علامه اقبال؛ ژوند او افکار

“په یو لوی او پراخه میدان کې بې شماره خلک راټول دي. هر څوک پورته ګوري. پورته په هوا کې یوه ښکلې سپینه کوتره اوړي را اوړي. کله دومره لوړه والوزي چې د اسمان په شنو کې ورکه شي او کله دومره راښکته شي ته به وایې په ځمکه کښیناسته. هر څوک لاسونه پورته پورته کوي او هڅه کوي څو دغه کوتره د ځان لپاره ونیسي. یو ناڅاپه دغه ښکلې کوتره په هوا کې یوه تیزه غوټه وهي او زما په غیږ کې رالویږي.”
دا هغه خوب دی چې شیخ نور محمد د خپل زوی علامه محمد اقبال له زیږیدو لږ څه مخکې لیدلی وو.

نوموړي له خپل دغه خوب څخه داسې تعبیر وکړ چې الله به ده ته داسې یو زوی ور په برخه کړي چې د الله د دین لپاره به ستر خدمت وکړي.
ډاکټر علامه اقبال چې خپل نوم یی محمد اقبال دی او ډیری خلک یی په اقبال لاهوري هم پیژني د شلمې پیړی نامتو شاعر، فیلسوف، قانون پوه، سیاست پوه، ستر مفکر او د ختیځ نابغه تیر شوى دى. نوموړی د اسلامي ویښتابه لوی هڅوونکی وو چې د خپل شعر له لارې یې د اسلامي یو والي ستر پیغام د ټولې نړی مسلمانانو ته ورساوه.
د نوموړي د ځلیدو مهم لامل د ده شاعري ده چې ډیری برخه یې تصوف او د اسلامي امت ویښتابه ته ځانګړې شوې ده.
مخکې له دې چې د اقبال پر نظریاتو او اسلامي امت ته د هغه پر پیغام بحث وکړو، راځئ د دې ستر شخصیت له شخصي احوالو نه یو څه ځان خبر کړو.

زوکړه:

سره له دې چې د اقبال د زوکړې نیټه دقیقه نه ده معلومه او د اقبال پوهنې د ډیری پوهانو ترمنځ دغه مسئله لا تر اوسه لانجمنه ده خو د ځینې اسنادو او دلایلو له مخې چې اقبال پوهانو راغونډ کړي او له نورو څخه قوي بریښي، اقبال د ‍۱۲۹۴ هجري کال د ذوالقعدې په درېيمه (د۱۸۷۷م کال د نومبر په نهمه) د پاکستان د سیالکوټ ښار (چې هغه وخت د هند د نيمه وچې برخه وه) په چودري وهاب محله کې چې اوس د اقبال د کوڅې په نوم یادیږي، زیږیدلی.

کورنۍ او نسب:

د اقبال د پلار نوم شیخ نور محمد دی. له اقبال څخه پرته یې شپږ نور اولادونه هم لرل. د مشر زوی نوم یې شیخ عطاء محمد وو چې له اقبال څخه اتلس کاله مشر وو.
شیخ نور محمد له اصله کشمیری وو او څو پیړۍ مخکې یې یو نیکه په اسلام مشرف شوی وو چې پخوا له دې برهمن هندوان وو. اقبال په خپل یو شعر کې دې حقیقت ته داسې اشاره کوي:
میں اصل کا خاص سومناتی
ابـــا مــــــیرے لاتــی ومــناتی
داسې وایي چې د مغلو د حکومت پر وخت به ډیر بزرګان کشمیر ته د اسلام د تبلیغ لپاره راتلل. د اورنګ زیب عالمګیر په زمانه کې د همدغسې یو بزرګ په لاس د اقبال له پخوانیو نیکونو څخه یوه يې اسلام قبول کړ چې له مسلمانیدو وروسته یې پرې صالح نوم کیښود.

صالح دومره پرهیزګار او له خدای څخه ویریدونکی وو چې نوموړي بزرګ ورته خپله لور په نکاح ورکړه. نوموړی په بابا صالح مشهور وو چې وروسته یې بیا له کشمیر څخه هجرت وکړ او سیالکوټ ته راغی.
د اقبال پلار شیخ نور محمد د همدې بابا صالح له اولادې څخه وو. شیخ نور محمد پخپله هم کلک مسلمان او متقي انسان وو. سره له دې چې لیک لوست یې نه وو زده خو دومره پوهه یې لرله چې په خلکو کې د “نالوستي فلسفي” په نوم مشهور وو.  نوموړی ډیر نیک، زړه سواند او نرم زړی انسان وو. د هغه له کړو وړو څخه دا څرګندیده چې د الله تعالی ویره یې هر وخت په زړه کې موجوده وه.

یوه ورځ یوه فقیر د دوی د کور دروازه وټکوله، په دروازه کې کلک ودرید تر څو یو څه ترلاسه کړي. هر څه چې ورته وویل شو فقیر له دروازې نه خوځیده. اقبال دغه وخت ځوان وو. د فقیر په دغه کار سخت په غوسه شو او فقیر یې په مخ په څپیړه وواهه. د څپیړې سره د فقیر په لمن کې چې هر څه وو پر ځمکه توی شو. شیخ نور محمد چې دا صحنه ولیده، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې او اقبال ته یې په ژړغوني اواز وویل: “د قیامت په ورځ چې کله له نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه ګیرچاپیره ټول امت راتاو وي. غازیان، شهیدان، عالمان، حافظان او عابدان ټول موجود وي او په دغه وخت کې دا مظلوم فقیر راشي او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ستا د دې ظلم شکایت وکړي او نبي کریم صلی الله علیه وسلم له ما څخه پوښتنه وکړي چې تا ته يو مسلمان زوی درکړل شوی وو چې پالنه یې وکړې ، تا له دې یو کس نه هم سړی جوړ نه شو کړی، نو زه به څه ځواب ورکوم؟ ای زما د سترګو توره، ته د محمدي امت یو غړی یې. تا کې باید محمدي اخلاق، شفقت او رحم موجود وي، نه دا چې ته د ظلم او فرعونیت نمونه شې.”
اقبال باندې د پلار دې خبرو دومره اغيز وکړ چې د ټول عمر لپاره یې په ذهن کې نقش شوې او په ژوند کې یې یو لوی بدلون رامنځته شو.

زده کړې:

شیخ نور محمد له زیاتره ځایي عالمانو سره ناسته پاسته لرله چې یو له هغوی نه مولانا غلام حسن وو. مولانا ابو عبدالله غلام حسن د شواله محلې په جومات کې درس ورکاوو. دا چې د اقبال پلار شیخ نور محمد یو دیندار انسان وو نو د زوی لپاره یې یواځې دینې تعلیم کافي وګڼه او کله چې اقبال د لوستلو شو نو د مولانا غلام حسن جومات ته یې بوتلو. د اقبال زده کړه له همدغه ځایه پیل شوه چې له معمول سره سم یې له قرآن څخه پیل وکړ. دغه سلسله تر یو کال همداسې روانه وه چې یوه ورځ یو بل نامتو عالم مولانا میرحسن چې له شیخ نور محمد سره یې نږدې اړیکې لرلې دغه جومات ته ورپیښ شو. مولانا چې د اقبال ذکاوت ولید، ډیر ترې اغیزمن شو او کله چې ورته معلومه شوه چې د شیخ نور محمد زوی دی نیغ د شیخ نور محمد کور ته ورغی او ورته ویې ویل چې خپل زوی تر مدرسې پورې محدود نه کړي او عصري زده کړې هم پرې وکړي. مولانا له شیخ نور محمد څخه وغوښتل چې اقبال د عصري زده کړو په خاطر د ده په لاس کړي. چې د مولانا له ډیر ټينګاره وروسته بالاخره اقبال د مولانا په مکتب کې چې له کور سره یې نږدې وو د اردو، فارسي او عربي ادب په زده کړه پیل وکړ، تر دې چې مولانا میرحسن په سکاچ مشن ښوونځي کې تدریس پیل کړ او اقبال هم په دې ښوونځي کې داخل شو. د ښوونځي ترڅنګ اقبال په نورو وختونو کې خپلو دیني زده کړو ته هم دوام ورکړ.

مولانا میر حسن سره له دې چې په اسلامي علومو برلاسی وو د هغه وخت په عصري علومو هم پوهیده. نوموړی د قرآن حافظ ، راسخ العقیده مسلمان او د اخلاقو یوه بيلګه وه.  شاګردانو به د شاه صیب په نامه باله. د اقبال په شخصیت جوړیدنه کې چې کومو ټکو ته نظر کیږي په دې کې لوی کمال د شاه صیب سره د ناستې او اړيکو او د هغه د ښوونې او روزنې وو.
په ۱۹۲۳ کال کې کله چې د حکومت له خوا اقبال ته د “سر”  لقب ورکولو وړاندیز وشو نو اقبال غوښتنه وکړه چې تر څو د ده استاذ مولانا میرحسن ته هم د حکومت لخوا لقب ور نه کړل شي دی به دا لقب قبول نکړي. والي له اقباله وپوښتل چې مولانا کوم تصنیفات هم لري؟ اقبال ځواب ورکړ چې زه پخپله د مولانا ژوندی تصنیف یم. بلاخره اقبال ته د لقب ورکولو ترڅنګ مولانا میرحسن ته هم د “شمس العلماء” لقب ورکړل شو.

اقبال په ۱۸۹۳ کال کې د سکاچ مشن ښوونځې له لسم ټولګي څخه په ممتازه درجه فارغ شو او نښان یې هم ترلاسه کړ. په ۱۸۹۵ کال کې د سکاچ مشن کالج له دولسم ټولګي فارغ شو.
له دې وروسته د نورو زده کړو لپاره له سیالکوټه لاهور ته راغی او په ګورنمنټ کالج لاهور کې یې د لسانس لپاره داخله وکړه. د لسانس د دورې لپاره یې انګلیسي، عربي او د فلسفې مضامین غوره کړل. په کال ۱۸۹۷ کې یې د لسانس دوره په برياليتوب سره بشپړه کړه. په عربي کې یې ترټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې او په دې توګه د سکالرشپ او دوو طلایي نښانونو مستحق وګرځید.

اقبال فلسفې ته مخه کړه او په کال ۱۸۹۹ کې یې له پنجاب پوهنتون څخه په فلسفه کې ماسټري ترلاسه کړه. نوموړي په ټول پنجاب ایالت کې لومړی مقام وګاټه او د نښان حقدار وګرځید. په همدې کال په اورینټل کالج کې د عربي ښوونکي په حیث وګومارل شو.
وروسته بیا په ګورنمنټ کالج کې د فلسفې د اسسټانټ پروفیسر په حیث وګومارل شو چې تر ۱۹۰۵ کال پورې یې دغې دندې ته دوام ورکړ او وروسته یې بیا د نورو زده کړو لپاره اروپا ته سفر وکړ.

د اروپا سفر:

اقبال په کال ۱۹۰۵ کې د نورو لوړو زده کړو له پاره انګلستان ته لاړ او هلته یې د کیمبرج پوهنتون په ټرینټي کالج کې داخله وکړه او له دغه ځایه یې د لسانس سند ترلاسه کړ.  وروسته یې د لنکن این په نوم د لندن د قانون پوهنې په کالج کې د قانون پوهنې زده کړې پیل کړې. په همدغه وخت کې یې د جرمني له میونخ پوهنتون څخه د دکتورا د سند ترلاسه کولو پخاطر په “په ایران کې د مابعدالطبیعیات د فلسفې ارتقا، فلسفه عجم” باندې د رسالې لیکل پیل کړل چې وروسته بیا جرمني ته ولاړ او له میونخ پوهنتون څخه یې په ۱۹۰۷ کال کې دکتورا ترلاسه کړه. نوموړی له جرمني څخه بیرته انګلستان ته راستون شو او په لنکن این کې یې د قانون پوهنې ازموینه ورکړه چې پکې بریالی شو. پر دې برسیره د اقتصاد او سیاست پوهنې د زده کړو لپاره په “لندن سکول آف اکنامکس” کې شامل شو. همدارنګه په “فلسفه اخلاق” باندې یې یوه مقاله ولیکله او له کیمبرج پوهنتون څخه یې سند ترلاسه کړ.
په لندن کې د اوسیدو پر مهال اقبال په اسلام او اسلامي تمدن باندې بې شميره  محاضرې وړاندې کړې چې موضوعات یې پدې ډول وو: اسلامي تصوف، پر اروپایي تهذیب د مسلمانانو اغیز، اسلامي جمهوریت، اسلام او انساني عقل، .. او داسې نور.

نوموړي همدارنګه په لندن کې د مسلمانو محصلینو په ټولنیزو فعالیتونو کې هم فعاله ونډه اخيسته. اقبال په لندن کې د “پان اسلامیک سوسایټي” په نوم د یوې نیمه سیاسي ټولنې بنسټ هم کیښود.
اقبال په لندن پوهنتون کې په لنډ مهالې توګه د شپږو میاشتو لپاره د پروفیسر آرنلډ پر ځای د عربي د پروفیسر په توګه هم وګومارل شو. آرنلډ د هندوستان له وخته د اقبال استاد وو. نوموړي په فلسفه کې غټ نوم درلود او په عربي هم برلاسې وو. د ځینو په اند د همدې آرنلډ په هڅونه اقبال تر دغه ځایه ورسید.

د اقبال نور سفرونه:

د هسپانيې سفر: د ۱۹۳۳ کال په لومړیو کې اقبال هسپانيې ته سفر وکړ. دغلته اقبال په میډرډ پوهنتون کې د “هسپانیه او د اسلام فلسفه” په موضوع باندې وینا وکړه. د هسپانيې په سفر کې اقبال قرطبه، غرناطه، اشبیلیه او طلیطله وکتل. د قرطبې مسجد لا له پخوا څخه د اقبال په زړه کې ځای نیولی وو. نوموړی مسجد په هسپانیه کې د مسلمانانو د اته سوه کلن حکومت یوه تاریخي نښه ده. نوموړی مسجد اوس په کلیسا بدل شوی دی او د تیرو اوه سوه کالو راهیسې نه پکې اذان شوی او نه هم لمونځ. اقبال غوښتل چې نه یواځې دغه مسجد وګوري بلکه لمونځ هم پکې ادا کړي خو د هسپانيې د قانون له مخې په دغه مسجد کې د اذان او لمانځه اجازه نه وه. بالاخره د اقبال د انګلیس استاد پروفیسر آرنلډ په هڅه اقبال ته په دې شرط اجازه ورکړل شوه چې له داخل څخه به ځان پسې دروازه قلفوي.
اقبال مسجد ته داخل شو او په لوړ اواز یې په پوره زور سره آذان وکړ. د اوه سوه کالو له اوږدې مودې وروسته دا لومړی آذان وو چې د مسجد په دیوالونو کې وکړنګیده او اقبال له دومره اوږدې مودې وروسته لومړی شخص وو چې د دې مسجد اوږده چوپتيا یې ماته کړه او آذان  یې پکې وکړ. له آذان وروسته اقبال د دوه رکعته لمانځه نیت وکړ. په لمانځه کې په اقبال باندې یو داسې هیجاني حالت راغی چې بې هوشه شو. کله چې په هوش کې راغی نو له سترګو یې د اوښکو رود روان وو. اقبال د مسجد قرطبه په هکله یو اوږد نظم هم ولیکه.

د افغانستان سفر

په کال ۱۹۳۳ کې د هسپانيې له سفر څخه وروسته د نادر شاه په بلنه اقبال له دوو نورو ملګرو سره یوځای افغانستان ته سفر وکړ تر څو د نوي تعلیمي نصاب په جوړښت کې خپلې ګټورې مشورې ورکړي. نوموړی د خیبر له لارې افغانستان ته لاړ. پدې سفر کې اقبال غزني، قلات، غلزئ، قندهار او ځینې نورې سیمې ولیدې او د قندهار او کوټې له لارې بیرته راستون شو.
د اقبال په فکري جوړښت چې د کومو شخصیتونو ډیر اغیز وو له نيکه مرغه له هغوی څخه درې ستر شخصیتونه د افغانستان دي. اقبال د فقهي علم او پوهې په برخه کې له امام ابو حنیفه څخه ګټه اخستې. مولانا جلال الدین بلخي د ده روحاني مرشد وو. هغه به یې مرشد رومي باله او ځان ته به یې د مرید هندي خطاب کاوه. همدارنګه د ستر شخصیت علامه سید جمال الدین افغاني شخصیت هم د اقبال د توجه مرکز وو. نوموړي په سرتاسري اسلامي نړی کې د ويښتابه روح وپوکه. همدا سید جمال الدین افغاني وو چې اقبال یې په پل پښه کیښوده او د نړیوال اسلامي امت او واحد اسلامي امت نظریه یې خپله کړه.
د سید جمال الدین افغاني په اړه اقبال وايي: ” په اوسنی زمانه کې زما په نزد که څوک د مجدد ویلو حقدار دی نو هغه سید جمال الدین افغان دی. همدی په اوسنی زمانه کې د مسلمانانو د ویښتابه بنسټګر دی.”
اقبال له افغانانو سره بې کچه مینه لرله او د دې مینې لامل له دین او مذهب سره د افغان قوم مينه او محبت وو. د هندوستان د غلامۍ پر مهال او په نوره اسلامي نړی کې د ځوړتیا په زمانه کې اقبال ته د ازادۍ، زړورتيا او شجاعت نمونې یواځې په افغانستان کې تر سترګو کیدې، نو ځکه اقبال ځای پر ځای د افغانانو ستاینه کړې تر څو نورو قومونو کې هم د ازادۍ، زړورتيا او شجاعت جذبه راپورته شي.
د افغانستان په اړه اقبال وايي:

آسیا پیکر آب و ګل است        ملت افغان در آن پیکر دل است
از فساد او فساد آسیــــا        در کشاد  او کشـــــاد  آسیــــــا
او وايي:
تا دل آزاد است آزاد است تن        ورنہ کاہے در رہ باد است دل

په کال ۱۹۲۹ چې کله حبيب الله کلکاني امیر امان الله خان له هیواده  بهر کړ او کابل یې ونیو نو ټول هیواد د داخلي جنګونو ښکار شو. چې بالاخره نادر خان یې په مقابل کې راپورته شو.  اقبال د هند د نیمې وچې له مسلمانانو څخه له نادر خان سره د مرستې غوښتنه وکړه، که دغه غوښتنې ته ځیر شو نو پوهیږو چې دغه غوښتنه نن هم پر خپل ځای ده:
“نن ورځ د اسلام په زرګونو میله مربع ځمکه او په لکونو د اسلام بچیان په خطر کې دي او د یو درد مند او غیرتمند ګاونډي په توګه د هند په مسلمانانو دا فرض ده چې د افغانستان د ژغورلو له پاره تر خپل نهايي توان پورې هر څه یې چې له وسه کیږي و نه سپموي”.

اقبال د دې تر څنګ نور هم ډیر سفرونه کړي چې نه شو کولای دلته یې په تفصیل سره ذکر وکړو . پدې سفرنو کې د ايټاليې، مصر او فلسطین سفرونه شامل دي. په دسمبر ۱۹۳۱ کې اقبال فلسطین ته لاړ. مفتي اعظم امین الحسیني یې پخپله استقبال ته راغلی وو. دغلته اقبال د مؤتمر عالم اسلامي په غونډه کې هم شریک شو او خپله وینا یې واوروله.
په ايټاليې کې یې له فاشست مشر مسولیني سره کتنه وکړه او په مختلفو موضوعاتو یې بحث وکړ.

د شاعرۍ پیل:

اقبال هغه وخت د یو غزل بول شاعر په حیث په مشاعرو کې خپله شاعری پیل کړه چې مسلمانان د ځوړتیا په حالت کې وو. خو ډیر ژر یې له خپل چاپیریال تر اغیزې لاندې په مشاعرو کې ګډون پریښود او د شاعرۍ مخ یې د قوم او وطن محبت ته واوښت. خو دا دوره هم ډیره لنډه وه او ډیر ژر یې قوم پالنې او وطن پالنې ته د پای ټکی کیښود او د خپل شعر په مټ یې د  قوم پرځای د امت خدمت ته ملا وتړله.
په اروپا کې د اوسیدو پر مهال د اقبال په فکر کې یو ډیر ژور بدلون رامنځته شو  چې له امله یې د اقبال ټوله شاعري اسلام او اسلامي امت ته ځانګړې شوه. نوموړي کلکه پرېکړه وکړه تر څو پاتې عمر خپله شاعري د امت د ویښتابه لپاره وکاروي. هغه به ویل چې زما پلار له ما څخه دا غوښتنه کړې وه او ما ته یې دا نصیحت کړی وو چې خپل کمال د اسلام د خدمت لپاره وکاروم.

اقبال د سکاچ مشن کالج له وخته شاعري پیل کړې وه. اول به یې په پنجابي ژبه شعر وایه خو وروسته یې بیا د خپل استاد مولانا میرحسن په مشوره په اردو ژبه د شعر ویل پیل کړه. له همدې امله د ډیری اقبال پوهانو په نظر د اقبال د شاعرۍ د پیل تر شا د مولانا میر حسن لوی لاس وو چې نوموړي پخپله هم د اردو او فارسي شاعري ذوق درلود. مولانا میرحسن اقبال ته “ګلستان”، “بوستان”، “سکندرنامه” او “سه نثر ظهوري” ورښودلي وو.
د اقبال شاعري په درې برخو ویشل شوې چې لومړۍ برخه یې د ځوانۍ د وخت شاعري، دوهمه برخه یې د پاخه عمر او درېیمه برخه یې د وروستي عمر شاعري ده. هره برخه یې ځانته خصوصیات او ځانګړنې لري خو د حیرانتیا خبره دا ده چې په ټولو وختونو کې د اقبال مخاطب یواځې ځوان نسل دی او ټول کلام یې زیاتره له هغه جذبابي موضوع ګانو څخه ډک دی چې د ځوانۍ په دورې پورې اړه لري.

د اقبال د اولې دورې په شعر کې سره له دې چې هماغه سوز او جذبه موجوده ده چې د ده د کلام په وروستیو برخو کې ترسترګو کیږي او د ده د شعر له لومړنیو ځانګړنو څخه شمیرل کیږي خو لا یې هم هغه جوش او ولوله او نړیوال رنګ نه وو اخستی چې د ده د شعر په دوهمه او درېیمه دوره کې ترسترګو کیږي. له همدې امله ویلو شو چې په لومړۍ دوره کې د اقبال شعر تر قوم او وطن پورې محدود وو او نړیوال پیغام پکې دومره نه ترسترګو کیده.
د اقبال په فکر کې ژور بدلون هغه وخت رامنځته شو کله چې دی له اروپا څخه راستون شو. هغه لوی بدلون چې د اقبال په فکر کې رامنځته شو د وطن پر بنسټ قوم پالنې، فلسفې او تصوف څخه اوښتل او د زړه له تله اسلامي ښوونو ته مخه کول وو.  په اروپا کې د اوسیدو پر مهال هغه لويدیز تهذیب له نږدې مطالعه کړ او د دې په شالید کې یې د اسلامي امت د بیا راژوندي کیدو په اړه فکر پیل کړ.

همدا وخت وو چې اقبال په فارسي شاعرۍ پیل وکړ. د وروستۍ دورې کلام یې زیاتره له فارسي اشعارو جوړ دی. د اقبال پیژندونکو په اند څرنګه چې اقبال له ځایي فکره یوه نړیوال فکر ته مخه کړه، فارسي هغه وخت یواځینۍ ژبه وه چې یوه لوی فکر په ځان کې ځای کړی شي. له همدې لارې اقبال وکولی شو تر څو د اردو په پرتله پکې په ښه توګه د زړه بړاس وباسي.

د اقبال شعري ټولګې:

د اقبال د  ټولو شعري ټولګو هر یو شعر کې ځوانانو ته خطاب دی. دغه شعري ټولګې د چاپ د ترتیب په لحاظ په لاندې ډول دي.
1.    اسرار خودی: د فارسي ژبې دغه مثنوي په کال ۱۹۱۵ کې د اول ځل لپاره چاپ شوه. د دې ټولګې ډیر تود هرکلی وشو. ان تردې چې له هندوستان څخه باندې هم خلکو ډیره خوښه کړه. د ایران پروفیسر محمد کاظم شیرازي چې کله دغه اشعار واوریدل نو ويې ویل “کاش دغه شاعر په ایران کې پیدا وای”.
اسرار خودی په انګلستان کې هم ډیر زیات شهرت وموند. د انګلستان پروفیسر نکلسن چې کله نوموړې مثنوي ولوسته نو دومره زیات اغیز یې پرې وکړ چې انګلیسي ته یې د مثنوي د ژباړلو تکل وکړ. نوموړي اقبال ته خط ولیږه تر څو د شعري ټولګې د ژباړلو اجازه ترې واخلي. کله چې اقبال دغه خط ترلاسه کړ نو بې اختیاره په ژړا شو. یو چا ترې د علت پوښتنه وکړه نو ورته ويې ویل:” زما خلک، د چا له پاره مې چې دا کتاب لیکلی، نه خو د دې په قدر او قیمت خبر دي او نه دا کوم غټ کار بولي، خو اروپا، د چا له پاره چې ما دا کتاب نه دی لیکلی، زما پیغام ته د رسیدو هڅه کوي”.
په ۱۹۲۰ کال کې اسرار خودي په انګلیسي ژبه ترجمه شو چې په دې کار سره د علامه نوم تر لرې لرې خپور شو. د امریکا یوه مشهور شخصیت ډاکټر هربرټ ریډ په خپله تبصره کې لیکلي: ” زما په ‌‌‌ذهن کې که د کوم ژوندي شاعر خیال راځي نو هغه یواځې یو کس دی چې نه خو زمونږ له قومه دی او نه هم زمونږ مذهب سره تړاو لري. زما مراد له اقبال څخه دی چې د “اسرار خودي” په نوم مثنوي یې اوس اوس له فارسي څخه انګلیسي ته ترجمه شوې…….”
2.    رموز بې خودی: په کال ۱۹۱۸ کې د اسرار خودي دوهمه برخه د رموز بې خودی په نامه چاپ شوه. وروسته بیا دغه دواړه ټولګې یوځای د اسرار و رموز په نامه په ۱۹۴۰ کال کې چاپ شوې. د رموز بې خودی انګلیسي ترجمه پروفیسر آربري او عربي ترجمه عبدالوهاب وکړه چې په کال ۱۹۵۵ کې په قاهره کې له چاپه راووته. په کال ۱۹۵۰ کې د دواړو ټولګو ترکي ترجمه هم چاپ شوه.

3.    پیام مشرق: دا هم په فارسي ژبه لیکل شوی چې د ۱۹۲۲ کال په پای کې چاپ شو. نوموړی کتاب د جرمني شاعر ګویټې د تصنیف “پیام مغرب” په ځواب کې لیکل شوې. ګویټې په خپل کتاب کې د دې خبرې د ثابتولو هڅه کړې وه چې یواځې لویدیځ دې چې د انسانیت ټولو مشکلاتو ته د حل لار موندلی شي. اقبال د ګویټې په خبرو رد کړی او دا یې ثابته کړې چې نن لویدیځ له کوم علم څخه ګټه اخلې دا د ختیځ او په ځانګړي ډول د مسلمانانو میراث دی.
په پیام مشرق کې هغه څه بیان شوي چې د افرادو او قومونو په باطني روزنې پورې اړه لري. د قومونو زوال، د اوسني سیاست فریب کاری او په اروپا کې د انسانیت له ذلت څخه نیولې تر تسخیر کاینات، د آدم پیدایښت، د ابلیس افکار، د آدم له جنت څخه وتل او د قیامت قیصه یې په ډیر فلسفی طرز کې وړاندې کړې ده. په کال ۱۹۵۶ کې “میر ووچ ایرا” د پیام مشرق فرانسوي ترجمه وکړه.

4.    بانګ درا: دا د علامه اقبال لومړنۍ اردو شعري ټولګه ده چې د اول ځل لپاره په کال ۱۹۲۴ کې چاپ شوه. له اروپا څخه له راستنیدو وروسته څرنګه چې د اقبال په فکر کې ژور بدلون راغلی وو او خپل مخکیني اشعار به یې چې کتل نو د خجالت احساس به یې کاوه. همدا وو چې غوښتل یې پخواني هرڅه له منځه یوسي خو له هرطرفه له اقبال څخه دا غوښتنې کیدې چې باید خپل اردو کلام ژر تر ژره چاپ کړي. د خپلو مینه والو د غوښتنې پر اساس اقبال د اردو اشعارو راټولول پیل کړل. خو مخکې له دې چې چاپ ته یې اماده کړي، د حیدر اباد دکن یو تن مولوي عبدالرزاق پرته له اجازې د اقبال کلیات چاپ کړ. اقبال پدې کار سخت خفه شو خو د جوړ جاړي وروسته یې په دې خبره ومنله چې کتاب به له حیدراباده د باندې نه پلورل کیږي.

وروسته بیا اقبال خپل اردو کلام د بانګ درا په نوم چاپ کړ. بانګ درا د علامه په ټولو کتابونو کې ترټولو ډیره خوښه شوې او زیاته خرڅه شوې ټولګه ده.

5.    زبور عجم: نوموړې ټولګه کې د فارسي ۶۶ غزلونه شامل دي. په ټولیز شکل زبور عجم د بدحاله او بې چاره خلکو د اخلاقي ځوړتیا يادونه ده چې د دغسې خلکو له مایوسۍ څخه د رایستلو هڅه پکې شوې.

6.    جاوید نامه: د ايټاليې د شاعر دانتې د تصنیف “ډیواین کامیډي” په ځواب کې اقبال له درې کاله خوارۍ وروسته جاویدنامه ولیکله او په کال ۱۹۳۲ کې یې چاپ کړه. په جاوید نامه کې په عمومي ډول د علم، عقل او عشق پرتله شوې ده. د کتاب په اخر کې “خطاب به جاوید”(سخن به نژاد نو) شامل دی چې د ځوانانو لپاره ځانګړی دی. جاوید نامه د اقبال له مهمو تصنیفاتو څخه یو دی چې په ۱۹۵۸ کال کې ډاکټر این میري شمل ترکي ژبې ته ترجمه او چاپ کړ او په ايټاليا کې بوساني جرمني ژبې ته ترجمه کړ.

7.    بال جبریل: بال جبریل د اردو ژبې دوهمه شعري ټولګه ده چې په ۱۹۳۵ کال کې له بانګ درا څخه یوولس کال وروسته چاپ شوه.
8.    مثنوي مسافر: د افغانستان بادشاه نادر شاه په هیواد کې د تعلیمي اصلاحاتو راوستو په خاطر د اقبال په شمول د هندوستان درې سترو شخصیتونو ته افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړې وه. علامه اقبال د افغانستان د دغه سفر یادښتونه په دې مثنوي کې راغونډ کړي. نوموړې مثنوي په فارسي ژبه ده او په کال ۱۹۳۴ کې چاپ شوه.
9.    ضرب کلیم: د اردو درېیمه شعري ټولګه ده. فارسي ترجمه یې خواجه عبدالحمید عرفان په ۱۹۵۷ کال کې وکړه او انګلیسي ترجمه یې په ۱۹۴۷ کال کې وي ایس کرنان کړې.
10.    پس چه باید کرد، ای اقوام مشرق: نوموړې مثنوي په فارسي ژبه ده. په ۱۹۳۶ کال کې د ضرب کلیم له چاپ څخه وروسته چاپ شوه.

اقبال په فکري ډګر کې

اقبال د خپلې شاعرۍ په درې واړو  دورو کې په خپله ټوله شاعرۍ کې درې بنسټیز نظریات وړاندې کړي دي چې هغه: خودی، فقر او عشق دي. دغه درې واړه باطني صفتونه دي او د اقبال په اند هر هغه څوک چې په بشپړ ډول دغه صفات ولري مؤمن دی. د دغه درې لوړو اخلاقي ځانګړنو په لاسته راوړلو کې په اوسنۍ زمانه کې درې غټ خنډونه موجود دي چې اقبال ترې يادونه کړې او عبارت دي له : (۱) رښتیني مذهب څخه لری والی او کفر او الحاد او بې دیني خپلول، (۲) له رښتیني علم څخه لرې والی او د عصري تعلیم د بدو اغیزو خپریدل، او (۳) له رښتیني تهذیب څخه لرې والی او د لویدیځ تهذیب خپلولو بدې اغیزې. پدې اړه اقبال ځوانانو ته د عمل او کردار د نصیحت ترڅنګ د امت لوڼو  او بیا کوچنیانو ته هم د هغوی له فکر سره سم د خپل ښکلي کلام په واسطه دغه پیغام رسولی دی.

اقبال او اسلامي امت:

د اسلامي امت په اړه اقبال وایي: ” د مسلمانانو او نورو قومونو ترمنځ بنسټیز توپیر دا دی چې د اسلامي قومیت تصور له نورو قومونو څخه بیخي بدل دی. د دوی د قومیت بنسټ نه د ژبې یووالی دی، نه د وطن یووالی او نه د نورو ګټو یووالی بلکه دوی په هغه ورورولۍ کې داخل دي چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم رامنځته کړې….”
اقبال په اوسني وخت کې د اسلامي امت کړاوونه په سمه توګه درک کړي وو او د امت په بې اتفاقی ډیر ځوریده.

هغه همیشه په خپلو اشعارو کې د امت د یو والي درس ورکړی دی. د امت د اوسني حالت په اړه وایي:
چه گویم ز ان فقیری درد مندی
مسلمانی به گوهر ارجمندی
خدا این سخت جان را یار بادا
که افتاد است از بام بلندی
د دې امت لویه ناخواله دا ده چې له ډیر لوړ بامه راپریوتی دی، او څو چې له هرڅومره لوړ ځایه راپریوزي، زخم یې هماغومره ژور وي.

په یو بل ځای کې وایي:
هنوز این چرخ نیلی کج خرام است
هنوز این کاروان دور از مقام است
زکار   بی  نظام   او   چه    گویم
تو می دانی که ملت بی امام است
*
محبت کا جنون باقی نهيں هے
مسلمانوں ميں خون باقی نهيں هے
صفی کج، دل پریشان، سجده بے ذوق
که جذب اندروں باقی نهيں هے

اقبال او له رسول الله سره مينه:

اقبال یو رښتینی عاشق رسول وو. د ده په ټوله شاعرۍ کې یو نعتیه رنګ ترسترګو کیږي. له یوې واقعې څخه معلومیږي چې له رسول صلی الله علیه وسلم سره د ده د عشق مقام څومره لوړ وو. د کال ۱۹۲۰ یوه ورځ وه، اقبال یو ليک ترلاسه کړ چې د لیږونکي پته پرې نه وه لیکلې. په خط کې لیکلي وو چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دربار کې ستا یو ځانګړی مقام دی خو ته ترې نه یې خبر. که دغه فلانۍ وظیفه ولولې نو تاته به خبر حاصل شي. وظیفه هم په خط کې لیکلې وه. څرنګه چې د خط لیږونکی نه وو معلوم نو اقبال دا د یو چا ټوکه وګڼله او هیڅ غوږ یې پرې ونه وګراوو. یو څه وخت وروسته هغه خط هم بې درکه شو. څلور میاشتې وروسته یوه ډیره عجیبه واقعه وشوه. نوموړې واقعه اقبال خپل پلار ته په خط کې داسې لیکلې وه:
” پرون یو کشمیری زما د کتو لپاره راغلی وو. عمر یې تقریبا ۳۵ کاله وو. له شکله شریف انسان معلومیده او له خبرو هوښیار او لوستی ښکاریده. خو مخکې له دې چې ماته څه ووایي ناڅاپه یې په ژړا پیل وکړ. ما ویل کیدی شي کوم مصیبت ځپلی وي او له ما څخه مرسته غواړي. خو چې ومې پوښته نو ویې ویل چې مرستې ته اړتیا نه لري. د ژړا لامل یې خوشحالي ده، نه کوم غم. هغه وویل چې ما د کشف په حالت کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ولید. کله چې د لمانځه لپاره صف تیار شو نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چې اقبال راغلی دی کنه؟ یو چا وویل چې نشته. نو یو بزرګ یې د اقبال پسې ولیږه. لږ څه وروسته مې ولیده چې یو ځوان چې ګیره یې خریلې او له رنګه سپین دی د دغه بزرګ سره راغی او په صف کې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ښي خواته ودرید. دغه کشمیری ځوان وایي چې ما مخکې له دې ستا شکل نه وو لیدلی. په کشمیر کې مې یو چاته دا قصه وکړه او هغه ستا په اړه راته وویل. اوس چې تا ګورم نو هو بهو هماغه شکل دی. کله مې چې ته ولیدې نو بې اختیاره ژړا راغله. د دغه ځوان خبرې مې چې واوریدې نو ماته هغه څو میاشتې مخکینی خط رایاد شو. زه اوس سخت خجالت یم او روح مې ډیر نارامه دی چې ما ولې هغه خط ضایع کړ. په هغه خط کې دا هم لیکلي وو چې دا هرڅه ستا د والدینو د دعاګانو نتيجه ده. تاسو مهرباني وکړئ او ماته دعا وکړئ تر څو مې د روح دغه نارامي رفع شي.”

د اقبال په کلام کې ځای پر ځای عشق رسول څپې وهي. د اقبال له کلام څخه د نمونې په توګه یو څو نعتیه بیتونه په لاندې ډول دي:

در دل مسلم مقام مصطفی است        آبروی ما ز نام مصطفی است
شور عشقش در نی خاموش من        می تپد صد نغمه در آغوش من

اقبال او د خودۍ پیغام:

خودي غرور، تکبر او انانیت ته وایي. خو اقبال د لومړي ځل لپاره دغه ټکی په یوه نوې او بیخي بدله معنی وکاراوه.
د اقبال په شعر کې خودي هغه شعور ته وایي چې انسان پرې خپل ځان وپیژني، ځان ته په اهمیت قایل شي، په ځان باور پیدا کړي او وروسته خپل هدف ته د رسیدو احساس پیدا کړي. هغه وایي چې خودي یوه رڼا ده خو په مادي رڼاګانو کې هیڅ داسې رڼا نشته چې د دې مقابله وکړي او خودي یو قوت دی خو په مادي قوتونو کې هیڅ داسې قوت نشته چې د خودۍ د ټکر وي. همدا هغه نوراني قوت دی چې په انسان او د دنیا په هر څیز کې ښکاري، همدا ژوند دی.
د اقبال د شعر غټه برخه ځوانانو ته د خودی پیغام دی. یو څو بیلګې یې په لاندې ډول دي:

تو راز کن فکاں ہے، اپنی آنکھوں پر عیاں ھوجا
خودی کا رازداں ھوجا، خدا کا ترجماں ھوجا
ھوس نے کردیا ہے، ٹکڑے ٹکڑے نوع انساں کو
اخوت کا بیاں ھوجا، محبت کی زباں ھوجا
*
یه پیام دے گئ هے مجهے باد صبح گاهی
که خودی کے عارفوں کا هے مقام پادشاهی
تری زندگی اسی سے، تری آبرو اسی سے
جو رهی خودی تو شاهی، نه رهی تو روسیاهی

اقبال او مرد مومن:

د اقبال مرد مومن هغه دی چې خودي، فقر او عشق درې واړه ولري. د اقبال په ذهن کې د مومن ډیر لوړ مقام دی. د مومن په اړه د اقبال یو څو شعرونه په لاندې ډول دي.
کویی اندازه کرسکتا هے اس کی زور بازو کا؟
نگاه مرد مومن سے بدل جاتی هيں تقدیريں
یقین محکم، عمل پیهم، محبت فاتح عالم
جهاد زندگانی ميں هيں یه مردوں کی شمشیريں
*
یه راز کسی کو نهيں معلوم که مومن
قاری نظر آتا هے حقیقت ميں هے قران

د اقبال شاهین:
اقبال په خپلو اشعارو کې ځای پر ځای  ځوانانو ته د شاهین په نوم خطاب کړی. ځکه چې په یو مثالي ځوان کې چې اقبال کوم صفات غواړي هغه ټول په شاهین کې موجود دي. اقبال پخپله په یو ځای کې وایي چې د شاهین تشبیه یواځې شاعرانه تشبیه نه ده. په دې مارغه کې د اسلامي فقر ټولې ځانګړنې موجودي دي. خود دار او غیرت مند دی، د بل د لاس ښکار نه خوري، لوړ پرواز کوي او تیز نظر لري. د نمونې په ډول یې یو څو شعرونه په لاندې ډول دي:

جوانوں کو مری آه سحر دے
پهر ان شاهيں بچوں کو بال و پر دے
خدایا آرزو میری یهی هے
مرا نور بصیرت عام کردے
*
نهيں تیرا نشیمن قصر سلطانی کے گنبد پر
تو شاهین هے بسیرا کر پهاړوں کے چٹانوں پر
*
پرواز هے دونوں کی اسی ایک فضا ميں
گرگس کا جهاں اور هے شاهيں کا جهاں اور

اقبال او لویدیز تعلیم:

اقبال د عصري لویدیځ تعلیم سخت خلاف وو. لامل یې دا وو چې دغه تعلیم په مادیت باندې ولاړ وو او له مذهب سره یې هیڅ اړخ نه لګولو. د اقبال په نظر دغه تعلیم د دین په ضد یوه غټه دسیسه وه تر څو ځوان نسل له لوړو اسلامي ارزښتونو څخه بې برخې کړي. لویدیز تعلیمي نظام په ځوانانو کې د لویدیزو افکارو او کفر او الحاد خپرولو یوه لاره ده. د اسلام جوهر د الله تعالی ‌ذات او توحید دی. که زمونږ د ځوان نسل له تعلیم څخه دغه نکته وایستل شي نو تش د خاورو څلي به پاتې شي. پدې اړه د اقبال یو څو بیتونه داسې دي:

خوش تو هيں هم بهی جوانوں کی ترقی سے مگر
لب خنداں سے نکل جاتی هے فریاد بهی ساتھ
هم سمجهتے تهے که لاے گی فراغت تعلیم
کیا خبر تهی که چلا آے گا الحاد بهی ساتھ

سره له دې چې اقبال د لویدیز تعلیم خلاف وو، خو بل لوري ته له خپلو ملایانو نه هم ګیله من وو. د ده په اند سره له دې چې په مدرسو کې دین او فقهی مسایل په ډیر ښه شکل سره تدریس کیږي، خو د دغه مدرسو شاګردان د دین په روح نه دي خبر. د کایناتو د مشاهدی او تسخیر په اړه د دوی په درسي نصاب کې هیڅ نشته.
په دې کې هیڅ شکه نشته چې دې مدرسو داسې عالمان هم پیدا کړي چې دین یې ژوندی ساتلی او د دین لپاره یې بې ساري خدمتونه کړي. خو زیاتره فارغان یې هغه کسان دي چې د ملا پنه امه یادیږي او تنګ نظري او تعصب د دوی له ځانګړنو څخه وي. له ملا څخه اقبال ځکه ګیله من دی چې د ده په اند ملا سره دین شته خو د دین ګرمي او روح ورسره نشته.
اقبال د دینې تعلیم ترڅنګ د دنیاوي تعلیم غوښتونکې هم وو تر څو مسلمان ځوان د دنیایي مشکلاتو مقابله په ښه توګه وکړای شي. دده په اند دین او ساینس دوه جدا جدا مضامین نه دي بلکې د یو مضمون دوه برخې دي ځکه چې قرآن څو څو ځلې مسلمانانو ته د کایناتو د څیړنې او تسخیر دعوت ورکړی. په همدې اساس اقبال د یو داسې تعلیمي نظام خاکه وړاندې کړې ده چې دین، ساینس او حکمت پکې د یو واحد مضمون حیثیت ولري.
اقبال د رښتینو او پوه عالمانو له زړه نه قدر کاوه. یواځې له هغه کم علمه ملایانو څخه ګیله من ښکاري چې یواځې لمونځ او مسجد ته دین وایي او بس. اقبال په خپلو اشعارو کې ځای په ځای د دغسې ملایانو ‌ذکر کړی دی:

تیری نماز ميں باقی جلال هے نه جمال
تیرے اذان می نهيں هے مری سحر کا پیام
آه اس راز سے واقف هے نه ملا نه فقیه
وحدت افکار بے وحدت کردار هے خام
قوم کیا چیز هے، قوموں کی امامت کیا هے
اس کو کیا سمجهيں یه بیچارے دو رکعت کے امام
*
یا وسعت افلاک ميں تکبیر مسلسل
یا خاک کے اغوش ميں تسبیح و مناجات
وه مذهب مردان خود اگاه و خدا مست
یه مذهب ملا و جمادات و نباتات
*
دل ملا گرفتار غمی نیست
نگاهی هست در چشمش، نمی نیست
ازان بگریختم از مکتب او
که در ریگ حجازش زمزمی نیست

اقبال او لویدیز تهذیب:

لویدیځ تهذیب نه مراد هغه تهذیب دی چې په تیرو څلور سوو کالو کې په اروپا کې راپورته شو او بنسټ یې مادیت، عقلیت او ساینسي پرمختګ دی. د اقبال په اند د لویدیز تهذیب ترټولو لویه بدي دا ده چې بنسټ یې په مادیت ولاړ دی. د انساني اخلاقو او روحاني ارزښتونو هیڅ قدر پکې نشته.
د لویدیز تهذیب پر ځای د داسې یو اسلامي تهذیب غوښتونکې دی چې د ورورولۍ، اسلامي مساوات، آزادۍ، انصاف، علم دوستۍ، د انسانیت احترام او روحاني لوړتیا او اخلاقي پاکۍ پر بنسټ رامنځته شوی وي.
د لویدیز تهذیب په اړه اقبال وایي چې اساس یې ډیر کمزوری دی او ډیر ژر به پخپله له منځه ځي:
تمهاری تهذیب اپنی خنجر سی آپ هی خودکشی کری گی
جو شاخ نازک په آشیانه بنی گا ناپایدار هوگا

اقبال او وطن پالنه:

د وطن پالنې په اړه اقبال وایي: “اسلام د بت پرستۍ پر ضد د یو پاڅون په شکل را پورته شوی. وطن پالنه هم د بت پرستۍ یو ډول دی. د مختلفو قومونو وطني ترانې زما د دې خبرې ثبوت دی چې وطن پالنه د یو مادي شي له عبادت څخه عبارت ده. اسلام په هیڅ شکل هم بت پرستي نشي زغملی بلکه د بت پرستۍ د ټولو ډولونو پرضد پاڅون زمونږ نصب العین دی. له همدې امله، اسلام چې د کوم شي د له منځه وړلو لپاره راغلی، هغه شی هیڅکله هم د مسلمانانو د سیاسي تنظیم بنسټیز اصل نه شي کیدی. د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خپل زیږون له ځای مکې څخه هجرت کول او په مدینه کې اوسیدل او هم هلته یې وفات په غالب ګومان چې هم دغه حقیقت ته یوه اشاره ده.”

نرالا ساری جهان سے اس کو عرب کی معمار نے بنایا
بنا هماری حصار ملت کی اتحاد وطن نهیں هے
کهاں کا آنا کهاں کا جانا فریب هے امتیاز عقبی
نمود هر شی میں هے هماری کهیں همارا وطن نهیں هے

وفات:

په اخر عمر کې د اقبال روغتیايی حالت ډیر خراب شو، ان تر دې چې له مطالعې هم پاتې شو. یواځینۍ ارزو چې په زړه یې پاتې شوه د حج او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د روضې د زیارت ارزو وه چې د ناروغۍ په وخت به یې هم هر وخت یادوله.
یوه ورځ یې حالت ډیر خراب شو او خلک وارخطا شو، اقبال ورته په ځواب کې دا شعر ووایه:

نشان مرد   مومن  با   تو   گویم
چو مرگ آید، تبسم بر لب اوست

د ۱۹۳۸ کال د اپریل د میاشتې شلمه نیټه وه چې حالت یې ډیر زیات خراب شو. لوی لوی ډاکټران د درملنې له پاره راوغوښتل شو خو هیڅ ګټه یې ونه کړه. په ۲۱ اپریل د سهار د آذان په وخت ټول خپلوان او دوستان د سهار د لمانځه له پاره مسجد ته لاړل، یواځې یو وفادار خدمتګار علي بخش ورسره پاتې شو. نا څاپه یې په زړه یو سخت درد راغې، لاس یې په زړه کیښود، د الله غږ یې وکړ، سر یې یوې خوا ته لاړ او د اجل داعي ته یې لبیک ووایه. انا لله و انا الیه راجعون.
د اقبال د مرګ خبر په ټول ښار کې خپور شو. ماښام پنځه بجې یې په جنازه کې پنځوس شپیته زره کسانو ګډون وکړ.
د هر چا له سترګو د اوښکو باران روان وو. خان، غریب، دیندار، دنیادار، زاړه او ځوانان ټول یې په جنازه کې شریک وو. یوازې مسلمانان نه بلکې د هر مذهب خلک پکې تر سترګو کیده. د لاهور د شاهي مسجد په انګړ کې یې مولانا غلام مرشد د جنازې لمونځ ادا کړ او د شاهي مسجد او شاهي کلا تر منځ ساحه کې خاورو ته وسپارل شو.
پټه دې پاتې نه وي چې د علامه اقبال د مزار تخته د افغانستان د حکومت له خوا جوړه او ور ولیږل شوه چې او س یې هم په مزار لګیدلې ده
د افغانستان نومیالی شاعر ګل پاچا الفت یو د هغه وخت له اقبال پوهانو څخه دی چې د اقبال په مرګ یې دا لاندې نظم ولیکه:

د اقبال له سره پریوته خولۍ نن

نن په شرق د مصیبت بلا راغلې        د ادب په باغ و بڼ وشوه ږلۍ نن
فلک بیا په زړونو کیښوده داغونه        بیا هرچا په زړه خوړلې ده ګولۍ نن
په مرور د زمانې به هضم نه شي        چې له دې غمه چا کړې ده مړۍ نن
د اقبال غم رپولي هغه زړونه             چې به ځای په ځای ولاړ وه لکه غرونه
اقبال څوک وو فیلسوف و نازکخیال        د ادب سرمایه ټوله د ده مال
تیز قلم یې لکه توپ و تیره توره        مقابل کې یې هیڅ نه وو سپر وډال
زمانه به په هیڅ طور پیدا نکړي        د ادب په مملکت کې د ده سیال
د خپل قرن په جبین باندې یې کیښود        د تفضیل او سرلوړی ښه ښکلی خال
د دنیا په سرای کې دی نه ځایيدلو        له ناکامه یې قصد وکه د وتلو
اقبال ولاړ وینا یې پاته په غوږو کې        محبت د اقبال شته د خلکو زړو کې
د اقبال د غږ اثر دی پاته شوی        د هر ملک او هر وطن بیدار مغزو کې
اقبال مړه زړونه په خپل اواز ژوندي کړل    څوک شمیرلې شي اقبال په جم د مړو کې
اقبال مونږ ته ښه غذا د روح پرې ایښې    په ښایسته ښایسته خوږو خوږو نغمو کې
ربه ته یې جنتونه په نصیب کړې        واړه سعې ته مقبول د دې ادیب کړې

د اقبال ژوند یو داسې بحر دی چې حد نلري. په اړه یې په بيلابيلو ژبو کې بې شميره کتابونه لیکل شوي. د هغه په اړه که ډیر څه ولیکل شي بیا به هم کم وي. د اقبال په اړه دغه لږ معلومات زه هیڅ بولم او له الله تعالی څخه د توفیق غوښتونکی یم تر څو د اسلامي امت د دغسې سترو شخصیتونو په اړه خپل ملت او په ځانګړي ډول ځوان نسل ته معلومات برابر کړو تر څو زمونږ ځوان نسل د دوی په پله قدم کیږدي.
اقبال د خپل ځان په اړه په یو شعر کې داسې څرګندونه کوي:

اقبال بھی اقبال سے آگاہ نہیں ھے        کچھ اس میں تمسخر نہیں، واللہ نہیں ھے

ماخذونه:
1.    پیام اقبال به نوجوانان اسلام            سید قاسم محمود
2.    حکایت اقبال     شعبه ادبیات، اقبال کاډمی، لاهور، پاکستان
3.    اقبال سنین کی آینی می    شعبه ادبیات، اقبال کاډمی، لاهور، پاکستان
4.    زنده رود     جاوید اقبال
5.    افغانستان می اقبال شناسي کی راوایت    عبدالروف رفیقی
6.    سیر اقبال شناسی در افغانستان    عبدالروف رفیقی
7.    اردو ویکیپیډیا

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب