خوړو ته د ماشومانو وارخطايي او د زدکړې د لیوالتیا اړیکه
په انګلیستان کې روعتیايي څیړونکو مالومه کړې، چې هغه ماشومان چې د تیارو خوړو خوراک ته بیړه لري، د زده کړې په ډګر هم تر خپلو همزلو مخکې وي.
څیړونکو د ۲ کلنو ماشومانو مخ ته له ممیزو ډک ګیلاسونه کیښودل او له ماشومانو يې وغوښتل چې یوه دقیقه صبر وکړئ. او وروسته يې له يوې دقیقې يې وخورئ.
ځینو ماشومانو یوه دقیقه صبر ونه کړای شو او له یوې دقیقې انتظار څخه مخکې يې د ممیزو پر خوراک پیل وکړ.
څیړونکو وايي، چې هغه ماشومانو چې یوه دقیقه انتظار يې ونه کړای شو، له ټاکلې مودې مخکې زیږدلي دي. دوې زیاته کړه، چې دا ماشومان د خپل عمر په ۷ کلنې او ۸ کلنې کې د زده کړه لوالتیا نسبت نورو ماشومانو ته زیاته لري.