تر مور بل څه مقدس نشته

زموږ په هيواد کې دجوزا ۲۴ مه دمور دستر مقام ددرناوی دورځې په نوم نومول شوېده ،زما داليکنه دافغاني غيرتي اوکړيدلي مورته چي دژوند دټولو ناخوالو سره په افغاني ميړانه او شهامت مقاومت کوي ،دراتلونکي په لورلار پارنيزي ،لويږي ،پورته کيږي خو تسليمږي نه دالی ده .

افتخار پداسي پياوړو اوغيرتي ميندو او خويندو!
گراني مور پوهيږم ته به وايه کومه ورځ ؟ دکومې مورورځ ؟پرموږ ورځ او شپه يوهاويوشان تياره ده ! جشنونه او خوښۍد هغودي کوم چې پرکورئې گولی نه اوری ،کوراوکلی ئې نه ورانېږي ،هره ورځ دچانساتلوپه خاطر يوه اوبل ديوال يادرختي ته پناه نه وړی ،دژوندپه ښو شرايطوکې يې ماشوم لويږي اودلوبو،تعليم او تحصيل ټول امکانات لرې ،يعنی ټول هغه څه لري کوم چې دژوند لپاره اړين برېښې .

خوزه اوزماماشوم هيڅ نلرو،دواړه وږې يو،په ژمې له يخنۍ رپېږو او په وړې دلمر ټاکنده وړانگې مو په سر کې ماغزه ايشوي ،موږ له خوړو ،کاليو ،سرپناه ،درملواونوروهغوشيانوڅخه چي خلک يې نعمتونه بولي له ازله محروم يو،زموږ ماشومان دسوادله نعمته محروم دي،که کوم يوښوونځی ته ځي زموږزړه ورسره رپېږي اودراتگ تروخته ئې لارڅاروچې خداي مکړه جنازه اوپه وينولژندیې رانه وژی ،موږخوښی په خوب لاهم نه وينو . ته نه يې خبر! چې همدا اوس دلسو ملينو ماشومانونه په سلو کی اتيا دژوند حداقل اړين توکي او شرايط نلري دا هر يو ماشوم مور لري فکر وکړۍ ددې مور به څه حال وي؟
بلې مورجانې ! پدي پوهيږم چې دژوند ناخوالو دزوراو زردخواندانو ظلمونواودمنځنيوپېړيوناوړدود دې ملا کړوپه کړېده ،سترگودې دغم او وير داوښکو په تويدو سره دليدلو توان دلاسه ورکړۍ،په سترگوکې دي ابدلپاره اوښکي وچی شوی دي ،داديرش کاله دې خوله يوازي په ژړاوازه شوې خنداپرتاحرامه شوې ده ،دډيرو په ځوانی کې پيچې سپيني شوي دي .
مگرموری ، پدي هم پوهيږم چي ستا دغيرت ،شهامت اوله وطن سره دميني داستانونه دنړی دهر زبرځواک زړه په لړزه راوستی اوکه يې ستادماشوم دخاپوړو ځاي ته په بد نيت سر راښکاره کړۍ هغه يې بايللۍ دی . ستا په پاکو شيدو روزل شوی تل ستاپه قهرمانيو او لايزالي حوصلې وياړې تابه پالواوتابه لمانځو .
پياوړی شاعر سرتيرصاحب ستادبچودمېړاني په هکله وايي :
زموږ ډبروله ټانکونونه نفس اخيستی په بېوسۍ کې موله ډيروځينې وس اخيستی
چاچې زموږپرلمنه باندې اوربل کړی په خپله سوي دي اواوريې لکه خس اخيستی
نن زما موخه دنړۍ په کچه دښځو دحقوقو تر پښو لاندي کولو مسلې څيړل ندی غواړم دافغاني ميړنۍ مور ، هغي با غيرتي مور دمقام ددرناوې په خاطر څه وليکم کوم چي هرافغان ته تر هر څه مقدسه اودقدر وړ ده .
هره مور ښځه ده ولي هر ښځه مورنده ! مگر کله چي دمور په هکله خبرې کوو نو هرو مرو دښځې نوم يادوو . مور هغه مقدس نوم دۍ چي هر څوک يي په زيات احترام پر خوله راوړې ،درناوی يې کوې او که انسان په هر څومره لوړ ټولنيز مقام کښي قرار ولري او دعمر زيات پسرلې يي تير کړې وي بيا هم که دا پاچا ياواکمن وي اوکه عادي انسان ،که داسړی دهر ډول قدرت خاوند، عادل يا ظالم او جباروي بياهم دمور په مقابل کښي دتسليمۍ سر ټيټه وې او زړه يې غواړې چي دمورد محبت او دمهربانۍ له احساس نه په ډکه غيږ کې دڅوشيبولپاره سر کښېږدي . دميندولپاره دوياړ ځاي دادی چې که داسلام په مقدس دين کښي ئې جنت دهغې ترپښولاندي بللۍ دنړۍ په ټولومذاهبواواديانوکښي دمورمقام ته ددرنښت په سترگه کتل شوی دي .
ولي متاسفانه په ټولنيز ژوند کښې بيا دا مامول بل ډول بڼه لرې ،مور زيات وخت د قدرت دخاندانو له تاخت او تازيعني تيری سره مخامخ کيږي ،ډير کسان دښځو سره په کړنواوبرخوردکي داهيره وې چې که دادده مور ،خور او يا لور نده نوديو بل چامور،خور،لور يا کورودانه ده بايد درنښت یې وشي .
دټولني د ورځنيز ژوند په اقتصادي ، سياسي ، اجتماعي او فرهنگي بر خو کي نارينه و تر ښځو ځانته ډير حق ورکړۍ او زيات وختونه يې دقدرت ،مذهب اويا منځنيو پيړيو د زاړه شووغير عادلانه دود ونو او دستورونوله نامه څخه په استفادې سره په ټولنيزو چاروکښې دښځو د فعال او رغنده گډون مخه نيولې ده.
همدا افغانه ميړنۍ او پر خپل وطن مينه مور وه چي په جگړوکښې يې پرکور دخاوند،لور ،زوي اويا ورور دمرگ ږغ دا بيچاره ژړه ولې او غمجنه کړېده خو تسليم شوې نده ، همدا افغانې کونډي ميرمنې دي چې دکورنۍ جگړې په جريان کښې يې خپل دژوند ملگرۍ دلاسه ورکړۍ دخپل شخصي ژوند او ماشوم دروزلو دروند پېټۍ يې پر اوږو پروت وې ، ولي په زياته ميړانه پر مخ درومې او دژوند له ټولو ناخوالو سره مقاومت کوي . افغانو ميندو يوه لهظه هم دخپل ماشوم په روزلوکې غفلت ندی کړۍ ،په ډيرو سختواو له ډول ډول ستونزو ډکو شرايطو کښې يې دهغو په منلو سره خپل ماشوم دصداقت ،هيواد پالني او خدمت کولوپه ر وحيه روزلي دي . دکوچېانودښځو دا قربانی اوحمت چې دنارينه سره اوږه په اوږه دهيواد په غرو رغو او دښتو کې ټول کال له يوه ځاي نه بل ځاي دتگ راتگ زحمتونه گالې ،پداسي حال کي چې په سفرکې يې ماشوم په شا پورې تړی له کاروان سره يوځاي درومی خوکله چي تم ځاي ته رورسېږي له نارينه سره اوږه په اوږه دکور دچارو دسمبالښت په څنگ کې برابره ونډه اخلې ،کۀ لازمه شوېده جگړې ته يې هم وردانگلې دی .
وياړ دافغاني دنگوغرونواوسرکښودښتوپه دغو شاپېريو او فريښتو
هره پېغله مو ملاله ، هر ښځه مونازوده

پدې هر څوک ښه پو هيږې چې د قدرت پر سرجگړي په دريو لسيزو کښی نه يوازی دافغانستان مادي او معنوي شتمنی له منځه ولاړه ،خوپدغه لعنتي جگړي کې تر هر چا زيات افغانه مور زورېدلې ده ،خپله قرباني شوې اويا يې خپل دزړه ټوټه يعني ماشوم ،خاوند اونورنږدي خپلوان دلاسه ورکړي دي ، له بدمرغه هغه ترهرچازياته تحقير او توهين شوېده،روحې زجراوفزيکی او شکنجه يې ليدلې ده . نالوستوب اونوري له پخوانه راپاته شوی نيمګړتياوی اوناخوالي په كورني ژوند كې دګڼ شميركړكېچونولوړو_ ژورو اساسي لامل گرځېدلین چې زيات مهال يې د مېرمنواوپېغلو ژوند دګواښ سره مخامخ کړی دی .
داقتصادي ستونزو او وسلې دزورنه په گټو پورته کولو سره دځينوکسانو لخوا دتنکيوانجونو سره دقانونی سن دپوره کيدو نه د مخه ودونه ،يا له هغوي نه ناوړه جنسی استفا دې زموږدټولنی دپوره نيمايي ژوندله جدې گواښسره مخامخ کړی دی .اوس دڅوښځوپه نکاح کول په يوه ناوړه سيالی بدله شوېده. دغو او نورو ناخوالوپه تيرو شپږوکلنوکی تر(( ۵۰۰)) زياتې ښځی او پيغلی ځان وژنی ته وهڅولې . داهغه احصايه د ه چې جهانيان پرې خبر شوي دي، که دافغانستان جغرافيايی اودوديزو ستونزوته دقيقه په پام لرنه وشې په ډاډ ويلای شو چی ددغو زړه بوږنونکو پيښوشمير « زرهاو » ته رسيږې . اكثره پلرونه خپلې لوڼې بيله د هغې له موافقې نه هغه چاته په نکاح کوي چې هغه يې غواړي ، هغې هلك په سترگوليدلۍ نه وی اونه يې پېژني چې روغ دى كه ناروغ ؟ د هغه له اخلاقو،عادتونو، ځانګړتياوو او نورو خصوصياتو په هکله کوم معلومات نلري خومتاسفانه پلاریې بيله مشورې دهغه په نکاح کوي ،که داسلام مقدس دين ته دقيقه مراجعه وشي هيڅ پلار اويابل وارث ځانته دنجات لارنشي پيداکولاي اوپه حقه دخداي اورسول په مخ کې داډول کسان بايد جواب ووايي . داسلام کښې ددې لپاره چي په راتلونکي کښي دواړه ارام او خوښ ژوند ولري هلک او انجلۍ ته دا اجازه ورکړه شوې تر څو يودبل په هکله پوره معلومات تر لاسه کړې . متاسفانه دمنځنيو پيړيو ځينې داسې دودونه لا ژوندی دي،چې ترزيات مهال به د ځوانانوپه راتلونکی ژوند کې منفي تاثيرات ولري . زيات شمير هغه ځوانان چې دگډژون دپيل په هکله ئې ددوي نظراوموافقې ته پاملرنه نده شوې تر واده وروسته دميرمنی اود ژوندد ملګرى ترمنځ پر ډيرو کوځنيومسايلو توند اوتريخ چلند رابرسيره شي، آن فزيكي ځوروركوي، وهي او ټكوي يې ، دكورني ژوند فضا له همدې ځايه خړپړه اوکورنۍ تريخوالی پيل شي .
يو بل ټکی هم دزياتي پاملرني وړ دی ،کله نا کله نارينه زور زياتۍ نه کوې او دکورنی ژوند دتاوتريخوالی لامل نه گرځې ،بلکه ځينې مېرمنې له بده مرغه په خپله ستونزې جوړوي،داسې مادي او مالي غوښتني وړاندي کوي اويا بېځايه سياليوته وردانگي چې دژوند ملگرۍ يې نه شي ورپوره كولاى ،دځينو ښځوددغه ډول غوښتنو اوکړنو پايله په کورني ژوند کې دژور تاوتريخوالي راڅرگنديږي . داسې ډيره پېښه شوېده چې نوې رادو شوې دخپلي کورنئ دځينوغړوپه لمسون يوه اوبله بهانه جوړوي ترڅو دژوندملگری (مېړه) له خپلې کورنۍ نه جلاکړي ترڅوداراودشوې تنهااومستقل ژوند ولري داډول غوښتنې هم ددې لامل گرځېدلي چې کورنۍ ژوند ويجاړ اوډيري زورونکی پايلي ولري .
متاسفانه تر اوسه په يوشمير هيوادودهغه جملې په افغانستان کې له ښځې سره داسلامي او انساني حقوقو او اخلاقي نورمونوخلاف کړني ،په زور يا دپيسو په مقابل کی له هغوي نه جنسی استفاده ، دماشومو انجونو ودول ،يا دبديوپه بدل کې ورکول معمولي بڼه لري .
پداشپږوکلنونوکښی دچوکي اومقام د گټلو، د حرامو پيسو دتر لاسه کولو،د پرديو دشتمنيود خپلولو پر سر د سياليو اومنډو ترړو ميدان دومره تود دۍ چې دافغاني ربړېدلي مورحق دچا په يادلا هم ندی اوکله کله هغوي بېگناه تر پښولاندي کيږياودهغوي دژوند دشرايطووتغيرته هيڅ ډول عملي پاملرنه نده شوې داځي کوم څه شوې دايوازي دغولېدولپاره ترسره شوې دي .
پدې موده کې تر((۱۸))ميليارده ډالروزياتي پيسي دنړيوالولخوادافغانستان سره مالي مرسته شوې ،خو د مورونډه پکښی تنها دومره شول چې هره ورځ دخپلو نازولو په وير په سرو سترگو دغم پر ليمڅی ناسته وې
په لومړيو وختوکې دبهرنيانودخوشحاليدواوغولوولو لپاره دښځو سره دکار وزارت جوړ شو،کله چې کرزی صاحب پوه شو چي اوس يې پروني بنسټپال اواوسني ټوپکسالارشاته ولاړ دي ،په نوې کابينه کښې يې هغه وزارت هم ورک کړ،دليل يې دا ووايه چې داوزارت اړين نه برېښې .

بلي ! وزارت به دومره اړين نه و،مگردهيواد په دولتي اوسياسي ژوند کي دښځو دفعالي ونډي داسې مخ نيول دټولولپاره حيرانونکې وه ،ځکه دنوي کابينې دټاکلونه دوې هفتې مخکښې دولسمشر نه نيولې بيا دهغه دټولو پلويانو دخولې ويرد(شعار) دښځو دحق خبري وې ،مگرپه کابينه کې دښځوونډه دتنظيموپه برخه شول .
يو تريخ واقيعت دا دۍ چي زموږ په هيواد کې دعدلی او قضايي ا ورگانولخوا د مور ژوند ته داسلام دمقدس دين او نړيوالو قبول سوو اصولو او کنوانسيونونو په نظر کې نيولو سره اړينه پاملر نه کيږې ،همدا دليل دۍ چي دمور اوماشوم پر حقوقو تيری په ټولنه کې يوه معمولې کړنه غوندې برېښې . اودولت دهغوي نه ددفاع په اړوند ځان مکلف نه گڼې .
له بده مرغه تر اوسه په افغانستان کې دولتي او پارلماني چارواکو ښځو ته ددوي هغه حقوق چي دبشر دحقو قو داعلاميې په ۱۸ ، ۱۹ ،او۲۷مادو کښې څرگند بيان شوي نه دې ورکړي،او نه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي)) دښځې توهين تحقير او غير انساني مجازاتو ضدکنوانسين دپريکړو ،دماشوم دحمايې په هکله د۱۹۲۴ زکال دژنيو په قراردادکې راغلي موادو اود ملگرو ملتو د سازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹ ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض،په ټيټه سترگه کتل او تېری پر خلاف پريکړه ليکونو کښي ليکل شويو ټکوته هيڅ ډول پا ملرنه نده شوې . ښځو ته دټولني په اقتصادي ،سياسي اجتماعي او فرهنگي برخوکې دفعال گډون دامکا نا تود برابرولو څخه په يوه او بله بهانه اوږه خالي شوېده . که رښتياوويل شې ددولتي چارواکودغوڅ اکثريت لخواښځو ته دحق ورکولو په هکله عجيب اوغريب تعبيرونه کيږي .

ايا دا ظالمانه نده چې نارينه اوښځو دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت لرې ، مگرکله چې دصلاحيت او په ټولنيزژوند کې دگډون او برابرۍخبره راشې بيا ښځو ته ددوهمې درجې انسان په سترگه کتل کيږې ؟ زموږ په هيوادکې دود ،دستور او عنعنات تر بل هر هيواد زيات مسلط دۍ ،کله کله له مذهبي عقايدو،دود اودستور څخه ناوړگټه اخیستل کيږې . داټولوته څرگنده ده چې زموږ ټولنه يوه سنتې ټولنه ده ،زه زموږ دټولنې ديو شميرهغوعنعنواودودسره موافق يم کوم چې داسلاميت اوانسانيت پر حقيقي بنيادولاړدی ،خوځيني واکداران ،بنسټپال او دپيسو څښتنان له دود اودستورنه داسي شۍ جوړکړې چې پلې کول يې غير عادلانه برېښې ؛ دبيلگې په توگه د (( ۱۶ » کلني انجلۍ يا ځوانه پيغله يوه ((۶۰ »کلن سړي ته په نکاح کول نو بيا دانصاف ليري خبره ده ،خير دۍ که دا صاحب د زوراو زرو څښتن دی ،دغه انجلۍ هم خداي لري ! داپه کوم آيات کې راغلی چې گناه دي نارينه کوي مگر ښځه ياماشومه انجلئ چې په هيڅ نه پوهيږي حتاپه ځينو وختوکې هغه دچاخبره په وړی کي وي هغه دې جزاويني يعني په بدوکي بايدورکړه شي.متاسفانه زموږ په ټولنه کې داډول له بدبختيو نه ډک دود تر اوسه په خپل ټول قوت پر ځاي پاته دۍ . دکرزي حکومت دپخوانيوحکومتونو په څير دښځودښاروندی حقونو دتأ مين په لاره کې اړين گامونه اوچت نکړه ،او نه هم پدې هکله کوم پلان لري . په غوړواونرمو وعدو يې دا شپږکاله بيله کومو عمده او کوټلو تغيراتو راوستلو تير کړه .

په اساسي قانون کې ددريمې مادي په ليکلو سره دښځو پر حق دابد لپاره توره پرده وغوړول شوه . په دريمه ماده کې راغلې چې په افغانستان کې داسلام دمقدساتو او ارزښتونو خلاف چې پدي قانون کې راغلي دي هيڅ قانون نافذ کيداي نشي . زه دانه وايم ځي داسلام دين خلاف قوانين بايد پاس شی . مگردابه عدالت وي چې دنورواسلامي هيوادوپه دودپه يو وخت کې دڅلوروښځوپه نکاح کېدوباندي قانوني بنديزولگېږي .
دادشرم پيټۍ ډير پخوا دنړې غوڅ اکثريت خلکو غورځولۍ دی . مگر متاسفانه زموږ په هيواد کې لاتر اوسه چې ددموکراسی او ټولنيز عدالت دډول ډنگولودافغانانواونړيوالو غوږونه کاڼه کړه ،دپيسواو زورخاوندبوډا ته داحق ورکړه شوی چې څلور پيغلي په نکاح کړي، دغه ته څه ډول عدالت او انصاف ويلاي شو؟ځکه په زغرده ويلاي شم چې دکرزي صاحب اودهغه دحکومت لخوادښځو اونارينه ودحقوقو برابري يوازي درواغ اوغولو نکې پروپاگنډه ده ۍ . دانساني او اجتماعي عدالت دتامينېدو په خاطر داساسي قانون داماده بايدډير ژر تغير وموې او په ټول هيوادکې دڅو ښځې په نکاح کول قدغن او منع اعلان شې .
داڅومره دردونکې وه چې دبشردحقوق دخپلواک کميسيون مشری سيما ثمر دژورنالستانوسره په يوه خبري کنفرانس کښې وويل ((۹)) کلني انجونې سپين ږ يرو ته په زور ودېږې .له ((۶۰)) نه تر ((۸۰)) په سلو کښي انجونې بايددجنسي تجاوز فشار تحمل کړي ،کله چې داماشومه ونشي کولاي په دوامداره توگه تجاوز تحمل کړې له کوره فرارکوي اوبل چاته پناه وړې ، دغه وخت دۍ چې دهغې جزابيا وژنه ،ځان سوځونه او يا سنگسار وي .

که څه هم د اساسي قانون په ” 22 ”ماده کي څرگند ليکل شويدې چي : دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی .دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي مادې په يوبل جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ . متاسفانه په اوسنې حاکميت کښي دقدرت خاوندان دقانون ددغومادو تفسير هميشه په خپله خوښه اودخپلو اډيالوژي گانودپلې کولوپه گټه کړی . کله چې دوي وغواړي ، په راډيو او تلويزيون کي دښځې پر اواز بنديز لگوې ،شرم خبره خو لاداچي په پارلمان کې ښځه په څپليو اوداوبو په بوتلو ولې ،څه موده وړاندي مې دبې بي سي راډيوله لاري دپارلمان دمشر يونس قانوني سره مرکه واورېدل په مرکه کښي هغه ته هغه شکايتونه واورول شول کوم چې ښځينه وکيلانودپارلمان له اداري هيت اومشرتابه نه کړې وه،ويل یې چې دوي ته دخبروکافې وخت نه ورکيږي اومايک پرې گلوی ،اوکله ناکله دځينو وکيل صاحبانولخواورته بدالفاظ ډالی کيږي .له هغې ورځې چې په افغانستان کې برېښناپيداشوې اوابتدائي سينما ادې وطن ته لارپيداکړې دلته هندي اويوشميرغربی پلمونه ښودل شوی دي او بيا کله چې تلويزيون راپيداشودې مامول دوام درلودمگر اوس څه پېښه شوه چي په تلويزيوني کانالوکې پرهندي يا اروپايي فلمونوبنديزلگول کيږي .زه دلوڅواوبربنډوفلمونواوياهغوچې دځوا نانوپر اخلاقومنفي تاثير لري يادځوانانولپاره په گربې نړی کې منفوروکړوتقليدپلوی نه يم زموږپه هيوادکې حقوق اوآزدې گانې زموږدټولنې اويويشتم قرن دغوښتنوپرانډول اوتناسب باندي بايد وساتل شي .موږدومره نيک اوعالي دودونه لروکه هغه عملي شي هيڅ مشکل به نه وي خومتاسفانه دهغودپلې کېدونه دځاني گټواونفسی غوښتنوترسره کيدوپه خاطرمخه نيول کيږي .

ددي لپاره چي زموږ دهيواد د پوره نيمايې وگړو يعني ښځو ته د ټولنې په اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگي چارو کي د فعال حضور او ونډي اخيستنې امکانات برابر شوي وې لازمه برېښي په او سنيو قوانينو کې دا سي تغيرات او تعديلات راوستل شي کوم چې دهغو په اساس د ښځوحقوق په قانوني بڼه داجتماعي ژوند په ټولو اړخونو کي خوندي وساتل شي . تر څو د همدغو قوانينو په برکت دهغوي له طبعي حقوقو او ازديونه ددغو سړې وژونکو اودبشر دحقو قو دحرفوې دښمنانو لاس لنډ شي . ښځې بايددځينو چارواکو دفتواگانوله صادرولو نه خلاصې شې ؛څرگند حقيقت دادۍ که په يو هيواد کې چې قانون وې دفتوا گانو و صادرولوته کومه اړتيانشته .

که په رښتيا سره اوسنۍ حاکميت اوپه ځانگړې توگه دښاغلي کرز ی داارزو لري چي په هيواد کې زموږ خويندې او مندې له ظلم او اسارت نه خلاصي شي ؟ پر ځاي به وي چي په ټولنه کې دښځو سره دچلنداوبرخورد مسلي ته دنړيوالو قبول شو نورمونواوداسلام دمقدس دين دسپېڅلواوانساني اصولو په اساس جدي پاملرنه وسې . ښځو ته په پارلمان کي د((۶۸)) چوکيو ورکول نيک کاردۍ ، مگر دابايد هيره نشې ، پداسي يو هيواد کې چي دنړۍد(( شپږو)) خوارواوغريبو هيوادو په قطارکې ځاي لري په پارلمان کښي دښځينه استازو مو جو ديت به دتر((يو لس )) مليونه زياتو ښځوچي (( ۹۵ )) په سلو کې نالوستې دې کوم درد دواکړي .لازمه داده چي دښځو دنهضت دپر مختيا لپاره بيله کوم ډارنه غښتلي اوکوټلې گامونه اوچت شي دهغوي په ورځنيز اقتصادي ژوندکې مثبت تغيرات راشي . زموږ دهيواد ښځې دنړيوالو بشرې سازمانو ،يونيسف ، يو نسکو اوملگروملتودسازمان د ځانگړو پاملرنواوقانوني حمايو ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته اړتيا لرې . کورنی جگړې پخوا اوهمدا اوس دم گړی دښځوژوندته زيان رسولی په سلهاوزره ځواني ښځې کونډي شوي دبې سرپرستۍ اواقتصادي ستونځوله امله دوحشې اوظالموانسانانوپه منگلوکې نفس باسي ،دبدبختۍ توري شپې اوورځې سبا کوي ددغوبدبختواونامراده ښځوژوندته جدی پاملرنه ددولت اوولسمشرعاجله ملي اواسلامي دنده ده .

زه پرهغه نه ږغېږم چې په زندانوکي له ښځوسره حه کېږې اويايې ولې ماشومان دهغوي سره په زندانوکې شپې سباکوي .عجب دځنگل قانوندی ؟عجبه لويه بې انصافې ده اوعجبه بربنډه له بشري حق نه تېرۍ دی چې له مورسره ماشومان په زندان کې لويېږي اوهغه هم دافغانستان زندان . زه نه پوهېږم چې دلته دادبشردحقوقودڅار سازمان چيري دی اوولې دغوزندانوته سرنه ورښکاره کوي ،چې څومره ښځې بې سرنوسته ياغيرعادلانه زنداني اوماشومان يې له هغوي سره بېله کوم جرم نه دزندان په شرايطو کې شپې سباکوي .که ددولتي چاواکواودبشردحقوقودڅار سازمان له غړونه پوښتنه وشي تاسوحاضر ياست چې ستاسوماشوم ديوې هفتې لپاره دافغانستان په زندانوکې شپې سباکړي؟طبعې ده چې خپل ماشوم ته هغه شرايط نه خوښوي اوسمدستي وايي زما ماشوم کومه گناه کړې چې زنداني شي .خوله ځانه داسوال نه کوي چې په کومه گناه اوجرم اودکومی محاکمې په پرېکړه داشومان په زندانوکې شپې سبا کوي ،ديوه نامعلومه راپورله مخې يوازي دکابل دڅرخی پله په زندان کې ((۶۰))ماشومان له ميندوسره شپې سباه کوي . اياداوحشت اوله بشری حقوقوتيرۍ اودماشوم حقترپښولاندي کول ندي .اياپه حقيقت کې دادماشوم مورته روڅې شکنجه نده ؟ ځواب دې چارواکې اومسول ارگانونه ووايي .

په اساسي قانون کې دبنيادې تغيراتو له مخې بايد د ښځو پلورل، دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول تر لاسه کول ، په بدو کې دښځې او انجلۍ ورکول ، پر ښځو فردی او يا ډله ايزه جنسی تيرۍ ،دښځو جسمي ، رواني ازار اوسپکاوی،د ښځوسنگسار، تيرباران ،اعدام او په دورو وهل ، په زور او جبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري ظالمانه اوله انساني کرامت نه ليرې کړنې چي په هغو کښې انساني کرامت ،حقوق اورواازديگاني تر پښو لاندي کيږي منع اعلان شي ،نارينه اوښځه بايد بېله کوم امتيازنه دقانون په مقابل کې يوشان حقوق اومسوليتونه ولري .
ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو اومؤسسوکې دنارينه و سره دگډکار حق ، په مرکز او ولاياتو کې دمور او ماشوم دحمايې په منظور د امکان تر سرحده وړکتونونه اوماشوم ته دشيدو ورکولو ځايونو،په وزگار وخت کي دښځو په منځ کې د نالوستوب پر خلاف دمبارزي په خاطر د ليک لوست د زده کړي دکورسونو،د لاسي کارنوو اونورو مختلفو فرهنگي انجمنونو او ټولنو جوړېدل به دښځو دنهضت د پرمختيا اوهغوي ته دهيوادپه دولتي اوسياسي کارونوکښې دپراخ گډون لاره هواره کړي . درسمي رپوټونو له مخې هره ورځ د ((۶۰۰)) په شاوخواکې ماشومان خپل ژوند دلاسه ورکوې او هره ورځ ((۵۰)) په سلو کې ميندي دماشوم دزېږېدوپه وخت کې ژوند دلاسه ورکوې . دهمدغو رپوټوله مخې هغه انجونې چې د«۱۸» کلنۍ نه مخکي اميدواره کيږي دماشوم دزيږيدو په وخت کښي په هر ساعت کی(( دوې)) ښځی خپل ژوند دلاسه ورکوي اود هرو« نهو» ماشومانونه « يو » ماشوم مخکی له يوکلنۍ نه ،د هرو « شپږو » ماشومانو نه يومخکي له پنځه کلنۍ او په سلو کی « پنځلس » ماشومان دزيږيدوپه وخت کی خپل ژوند دلاسه ورکوي . همدا نن په هر نيم ساعت کي هغه مور چي نوی ماشوم دنيا ته راوړي دژوند دحداقل امکاناتو دنه لرلو په خاطر ژوند دلاسه ورکوي ،دا په دې معني چي هر نيم ساعت يو ماشوم بي موره کيږي .

د يونيسف داعلاميي په اساس ((۹۰)) په سلو کي دماشوم زيږول دروغتيايي اصولو خلاف سرته رسيږي ،په همدې خاطر په هروسل زروماشومانو کي چي دنياته راځې (( ۱۹۰۰)) ماشومان ضايع کيږې . په منځنۍ توگه ښځه دعمر په اوږدوکي شپږ ځله اوميدواره کيږې داقتصادي او روغتيايي ناوړه شرايطو په اساس دوينې په سروکروياتوکي داوسپني دنشته والې او وينې دلږوالې له امله (( ۷۰)) په سلو کښې اميدوارې ښځې ددتبر کلوز په مرض اخته کيږې .
دهمدې سازمان دراپور په اساس په هيوادکي په هرو(( ۳۰)) دقيقو کي دولادت په وخت کي يوه مور ژوند دلاسه ورکوې .
دروغتيا دنړيوالي ورځې په مناسبت يې په يومطبوعاتي کنفرانس کي دافغانستان دروغتيا وزير ښاغلي فاطمې په ډاگه کړه : چي هره ورځ له (( ۵۰)) نه تر((۷۰)) ښځې او تر )) ۷۰۰)) زيات ماشومان چي عمر يي تر پنځوکلوکم دۍ دمختلفو ناروغيودهغي جملي نه دتبرکلوز او ملاريا دناروغيو په اخته کيدو سره ژوند دلاسه ورکوې . تاسوفکروکړی دا هغه ډول مريضۍ دی چي اوس دنړۍ په زياتو هيوادو کي مخ پر ورکيدو دی او يا هيڅ نشته اما متاسفانه زموږ په هيواد کي ددولتي چارواکودبي غورۍ په اساس هره ورځ له افغان ماشوم اومورڅخه ژوند اخلي .
ولي دروغتيا وزير صاحب دا ونه ويل دا هره ورځ چي ((۷۷۰)) ميندې په غم غمجنيږې خپل ژوند او يا دزړه ټوټه دلاسه ورکوې مسوليت يې دچا پغاړه دۍ ؟ يوازې دمور او ماشوم لپاره دروغتيايي خدمتونو دسرته رسولو په خاطر هر کال نړيوالي روغتيايي مؤسسې او نور هيوادونه په ميليونو ډالره مرستي کوي يوه مورهم پوه نشوه چي دا پيسې چيرې ځې او پرڅه مصرفيږې ؟ که په کابل او ځينو لويو ښارو کې ښځو ته ډيرو ابتدايي محدود دتحصيل اوکار امکانات برابر شوې دي ،دهيواد په نورو سيمو کې ښځې او پيغلې ددغو طبعي او انساني حقوقو څخه تر اوسه محرومي دي اوفکرکيږي ددغه ډول دولتونو په موجوديت کې به داکاروان تر ډير وخته ترمزله ونه رسېږې .

که اوسنۍ حاکميت دغې ملي غميزي ته لازمه او جدي پاملرنه ونکړي ،افغانان سالمه او له ر وغتيايي مرستوبهره منه کورنۍ ونلرې دهيواد سمبالتيا، بيا جوړونه به له ستونځو سره مخا مخ وي .
دمور او ماشوم په هکله دولت بايدڅرگنده پاليسي ولري ترڅو دمور اوماشوم پرحقو قودتيرې کونکولاسونه لنډشي ،اوهغوي ددولت ترقانوني حمايي لاندي ځانونه مسؤن احساس کړی .

افغانې ښځې په فرهنگي او ادبې ډگر کي هم له نارينه وو نه شاته ندې پاته شوې . له ډير پخوا نه په زرهاو شريفو ښځو دعالي او مسلکي تحصيلاتو په لرلو سره په مختلفو برخو کښې لکه سپکو صنايعو ،خوراکي موادو ،روغتيا يي او ټولنيزو خدمتونو،فرهنگې او ښوونيزو چارو اوځوان نسل په روزنه کې له نارينه ونه زياته ونډه اخيستې ده. زموږ په ټول هيواد کې له شماله تر جنوبه ،له شرقه تر غربه په ميشتوقومونوکې دمنځنيو پېړيومروجه دود اودستوراو نارينه سالاری دناخوالو سره بيا هم ښځې دماشومانو دروزنې تر څنگ دزراعتي او صناعتي توليداتو په برخه کې عمده رول لوبولی دی .

زموږ دلر غونې هيواد دادبي او فرهنگي پياوړتياپانگه دښځوفداکاريو،عالي احساس اوځان تيرېدنودرنه ساتلې؛له نېکه مرغه موږ په سلهاو شاعراني ،ليکوالې ادب پوهاني او عالماني لرو،همدا اوس داسې ښځي لروچي دقلم په ژبه يې د افغان ولس له حق نه دفاع کړې او ټولنيزي ناخوالي يې بربنډي کړي دي اودسياست په ډگرکې ترډېرونارينه وگړندي ،معقول اوکوټلې گامونه اخلي .که نارينه راباندي په قهر نشي پداسي يوهيوادکې چې ((۹۵)) په سلوکې ښاروندان یې دلوست اوليک له نعمته محروم پاته شوې وي داروايي سياستوالوپه کځه ډيري افغاني مېړنۍ لروچې هر افغان یې په وجود وياړلاي شي هغوي هم ميندي دي ،دکورکارسمبالوي اوهم په سياست کې ترچاپاته نه راځی . دهغوټولومژواوژونديوقهرمانو ښځو دنومونو ليکل دلته امکان نشته . حقيت دادی چې هري افغاني مېړنۍ ښځې دخپلې پوهې او دژوند دشرايطو پر اساس په ټولنيزژوند،هيوادساتنه اوبياجوړېدنه کې زيار ايستلۍ اومعينې برياوي او افتخارات لري .

درنو ميندو او خويندو! په يوه خبره موبايد ښه غوږونه خلاص وې او باور ولرۍ چې تاسوته ستاسو حق هيڅوک په خپله خوښه نه درکوې اونه هم دبشرپه تاريخ کې چاته تر اوسه په خوښه حق ورکړل شويدۍ .دهر ډول ظلم او بې عدالتۍ په مقابل کښي بايد دمعقولو لارو چاروپکار وړلو سره مقاومت وکړۍ ، دهغونه چې تاسو ته دحق دورکولو نه ډډه کوي خپل روا حق تر لاسه کړۍ .

ټول سياسي او ټولنيز سازمانونه چې په خپلو کړنلارو کښي دعدالت او ټولنيز انصاف خبرې کوې او دښځو دحقوقو ددفاع ډبره په ټټر ټکوې ،دقلم او سالم وجدان خاوندان چې مور، لور او خور ورته گرانه ده په خپل ټول توان او طاقت سره بايد هوډمن اوسي چې دښځو لپاره دسالمو ازاديورواحقوقواو په ټولنيز ژوند کښې هغوي ته ددرناوی او دنارينه و سره دگډکار او فعاليت دامکاناتو دبرابرولپاره له هيڅ ډول زيار او زحمت څخه ډډه ونکړی .

دابايد هيره نشي ،مور هغه څوک دۍ چې زه او ته يې دنياته راوړې يو،دزړه په وينواو پاکو شيدويې روزلې يو، ميرمنه ده چې دنارينه سره په کورنۍ کښې چې دټولنې بنسټ جوړوې په غمونوکې غمجنه اوپه ښاديو کې خوښه ده ،ښځه ده چې نارينه ته دصبر ،زغم او تحمل مشورې ورکوې ،همدا ښځه ده چې نارينه دغيرت ،وطن ، ناموس دساتلو په لار کې سر ښندلواو قهرمانيو ته هڅوي؛ دنړۍ لويو شاهانواوفيلسوفانو دژوند په سختو شيبو کې ډير ځله دخپلې مورمشورو، محبت او مهربانی ته اړتيا پيدا کړيده ، دهغې په مهربانه غيږ کې يې سر ايښۍ او دهغې نه يې دماشوم په دود ددلار ښودنې اوبخښنې غوښتنه کړيده .همدا دشان او شوکت خاوندانو هم يوازي دخپلې موردمرگ دخبر په اوريدو دماشوم غوندې اوښکې توي کړيدي او ځان يې تنها احساس کړيدۍ . همدا ښځه ده چې دکور ټولې چاري سمبالوي . ښځه مور ده تر مور مقدس بل څه نشته . راشۍ نور ددغو وحشتونو ،ظلمونو او تيريو پرخلاف ودريږوکوم چې زما اوستاپه ژوند او عزت پوري مستقيم تړاو لرې . په هر اندازه چې زموږ په ټولنه کې ښځې ته دقدرپه سترگه وکتل شې اوپه ټولنيزوکاروکښې دنارينه سره برابر، او ددوې دتوان او علاقي سره سم دگډکار زمينه برابره شي په هغه اندازه زموږد هيواد پرمختگ کاروان چټک پر مخ درومې .

دا ورځ که خير ؤ ډير ژر رارسيدونکې ده چي افغاني ميړنۍپاک لمنې ښځي او پيغلي به دخپل زيار،نه ستړي کيدونکې تلاښونو او قربانيو په پايله کې خپل حق او آزادي تر لاسه کړي ،او په افغاني ټولنه کي به دنارينه و سره يوځاي اويو شان دکار،تعليم ،تحصيل،او سياست په ډگر کې دفعال او رغنده گډون ولري .
ښځه مور ده مور ته درناوۍ ځان او هيواد ته درناوۍ دۍ . افغانې ښځی بايد هرو مرو ځانونه دقانون او دولت تر حمايي لاندي احساس کړي .
وياړ په هغو پاک لمنو افغانو ميندو او پيغلوچې دخپل ژوند په قيمت يې دخپل رواحق دترلاسه کولو لپاره دتاريخ په اوږدو کښي نه هيرېدونکی خاطرې پرې ايښي دي .

حبيب الله غمخور
سويډن مالمو

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب