په کفري او غربي ټولنو کې د ښځو مالي حقوق او تاریخ

امریکا:

د امریکا په متحده ایالتونو کې ښځو د هیڅ ملکیت حق نه درلوده بالاخره په ۱۸۳۹ میلادي کال کې د امریکا په مختلفو ایالتونو کې په دې اړه بحثونه شروع شول، چې په تدریج سره یې ښځو ته د خپل ملکیت او میراث لرلو اجازت ورکړی…(Married Women’s Property Act 1839-70)

بریتانیا:

په بریتانیا (انګلستان) کې د ۱۸۷۰ میلادي کال څخه مخکې هیڅ ښځې نشو کولای چې د خپل مال، ملکیت او میراث حق ولري، که یوې ښځې مال او ملکیت په مزدوري، پانګونې، سوغات یا میراث سره ترلاسه کړی ؤ نو دا ټول مال او ملکیت یې په خپل سري ډول د خاوند حق ګرځېده او هغې نور هیڅ حق نه په کې درلوده.

په ۱۸۷۰ میلادي کال کې تر ډیرو سیاسي بحثونو او مناظرو وروسته ښځې ته دا اجازت ورکړل شو چې د خپل ګټلي شخصي پیسو واک ولري او په میراث کې برخه پیدا کړي.

په ورته وختونو کې ښځو حق نه درلوده چې محکمې ته غوښتنلیک وړاندې کړي او د خپلو حقوقو غوښتنه وکړي. خو د اسلام دین ۱۴۰۰ کاله مخکې یعنې د اسلام د راتګ سره سم ښځو ته هم د خپل شخصي مال، ملکیت، نفقه، مهر، د استوګنې ځای او داسې نور مالي حقوق ورکړي او هم یې د میراث په مختلفو ځایونو کې برخه ورکړې ده.

د مثال په توګه: یوه ښځه چې لور وي هم حق لري، که خور وي هم حق لري، که مېرمن یا نیا وي هم په میراث کې خپله برخه لري. یعنې یو ښځه کولای شي څو ځایه میراث تر لاسه کړي. دا او دېته ورته نور زیات شمېر حقوق اسلام ۱۴۰۰ کاله مخکې ښځو ته ورکړي دي.

your ads

د هندوانو په مذهب کې پر ښځه باندې د کتاب ویل حرام وه. او د بودا په مذهب کې داسې هم وه چې ویل به یې که یو نارینه د ښځې سره اړیکه ولري نو هغه بیا نجات نشي موندلی.

یهودیانو او مسیحیانو به ښځه د ټولو ناوړه کارونو سرچینه بلله او یونانیانو به ویل چې ښځه نه پوهه لري او نه انساني حقوق، همدا وضعه په روم، مصر، ایران، چین او نورو ځایونو کې حاکمه وه. غلامي، په بند کې ساتل، رټل، وهل ټکول… ټول هغه څه وه چې د ښځې په برخه وه او له بلې خوا نارینه د غلامۍ حس په ښځو باندې تحمیل کړی وه او ښځه به یې دېته هڅوله چې ویاړ وکړي چې د میړه وینځه ده او په دې باندې عقیده ولري چې میړه یې خدای دی.

ښځه د بایبل په تمدن کې:

په دې تمدن کې ښځې ته هیڅ حقوق نه وه، او د هر څه څخه بې برخې وه، په دې قانون کی که یوه سړي یوه ښځه وژلې وای نو هغه ته څه سپکه سزا ورکول کېدله او پر ځای یې د هغه مېرمن قصاص کېدله.

ښځه په يوناني تمدن کې:

تر اسلام څخه مخکی چې کوم تمدنونه راغلي دي په هغو ټولو کې د یونان تمدن پرمختللی وو، او په دې تمدن کې هم ښځه د هر څه څخه بې برخې او محرومه وه، پنډورا(Pandora) په یوناني تمدن کې یوه خیالي ښځه وه، چې د دوی په اند د ټولو ناخوالو زانګو او سرچینه یې بلله؛ نو ځکه ښځه هم پر (پنډورا) باندې قیاس وه، ښځې ته یې د نیم سړي ارزښت ورکاوه، او په آخر کی یې د جنسي اړیکو د پوره کولو یوه غوره آله وپېژندله چې هر چا هر څه په هر ځای کی ورسره ترسره کولای شول.

ښځه د روم په تمدن کې:

په دې تمدن کې خاوند ته دا حق وو، چې خپله مېرمن ووژني، او یا یې هر ډول نامشروع او غیر انسانی کړونو ته وهڅوي.

ښځه د مصر په تمدن کې:

د مصر په تمدن کې ښځه د ټولو بدو کړنو مور وه، او دوی ورته شیطان او د شیطان خور ویله.

په هغه وخت کې یوازې د اسلام مبارک دین ؤ چې دغه ناروا او د شرم څخه ډکو کارونو ته یې د پای ټکۍ کیښود. هو، دا اسلام وه چې د ښځې او نارینه ترمنځ یې یووالی رامنځته کړ او انسانانو ته یې د ښځې د عزت، مقام، احترام، او حقوقو ښوونه وکړه.

د د ښځو حقوق او دندې نه دي چې یوه ښځه باید د نارینه وو په شان جامې او عادات خپل کړي، کتل کیږي چې په غرب او کفري ټولنو کې ښځې دېته هڅول کیږي چې د نارینه وو په شان ځانونه جوړ کړي خو بیا هلته نارینه نشي کولی چې خپل ځانونه د ښځو په شان جوړ کړي. همدا وجه ده چې هلته د ښځو په هر ډولو حقوق تیرۍ شوی او هیڅ ډول انساني کرامت یې خوندی ندی.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب