له کولیسټرول څخه کړیږئ؟ دغه خواړه مو کولیسټرول کنټرولوي

له کولیسټرول څخه کړیږئ؟ دغه خواړه مو کولیسټرول کنټرولوي

د دغې ناروغۍ خطر پام کې نیولو سره خلک غواړي په هره بیه ځان له دغې بلا وژغوري خو له نیکه مرغه انسان کولی شي ځینې خواړه خپل ورځنۍ خواړه کې زیاتولو سره د دغې وژونکی ناورغۍ مخه ونیسي.

دلته مو له ځینو هغو خوړو سره اشنا کوو چې له استعمال سره يي انسان ځان د کولیسټرول له ناروغۍ ژغورلی شي او هغه کسان چې له وړاندې په دغه ناروغۍ اخته وي د دغو خوړو له استعمال سره د کولیسټرول اندازه نورمال ساتلی شي.

۱- چاکلیټ

د چاکلیټ په ډولونو کې نسبت د شیدو چاکلیټ ته تور رنګ لروونکي یا کاکو (Cocoa) او هغه چاکلیټونه چې تریخ خوند لري د اکسیډنټ ضد پیاوړی خاصیت لري او د زړه مختلفو ناروغیو لپاره هم ډیره زیاته ګټه لري. تور رنګ لروونکی چاکلیټ نسبت عام چاکلیټ ته درې چنده پیاوړی د اکسیډنټ ضد خاصیت لري. د دې لپاره چې د وینې د پلاکتونو (Platelets) له یو ځایوالي څخه مخنیو وشي فلېونایډ (Flavonoid) نومې موادو ته اړتیا لیدل کیږي. فلېونایډ (Flavonoid) نومې مواد د وینې شریانونو له مختلفو ناروغیو څخه هم مخینوی کوي. په سپین یا د شیدو په چاکلیټونو کې دغه مواد شتون نه لري نو له همدې امله د تور رنګ لروونکي چاکلیټونو په پرته ګټه يي هم کمه ده.

هغه کسان چې غواړي خپل د بدن زیانمنوونکی کولیسټرول له منځه یوسي او ګټور کولیسټرول اندازه زیاته کړي نو باید په ورځنۍ ډول ۲۹ ګرامه چاکلیټ استعمال کړي.

your ads

۲- وچې میوې

وچې میوې د نورو زیاتو ګټو سربیره د اومیګا-۳ (Omega-3) په نامه غوړه لري کوم چې د زړه مختلفو ناروغیو لپاره یوه غوره او ګټوره خواړه دی. په وچو میوو کې شته غیر مشبوع غوړ د بدن بندونو لپاره هم ډیره زیاته ګټه لري. د کولیسټرول څخه مخینوی او یا کنټرولولو لپاره ځانګړی اندازه وچه میوه وکاروئ.

۳- چای

په چای کې شته اکسیډنټ ضد خاصیت (Antioxidant) د وینې په رګونو کې د وینې له لخته یا کلک کیدو څخه مخنیوی کوي. د اکسیډنټ ضد خاصیت لروونکي مواد لکه فلېونایډ (Flavonoid) د وینې کولیسټرول او فشار اندازه کموي.

که د انټي اکسیډنټ زیاتې اندازې په لټه کې يئ نو تور او یا هم شین چای استعمال کړئ. تور او شین چای له هر بل مشروب څخه زیات د اکسیډنټ ضد خاصیت لري.

۴- سویا (Soy)

خپل ورځنۍ غواړه کې د مشبوع شوی غوړ له ټولو ډولونو څخه ځان وژغورئ ځکه چې د غوړ دغه ډول تر ټولو نورو ډولونو زیانمنوونکی دی. د مشبوع شوی غوړ له استعمال څخه ځان ساتل د کولیسټرول اندازې په ټیټولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.

سویا ټول هغه ګټور مواد چې په غوښه او پنیر کې موجود دي لري. د سویا استعمال مه هیروئ ځکه چې دغه خواړه له بې شمیرو ګټو سربیره زیانمنوونکی غوړ هم نه لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب