څنګه یو غوره کاروبار پیل کړو؟

د کاروبار له پيلولو څخه مخکې لومړی باید دا څرګنده کړو چې کوم کاروبار زموږ لپاره د غوره پایلې لرونکی دی، ځکه که چېرې کاروبار په غور او فکر سره انتخاب نه شي؛ ناممکنه ده چې پایښت وکړي. کله چې د یو کاروبار په اړه کافي معلومات ونه لرو، نه شو کولی د یو تولیداتي کار لپاره د خرڅلاو بازار پیداکړو.
مخکې له دې چې یو کاروبار پيل کړو، لومړی باید‎ پوره غور او فکر وکړو او وروسته له هغې مو کاروبار په غور او پلان سره پيل کړو. دا ځکه هغه کار چې د پلان مطابق ترسره کېږي، داسې انګېرل کېږي لکه نيم کار چې بشپړ شوی وي.
د بېلګې په توګه، موږ په یوه تولیدي برخه کې کاروبار پيلوو، خو که دا معلومات ونه لرو چې په بازار کې د نوموړي جنس قېمت څومره دی او کاروبار یې پیل کړو؛ په کاروبار کې به د ګټې پرځای له زیان سره مخ شو.
همدارنګه کاروبارونه تل په بازار کې د سیالۍ او رقابت سره مخ وي، نو د خپل کاروبار د سیالانو او د بازار د حالت په اړه هم باید کافي معلومات ولرو. دا ځکه چې کله موږ بازار ته داخلېږو، هلته ارومرو زموږ رقیبان موجود وي او دوی دا هڅه کوي چې موږ په یو نه یو ډول د بازار څخه وباسي. دوی شاید د موقت وخت لپاره د خپلو توکو قېمتونه را ټيټ کړي، ترڅو موږ تر اغېزې لاندې راولي.
په لومړیو کې شاید د ډېرو ستونزو سره مخ شو، خو خپلو مبارزو او هڅو ته باید دوام ورکړو. د نړۍ مشهور میلیاردر ایلان ماسک چې د اسپيس او تسلا شرکت بنسټګر دی، د مبارزې او ستونزو په اړه لیکي: «ما د خپلو کارونو په ناکاميو کې پوره تجربه ترلاسه کړې، خو خپل همت مې له لاسه نه دی بایللی». همدا راز هغه د خپل شرکت تسلا په اړه وايي:
«کله مې چې د تسلا شرکت په چارو پيل وکړ، فکر مې کاوه چې حتمي به ماتې خورم، خو له دې منفي فکر سره سره مې هڅه کوله چې باید پر وړاندې یې مبارزه وکړم. که په لومړي ځل بریالی نه شوم ښايي په دويم، درېیم او یا هم څلورم ځل بریالی شم. همدا وو چې د استقامت، ستونزو سره د مبارزې او هڅې په پر مټ هغې بریا ته ورسېدم، چې ما یې غوښتنه درلوده».
د نوموړي له وینا څخه دا څرګنديږي، چې د هر کاروبار په پیل او دوران کې شاید ډېری ستونزې او مشکلات وي، خو باید د هغوی سره ځان عیار کړو او ستونزو ته تسلیم نه شو تر څو غوره پایلې او بریالی کاروبار ولرو.
د پورته ذکر شویو کړنو او فعالیتونو سربېره زموږ خصوصیات، صفات او مهارتونه زموږ د کاروباري فعالیتونو سره مستقیمه اړیکه لري چې شاید موږ هغه صفات او مهارتونه چې د یو کاروباري او متشبث لپاره اړین دي ولرو، خو که چېرې دغه مهارتونه کافي نه وي، نو ډېر زیار ته اړتیا ده ترڅو نوموړو مهارتونو ته وده ورکړو او بله دا چې له تجربه لرونکو خلکو سره د خپل کاروبار د پيل په اړه سلا مشورې وکړو. او لاندې مهارتونه په ځان کې پیدا او غښتلي کړو:
۱-تخنیکي مهارتونه: له تخنیکي مهارتونو څخه موخه عملي فعالیتونه دي چې دغه مهارتونه د محصولاتو د تولید او مشتریانو ته د توکو او خدماتو د رسولو لپاره اړین دي.
۲-د کاروبار د کنټرول او اداره کولو مهارتونه: له دغو مهارتونو څخه موخه د خپل کاروبار څخه غوره ګټه پورته کول دي. لکه د بازار موندنې مهارتونه، د عوایدو او مصارفو د تحلیلولو مهارتونه او د حساب ورکونې مهارتونه، کوم چې د کاروبار لپاره ډېر اړین او مهم دي.
د پورته یادو شویو دوه ډوله مهارتونو سربېره لاندې مهارتونه هم اړین دي:
• د فعالیتونو لپاره وخت مشخصول
• د کاروبار هدف ترلاسه کول
• صداقت
• د توکل هنر
• تصمیم نیول
• کنټرول
• د فعالیتونو ارزیابي
• مالي وضعیت معلومول
• د مشتریانو ذوق معلومول
• د مشریانو سره د دوامدارو اړیکو ساتل
• د خپلو مشتریانو رضایت ساتل او داسې نور.

ژباړه او زیاتونه: ګلاب بهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب