ماشومان او جومات

د دې جومات امام چې كله له سجدې نه پورته کیږي نو ماشوم پخپلو اوږو کښینوي…. دلته بيا جومات امام د یوه کوچني له کبله د خپل لمانځه سجده دومره اوږدوي چې مقتدیان فکر کوي چې په امام څه وشول….د یوه بل کوچني د ژړا د اوریدو له کبله خپل لمونځ لنډوي.

څه فکر کوئ دا به کوم جومات وي او دا امام به څوک وي. دا هغه جومات دی چی امامت یې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په غاړه درلود. یاد شوې نمونې په لاندې حدیث شریف کې راځي:

لومړى حديث:

شداد رضي الله عنه روایت کوي چې: حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د لمانځه دامامت په موخه جومات ته راغی چې حسن یا حسین رضي الله عنه هم ورسره ول. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وړاندې (د امامت ځای) ولاړ او دوی دواړه یې د غېږې نه کوز کړل وروسته د تکبیر ویلونه یې لمونځ پیل کړ، په لمانځه کې حضرت محمد صلی علیه وسلم سجده زیاته اوږده کړه ما خپل سر را جک کړه ومې لیدل چې د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په شا باندې یو هلک ناست دی. ما بیرته خپل سر سجدې ته کښته کړ، کله مو چې لمونځ خلاص کړ نو خلکو له حضرت محمدصلی الله علیه وسلم نه وپوښتل؟

–           ای د الله پیغمبره! په لمانځه کې دې سجده دومره اوږده کړه موږ فکر کاوه چې کوم څه درته پیښ شوي او یا هم وحیې درباندې نازلېږي.

ده صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ:

–          هیڅ خبره هم نه وه لمسي مې مجبور کړم چې په خپلو اږو یې کښېنوم او ماهم دئ پرېښود ترڅو خپله غوښتنه پوره کړي.

(روایت: نسایی،ابن عساکر او حاکم)

دويم حديث

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په لمانځه كې امامه بنت زینب بنت رسول الله اصلی الله علیه وسلم د سجدې په وخت کې له خپلې اوږې کوزوله او کله به چې له سجدې نه پورته شو نو امامه رضي الله عنه ېې بیرته په اوږو کښینوله (بخاری، مسلم)

دريم حديث

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وایي: کله مې چې لمونځ پیل کړ نو نیت مې دا وه چې ښه به یې اوږدوم خو د ماشوم د ژړا غږ مې واورید نو لمونځ مې لنډ کړ ځکه نه مې غوښتل چې د ماشوم مور په اندیښنه شي ( بخاری)

نني جوماتونه

پورتني روایات راښیې چې د ماشومانو او ځوانانو لپاره دا ډیره په زړه پورې وه چې دوی د جومات یوه برخه وي. سبحان الله زموږ نني جوماتونه دهغه جومات سره څومره توپیر لري. آیا موږ پخپلو جوماتونو کې ددغه راز پیښو شاهدان یو؟ موږ وینو چې په جومات کې هلکان په کښېنه! چوپ شه! ونه خاندې…………….عبارتونو ګواښل کېږي.

په اوسنۍ وضعه کې موږ ديته زیاته اړتیا لرو چې په جوماتونو کې دماشومانو سره دا سې رویه وکړو لکه د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په جومات کې چې ورسره کيده.

که چېرې په جومات کې د ماشومانو سره ښه رویه ونشي نو دوی به له جومات نه زړه توري او دجومات په ځای به داسې ځایونه د ځان لپاره غوره کړي چې هلته په دوی قیودات (نیوکې) او بندیز نه وي لکه کوڅې د تفریح ځایونه سینما او داسې نور.

زموږ جوماتونه باید ټولنیز مرکز وي داسې مرکز چې په هغې کې ماشومان او ځوانان د هوساینې احساس او هلته دوی د ځان لپاره غوره ملګري وټاکلی شي، په ټولنیزومسائلو وغږيزې، او ددوی لپاره جوماتونه باید د یوه ښه او سالم دستورالعمل دلاسته راوړلو سر چینه وي.

په جوماتو کې د ماشومانو کمښت د اسلامی امت راتلونکې له ګواښونو سره مخ کوي.

لکه چې مخکي مو وویل که چېرې په جوماتو کې دماشومانو سره ښه چلند ونشي نو دوی به دجومات په ځای نور ځایونه د ځان لپاره غوره کړي، او په دي توګه به دوی د بد اخلاقه انډیوالانو په پیداکولوسره داسلامی تربیې نه بې برخې شی. البته د هغه تربیې نه چې دوی یې په جوماتونوکې اخلي.

کوچنیان باید له همغه اول نه دجومات سره خپلې اړیکې ټینګې کړي. که چېرې داسې ونه شول نو په بوډاتوب کې به ډیره ستونزمنه وي چې ددوی په زړه کې د جومات مینه پیدا شي.

دماشوم طبعیت:

ماشوم په کور او جومات کې دمیندو او پلارونو دلمانځه دپاره دحوس پرتی سبب ګرځي شوخی کوی، ژاړي… الله(ج) دماشوم او ځوان طبعیت په دې توګه پیدا کړي چې دوی ډیر ځواکمن او د شوراو ذوق خاوندان دي، او دځان دکنترول قوه یي ډیره ضعیفه ده دا چې څرنګه د دوی په طبعیت ځان پوه او دوی کنترول کړو حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راته ویلي: او هغه دا دی چې دا کار موږ د بښنې او رحم پواسطه ترسره کولای شو. دبیلګي په توګه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دخپل خدمتګارانس رضي الله عنه سره څه ډول چلند کاوه.

حضرت محمدصلی الله علیه وسلم انس رضي الله عنه په یوه کار پسې واستاوه انس رضي الله عنه وایې: زه چې ووتم نو په کوڅه کې د نورو هلکانو سره په ساتیری بوخت شوم، وروسته کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم‍ را پسې راغی له شانه یې زما په اوږه لاس کیښود ما چې ورته وکتل نو ده خندل او وویل: انسه چېرته چې مالیګلی وې ولاړي؟ ما ورته وویل ای دالله پیغمبره زه اوس ځم. انس رضي الله عنه زیاتوي ۹ کاله مې د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم خدمت وکړ یو وار یې هم دکومې تیروتنې پخاطرراته ونه ویل چې دا دی ولي داسې وکړل او یا دا چې دا کار دې ولی ونه کړ.

هو! حضرت محمد صلی الله علیه وسلم انس رضي الله عنه و نه ګواښه چې ولې په هغه کار پسې ولاړې نه په کوم پسې چې ما استولی وې بلکه ده په ډیر ورین تندی او په ښو الفاظو کې خبره ورته وکړه. سره ددې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به ماشومانو ته د هغوی د تیروتنو پخاطر څه نه ویل بلکه دوی ته به یې دعا هم کوله.

ماشوم باید په سمه توګه وروزل شي

انس بن مالک رضي الله عنه فرمایی چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم به توهین امیزه او زشت الفاظ نه کارول (بخاری)

په یاد ولرۍ ماشومان بې ګناه دي مګر نور خلک (لویان) ندي. الله(ج) ماشومان ددوی د تیروتنو په خاطر نه ماخذ کوي، مګر الله(ج) زموږ په اوږو دا مسولیت ایښی چې موږ له ماشومانو سره څه ډول رویه کوو.

دا زموږ دنده ده چې خپلو ماشومانو ته دجومات اداب وروښیو، موږ نشو کولای چې پر ماشومانو کومه خبره په زور ومنو، ماشومان تل هغه سړي ته غوږ نیسي او خبره یې مني څوک چې په ورین تندی ورسره روغبر کوي، هغه څوک چې د کوچنیانو دغوښتنو په پوره کولوکې هڅه کوي، ستونزو ته یې د حل د پیدا کولو په موخه له دوی سره مشوره کوي. ماشومان د هغه چا خبريې ته غوږ نه نیسي او تل ترې تښتي څوک چې ددوی سره بد او توند بر خورد کوی.

وحيد الله بهرام

عجيب امام

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب