“ښکلي” به جنت ته هم نېغ ځي

هغه څومره ښکلی ژوند دی، د الله تعالی په طاعت او بندګۍ کې تېر شي، هلته چې انسان همېشه د هغه کارونو پسې په منډه وي، چې الله پرې خوشحالېږي او د هغه د رضا په لټه کې وي، په همدې وخت کې ددې انسان په زړه کې د ايمان رڼا څرک را ووهي، او روح يې د الله په مينه ډک شي.

د دې طاعت او نېکۍ په ترسره کولو کې ګټه، بلکې ګټې دي، او تر ټولو ګرانه او با ارزښته ګټه يې د (ايمان رڼا) ده، الله تعالی فرمايلي دي (يهدی الله لنوره من يشاء) النور ۳۵، نو هدايت کوونکی الله دی او همدا الله تعالی خپل نور د خپلو دوستانو زړونو ته لېږي.

دا نور له وحی څخه اخستل شوی دی، نو قرآن نور دی، سنت نور دی، الله تعالی په دې اړه وايي ” فآمنوا بالله ورسوله والنور الذي أنزلنا ” پرالله تعالی ايمان را وړﺉ، د هغه په رسول ايمان راوړﺉ او پر هغه نور ايمان راوړﺉ چې الله نازل کړی دی، نو کله چې الله تعالی د اسلام دين او وحی ته نور ووېلې، نو پوه شه،چې په دې نور کې ستا هم دومره برخه ده، څومره چې دې وحې ته ژمن او عمل دې پرې وکړ.

د ايمان نور هغه چې د مومنانو په زړونو کې وي، الله تعالی سره د نزدېوالي په برخه کې توپير لري، ځیني خلک له نور څخه پوره ډک وي او ځيني هغه دي، چې دا نور ورسره وي خو ډېر کم ، وما ربك بظلام للعبيد .
دا نور بيا دومره قوي او ځواکمن وي، چې حتی کله د انسان پر مخ را ښکاره شي، تر دې چې دې ځينو خلکو ته ګورې نو په ډاکه د هغه په مخ کې ځانګړی نور ګورې، نو ستا په اند دا به د څه شي نور وي؟…. دا دايمان نور دی، له همدې لامله ابن عباس رضي الله عنه وايي (” إن للحسنة ضياء في الوجه , ونوراً في القلب “.. نيکي په مخ کې رڼا او په زړه کې نور را زرغونوي… او دا هم يو له هغو څخه دی، چې له حسن بصري رحمه الله څخه يې پوښتنه شوې وه،چې دا د قیام اليل ترسره کوونکي ولې ډېر ښکلي مخونه او څېرې لري؟ هغه ورته وويل، دوی د الله تعالی سره په يواځې والي کې ګوري، نو الله تعالی هم له خپل نور څخه يوه اندازه نور ورکوي.

او تر کله هم، چې انسان د نېکيو په ترسره کولو کې سيالۍ کوي، نو الله تعالی يې په زړه کې نور زياتوي، او کله کله خو د انسان د مرګ په حالت کې هم ښکاره کېږي، ځکه ډېر ځله له خلکو اورو، چې د مړي، د غسل تدفين او يا پس له مرګه هم د هغه له مخ او يا نور بدن څخه نور ښکاره شوی وي.

دا نور بيا له انسان سره همداسې ملګری وي، تر دې، چې قبر ته هم ورسره لاړ شي او قبر ورته د څوارلسمې سپوږمۍ په شان رڼا کړي (لکه په صحيحواحاديثو کې چې راغلي دي) او د قيامت په ورځ هم ورسره وي، هلته، چې ټول خلک له مصيبتونو او تکليفونو سره لاس او ګرېوان وي، مګره يوه ډله به داسې وي، چې د هغوی په مخونو کې به نور وي، لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم يې چې صفت کړي ” أول زمرة يدخلون الجنة على صورة القمر ليلة البدر “.

جنت ته د ننوتونکې لومړۍ ډلې کسانو مخونه به د څوارلسمې سپوږمۍ په شان رڼا وي.
په پل صراط به هم دا نور له انسان سره ملګری وي، هلته، چې له تورو تيارو څخه پرته بل څه نه وي، مګر د نور لرونکي مومنانو لاره به روښانه وي { يوم ترى المؤمنين والمؤمنات يسعى نورهم بين أيديهم وبإيمانهم } . ( الحديد : 12.
نو له دې نور سره په پل صراط له د ګړندي اس په څېر د جنت په لور تېرېږي، او کله هم چې جنت ته ننوځي، نو د جنت په ويالو، ونو او مېوو کې به له حورو، له ښکلو ښکلو خدمتګاروهلکانو سره چې همېشه يې په خدمت کې وي، د همېشه او همېشه لپاره خوشحاله ګرځي.

او دا ټول یواځې د هغه چا لپاره چې په دې نور (قرآن او حديث) يې منګولې ښخې کړې وي .
نو ای الله مونږ ته هم دا نور را په برخه کړه.

سرچينه: منتديات عيني عينك -: المنتدى الاسلامي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب