د هندوانو خدایان

د هندوانو آیین درې خدایان لري.

د هندوانو آیین درې خدایان لري. برهما(د موجوداتو خالق)، ویشنو(د موجوداتو دساتنې خداي) او شیوا(دموجوداتو دلمنځه وړو خداي)

شیوا(دموجوداتو دلمنځه وړو خداي) ویشنو(د موجوداتو دساتنې خداي) برهما(د موجوداتو خالق)

  • برهما د موجوداتو خالق دی او دنړۍ ټولو مخلوقاتو ته حکم کوي.
  • وشنو نړۍ ساتي،انسانان قسمت کنترولوي.
  • شیوا ویجاړونکی دی.د ښې او بدې  سرچینه ده.دموجوداتو دلمنځه وړو  خداي دی خو د بیاژوندی کول لامل هم دی.

د هندوییزم ډلې:

  • هندوئیزم په څو برخو ویشل شوی دی،چې اکثرا په شیوایزم، ویشنویزم او شاکتیزم باورلری.
  • شیوایزم (٪ 28 )
  • ویشنویزم ( ٪70 )
  • شاکتیزم ( ٪2 )

ویشنو:

  • د هند اکثریت خلک د ویشنو او شیوا د لارويانو څخه دي.
  • دویشنو لارويانواو یا د هغه لارښودونکې خدایانو ، راما او کریشنا ته عبادت کوی.ویشنو پاس په آسمانونو کې ده او د ټولو خلکو لپاره د مینې ډک دی.

شیوا:

  • هغه څوک چې د شییوا لارويان دي د شیوایانو په نامه یاديږي او شیویزم تعقیبوي.
  • شیوایزم د هندویزم ترټولو ستره څانګه ګڼل کیږي. په شیوایزم کې، شیوا هم د موجوداتو خالق هم د موجوداتو دساتنې خداي اوهم دموجوداتو دلمنځه وړو خداي دی.
  • د شیوا ښځه پروټی د خورا پیاوړی دیوی په توګه جوړشوی دی.

شیوا و پروټی (شکتی):

شاکتیزم د شاکټي (پاروټي) په مختلفو څرګندونو باندې تمرکز کوي.

په هندوئیزم کې خدایان

په هندوئیزم کې ډیر خدایان دي. په ناروې کې ډیری هندوان شیوا خدای ته ، د هغه مېرمن پروټي او دوه زامنو، ګانش او موروګان ته عبادت کوي.

لکشمی، ګنېش، سراسوتی:

لکشمی د مال، رڼا او خوشحالی الهه ده او د ویشنو ښځه ده. سراسوتی د پوهی/عقل الهه ده.

فلسفه – د ژوند څلور پړاونه

  • دهارما – د نړۍ نړیوال نظم: “هندوان پدې باور دي چې یو ډول قانون شتون لري چې په ټوله نړۍ کې د انسانانو په شمول په هر څه تطبیق کیږي. هرڅه یو بل سره اړیکې لري! که څوک د دې مقدس قانون په اساس ژوند نه کوي، هغه شخص له نورو شیانو څخه بېبرخه کیږي.
  • سامساره: له مړینې وروسته بیا ژوندي کېدل سلله : هندوان پدې باور دي چې ټول ژوندی موجودات ،نباتات، حیوانات او انسانان له مړینې وروسته بیا ژوندي کیږي .څرنګه چې دوی باور لري چې انسان د مړینې وروسته بیا ژوندی کیږي، له همدې امله د هندوانو لپاره هیڅ قبرستان شتون نه لري.
  • کارما – د هغه څه قانون چې مونږ تدبیق ا مراعات کوو: “هندوان باور لري چې کله انسان یا حیوان پیدا کیږي، د هغه نوي ژوند د هغوی پخوانی ژوند پورې تړاو لرې. د ژوند په دوران کې د خلک عمل دهغوې راتلونکي ژوندتعینوې چې څنګه به وي. له همدې کبله، هرڅوک باید په ژوند کې د ښه کارونو او ښه اخلاقولپاره هڅه وکړي.
  • موکشا – له مړینې وروسته بیا ژوندي کیدل څخه خلاصون: “ډیری هندوان غواړي چې له مړینې وروسته بیا زیږیدلو څخه مخنیوی وکړي. د هندوانو لپاره، نجات د بیا ژوندی کیدل د سلسلو څخه د تیښتې معنی لري. دا د موکشا په نامه یادېږي. ډیری هندوان په دې باور دي چې دخلاصون او د ښه ژوند لپاره دا مهم دی چې هر څوک باید یو خدای یا یوه الهې ته عبادت وکړي.

د ژوند اصول: له مړینې وروسته بیا ژوندي کېدنه او نجات

  • یوڅوک چې مړ کیږي له مړینې وروسته بیا ژوندي کیږي.
  • ځینې ته بد ژوند اوځینې ته یو ښه ژوند په نصیب کې وی.
  • خلک باید ښه کارونه وکړي.
  • هندوان بايد څوک ونه وژني.
  • پوجا د نجات لاره ده.
  • ډیر هندوان په کور کې د عبادت لپاره یو محراب لري.
  • په محراب کې دخدای مجسمې ځای پرځای او هغه عبادت کوي.
  • هندوان, خدایان اوبه، شیدو او مختلفو شیانو سره مینځي او ځینې شیان لکه ګلان، خواړه، شیدې او نور د خدای مجسمې په مخ کې ځای پرځای کوی.

پوجا:

  • خدایان اوبه، شیدو او مختلفو شیانو سره مینځي
  • مجسمې سینګاروی
  • شمع او عنبرلګوی.
  • ميوه، خواړه سرویس کوي.
  • سندرې وایی
  • ناڅي
  • دوعاکوي/فکرکوي

هندوئیزم په کاست مذهبي طبقاتو باور لري

  • هندوئیزم په کاست مذهبي طبقاتو باور لري،چې نوموړې طبقات له برهمنانو،ویشیا،کشتریا او شودرا څخه عبارت دي. چې د هرې طبقې مقام په ټولنه کې ټاکل شویدی د پاملرنې وړنقطه داده چې د نړۍ ټول لوی دینونه او آینونه د آسیا په لویه وچه کې څرګند شوی دی او د نړۍ نورو سیموته خپاره شوي دي. هر دین او آیین په بیلابیلو فرقوویشل شوی دی.

هندوان کاسټ په څلورو طبقو ویشلي دي. د هرې طبقې مقام په ټولنه کې ټاکل شویدی :

  • لوړ ه طبقه کاهنان او د هغوی کورنۍ دي. د مثال په توګه، کاهنان باید د خدایانو لپاره قربانۍ وکړي.
  • دوهم طبقهجنګیالی طبقه ده. دا طبقه باید له خلکو نه دفاع و کړي. په دې طبقه کې داسې کسان هم شته چې په ټولنه کې به واک ولري.
  • په دریمه طبقه کې بزګران، صنعتکاران او سوداګر شامل دي. دوی باېد خلک سره چې د ژوند اړتیا شیان ، خواړه نلري مرسته وکړي .
  • په څلورمه طبقه کې مزدوران یا کنیزان دي. د دوی دنده نورو طبقو ته خدمت کول دي.

معبد:

  • معبدونه معنوی کورونه دي.
  • د هندوانو معبد د یو خدا مقام لپاره جوړ شوي دی مګر دا ممکن دی چې ډیرې مجسمې یا د خدایانو انځورونه په کې وی.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب