ويټامين ډي پاخه عمر کې د ډېرو ناروغيو مخنيوی کوي

ويټامين ډي په پاخه عمر کې د ډېرو خطرناکو ناروغيو په مخنيوي کې رغنده رول لري. امريکايي طبي څېړنې ښيي، چې ويټامين ډي په پاخه عمر کې د ډېرو ناروغيو لپاره دفاعي او علاجي اغېزې لري.

تېره اونۍ د امريکا طبي ژورنال د يوې نوې څېړنې له مخې ليکلي و، چې ويټامين ډي د ذهني ناروغيو، د هډوکو، د زړه د والونو، د وينې لوړ فشار، شکر او سرطان په مخنيوي کې ډېر مهم او رغنده رول لري.

د امريکا شيکاګو ايالت کې «لويولا» طبي پوهنتون تېره چهارشنبه د پاخه عمر پر مهال د ويټامينونو د ګټو په اړه په يوه نوي څېړنيز راپور کې ويلي، چې په پاخه عمر کې ويټامين ډي د ډېرو دايمي او خطرناکو ناروغيو مخنيوی کوي.

څېړنه زياتوي، چې د کومو کسانو عمر له ۶۵ کالو زيات شي، د نورو خلکو په پرتله د ويټامين ډي له کمښت سره زيات مخ کېږي او لامل يې دا دی، چې دغه عمر کې خلک له کوره ډېر نه وځي او خوراکونه يې هم ګډوډ وي.

څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې پاخه عمر کې د ويټامينونو کمی انسان څرنګه په ذهني او فزيکي ناروغيو اخته کوي.
د څېړنې مشرې ډاکټرې ميجان ميهان ويلي، چې د ويټامين ډي او يادوو ناروغيو په اغېز، اړيکو او پايلو بايد خلک پوه شي او ويټامين ډي بايد په وقايوي شکل وخوړل شي، تر څو زړو خلکو کې د يادو ناروغيو مخنيوی وشي.

ډاکټر ميهان زیاتوي، چې د نا خبرۍ له امله په زړو خلکو کې د ويټامين ډي د کمښت له امله د زړه، لوړ فشار، د هډوکو، شکر، سرطان او ګڼې نورې ناروغۍ ورځ تر بلې زياتيږي او ډاکټرانو ته يې سپارښتنه کړې، چې بوډاګانو کې د ويټامين ډي د کمښت له امله ډېرې پخې او خطرناکې ناروغۍ پيدا کيږي.

په څېړنه کې سپارښتنه شوې، چې د پاخه عمر خلکو کې د يادو ناروغيو د مخنيوي په موخه بايد په نړيواله کچه عملي چټک ګامونه واخېستل شي او د دې لپاره ښه طريقه دا ده، چې شپېتو کالو ته له رسېدو وړاندې بايد ډاکټران خلکو ته ويټامين ډي ولیکي، تر څو راتلونکي نسلونه له يادو نارغيو وژغورل شي.

لمر تر ټولو زيات ويټامين ډي لري، همدا رنګه ځينې خواړه لکه ماهيان، د ماهي تېل، ځيګر، هګۍ او داسې نور خوراکونه د انسان بدن ته ويټامين ډي ورکوي او د دې لپاره ويټامين ډي لرونکي درمل هم ډېر مهم دي، خو بايد د ډاکټر په مشوره وخوړل شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب