په تجارت کې درواغ ويلو حکم

آيا په تجارت کې درواغ ويل جايز دي که نه، ځينې کسان دا فکر کوي چې که په کاروبار کې درواغ ونه وايي، معامله نه شي کېدلای، آيا د هغوی دا خبره صحيح ده؟

درواغ ويل په تجارت کې وي او په عامو خبرو کې حتی د مسخرو او ټوکو پر ډول وي هم حرام او کبيره ګناه ده. د ابوداود شريف د)کتاب الادب( په )باب فی التشديد فی الکذب( کې روايت دی چې جناب رسول الله ص درې ځله وفرمايل: هغه کس تباه او برباد شو، هغه کس تباه او برباد شو، هغه کس تباه او برباد شو، چې د نورو کسانو د خندولو لپاره درواغ وايي. )ابوداود شريف جلد ٢ صفحه ٦٨١)

او په قرآن کې الله تعالی پر درواغجنانو باندې لعنت ويلی دی او په نبوي احاديثو کې درواغ ويل د نفاق ستره نښه بلل شوې ده.

په کاروبار کې درواغ ويل نه يوازې دا چې د درواغو ويلو جرم دی، بلکې دا له خريدار سره دوکه او فرېب هم دی. همدا راز د صحيح مسلم په )کتاب الايمان( کې يو حديث راغلی، په هغه کې رسول الله ص په ښکاره ټکو سره د دوکه باز کس د اسلام او مومنانو له ډلې څخه د خارجېدو اعلان وکړ:

ژباړه: له حضرت ابو هريرة رض څخه روايت دی چې يو وخت رسول الله ص له يو غنم خرڅوونکي سره تېرېدى، ده مبارک ته غنم صحيح معلوم نه شول، نو چې ور وګرځېد، لاس يې په ننه ايستی، لوندوالی يې محسوس کړ، نو د مال څښتن ته يې وفرمايل: اې د مال خاونده! دا څه کيسه ده؟ هغه وويل: د باران له کبله غنم لانده شوي دي. ده مبارک ورته وفرمايل: چې داسې ده، نو بيا دې لانده غنم د نورو پر سر ولې نه ايښوول چې خلک يې وويني او په دوکه کې ونه لوېږي. وروسته ده مبارک وفرمايل: څوک چې زموږ سره دوکه کوي، هغه زموږ يعنې مسلمانانو له ډلې څخه نه دی. )صحيح مسلم جلد ١ صفحه ٧٠)

له دې کبله په کاروبار او معامله کې د درواغو ويلو جرم نور هم درنېږي، د ګټې او تاوان تعلق له درواغ ويلو سره نشته، بلکې په رښتيا ويلو اعتبار پخېږي او دوام داره ګټه په وجود راځي، تاسې فکر وکړئ د نړۍ ستر معامله ګر، او غټ کاروباريان په څومره شدت سره له درواغ ويلو څخه پرهېز کوي، ځکه د هغوی په فکر درواغ ويل معاملې او تجارت ته ډېر سخت زيان رسوي.

د دې برخلاف د ترمذي شريف په يوه حديث کې رسول الله ص رښتينی او امانـتدار تاجر ته په جنت کې له خپل ځان سره د رفاقت او ملګرتيا زېری اورولی دی، له دې کبله بايد هېڅکله د رښتيا ويلو او حقيقت څرګندولو لمن خوشې نه کړل شي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب