که غواړئ اضافي وزن کم کړئ؛ نو….

نوې څیړنه ښيي چې په پاڼه لرونکې سبزیجاتو کې پالک د غیر صحي خواړو لپاره اشتها کموي او د بدن اضافي وزن په کمولو کې مرسته کوي.

سویډني څیړونکې وايي چې پالک د اوسپنې تر ټولو غوره منبع ده. پالک د ویټامین اې، ویټامین سي، ویټامین کې، مګنیزیم څخه ډک دی او سربیره پر دې د پالکو له پاڼو څخه لاسته راغلې خوله اضافي وزن کمولو کې ډیره مرسته کوي.

یوې څیړنیزې ویب پاڼې کې د یوې نشر شوې څیړنې پر بنسټ وخت نا وخته غیر صحي خوړو لکه چپس، خواږه مشروبات او خواږه خواړو لپاره اشتها چې په ساینس کې ورته هیډونګ هنګر وايي یوازیني علاج د پالک له پاڼو لاسته راغلي خوله ده.

د دې څیړنې مسول ډاکټر شارلیټ ارلینسن البرټس وايي چې زموږ له تجربو څخه ثابته شوه، چې هره ورځ د سحر چاي څخه مخکې د پالک پاڼو څخه لاسته راغلی خوله څښل ۹۵٪ د غیر صحي خوړو اشتها کموي.

په څیړنه کې دا هم ثابته شوه چې هغه کسان چې له دې خوله څخه استفاده کوي په هغوي کې د اضافي وزن کمولو چانس ۴۳٪ زیات وي نسبت هغو کسانو ته چې استفاده ترې نه کوي.

څیړنه ښيي چې په پالکو کې موجوده ماده تیلاکویډز په بدن کې د رضایت هورمون ( په بدن کې د مړیدو احساس پیدا کوونکی هوومون دی چې په کولمو کې موجود غوړ له سلولونو څخه جوړیږي او دماغ ته ښيي چې انسان موړ دی) د تولید سبب ګرځي چې د بې ځایه اشتها مخه نیسي، انسان صحې خوړو خوا ته مایلوي او وزن کمولو کې مرسته کوي.

څیړونکو د دې څیړنې لپاره ۳۸ اضافي وزن لرونکې ښځې د درې میاشتو لپاره څیړنې لاندي نیولي و.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب