انرژي بوتل د زړه د دورې لامل ګرځي

په دې وروستيو کې افغانستان او سيمو هېوادونو کې د انرجي څښل ډېر رواج شوي او په ځانګړې توګه په مېلمستياوو او رسمي غونډو کې انرجيانې څښل ډېر رواج دي، مګر ډاکټران وايي، چې ډېر انرجي څښل د زړه د ناروغيو لامل ګرځي.

دکاناډا «د زړونو د ناروغيو ژورنال» په يوه نوې څېړنه کې ويلي، چې انرجي ډېر څښل يا خپل عادت ګرځول، پر بدن ډېر ناوړه اغېزې کوي او تر څنګ يې ځوانانو کې د زړه د دورې لامل هم کېدای شي.

څېړنه کې راغلي، چې انرجيانو کې موجود کيفين د زړه د دورې او د زړه حرکاتو د کمزوري لامل کېدای شي.

طبي څېړونکي وايي، چې انرجي بوتلو کې له اندازې زيات کيفين موجود وي، عام ځوانان يې بايد په څښلو کې احتياط وکړي، مګر له لوبو او ورزش وړاندې يې بايد بيخي ونه څښي، ځکه چې دغه مهال د انرجي څښل د زړه او ګڼو نورو ناروغيو لامل کېدای شي.

طبي کارپوهان وايي، چې انرجي بوتلې د عادت په توګه څښل د انسان بدن ته ډېر زيان اړوي او کېدای شي انسان د زړه د مرګوني دورې ښکار هم شي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب