کور د انسان لپاره یو لوی نعمت دی

قال الله تعالی (وَ اللهُ جَعَلَ لَکُم مِن بُیُوتِکُم سَکَنًا ) الآیه.

 کور د انسان لپاره یو لوی نعمت دی

رب العالمین جل جلاله کورونه د انسان د سکونت زریعه ګرزولي دي چې له هرڅه نه پکې انسان پناه اخلي، په کورونو کی د انسان ستر او پرته ساتلې وي.

په ځانګړې ډول کور د ښځي د پردي او ستر ځای دی. رب العالمین جل جلاله فرمايي ( وَقَرنَ فِي بُیُوتِکُنَّ وَلَاتَبَرَّجنَ تَبَرُّجَ الجَاهِلِیَّةِ الاُولَی ) (الاحزاب:۳۳)

ژباړه: او پاتې شئ ای ښځو! په کورونو خپلو کې او مه ښکاره کوئ ښایست خپل، بیګانه انسانانو ته، په شان د ښایست د ړومبنیو (د جاهلیت د زمانې د) ښځو.

له کورونوڅخه هر ډول ګټه اخستل کېږي: مثلاً: کور د انسان د خوراک او څښاک ځای دی، کور د انسان د نکاح ځای دی، کور د انسان د خوب او راحت ځای دی، همدارنګه کور له خپلی کورنۍ او اولاد سره د خلوت او اجتماع ځای ده.

کله چې د هغو انسانانو په حال فکر وکړو چې کورونه نه لري بیا د کور اهمیت راته معلومېږي. لکه: هغه در په دره مسلمانان  چې کورونه نه لري د فقر او غربت له امله هسې  سایبان پسې ګرزي او شپې پکې سبا کوي، یا چې د هغه درپه دره مجاهد حال وپوښتو چې اضطراري حالاتو کې يې د شپې ځای معلوم نه وي کله د چا په کور کې شپه کوي، هغه هم که څوک ځای ورکړي، کله غره او کله هم چرته د شنه اسمان لاندي  په سړه هوا کي شپی سبا کوي چي نه بستره لري نه بله داسې وسیله چې له یخ او ګرمۍ څخه ځان پرې وساتي. یا د هغو پوډریانو په حال فکر وکړو چي په پیاده روونو کې  د لارو په سر، د پلونو لاندې ، په ډیران وغیره.. ځایونو کې په بد حال خیرن او خچن پراته وي بیا به د کور قدر راته معلوم شي.

لنډه دا چې کور  د الله جل جلاله یو لوی نعمت دی، د نوموړي نعمت شکر په کار دی او اصلاح يې لازمي ده، هله به مونږ د نوموړي نعمت شکر ادا کړی وي چي د خپلي کورنۍ د اصلاح فکر راسره وي.

البته د کور د اصلاح لپاره څو امور دي چې  انسان د کورنۍ اصلاح ته مجبوروي که دې امورو ته نظر وکړو بیا د کورنۍ په اصلاح کي کوشش کولی شو:

اول: د خپل ځان او کورنۍ ساتل د جهنم له اور څخه،  د رب العالمین جل جلاله حکم دی چې فرمايي: ( یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُو قُوا أَنفُسَکُم وَاَهلِیکُم نَاراً ) [سورة التحريم ۹].

ژباړه: ای ایمان والا وو خپل ځان او کور نۍ د جهنم له اور څخه بچ کړئ.

دوهم: هغه لوی مسؤولیت دی چې انسان ته رب العالمین جل جلاله ور په غاړه کړی دی، چې هغه د کو رپالنه ده لکه چې حضرت انس رضي الله عنه روایت کړی ( اِنَّ اللهَ سَائلُ کلَّ راعٍ عما استرعاه الحدیث ( النسائي :۹۱۲۹)

ژباړه: یقینا الله جل جلاله له هر پالونکي څخه د هغه چا په اړه پوښتنه کوي چې پالنه يې ور سپارلې ده.

دریم:  کور  د هر قسم شر او فتني څخه د ځان ساتني يوه بهترينه زریعه ده. رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: «سلامة الرجل من الفتنة أن یلزم بیته».  (الجامع الصغیر:۵۹۶۲)

ژباړه : له فتنو څخه د انسان بچ کیدل په دې کې دي چي په خپل کور کې پاتې شي.

څلورم: انسان په اکثرو اوقاتو کې خپل ژوند په کور کي تیروي، لکه په سخته ګرمۍ کې په ډیره یخنۍ کې، د باران په وخت کې، د شپې لخوا او د ورځې اولنۍ شېبې، همدارنګه د ورځې آخرنۍ حصه، له کارو بار او تدریس څخه د فراغت په وخت کي له دې امله په کار ده چې هسې وخت په کور کې تېر نه شي په ذکر او عباداتو باندې تېر شي.

پنځم او مهم امر: هغه دا ده چې د کورنۍ د اصلاح له امله د اسلامي جامعې اصلاح راتلای شي ځکه کورونه د اسلامي جامعې لپاره د خښتو مثال لري نو که زمونږ کورونو کې اصلاح وه د کورونو د اصلاح  له امله به په ټوله جامعه کې اصلاح راشي.

پورته مهمو مسؤولیتونو ته په کتو سره غواړم چې د کورونو د اصلاح په مورد کي په مختلفو برخو څه ليکنې وکړم. لکه:

۱ـ د ښې ښځې انتخاب

۲ـ د ښځې په اصلاح کې کوشش کول.

۳ـ کور د ذکر ځای وګرزوي.

۴ـ له خپلو کورونو څخه مسجد جوړ کړئ.

۵ـ د خپلی کورنۍ ایماني تربیه.

۵ـ د کورنۍ تعلیم.

همدارنګه غواړم د ۳۰ نصیحتونو په شمول ځينې مسائل وليکم، او په سلسله وار ډول يې لوستونکو ته وړاندې کړم، هیله لرم چې د  مسلمانې کورنۍ لپاره ګټور تمام شي.

لیکوال: مولوي حمد الله آخونزاده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب