بوره زیات مه استعمالوئ؛ که نه په بلا ناروغیو به اخته شئ

بوره زیات مه استعمالوئ؛ که نه په بلا ناروغیو به اخته شئ

مونږ په ورځنۍ ډول زیاته اندازه بوره له پوهیدو پرته خپل بدن او معدې ته انتقالوو او په زیانونو يي هم نه پوهیږو. د مثال په ډول ساړه مشروباتو یو کوچنی بوتل کې ۷ کاچوغې بوره شتون لري په داسې حال کې چې غټ بوتل کې بیا ۴۴ کاچوغې شتون لري چې دغه اندازه په چاکلیټ، ایس کریم او کیک کې له شته بورې څخه هم زیاته ده.

ساړه مشروبات له پوهیدو پرته زیاته اندازه بورې زمونږ بدن ته انتقالوي کوم چې کولی شي انسان د شکر سربیره په نورو ډیرو خطرناکو ناروغیو اخته کړي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا بوره زیاته اندازه کالوري لري خو د انسان بدن ته اړین مواد او ویټامینونه په کې نه لیدل کیږي او په بدن کې د بورې زیاتوالی د وزن زیاتوالی، غاښونو مختلفې ناروغۍ او د شکر د ناروغۍ لامل ګرځیدی شی.

د بورې زیات استعمال د انسان د بدن دفاعي نظام کمزوری کوي د کوم له امله چې د انسان بدن له ډیرو ناروغیو ځان نه شي ژغورلی او په مختلفو مهلکو ناروغیو په اسانۍ سره اخته کیږي.

روغتیايي کارپوهانو په وینا د بورې زیات استعمال په بدن کې د کولیسټرول پر اندازې هم اغیز کوي او په انسان کې د وینې لوړ فشار لامل هم ګرځي.

د ډاکټرانو او روغتیايي کارپوهانو په وینا نارینه باید د ورځې له زیات نه زیات ۶ کاچوغې او ښځې ۹ کاچوغې بوره استعمال کړي. له ټاکل شوي اندازې څخه د بورې زیات استعمال انسان په خطرناکو ناروغیو اخته کوي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا هغه کسان چې د بورې سره ډیره زیاته مینه لري کولی شي له مصنوعي بورې څخه استفاده وکړي کوم چې کالوري نه لرلو سره انساني روغتیا نه زیانمنوی.

نن ټکی اسیا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب