د واکسین (Vaccine) استعمال په شریعت کي څنګه دی؟؟؟

واکسین موږ له کوچنوالی څخه  لګوو، او د ډیره وخته راهیسي یې لګول او استعمال عام دی، په ټوله نړۍ کي، مختلف واکسینونه شتون لري، لکه  (BCG, HbCV, TT, TNT, HbPV, DNA, DTap, DTP,HDCV,LAIV,MMRV , MPSV , PCV , OPV,) اوداسی نور چي په مختلفو هیوادونو، د مختلفو ناروغیو په مقابل کي استعمالیږي، په دې کي هیڅ شک نشته چي هغه انسان چي واکسین یې لګولی وي او چي لګولی یې نه وي د مځکې او اسمان ترمنځ یې توپیر دي، د بیلګې په ډول سره که یوه ماشوم ته د ژړي (Hepatitis) واکسین لګیدلی وي هغه بیا په دې مهلکې ناروغۍ نه اخته کیږي، او همدارنګه د نورو ناروغیو په مقابل کي واکسین همداسي پوره اغیزه لري.

اوس دلته په لویدیځ کي د شریعت له نګاه څخه و موږ ته دا پوښتنې رارسیدلی دي او راڅخه کیږي:

۱: واکسین څه شي ته وايي؟
۲: پولیو څه شی ده؟ او ډولونه لري که یا؟
۳: ایا په اسلام کي د ناروغۍ مخکي درملنه جواز لري؟
۴: ایا دا ځیني واکسینونه رښتیا هم د نسل کُشی (نسل وژنې)لپار جوړ شويدي؟
۵: ځیني کسان دا ادعاء هم کوي چي اکثره واکسینونه د حرامو شیانو څخه جوړ شویدی لکه د خنزیر او نورو څخه په دې کي دشریعت حکم څه دی؟
۶: په حرامو شیانو سره درملنه څنګه ده؟

ځوابونه:

حامداً ومصلیاً

دلومړي سوال ځواب:

تر ټولو لومړی واکسین (Vaccine)وڅه شي ته وايي؟

د وژل شوو یا کمزور شوو مایکرو اورګانیزمونو یا د هغه څخه په لاس راغلو جنټیکو پروتینو سسپنشن چي د انتاني ناروغیو د مخنیوي او درملنې لپاره تجویزیږي. و دې ته واکسین وايي.

ددوهم سوال ځواب:

پولیو(Polio) د انګریزې ژبې د پولیومایلیټس (Poliomyelitis) څخه اخیستل شوی دی چي دا یوه ناروغي ده،  دا هغه ناروغي ده چي اعصاب کمزوري کوي، پولیو یوه لا علاجه ناروغي ده، دا ناروغي په ځانګړي ډول سره په ماشومانو کي عامه ده، خو پر بالغو باندي هم حمله کوي، دا په حقیقت کي یوه درنه او مهلکه ناروغي ده، د پولیو وایروس د یوه انسان څخه وبل انسان ته سرایت هم کولای شي، دا ناروغي په ځانګړي ډول سره پر اعصابي نظام او دپښې پر هډوکي باندی ژوره اغیزه غورځوي، چي په نتیجه کي فلج ( ګوزڼ) ومنځته راځي، تر۱۹۹۸ میلادي کاله پوري پولیو په ټوله نړۍ کي شتون درلودی، خو په ۲۰۱۱ میلادي کال کي یواځي تر پاکستان، افغانستان، هندوستان او نایجریا پوری محدوده شوه، په ۲۰‍۱۴ میلادي کال کي په نایجریا او هندوستان کي هم پولیو ختمه شوه، اوس صرف په پاکستان او افغانستان کي شتون لري. د پولیو په یوه څاڅکی سره په ۱۰۰ انسانانو کي ۹۹ انسانان ددې مهلکې ناروغۍ څخه ژغورل کیږي.

د پولیو ډولونه:

پولیو پر پنځه ډوله ده-

۱: خاموشه پولیو (Silent polio) دا په ماشومانو کي عامه ده، دا په عمومي ډول سره په یوه کورنۍ کي د ډیره وخته شتون لري، دا وایروس تل د ماشوم د غذا په نل کي شتون لري او د هضمیې پر نظام باندی حمله نه کوي او خپل ځان ډیر ځله نه ښکاره کوي.

۲: ابورټیو پولیو (Abortive polio)، ددې وایروس حمله سخته ده، د اعصابي نظام څخه ماسوا پر ټوله بدن باندی حمله کوي، دا وایروس د۵- ۵۰ کالو پر انسانانو باندی حمله کوي، په دې ناروغۍ باندی اکثره وخت ښځې زیاتي اخته کیږي.

۳: نان پرالیټک پولیو (Non-Paralytic polio) د پولیو دا ډول اعصابي نظام کمزوری کوي، خو مکمل تاوان نشی ور رسولای یعني چي ټوله اعصابي نظام له کاره وغورځوي، ددې پولیو یوه عادي علامه داده چي سوزش رامنځته کوي او بس، او د څه وخت وروسته بیرته ښه کیږي.

۴: پ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍رالیټک پولیو (Paralyticl polio)  دا پولیو پر اعصابي نظام باندي سخته حمله کوي، او اعصابي نظام په بشپړ ډول سره له منځه وړي.

۵: بلبو سپاینل پولیو(Bulbo spinal polio) دا ډول پولیو انسان فلجوي، تنفسي نظام هم فلجوي، له همدې کبله د نفس تنګۍ سره مخ کیږي، او کله داسی هم وشي چي تنفس اخیستل په مکمل ډول سره ختم شي او د مرګ سبب ګرځي.

د دریم سوال ځواب:

د ناروغۍ څخه مخکي درملنه رواه ده. (امداد الفتاوی ټوک:۴ پاڼه: ۲۴۸)

د څلورم سوال ځواب:

د واکسین استعمال د ډیره وخته راهیسی روان دي لومړي په کفري نړۍ کي او بیا په اسلامي نړۍ کي، هغه واکسینونه چي موږ و خپلو ماشومانو ته په دې ۳۰ کلونو کي لګولي او یا تجویزکړیدي په هغو کي خو داسی بدي اغیزې نشته، نه نسل وژنه پکښې شته او نه هم بله ستونزه، علاوه له دې څخه واکسین د (ژړي، ټوخي، شري، تیتانوس، انفلوینزا او داسی نورو مهلکو ناروغیو په مقابل کي سپر  دی).

د پنځم سوال ځواب:

داچي په ځینو خلکو کي دا افواه ده چي واکسین له حرامو شیانو څخه جوړیږي په شریعت مطهره کي صرف افواه یو ثبوت نه ده، بلکې که چيري یواسلامي مرکز ددې څیړنه وکړي او دا تصدیق کړي چي دا د حرامو شیانو څخه جوړیږي بیا دا خبره درسته ده، نو صرف یوه ګنګوسه پر دې دلالت نه کوي چی دادي د حرامو شیانو څخه جوړیږي.

دشپږم سوال ځواب:

په حرامو شیانو سره علاج او درملنه جواز لري، دا په هغه صورت کي چی کله یو ماهره تکړه مسلمان ډاکتر و یوه مسلمان ته دا مشوره ورکړي چي دغه شی په شریعت کي حرام دي خو ستا ددغې ناروغۍ درملنه ده بیا  علماء کرام ورته جواز ورکوي لکه:

فی الدر المختار لکن نقل المصنف ثمة وهنا عن الحاوی وقیل یرخص اذا علم فیه الشفاء ولم یعلم دواء اخر کما رخص الخمر للعطشان

بعض علماء تداوي په حرامو سره یې جواز ورکړیدی. (امداد الفتاوی ټوک ۴ پاڼه: ۲۰۸-۱۴۱) لیکوال: حکیم الامت حضرت مولانا اشرف علی تهانوي رحمت الله علیه، بترتیب جدید – حضرت مولانا محمد شفیع رحمة الله علیه/ خپرونکی: مکتبه درالعلوم کراچی ۱۴

په حرامو شیانو سره درملنه:

که چيری د یوه انسان د مرګ خطره وي او هغه بل علاج نلري په اتفاق د علماء سره د حرامو څخه د ضرورت په اندازه سره کاراخستلای شي.

که چيري داسي وي ناروغي مهلکه نه وي بلکې ناروغې زیاتیږي په دې کي اختلاف دی:

حضرت اما م مالک رحمة الله علیه وایي په دغه وخت کي هم په حرامو سره درملنه مطلق جایزده.

د حضرت امام یوسف رحمة الله علیه هم دا نظر دي چي که چیري د ناروغۍ لپاره بل شی نه وو نو په حرامو سره د ضرورت مطابق درملنه جایزده.(درس ترمذی ټوک ۱ پاڼه: ۲۹۱ لیکوال: شیخ الاسلام محمد تقی عثمانی صاحب خپرونکی: مکتبه دارالعلوم کراچی ۱۴)

په فتاوی عالمګیری کي راغلی دي:

یجوزللعلیل شرب الدم والبول وأکل المیتة للتداوي اذا اخبره طبیب مسلم ان شفائه فیه ولم یجد من المباح مایقوم مقامه (الفتاوی العالمکیریة، کتاب الکراهیة، الباب الثامن عشر فی التداوی والمعالجات: ۵/ ۳۵۵ رشیدیه)

وکذا فی الدرالمختار مع رد المحتار، کتاب الحظر والاباحة، فصل فی البیع: ۶/ ۳۸۹ سعید)

الاستشفاء بالمحرم انما لایجوز اذالم یعلم ان فیه شفاء اما اذا علم ان فیه شفاء ولیس له دواء آخر غیره فیجوز الاستشفاء به. ( المحیط البرهانی، کتاب الاستحسان، الفصل التاسع عشر فی التداوی والعالجات : ۶/ ۱۱۶ غفاریه کوئټه)

دخنزیر په غوښو سره درملنه:

که چيری حاذق دینداره مسلمان ډاکتر داووایي چي و دغه کس ته بیله د خنزیر د غوښو څخه بل علاج نشته، او بل حلال شی  دخنزیر دغوښو پر ځای قایم مقامه نشو کیدلای نو د ضرورت مطابق یې استعمال د خنزیر د غوښو روا دی، لکه په (هندیه پاڼه: ۲۳۶ کتاب الکراهیه) کي چي هم  راغلي دي.
(فتاوی محمودیه ټوک ۱۸، پاڼه: ۳۶۱/ لیکوال: فقیه الامت مفتی محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه، خپرونکی: دارالافتاء جامعه فاروفیه کراچی)
د پاکستان یوه اداره (Drug Regularity Authority of Pakistan) یعني DRAP په لیبارټرۍ کي پردې باندي پوره ساینسي څیړنه وکړه او په پایله کي یې وویل چي دا

پولیو د حرامو شیانو څخه نه ده بلکې حلاله ده، د پوره تفصیل لپاره یې دالنک دی:

http://www.dawnnews.tv/news/1015214

http://dailypakistan.com.pk/education-and-health/14-Jan-2015/183155

د مصر او نورو علماء هم دا پریکړه کړیده چي پولیو حلاله ده پوره تفصیل یې دادی:

http://www.urduvoa.com/content/pakistan-anti-polio/1676391.html

http://www.urdupoint.com/pakistan/news/islamabad/important-news/live-news-278802.html

نړیوال روغتیایي سازمان WHO هم دعالم اسلام د علماء یوه فتوا صادره کړیده چي پولیو حلاله ده دا یې لنک دی:

http://islamtimes.org/ur/doc/news/272411/

د مولانا سمیع الحق صاحب فتوا د پولیو د حلالوالی په هکله دایې لنک دی:

http://www.dawnnews.tv/news/1000577

د حقانیه مدرسې فتوی د پولیو د جواز په هکله لنک یې دادی:

http://dunya.com.pk/index.php/pakistan/2013-12-10/271948#.VpnjG0Aw1qA

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب