مهاتير محمد

د ټولې نړۍ خبريالان لګيا وو او خبرې يې ټکي په ټکي ليکلې، بې شمېره مايکونه او ټيپ ريکارډرې يې مخې ته ايښې وې او دی پرته له دې چې له چا وډار شي، په ډير جرئت يې خبری کولې او ويل يې: چې پولي تجارانو د نيمې نړۍ اقتصادي حالت د رکود سره مخ کړی دی، هېڅ يوهېواد ته بايد ددې اجازه ورنکړل شي چې پرته له اجازې او قوي دلايلو نه پر يو هېواد باندې يرغل وکړي. دا زړور شخص چې د نړۍ ۱۱۶ هېوادونو مشرانو ته يې په نړيوال کنفرانس کې خطاب کاوه د مالیزیا لومړی وزير (صدراعظم) مهاتير محمد ؤ.

مهاتير محمد داسې ښکاريده، لکه داسلامي نړۍ په استازیتوب چې خبرې کوي او په پوره ډاډ يې داسلامي هېوادونو له حق نه دفاع کوله، نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وويل: امريکا چې د درندو کيمياوي وسلو د ختمولو کوم تحريک شروع کړيدی، ددې نه د امريکا موخه دا نه ده چې امريکا له انسان سره همدردي لري او نه غواړي چې بې ګناه خلک ددې وسلو له لارې ووژل شی، بلکې ددې تحريک له لارې امريکا غواړي د نړۍ هېوادونه او په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه بې وسلې کړي تر څو کله چې امريکا د هغوی د مستعمره کولو هڅه وکړي نو دوی د خپلې دفاع لپاره هېڅ هم ونلري ځکه په نړۍ کې اصلأ جنګ او بې امنیتي همدې امريکا زيږولې ده . نوموړي همدارنګه وويل: چې نړۍ يو بدلون ته ضرورت لري داسې يو بدلون ته چې په هغې کې ټول هېوادونه په طاقت کې سره مساوي وي. ولی؟ امريکا په خپل فوځ باندې چې هر څومره بوديجه وغواړي مصرفولی شي خو د نورې نړۍ هېوادونه د خپلې بوديجې يوې برخې نه زياته په خپل فوځ نشې مصرفولی په نړۍ کې بايد اعتدال قايم شي په ملګرو ملتونو کې بايد تبديلي راشي، نوموړي د امريکا او انګلستان د تروريزم خلاف جګړه هم اصلا د مسلمانانو خلاف جګړه وبلله.

د مالیزیا لومړي وزير ډاکټر مهاتير محمد په کال ۱۹۲۵میلادي د ډسمبر په ۲۰مه نېټه، دې نړۍ ته سترګې پرانستې، په سنګاپور کې يې طب پوهنځې ولوست او له فراغت وروسته يې په يو دولتي روغتون کې وظيفه واخيسته، د څه مودې له تيريدو نه وروسته خپل پلارني کلي (الورستار) ته لاړ او هلته يې شخصي کلينک خلاص کړ، له همدی ځايه يې سياست سره هم علاقه پيداشوه او د حکومت واکمن ګوند (يونايټیډ ملاياز نيشنل پارټي) کې يې غړيتوب ترلاسه کړ، اووه بچيان لري: مرينا، ميرزان، ميلنډا، موخزاني، موخريز، ميزورا، مظهر.

په ۱۹۶۹میلادي کې يې په خپل ګوند باندې (چې دحکومت واګې یې په لاس کې وې) سخت تنقید وکړ، چې له همدې لارې يې په ملکي سياست کې شهرت پيداکړ، ددې ترڅنګ يې د وخت حکمران عبدالرحمن ته يو تنقيدی لیک هم ور واستاوه، چې د هغه د اصلاح غوښتنه په کې شوې وه، چې له دې امله له ګوند څخه وشړل شو، په ۱۹۷۲میلادي کې د دوهم ځل لپاره په نوموړي ګوند کې شامل شو، خو بيا يې هم په خپل ګوند او حاکم حکمران باندې داسې نقدونه کول، چې د ملت په نفعه به وو، چې له همدې لارې يې په ټوله مالیزیا کې شهرت پيداکړ.

نوموړي د حکومت پر اقتصادي حالت يو کتاب وليکه، چې دداسې حالت ټوله پړه يې پر لومړي وزیر عبدالرحمن باندې واچوله، د نوموړي کتاب په خرڅلاو باندې حکومت پابندي ولګوله.

په ۱۹۶۴م کال کې پارلماني ټاکنو ته کانديد شو، چې ټاکنې يې وګټلې او د پارلمان غړی شو خو په ۱۹۶۹م کال ټاکنو کې يې بيا ماتې وخوړه. دا داسې وخت ؤ چې دی له خپل ګوند سره سخت مخالف ؤ او د ګوند غړيتوب يې هم نه درلوده د وخت په تېرېدو سره د ملايز نيشنل ارګنايزيشن ځوانانو د دې لاره هواره کړه تر څو مهاتير محمد بيرته خپل ګوند ته راشي او غړيتوب يې بيرته برحال شي همغه ؤ چې مهاتير محمد په ۱۹۷۲میلادي کال کې بيا د نوموړي ګوند غړی شو او په ۱۹۷۴میلادي کال ټاکنو کې يې برخه واخيسته او ټاکنې يې وګټلې او يو ځل بيا د پارلمان غړی شو ددې نه وروسته نوموړی د پوهنې وزير وټاکل شو او څلور کاله وروسته د خپل ګوند معاون او بالاخره په کال ۱۹۸۱میلادی د جولای په ۱۶ نېټه د مالیزیا لومړی وزير(صدراعظم ) وټاکل شو.

د صدراعظم له ټاکل کېدو سره سم يې د خپل هېواد د ترقۍ او بهبود لپاره کار پيل کړ. په هېواد کې غربت په ختمېدو شو، کارونه ډېر په چټکتيا سره پرمخ روان شول، تعليمي سطحه ډېره لوړه شوه، د نړۍ ترټولو لوړ بلډنګ(ټون ټاورز) د ده په دور کې جوړ شو.

مهاتير محمد د خپل ملت لپاره ډېر همدرد او شفيق وو خو بالمقابل د خپل دښمن لپاره بيا ډېر سخت ؤ انورابراهيم چې د ده معاون ؤ د يو بداخلاقۍ له امله يې زندان ته ولېږه، هغه قاضيان چې خپله دنده يې په سمه توګه پرمخ نه وړله له دندې ګوښه شول او همداسې نور ډېر زيات تغييرات يې راوستل چې له دې امله د خلکو له سخت نقد سره مخ شو خو ده يې پروا ونکړه او خپل کارونه يې پرمخ يوړل.

مهاتير محمد همېشه د غرب په پاليسيو نیوکه کوله او د هغوی کارونه يې غندل، چې په دې اساس د هغوی د دښمنۍ ښکار شو او هېواد يې له مالي بحران سره مخ شو. اقتصاد پوهان وايي: که مالیزیا هغه وخت له اقتصادي بحران سره نه وای مخ شوې، نو اوس به په نړۍ کې مستحکم پولي واحد د مالیزیا ؤ.
مهاتير محمد په ۲۰۰۳میلادي کال کې د شخصي ارادې په اساس تقاعد شو، خو تر تقاعد کېدو وروسته يې هم په غرب او په ځانګړي ډول په امريکا خپلې نیوکې جاري وساتلې او همېشه يې داسلامي هېوادونو دفاع کوله. انورابراهيم چې نايب صدراعظم ؤ، که مهاتير محمد هغه وخت زندان ته نه وی ليږلی نو اوس به د مالیزیا نوی صدراعظم ؤ.

د مهاتير محمد له ويناوو او دليکنو له لوستلو نه وروسته دا جوته کېږي چې نوموړي د اسلامي امت د يووالي او اتحاد لپاره نه داچې نظريات وړاندی کړي، بلکې عملي اقدامات يې هم ترسره کړي دي. نوموړي غوښتل چې اسلامي نړی سره داسې يوځاي کړي چې يو نړيوال طاقت تری جوړشي او بيا هېڅ يو دښمن هم ورته په بد نظر ونه ګوري.

داکتر مهاتير محمد په ۱۳ جنوري ۲۰۰۳میلادي کال (ايشيا پيسفک پارلمينټري فورم) ته په خطاب کې وويل: که تاريخ ته وګورو نو اروپايي هېوادونو د هند شرقي کمپنۍ له لارې چې په لمړيو کې يو تجارتي کمپنۍ وه د اسيايي هېوادونو په مستعمره کولو شروع وکړه د انګليس امپراطورۍ هند، برما او مالیزیا مستعمره کړل. زه له خپلو ټولو اسلامې هېوادونو څخه دا هيله لرم چې ټولې هغه لويې کمپنۍ چې په مختلفو نومونو له غرب سره تړلي وي په خپلو هېوادونو کې د هغوی په کار بنديز ولګوي او ځان د مستعمره کولو نه وساتي.

د تروريزم په اړه نوموړي وويل: ددې نه انکار نشو کولای چې ځينې مسلمانان هم ترورستان دي خو پدی هم بايد سترګې پټې نه کړو چې د نړۍ اکثره ترورستان د هند، امريکا، اسرايېل، جاپان، انګستان… څخه دي تاسې ولې د اسراييلو په تروريزم سترګې پټوی نه ګورئ چې په فلسطين باندې ېې څه روان کړي دي؟تاسې ولې د هند په تروريزم سترګي پټوی نه ګورئ چې په کشمير کې يې څه روان کړي دي ؟، تاسې ولې د امريکا په تروريزم سترګې پټوی نه ګورې چې له جاپان، افغانستان او عراق سره يې څه وکړل؟ د افسوس خبره داده چې د غرب رسنۍ له مسلمانانو نه ترورستان جوړ کړي دي چې مونږ بايد په ګډه سره د هغې مقابله وکړو ولې په رسنېو کې نه ويل کېږي هندو ترورست، کيتهوليک ترورست، بدهمت ترورست کله چې کفار يو تروريستي عمل کوي نه وايې: چې يو شخص دا کار وکړ خو چې کله مسلمان غلطي کوي بيا د شخص نوم نه اخلي بيا وايې: چې مسلمان ترورست دا کار وکړ د مهاتير محمد دا ويناوې اسلامي امت ته وې خو سوال دادی چې آيا اسلامي امت د ده دا خبرې اوريدلي هم دي او که نه؟

په لنډ ډول کې ووايو مهاتير محمد په خپل ۲۱ کلنه دوره کې (۱۹۸۱م ـ ۲۰۰۳م) پدې وتوانيده چې مالیزیا له فقر څخه راوباسي دده د دور نه مخکې د مالیزیا د سړي سر عايد ۱۰۰ امريکايې ډالر وو خو نوموړي دا عايد ۱۶۰۰ امريکايې ډالرو ته لوړ کړ، سرمايه ګذاري يې له ۳ مليارده نه ۹۸ مليارده ډالرو ته او د صادراتو کچه يې ۲۰۰ مليارده ډالرو ته لوړه کړه.

دمهاتير محمد ليکل شوي کتابونه:
• The Malay Dilemma (1970)
• The Challenge,(1986) Regionalism, Globalism, and Spheres of Influence: ASEAN and the Challenge of Change into the 21st century (1989)
• The Pacific Rim in the 21st century,(1995)
• The Challenges of Turmoil, (1998)
• The Way Forward, (1998)
• A New Deal for Asia, (1999)
• Islam & The Muslim Ummah, (2001)
• Globalisation and the New Realities (2002)
• Reflections on Asia, (2002)
• The Malaysian Currency Crisis: How and why it Happened,(2003)
• Achieving True Globalization, (2004)
• Islam, Knowledge, and Other Affairs, (2006)
• Principles of Public Administration: An Introduction, (2007)
• Chedet.com Blog Merentasi Halangan (Bilingual), (2008)
• A Doctor in the House: The Memoirs of Tun Dr Mahathir Mohamad, 8 March 2011
• Doktor Umum: Memoir Tun Dr.Mahathir Mohamad, 30 April 2012 .This book was the BM version of his best-selling memoir,”A Doctor in the house”.

ليکوال: مرتضی انجم
ژباړه: عبدالصبور مبارز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب