کاش چې مورې ته ژوندۍ وى! | شعر

  کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مرې ته ژوندۍ وى
زه هماغسې ماشوم وي،ستاپه خواکې لوبيدلى
هم سپيڅلى اومعصوم وى،غورځيدلى پاڅيدلى
يادې څنګ کې غلى ناست وى ،په خوله غږمې دابۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
په ورو،ورو مې درته ويلى،مورې وږى يمه زه
راله جام کې اوبه راکه ، مورې تږى يمه زه
ستاپه لاس کې دپياز غوټه،يوسړه مړۍ ډوډۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
غرونه غرونه کړاونه، تا زما له پاره تير کړل
څومره سختې تکليفونه ،تازما له پاره تير کړل
چې زه سترشومه رالوى شوم،کاش چې ته په دې نړۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
چې ماغږبه دابۍ کړ،تابه څوځل زارقربان ويل
په يوځل خوداسې نه وو،داالفاظ دې هرزمان ويل
مرګي چوپ کړ هغه غږ، چې يې ماله هرګړۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
وايم سل کاله ژوندۍ وى،که زهيره اوبوډۍ وى
خو زما د بد نصيبه ،په دنيا کې يو ابۍ وى
چې مدام يې دعاګانې، راته کړې دلۍ دلۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
(هاشمي)درته دعاکړي،جنتونه دې نصيب شه
ستابه کوم حقوق ادا کا، جنتونه دې نصيب شه
هيڅ خدمت مې ستا ونه کړ،ته زمونږه دنياګۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى
کاش چې مورې ته ژوندۍ وى

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب