کورنۍ سوداګري Home Trade

کورنۍ سوداګري Home Trade

کورنۍ سوداګري داقتصادي کړنو ستره برخه جوړوي چې له پخوا څخه تر ډيره بريده په خصوصي سکټور پورې اړه لري. کورنۍ سوداګري د اقتصادي کړنو په پراخوالي کې ،د کار په پيدا کولو کې،د ژوند سطحې د لوړوالي او د هيوادونو په اقتصادي پرمختګ کې اساسي ونډه لري. کورنۍ سوداګري نه يوازې ښارونه له يو بل سره تړلي بلکې ښارونه له کليو سره او خلکو ته له يو بل سره پيوند ورکوي. ټولينزې ،فرهنګي ،اقتصادي او سياسي اړيکې د بيلابيلو قومونو او قبايلو تر منځ پراخوي له بلې خوا کورنۍ سوداګري په غيرې مستقيم ډول زرګونه انسانانو ته ګټه رسوي. نه يوازې سوداګرو ته بلکې نور افراد لکه هټۍ وال ،د ټرانسپورټي وسيلو مالکانو ،هوټلونه هم له کورنۍ سوداګرۍ څخه ګټه لاسته راوړي.واړه سوداګر سوداګريز توکي له کليو او بانډو څخه کوچنيو ښارونو ته او ځينې وخت لويو ښارونو ته ليږدوي. د هيواد زيات سوداګر د اړتيا وړ سوداګريز توکي د هيواد له لويو ښارونو څخه کوچنيو ښارونو ته، ولسواليو ته او د هيواد لېرې پرتو کليو ته ليږدوي چې سوداګريزو کړنو څخه ګټه پورته کوي. دغه سوداګر اومه مواد،ميوې،لاسي مصنوعات او څاروي ښارونو ته عرضه کوي او په بدل کې مصرفي سوداګريز توکي اړوندو سيمو ته ليږدوي.

کورنۍ سوداګري هغې سوداګرۍ ته ويل کيږي چې د يو هېواد د وګړو ترمنځ تر سره کيږي.د بيلګې په توګه د لغمان او زابل د ولايتونو د وګړو تر منځ د توکو او چوپړتياو تبادلې ته کورنۍ سوداګري ويل کيږي.کورنۍ سوداګري لاندې ځانګړتياوې لري:

  1.         کورنۍ سوداګري د هيوادونو تر بازارونو محدوده وي.
  1.  په دې سوداګرۍ کې راکړه ورکړه په کورنيو پيسو کيږي.

iii.        په ټوليز ډول دغه سوداګري په داخلي توکو راڅرخي خو کله کله بهرني توکي هم رانغاړي.

  1.  د هيواد ټولوسوداګرو ته يو رنګه اسانتياوې د حکومت له خوا برابريږي.
  1.  په کورنۍ سوداګرۍ کې حکومت ډيره لاسوهنه نکوي،خلک په سوداګرۍ کې خپلواک وي.

د کورنۍ سوداګرۍ ډولونه

  1. ټول پلوريWhole sale Trade:

په لومړيو وختونو کې توکي په لږه پيمانه توليديدل. کمپنيو په خپله توکي مصرفوونکو ته ورکول چې د هغوي ترمنځ استازي شتون نه درلود. ليکن د وخت په تيريدو سره دصنعت په برخه کې پرمختګ رامنځته شو، چې ورسره د توکو د توليد په برخه کې هم زياتوالي راغی چې اوس نو کمپنيو نشوکولای مستقيما توکي مصرفوونکو ته ورسوي. نو له همدې کبله کمپنۍ توکي په ډيره پيمانه پر ټول پلورونکو، پلوري تر څو هغوي يې پر ټوک پلورونکو، وپلوري او مصرفوونکو ته يې ورسوي. ټول پلوري د کورنۍ سوداګرۍ هغه ډول دى چې توکي په لويه پيمانه له کمپينو پيري او په کوچنۍ پيمانه يې په ټوک پلور، پلوري. د ټول پلورۍ لپاره بايد داسې ځای وټاکل شي ترڅو توکي په اسانۍ له کمپنۍ تر لاسه او په اسانۍيې ټوک پلورو، ته ورکړي. ټول پلوری دې ته اړنه دی چې د ټوک پلوري په څېر د ښار يا بازار په منځ کې ځای ونيسي.د ټول پلوري ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:

  1.         په ټول پلورۍ کې توکي په ډيره پيمانه له کمپنيو اخېستل کيږي او د اړتيا له مخې په ټوک پلورو پلورل کيږي.
  1.         ټول پلوري په عمومي ډول يو ډول توکي پيري او پلوري يې چې کيدای شي بيا دغه توکي نور ډولونه ولري. لکه دارو چې دارو بيا خپل ډولونه لري.

iii.        ټول پلوري په عمومي ډول ځايونه په لويو لويو سوداګريزو مرکزونو کې جوړوي.

  1.         ټول پلوري د توکو له پېر څخه وړاندې کمپنيو ته پيسې ورکوي.
  1.         په ټول پلورۍ کې توکي معلوم قيمت لري چې د پير په وخت کې د قيمت جګ والي او ټيټ والي غوښتنه د وخت ضايع کول دي .
  1.         له ټول پلوري سره مالي وسايل ډير وي نو ځکه توکي په ډيره پيمانه پيري.

 

  1. ټوک پلوريRetail Trade:

د کورنۍ سوداګرۍ په دې ډول کې توکي په کوچنۍ پيمانه پيرودل او پلورل کيږي.ټوک پلوري توکي له ټول پلورو څخه دخلکو د اړتيا له مخې پېري او مصرفوونکو ته يې رسوي چې د ټول پلورو او مصرفوونکي ترمنځ اړيکه ټينګوي. ټوک پلوري لاندې ځانګړتياوې لري:

  1.         .ټوک پلوري له مصرفوونکو سره مخامخ په اړيکه کې وي.
  1. .ټوک پلوري د توکو بيلابيل ډولونه پلوري، چې له هر توکي څخه ورسره په لږه پيمانه شتون لري.

iii.        .ټوک پلوري عموما خپل مرکز د عامو خلکو د اوسيدو سره نژدې جوړوي.

  1.  د .ټوک پلورو ټول کاروبار په نغده ډول وي.
  1.  يو ټوک پلورونکی بايد له ښو اخلاقو کار واخلي. ځکه ټوک پلورنکی له مشتريان سره مخامخ په اړيکه کې وي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب