څه ډول خپل اعمال وژغورو؟

هر انسان د بري او کاميابۍ په لټه کې وي او د همدغه هدف ته د رسيدو لپاره يې شپه او ورځ يو کړې وي، مال، ځان او وخت هر څه يې په دغه لاره کې په کار لګولي وي، زيار باسی، ستړې ګالي څو ځان د کاميابۍ لوړو ته ورسوي، هيڅوک هم دا نه خوښوي چې په نيمه لارکې پاتې او ناکام شي، خو طبيعي خبره ده چې ګټه او تاوان، کاميابي او ناکامي سره تړلي وي کله کله خو انسان د هدف په ټاکلو کې اشتباه او غلطي وکړې او ناکام شي، کله يې بيا هدف سم او صحيح ټاکلی وي اما هغه وسايل او لارې چارې نه کاروي چې هغه يې دغه هدف او موخې ته رسوي او ډير ځله خو داسې کيږي چې يو څوک کامياب او بريالی شي مګر د پايلو په خوندي کولو او د کاميابۍ په ساتلو کې پاتې راشي نو په داسې کړنو او چارو سر شي چې هغه يې د برياليتوب د لوړو نه مخ په ښکته راګوزار کړي او ټوله ګټه وټه او د ژوند لاسته راوړې پانګه يې هم په سيند لاهوشي.
قرآن کريم ځای په ځای انسانانو ته ټينګار کوي چې بايد داسې لارې چارې وکاروي او داسې اعمال او کړنې سرته ورسوي چې هغه يې په دنيا او آخرت کې د کاميابۍ تر منزله ورسوي او پدې اړه يې د ايمان تر څنګ په نيکو چارو او اعمالو تاکيد کړی دی او دا يې هم ورته څرګنده کړې ده چې خپل ځانونه او بچيان له دوزخ او اورنه وساتي ځکه چې اصلي کاميابي دا ده چې انسان له دوزخ نه نجات ومومي قرآن کريم فرمايي:
(فَمَنْ زُحْزِحَ عَنْ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ) سورت آل عمران (۱۸۵) آيت.
ژباړه: څوک چې له دوزخ نه بچ او جنت ته داخل کړل شي نو هغه بريالی شو.
شک نشته چې کاميابي ته رسيدل له انسان نه ډير زيار او هڅه غواړي خو د کاميابي خوندي ساتل او د خپلو نيکو اعمالو ساتنه چې د کاميابۍ ته د رسيدو لپاره مهمه او يوازينۍ وسيله ده د مزيد کوښښ او هاند کولو تقاضا او غوښتنه لري ځکه چې د انسان ازلي او قسم خوړلی دښمن هر مهال په کمين کې ناست دی او د مومن داعمالو د بربادولو او د هغه د تاواني کولو په اړه پلانونه جوړوي او پلي کوي.
د شيطان ستره هڅه دا وي چې د مومن انسان نيک اعمال برباد او خراب کړي، دغه حالت نه په قرآن کې په (حبط، احباط الاعمال) تعبير شوی دی، ابن منظور صاحب په لسان العرب کې د (احباط الاعمال) معنا کړې ده (عمل عملا ثم افسده) يعنې يوچا يوعمل سرته ورساوه او بيا يې بيرته خراب کړ شهيد سيدقطب صاحب په خپل تفسير فی ظلال القرآن کې ليکي: د اعمالو برباديدل په قرآن کې د قرآني انځورګرۍ په سبک (احباط الاعمال) باندې تعبير شوی دی، حبوط د څاروي ټنډيدلو او پړسيدلو او بيا لمنځه تللو ته وايي کله چې په وښو کې يو ډول بوټی او يا زهرلرونکي شنيلي وخوري، نو ټنډ شي او بيا مړ شي، د کفارو مثال هم داسې دی چې اعمال يې پړسيدلي او خوسا شوي او بيا لمنخه تللي دي هم دغه انځور د هغه چا له حالت سره سمون لري چې دالله را استولی شريعت نه خوښوي او بيا هم په خپلو سترو سترو اعمالو وياړي چې لکه د ټنډشويو څارويو په څير يې خيټې پړسيدلې دي).
امام بخاری هم په صحيح البخاری کې د ايمان په کتاب کې يو باب راوړی دی او عنوان يې ورکړی دی چې (دغه باب د مومن د ډار په اړه دی له دې نه چې هسې نه په ناپوهۍ کې يې اعمال برباد شي).
د صحابه کرامو په اړه هم راغلي دي چې هغوی به د خپلو اعمالو د برباديدلو څخه ډيره ويره درلودله تر دې چې راشد خليفه ګان به د رسول الله صلی الله عليه وسلم د راز ملګري حضرت حذيفه رضی الله عنه ته ورتلل او ترې نه پوښتل به يې چې د دوی نومونه خو به د منافقانو په ليست کې نه وي معنا دا چې هسې نه په ناخبرۍ کې ترې داسې کړنه شوې وي چې دوی يې دغه تورليست ته رسولي وي .
نو کله چې د اعمالو برباديدل دومره خطرناکه قضيه ده اړينه ده چې هرمؤمن هغه څيزونه وپيژني چې اعمال يې بربادوي، مونږ هڅه کړې ده چې په دغه ليکنه کې ورته اشارې ولرو.د اعمالو بربادوونکي څيزونه:

۱-هغه چې د بنده ټول اعمال لمنځه وړي.
۲-هغه چې ځينې اعمال يې لمنځه وړي.
۳-هغه چې يوازې هغه عمل يې لمنځه وړي چې په همدغه وخت کې يې کوي.

هغه څيزونه چې ټول اعمال يې بربادوي:

۱-له اسلام نه ګرځيدل او بيا په همدغه حالت مړه کيدل، قرآن کريم فرمايي:(وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُوْلَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ…) سورت بقره ۲۱۷.
ژباړه:(څوک چې په تاسې کې له خپل دين نه واوړي او بيا هماغه (د کفر) حالت کې مړ شي نو په دنيا او آخرت کې يې اعمال لمنځه ولاړل).
انسان له اسلام نه په څو څيزونو باندې وزي:
۱-چې دالله (ج) له يوه نوم، صفت او فعل نه انکار وکړي.
۲-دقران او سنتو له يوې برخې نه انکار وکړي.
۳-د دين له يوې څرګندې مسئلې نه انکار وکړي.
۴-شريعت يې نه خوښيږي نو فيصله په غيرالله کوي.
۵-دالله(ج) د دښمنانو ملاتړ وکړي.
له اسلام او يا رسول الله صلی الله عليه وسلم سره کرکه ولري، ښکنځل ورته وکړي او يا په سپکه سترګه ورته وګوري.
۲-لوی شرک: قرآن کريم فرمايي:(وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنْ الْخَاسِرِينَ) سورت زمر ۶۵
ژباړه: تا او له تانه وړاندې خلکو ته وحی شوې وه چې که شرک مو وکړ عمل به مو له منځه لاړشي او د تاوانيانو نه به شئ).
۳- قرآن نه منل او دآخرت له ورځې نه انکار کول:
قرآن کريم فرمايي: (وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) سورت اعراف ۱۴۷
ژباړه: هغه چا چې زمونږ آيتونه او دآخرت دورځې ملاقات دروغ وګڼل اعمال يې برباد شول نو آيا دوی ته به د دوی دکړنو پرته د بل څه بدله ورکولی شي؟).
۴-دالله له لارې نه دخلکو ايسارول.
۵-درسول الله صلی الله عليه وسلم له راوړي دين سره کرکه کول.
۶-ديهودو او نصاراوو سره دوستي او دهغوی ملاتړ کول.

هغه چې ځينې اعمال بربادوي:

۱-دمازديګر لمونځ په قصدي توګه قضا کول، حديث شريف کې راغلي دي(چا چې د مازديګر لمونځ قصدا قضا کړ نو عمل يې بربادشو)(بخاري شريف).
۲-په چا باندې احسان بارول او چاته ديوې ښيګڼې په وار وار وريادولو ازار رسول، حديث شريف دی چې درې تنه داسې دي چې الله به ترې د قيامت په ورځ نه فرض قبول کړي او نه نفل، په هغو کې يو عاق، بل احسان يادوونکی اودريم دتقدير دروغ ګڼونکی دی .ابن ماجه روايت کړی دی.
۳-دالله دحدودو ماتول.
۴-دمور او پلار لخواعاق کيدل .
۵-جادو زده کول او جادو ګرانو ته ورتلل تر څو دهغوی په وسيله نورو مسلمانانو ته زيان ورسوي، دمسلم شريف حديث دی چې څوک فال کتونکي ته ورشی او ديو څه په اړه ترې پوښتنه وکړي نو څلويښت ورځې يې لمونځ نه قبليږي.
۶-په تقدير باندې ايمان نه لرل.
۷-شراب څښل، د څلويښتو ورځو لمونځ قبليدو مخه نيسي، حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چې څوک يو ځل شراب وڅښي نو دڅلويښتو سهارونو لمونځ يې نه قبليږي، چې دويم ځل يې وڅښي نوبيا يې د څلويښتو سهارونو لمونځ نه قبليږي، چې دريم ځل يې وڅښي نو بيا يې د څلويښتو ورځو د سهارلمونځ نه قبليږي او چې څلورم ځل يې وڅښي نو بيا يې د څلويښتو سهارونو لمونځ نه قبليږي او که بيا توبه وباسي نو نه منل کيږي او د[خبال ] له ويالې نه به اوبه څښي، چا وپوښتل:دغه دخبال وياله کومه يوه ده ؟ ابن عمر رضی الله عنه ځواب ورکړ: ددوزخيانو زوې به پکې روانې وي !) دغه حديث ترمذي په حسن سند سره روايت کړی دی.
۸-په خلکو باندې ظلم کول.
۹-دغلام تښتيدل
١٠-ښځه په داسې حالت کې ويديدل چې ميړه ترې خفه وي
١١- هغه امام چې مقتديان ترې خفه وي.

هغه څيزونه چې موجوده عمل بربادوي:
بل ډول هغه بربادوونکي څيزونه دي چې د سرته رسونکی عمل سمدلاسه بربادوي:
۱-رياء او ځان ښودنه، چې دېته پټ شرک هم ويل شوى دى.
۲-ښځه چې جومات ته د لمانځه لپاره لاړه شي او عطر يې وهلي وي نو لمونځ يې سمدلاسه باطل دی.
۳-دالله (ج) په دين کې بدعت ايجادول: حضرت حذيفه رضی الله عنه روايت کوي چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم وويل: الله (ج) د بدعتي سړی روژه، لمونځ، خيرات، حج، عمره، جهاد، فرضي عبادت او نفلي عبادت نه مني…).
په پای کې يوځل بيا ټينګار کوو مؤمن بايد هڅه وکړي چې د داسې چارو دسرته رسولو نه ډډه وکړي چې هغه يې اجرونه او ثوابونه په اور لولپه کوي او تل دالله (ج) نه مرسته او توفيق او په نفس او شيطان غلبه وغواړي څو يې عبادتونه او نيک اعمال برباد نه کړي او دآخرت په ورځ دهغو مفلسانو په ډله کې حساب نشي چې يوه نيکي او ثواب هم ورپاتې نه وي.
الله (ج) دې مونږ ټولو ته اخلاص او صدق را په برخه کړي. آمين

عبدالفتاح جواد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب