د مندل تجربې

د مندل تجربې

مندل د خپلو تجرپو لپاره د مشنګ د هغه بوټي څخه کار اخېسته چې پخوا ې د هغې خالص نسل په لاس راوړی وو، د بېلګې په توګه که چېرې غوښتل ې چې د دانې د شکل ځانګړتيا تر څړېنې لاندې ونيسي، لومړی ې نبات خالص منځته راوړ؛ يعنې له هغې نبات څخه ې ګټه اخېستله چې د هرې ځانګړتيا څخه ې يوازې يو صفت درلود، مثلا: د صافو دانو خالص نبات د تذکير آله به ې جلا کوله او بيا ې هغه د بل خالص نبات چې ګونځې دانې ې توليدولې، ورسره القاح کاوه. په واقعيت کې مندل غوښتل پوه شي چې دوه خالص نسلونه سره يوځای شي. حاصل شوی نسل يا اولاد به ې څه ډول وي.

د مندل لومړنۍ تجربه

مندل په خپله لومړنۍ تجربه کې د مشنګ زيات بوټي په خپلو کې سره تزويج کړل، ترڅو بېلابېلې ځانګړتياوې مطالعه کړي. مندل لومړی د يو خالص صفت نبات لاسته راوړ او بيا به ې هغه په خپلو کې تزويج کول. د بېلګې په توګه: هغه د مشنګ خالص نبات چې ګل ې ارغواني رنګ درلود د سپين رنګ ګل لرونکي خالص د مشنګ نبات سره يوځای کړ.

له دې تزويج څخه حاصل شوی نبات ې د لومړي نسل (First Generation Plant) يا (F1) په نوم ياد کړل. له شکل څخه څرګندېږي چې د لومړي نسل (F1) ټول نباتات د ارغواني رنګ ګل لري.

مندل ذکر شوې تجربه د مشنګ د نبات په نورو ځانګړتياوو سرته ورسوله چې له څو تجربو څخه ې عين نتيجه په لاس راوړله،مثًلا:کلهچېېداسېنباتاتپهخپلوکېسره تزويج کړل چې دانې ې د شکل له پلوه خالصې (غونجې دانې يا صافې دانې( وي، وې ليدل چې په (F1) نسل کې ټول افراد يوازې يو صفت يعنې ګونځې دانې وښودلې او بل صفتښکاره نشو. مندل د والدينو هغه صفت، چې په Dominant) فتص نسل کېښکاره کېده، د بارز (F1 Trait) په نامه او هغه صفت چې په (F1) نسل کې به پټ پاتې کېده، د مخفي صفت (Recessive Trait) په نامه ياد کړ. مندل د مخفي صفت د پوهېدلو لپاره دويمه تجربه سرته ورسوله.

د مندل دويمه تجربه

مندل چاپېريال داسې جوړ کړ چې د لومړي نسل نباتات د ځاني خپرونې (Self Pollination) په واسطه القاح شي او بيا يې په لاس راغلې نتيجه مطالعه کړه. د لومړي نسل نباتات، چې ارغواني ګلونه لري، د مثل توليد وکړي، د دويم نسل (F2) نباتات منځته راوړي. د دويم نسل په نباتاتو (F2) کې هم بارز او هم مخفي صفتونه (هغه صفتونه چې په (F1) نسل کې پټ پاتې شوي وو) راښکاره کېږي، يعنې علاوه په ارغواني رنګ د سپين رنګ ګلونه هم ليدل کېږي.

your ads

که د خالص لوړ قدنبات په TT او د خالص ټيټ قدنبات په tt وښودل شي، څرنګه چې مخکې مو معلومات لاسته راوړل، لوی توري د بارز صفت ښکارندوی او کوچني توري د مخفي صفت ښکارندوی دي. د والدينو د تزويج يعنې (TTxtt) څخه په لومړي نسل کې   Tt منځته راځي، چې په (F1) نسل کې ټول نباتاتدموراوپلارنسل لوړ قد لري. کله چې د (F1( نسل په خپلو کې تزويج شي د دويم نسل (F2) په نتيجه کې درې نباتات لوړ قد او يو نبات به د ټيټ قد منځته راشي. د لوړ قد صفت يو بارز صفت دی چې په لومړي نسل (F1) کېښکاره کېږي. وروسته د (F1) نسل د تزويج په صورت کې د دويم نسل منځته راځي چې د لوړ قد او ټيټ قد نسبت يې (١:٣) دی.

د مندل په تجربو کې تناسب

مندل د هغو معلوماتو په لرلو سره چې په رياضياتو کې يې درلودل. هغه نبات چې په يو خاص ځانګړتيا سره په دويم نسل کېښکاره شوی وو، محاسبه کړل، ترڅو په دې سره د خپل کار پايلې واضح کړي. څرنګه چې په (٧-٥( شکل کې ليدل کېږي هغه لومړۍ نتيجې محاسبه کړې د بېلګې په توګه: د ارغواني ګلانو شمېره په حاصل شوي نسل کې 705 عدده او د سپينو ګلانو شمېره 224 عدده وه او بيا يې نسبت معلوم کړ. په رياضي کې نسبت د دوو عددونو ترمن# اړيکه ده چې د کسر په بڼهښودل کېږي. د مندل په تجربو کې د هرې ځانګړتيا لپاره د بارز او مخفي صفتونو ترمنځ نسبت تر څړېنې لاندې دی. په لاندې شکل کې د حاصل شوو صفتونو ډولونه د هغوی د شميرې سره ذکر شوي دي:

د مندل په تجربو کې د ارغواني ګل نسبت له سپين ګل سره

1: 3.15=705/224

اضافي معلومات:

د مندل په تجربو کې د نسبت د محاسبې څرنګوالی: نسبت دوو عددونو ترمنځ له پرتلې څخه عبارت دی. په لاندې جدول کې وګورئ، د سپين ګل او ارغواني ګل نباتاتو ترمنځ نسبت کولی شو دا ډول وليکو:

705 په 224 يا 705 دا نسبت کولی شو چې د صورت ويش په مخرج باندې ساده 224 کړو.له ساده کولو څخه وروسته به وګورو هغه نسبت ته چې مندل ورته رسېدلی و موږ هم ورسېږو.

⇐ 3.15:1 = 3.15/1 =705/224

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب