که غواړې چې عشق وکړئ نو…

د فبرورۍ په مياشت کې په امريکا، کاناډا او نورو اروپايي هېوادونو کې ښځې او خاوندان، کورنۍ او دوستان د مئينانو ورځ لمانځي او يو بل ته د ژورې مينې او قدردانۍ څرګندونه کوي.

دا همدارنګه د واده شوو جوړو لپاره د مينې د تازه کولو ځانګړی وخت وي.
بيا هم ډیری خلک داسې هم دي چې  نه وي توانېدلي هغه مينه ترلاسه کړي چې دوی يې په خپل ژوند کې په لټه کې دي. دا کار ځېنې وخت د ژور خفګان، نا امېدۍ او ځانته والي لامل کېږي.

داسې ولې کېږي؟
موږ څه ورک کړي؟
زما په نظر شاید موږ په دې اړه چې مينه څه شی دی، له کومه کېږي او څنګه ساتل کېږي یو څه ناسم فکر لرو.
لکه څنګه چې خلک د بتانو عبادت کوي او تمه لري چې دغه بې روحه شيان به یې د جنت لارې ته سم کړي، همدارنګه موږ يو عادي انسان ته د مينې په معامله کې په دغه درجه قايل يو.

خو مينه دی څه شی؟
پر ځای د دې چې خپلو کې يو بل ته ژمنتيا وښايو، بايد الله ته ژمن شو. داسې ژمنه وکړو چې د هغه د لارښوونو سره سم ژوند تېر کړو.
مينه د الله ځانګړنه ده. يواځينۍ لار چې موږ روا مينه وکړو هغه د الله مينه ده. که موږ تر ټولو د مخه د الله سره خپله اړېکه ټينګه کړو نو موږ به د هغه د ټول مخلوق سره مينه پیدا کړو.

”لمړی الله او وروسته د هغه مخلوق ! “
که پدې فورمول باندې عمل وکړو نو وبه کولای شو چې په ټوله معنی له مينې څخه خوند واخلو. دا داسې یوه انګېزه ده چې موږ ته د مينې احساس راکوي او دغه احساس د دې لامل کرځي چې هغه څوک چې مينه ورسره لرو په پوره توګه وپېژنو.

کله چې يو څوک په دغه چوکاټ کې داخل شي نو کولای شي چې له واقعي مينې څخه خوند واخلي. تاسې پوهېږئ ولې په يو زېړي مازديګر کې پرېوتونکی لمر د مئينانو زړونه راکاږي؟ دا پرېوتونکی لمر عشق ځپلي له هغه څه سره نښلوي چې دوی ته له ځانه ډير مهم وي، او همدې ته عشق وايي.

دا اوس زموږ کار دی چې د یوې تل پاتې او رښتينې مينې او د يو څو شېبو خوښيو ترمنځ توپير وکړو. که موږ د يو داسې ژوند ژمنه وکړو چې الله ته مو غاړه ايښې وي او ژوند مو د اسلام سره برابر وي نو وبه کولای شو چې تل پاتې او ريښتينې مينه مو په برخه شي.

که دغه نمونه په پام کې ونيسو نو په اسانه وئیلې شو چې په دې نوي عصر کې به کوم ډول تړون تل پاتې او محکم وي.

موږ يوه نمونه د پخوانيو ودونو لرو چې د مشرانو لخوا برابرېږي. دا ډول ودونه په هغه ټولنو کې ډیر ښه وي چې کلتوري ارزښتونه په پام کې نيسي. او همدغه ودونه دي چې د پايښت کچه یې ترټولو لوړه ده.

مينه یو داسې شی دی چې که یواځې د احساس تر بريده وي نو هیڅ ده، ترڅو چې په عمل کې پلې نشي.

په پورته ذکر شوو ودونو کې ښځه او مېړه دواړه ځوانان وي، د واده تړون او کورنيو ارزښتونو ته ژمن وي او د ژوند په هغه پړاو کې وي چې د شخصيت جوړېدنه یې ډیره ګړندۍ وي خو تکميل شوې نه وي.

دا ودونه تر عمره پايي ځکه چې د ښځې او مېړه شخصيتونه په يو وخت کې سره خوا په خوا نمو کوي.

بل ډول د هغه عمر تېرو کسانو ودونه دي چې د شخصيت جوړېدنې يو څه پړاونه یې سرته رسولي وي. هغه واده چې د ژوند په نسبتا وروستيو وختونو کې کېږي اصلا اوس د معاصرې نړی يو مجبوريت ګرځېدلی دی. ځکه مخکې له دې چې يو څوک واده وکړي بايد يو څه پېسې پېدا کړي. پرته له دې د يو مستحکم واده او کوچنیانو لرلو فکر هم نشي کېدای.

او بيا هغه پټ ملاقاتونه دي چې خلک ورته د مينې نوم ورکوي او یو د بل سره پکې ژمنې کوي (په داسې حال کې چې الله یې هیر کړی وي)، بلاخره سره واده کوي او بيا په ګډه کار کوي ترڅو د کورنۍ د جوړښت لپاره خپل اقتصاد پياوړی کړي.

خو کله چې د ستونزو سره مخ شي نو په خپلو کې بحث او جګړه پيلوي. بيا هم نيمايي له دې ډول ودونو يې د ناکامې سره مخ کېږي.

ايا دا شونې نه ده چې داسې نظر خپل کړو ترڅو د مشرانو لخوا برابر شوي واده ته غاړه کېدو، داسې چې الله تر هرڅه مخکې وګڼو، د واده تړون ته د دين د تکميل د يوې ژمنې په ډول وګورو او په دې خبره ځان پوه کړو چې په واده کې تړل شوي دواړه شخصيتونه چې هرڅومره یو د بل په اړه ډير پوهېږي هغومره به يو بل ته نږدې کېږي.

ایا زموږ او ستاسې په دې پرمخ تللې ټولنه کې د داسې کوم فکر شتون امکان لري؟

زما مشوره دا ده چې که موږ د دغه پخوانۍ نمونې په اړه فکر وکړو نو موږ به بېرته هغې لارې ته سم شو چې د واده اصل هدف او موخې ته پرې رسېږواو د واده له هغه ګټو به خوند واخلو چې الله زموږ لپاره خوښې کړې دي.

يونانيان مينه په درې ډوله ښايي: د انسانيت سره مينه، د الله سره مينه او عشقي مينه. خو په اصل کې د مينې سرچينه یوه ده او هغه الله دی. که غواړې چې حقيقي مينه وکړې نو باید په دې پوه شې.

د الله مينه یواځينۍ مينه ده چې موجوده ده او یواځينۍ مينه ده چې په زړه کې ځای نيسي.

هیڅوک د بل چا سره حقيقي مينه نشي کولای ترڅو چې د الله په مينه پوه نشي، په زړه کې ځای ورنکړي او څرګنده یې نکړي.

که داسې مو وکړل نو خپل د ژوند ملګري سره به مو رښتينې مينه پېدا شي. که د ژوند ملګری مو د مينې دغه الهي ډول سره ځان نشي برابرولی نو هغه بيا په حقيقت کې ژوره مينه نشي کولای. او له بده مرغه ډیری خلک د همدغسې حالت سره مخ دي.

خو ستاسې خوښي په دې پورې نه ده تړلې. که تاسې خپل ځان د دغه سوچه او تل پاتې مينې سره برابر کړ نو په همدې مينه کې به پاتې شئ.

خو تر ټولو په زړه پورې دا ده چې يو ښځه او خاوند تر هرچا لمړی د الله سره مينه وکړي او د الله مينې ته هر يو په خپلو رګونو کې ځای ورکړي، دوی دواړه به بيا یو د بل سره د رښتونې او سوچه مينې خوند وڅکي.

په دې صورت کې موږ د يو کامياب واده لپاره او د دې لپاره چې د ژوند د ملګري سره مينه وکړو، د لوېديځ ناکامو تجربو ته هيڅ اړتيا نلرو.

همدا علت دی چې زموږ او ستاسې هغه ودونه چې د مشرانو لخوا برابر شوي وي د دوام له نظره د نوي عصر د لوېديځو ودونو څخه څو واره غوره ثابت شوي دي.
څنګه کولای شې يو مينه کوونکی مسلمان واوسې.

په هر قيمت چې وي خپل د ژوند د ملګري د خبرو په طرز ځان پوه کړه او د خپلمنځي اړيکو داسې يو سیستم رامنځته کړه چې تاسو دواړو لپاره ګټور وي.
که دواړه د ژوند ملګري سره یو نظر ولري او دواړه د الله سره مينه کوونکي وي نو د دوی ترمنځ به مينه ورځ په ورځ زياتيږي.

هرڅومره چې د ژوندانه په سفر کې يو بل او خپل ځانونه ډير پېژني هومره به له ژوند نه خوند اخلي. او دا هرڅه د هغه ژمنې پايلې دي چې دوی د ژوند د دې سفر سره کړې او د الله او د هغه لارې سره يې کړې چې د ژورې مينې سبب کېږي.

هرڅومره چې يو څوک ډير پېژنې هومره دې ورسره مينه زياتېږي. الله د هرڅه خالق دی، څومره چې په دې اسلامي سفر کې وړاندې ځو د الله په اړه مو پوهه زياتېږي. که موږ الله وپېژنو نو خپل د ژوند ملګری به وپېژنو، خپله کورنۍ به وپېژنو، خپل کوچنيان به وپېژنو، خپل دوستان به وپېژنو. او بيا نو داسې يوه مينه منځته راوړی شو چې د خلکو، کورنۍ او يوې ټولنې سره مرسته کولای شي ترڅو د ژوند د دې سفر له لوړو او ژورو څخه په خوندي ډول تېر شي.

پرځای د دې چې يو بل ته ژمن واوسو بايد الله ته ژمن واوسو. د الله د لارښونو سره سم د ژوند تيرولو ژمنه وکړو.

مينه یو داسې شی دی چې که یواځې د احساس تر بريده وي نو هیڅ ده، ترڅو چې په عمل کې پلې نشي.

یو بل سره مينه وکړئ، دا هغه څه دي چې تاسې یې باید وکړئ. او دا داسې يو عمل دی چې پر الله د ايمان لرلو او عبادت کولو ترڅنګ يې بايد ترسره کړئ.
که دا کار دومره اسان او ساده وي نو ولې مو بيا شريک ژوند دومره بې خونده او بې رنګه دی؟

رښتيا هم چې دا کار ډير اسان او ساده دی.  توان او توفيق د الله لخوا وي. که په خپل ژوند کې مينه غواړې او ۲۰ کال کېږي چې واده دې کړی نو ته په دې ډير ښه پوهېږې چې کوم شی به ستا د ژوند د ملګري د هڅېدو سبب شي.

که په خلوص او رښتينولی مو په ګډه سره ژوند کړی وي نو بيا به په دې پوهېږې چې څنګه داسې یو محيط برابر کړې چې د مينې احساسات راوپاروي. او دا هغه څه دي چې ته یې په لوی لاس غواړې چې ترسره کړې.

ما کولای شو چې په دې ليکنه کې د مینې د پایخت لپاره بې شمېره لارې چارې ذکر کړم خو پدې اړه ګڼ شمېر ليکنې او کتابونه شته چې زه یې تاسو ته د لوستو مشوره درکوم. ترټولو مهم ټکې د خپلمنځي خبرو لارې چارې دي.

په دې ځان وپوهوه چې ستا د ژوند ملګری او ستا معشوق څه خوښوي. چې پدې ډول کولای شئ په ګډه سره يو خوښ ژوند تېر کړئ

د خپلمنځي خبرو مختلفې لارې چارې وازمويې او هغه ترې غوره کړئ چې ستاسو دواړو لپاره په زړه پورې وي

د حيرانتيا خبره خو لا دا ده چې دا هرڅه تاسو بيدون له کوم مصرفه کولای شئ. يواځې د يو بل په اړه سمې پوهې ته اړتيا لرئ.

له دې وروسته به په ښه وخت او بد وخت، هستئ او نېستئ، هر حال کې لاس په لاس په ګډه سره مخ په وړاندې ځئ ترڅو همداسې په ګډه سره جنت ته داخل شئ.

دا هرڅه هغه وخت شوني دي چې اول باید الله سره سوچه او رښتونې ژمنه وکړو او وروسته د دغه ژمنې په رڼا کې د ژوندانه ملګري ته ژمن واوسو.

زړه ماتې کېږه مه او خپلو هڅو ته دوام ورکړه. په هر قيمت چې وي د ژوند د ملګري د خبرو په طرز ځان پوه کړه او د خپلمنځي اړيکو داسې يو سیستم رامنځته کړه چې تاسو دواړو لپاره ګټور وي. او ددې ټولو د پاسه بيا په ګډه دعا کوئ.
په مينه خپله لار رڼا کړئ

ټوله ستاېنه يواځې الله لره ده چې د مينې سرچينه ده.

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب