کاروباري خطر

کاروبارونه تل دا هڅه کوي، چې زیاته ګټه ترلاسه کړي او د خپلو فعالیتونو لـمن پراخه کړي او نه غواړي چې د کوم زیان او خطر سره مخ شي؛ خو ددې سره سره ځينې وختونه کاروبارونه د خطر سره مخامخ کېږي، چې مهم علتونه يې په لاندې ډول دي:
1. طبیعي عوامل: د طبیعي عواملو څخه موخه هغه عوامل دي، چې انسان نشي کولای د هغې مخه ونیسي. لکه زلزله، سيلابونه، کاحتۍ او داسې نور…
2. رقابت: که چېرته په بازار کې د کمپنیو ترمنځ شدید رقابت موجود وي او غواړو دوی ته د قېمت په ټېټيدو او د جنس د کیفیت په لوړولو سره ماتې ورکړو، نو په دې وخت کې هم کاروبار د خطر سره مخ کېدلی شي.
3. غلط مدیریت: د غلط مدیریت څخه موخه د منظم پلان، کنترول او مناسب مدیریت نشتون دی، يعنې که چېرته کاروبار په مؤثره توګه اداره نه کړل شي، شاید د اجناسو قېمتونه ډېر لوړ او کیفیت يې هم چندان نه وي، چې په دې وخت کې د کاروبار په ګټه کې کموالی رامنځته کېږي او کاروبار د خطر سره مخامخ کېږي.
4. د تقاضا تغير: که چېرې د یو کاروبار توکو او اجناسو لپاره د خلکو تقاضا تغیر وکړي، نو کاروبار د خطر سره مخامخ کېږي. مثلاً یوه د مبايل کمپني يو غوره سيټ مبایل چې مناسب قېمت او د نورو مبایلونو په نسبت زیات خصوصیات لري، بازار ته وړاندې کوي. چې په دې وخت کې نورې کمپنۍ د تاوان او خطر سره مخامخ کېږي.
5. د حکومتي پالیسیو بدلون: که چېرته د یو هېواد مالي او پولي پالیسۍ په ناڅاپي توګه بدلون وکړي، شاید دا هم د کاروبار د تاوان سبب وګرځي.
6. د عصري تخنیکي وسايلو استعمال: که چېرته یو کاروبار د تولید په پروسه کې د عصري او درانو تخنیکي وسايلو څخه استفاده وکړي، د دوی د توکو د تمام شد قېمتونه راټيټيږي او کوچني کاروبارونه د خطر سره مخامخ کېږي.
7. بشري عوامل: د بشري عواملو څخه موخه غلا، جعل کاري او پرېمانه مصارف دي، چې یو کاروبار د خطر او تاوان سره مخ کولای شي.
د کاروباري خطر راکمول
خطر د یو کاروبار لپاره یو مهم عنصر دی، چې شاید مخه يې هم ونه نېول شي، خو د هغې اندازه کولای شو د لاندې عواملو په پلي کولو راټيټه کړو:
• د مارکېټ څېړل
• د تولید په پروسه کې د نویو او عصري تخنیکونو څخه استفاده کول
• د توکو او خدماتو لپاره غوره او مؤثر اشتهارات
• د بېمې له خدماتو څخه استفاده

لیکنه: ګلاب بهار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب