د عمر بن الخطاب (رض) شخصیت

عمر (رض) يو پياوړي شخصيت درلود ، د بشپړ توان له امله ېې وکولاى شول چې دژوند اسرار او د کار کولو ټولې غريزې د ټول امت په ټولو خلکو او په تيره بيا په هغو خلکو کې خپرې کړي چې ددغه امت خدمت کولو صلاحيت، توان او جر ات ولري.
رسول اکرم (ص) فرمايي چې ما دده په شان کړه له بل چا نه دى ليدلي کوم کارونه چې ده کړي. عمر (رض) په ځان باور درلود، عادل متواضع، حليم با فطرته انسان وه. هيڅ وخت منصب غوښتونکى، جاه طلب او حريص نه وه.
رسول اکرم (ص) خداى (ج) ته دعا کړې وه چې اسلام ته د عمر په لاس عزت ور کړې. ځکه عمر (رض) د ځانګړي امتياز خاوند وه. او په مشرى کولو کې ېې ډير اوچت صفتونه درلودل. په محمدي دعوت کې بر لاسى او په حق کې ېې توند پېژندل شوى وه. رسول اکرم (ص) فرمایلي دي:
اى عمره! ستا مثال د نوح په شان دى کله چې هغه ويلي وه : رب لانذر على الارض من الکافرين ديارا- سوره نوح. او ستا مثال د موسى په شان دى چې ويلي يي دي: ربنا اطمس على اموالهم و اشدد على قلوبهم فلا يو منوا حتى يرووالعذاب الاليم- سوره يونس
د ابوبکر رض د جګړو په وخت کې عمر (رض) خلکو ته وويل: زه د ابوبکر مرستيال او خدمت کوونکى يم . سختي او نرمي سره يوځاى کوم . هغه چې به توره راکړه زه توره وم او کله به ېې چې لرې کړه همداسې به له هغه سره له مرګه اوسېدم هغه له ما څخه خوښ شو بيا زه ستاسې مشر سوم. پوه شۍ چې هغه سختى دوه برابره شوې خو يوازې په ظالمانو د امن دين او معتدلو کسانو سره ددوى په ثير نرمي کوونکي يم.
د عمر (رض) ځواک د اسلام له راوړسره څرګند شو. هغه د اسلام دعوت ښکاره او د خپل هيبت له لارې ېې پياوړى کړ.د هغه قيادت لوېې په لاندې دريخونو که لنډک.
د بېعت دريځ
د صرف او نحوې د علم مشوره
د کلام الله د راټولو مشوره
دولت تاسيس کيدل او د ښو قاضيانو روزل
اسلامي تمدن رامنځ ته کيدل او د نظامونو جووړل
شورا ته پاملرنه او له صحابه و مشوره اخيستل
ددولت مشر تابه
د بيت المال انصاف او عدالت مراعات کول
ددولت ملي مصالحو اقتصادي نظام
د حا کمانو تشکيلات ، صلاحيت،او مسوليت
د جزېې د مال لپاره معين قانون او لاره
شجاع، عزم لرونکى، صريح، قا طع، په شرف باندې غيرت کوونکئ،جدي، نظم او اطاعت خوښوونکئ وه. په حق باندې ايمان لرونکئ، مسوليت پيژندونکى، او خپل کارونه ېې په ښه توګه سرته رسول .حق او باطل ته ېې پام وه عدالت، مساوات ېې په خلکو کې خپور کړ.د اسلامي نظام ستر سمبول او مسمانانو ته پياوړى مثال وه.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب