له سوځیدلو سره باید کومې لومړنۍ مرستې ترسره شي؟

له سوځیدلو سره باید کومې لومړنۍ مرستې ترسره شي؟

سوځیدل د مختلفو ټپونو لامل ګرځي چې ځینې ډولونه يي د بدن د پوټکي ټول طبقې له منځه وړي. اور او بریښنا د دریمې درجې سوځیدو تر ټولو ستر لامل ګڼل کیږي.

سټانلي ایم. ذیلډو (Stanley M.Zildo) خپل کتاب «لومړنۍ او عاجلې مرستې» کې لیکي چې د دریمې درجې سوځیدو ټپ سپین رنګ لري، د پوټکي ټولې طبقې له منځه وړي او لږ درد هم لري ځکه چې د ټپ په برخه کې ټول رګونه له منځه تللي وي.

دلته مو له ځینو هغو لومړنیو مرستو سره اشنا کوو کوم چې باید د دریمې درجې سوځیدلو سره ترسره شي:

۱- که د اور ښکار شوی کس اوس هم د سوځیدو په حال کې وي نو اور باید د کمپلې، د تخت پوښ، غالۍ یا قالینه، جاکټ او یا نور سامان چې وزن يي لږ زیات وي په وسیله مړ شي. هغه ټوکر یا رخت چې له زخم سره وصل وي باید له زخمې څخه جلا نه شي.

۲- په ځانګړی ډول کله چې غاړه، مخ او یا هم د خوله شاوخوا سوځیدلی او زخمي شوی وي نو په اور سوځیدلی کس په سمه توګه ساه نشي اخیستی او یا هم کله د ساه اخیستو ستونزه د لوګی له امله رامنځ ته کیږي. کوښښ وکړئ چې سوځیدلې کس وتوانیږي ساه واخلي.

۳- لوند رخت او یا هم یخې اوبه باید د زخمي شوو برخو د حرارت درجې ټیټولو لپاره استعمال کړئ. د ویلي شوی یخ اوبه د مخ، لاسونو او پښو په ټپونو باید استعمال نه شي.

۴- سوځیدلې برخې له بې میکروبه رخت، نری، پاک او سپین کتان او یا هم د بالښت پوښ په مرسته پټ کړئ. خو هغه مواد چې په زخم کې نښلي لکه مالوچ په مرسته باید زخم پټ نشي. د تیل مختلف ډولونه او تیل ته ورته مواد باید په زخم استعمال نشي.

۵- له ځنډ پرته امبولانس ته زنګ ووهئ او سوځیدلی کس روغتون ته ورسوئ ځکه چې عاجلې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب