وړتيا په پام کې نيولو سره د ديني حکمونو او اصولو ښوول، او هغوی ته د عبادت تمرين ورکول. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمايلي چې خپلو کوچنيانو ته په اووه کلنۍ کې د لمانځه کولو امر وکړئ.
۴– له کوچنيانو سره په مهربانۍ، زړه سوي او غوره توګه چلن کول. رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته په عمل کې دا ثابته کړې. رسول الله صلی الله علیه و سلم د خلکو امامت کاوو، لمسی حضرت حسن يې د سجدې پر وخت ور په شا شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه له پاره سجده اوږده کړه. د لمانځه له بشپړېدو څخه وروسته ځينو حاضرو صحابه وو وويل چې سجده مو اوږده کړه؟ هغه وفرمايل چې لمسی مې را په شا شو، او ما نه غوښتل هغه ژر ليرې کړم.
۵– يو مهم شی چې ميندې او پلرونه يې بايد خپلو کوچنيانو ته وښيي هغه دا دی چې د ځان له پاره غوره ملګري وټاکي او د بدو له ملګرتيا څخه ډډه وکړي ځکه چې کوچنيان تل له خپلو ملګرو څخه اغېزمن کيږي. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي چې انسان د خپل ملګري پر دين دی(د خپلو ملګرو د خويونو او اخلاقو لور ته لېوالتیا لري)، له دې امله بايد د ملګرو په ټاکنه کې ژور فکر وشي. (ابوداوود او ترمذي روايت کړی)
۶– په کوچني کې له مسلمان اُمت سره د تړاو حس پياوړی کول. دا کار بايد داسې تر سره شي چې هغه ته د مسلمانانو تر مینځ د ورورګلوۍ په اړه ښوونه وکړل شي. د نړۍ د هر ګوټ د مسلمانانو حالت ته د پام او د هغوی په غم د غمجن کېدو په اړه روزنه ورکړل شي. کوچني ته بايد داسې روحيه او حس ورکړل شي چې هغه د مسلمان اُمت د جسم غړی دی، تر څو د مسلمانانو په خوښۍ خوښ شي، پر غم يې غمجن شي، او د مسلمان اُمت د هدفونو د تر لاسه کولو له پاره تر وسه وسه هلې ځلې وکړي. دا کار له لاندې لارو په عملي ډول تر سره کېدای شي:
 مسجد ته د کوچنيانو بيول او هغوی ته د ژبې، نژاد، او هيواد له په پام کې نيولو پرته د خپلو مسلمانو وروڼو ور پېژندل.
 کوچنيانو ته د هغوی د ذهني او پوهنيزې کچې په پام کې نيولو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو سيرت، او د اسلام د تاريخ ښوول.
 خپل کوچنيان دېته هڅول چې د مسلمانانو په ستونزو کې ځان شريک وګڼي، او د هغوی په هوارولو کې ونډه واخلي. لکه د بيوزلۍ د ستونزې د له مينځه وړلو له پاره وږيو ماشومانو ته مالي مرسته ورکول.
 له مسلمانانو سره د اخترونو او خوښيو په مراسمو کې ګډون کول، او له همزولو مسلمانو وروڼو سره ګډ چکر، او له هغوی سره د وروۍ اړيکې جوړول.
۷- د کوچنيانو په زړونو کې له الله جل جلاله، د هغه له پيغمبر، مسلمانانو، او ټولو وګړو سره د مينې احساس پيدا کول چې په پايله کې به يې د ټولو هغو په اړه چې دی ور سره مينه لري ځانګړی سلوک خپل کړي.
دا په مسلمانه توګه د کوچني د لويولو او پاللو په اړه عمومي لارښوونې دي. هر مسلمان بايد خپلو کوچنيانو ته پاملرنه وکړي او هغه غوره او سمه لاره وپېژني چې تلل پرې غواړي. دا کار به را سره د مسلمانانو د راتلونکو نسلونو د خوندي ساتنې او ژغورلو په هکله د هغو دندو په تر سره کولو کې مرسته وکړي چې د الله جل جلاله له خوا پرې مکلف شوي يو، او د هغو مسؤليتونو په اړه به را سره مرسته وکړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته په ډاګه کړي.
الله جل جلاله په دې اړه فرمايي:
و قل اعملوا فسیری الله عملکم و رسوله و المؤمنون ثم تردون الی عالم الغیب والشهادة فینبئکم بما کنتم تعملون- التوبه، ۱۰۵
ور ته ووايه(ای محمده) چې (هر څه مو زړه وي) ويې کړئ. ژر دی چې الله، د هغه رسول او مؤمنان به ستاسي(ښه او بد) کړه وګوري، او بيا به د پټو او څرګندو د عالم لور ته راوستل شئ، او (د الله له لوري به) د خپلو کړو وړو په اړه خبر کړل شئ(او جزا به يې وګورئ).

سرچینه: اسلام انلاین

your ads

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب