ښځه د ختيځ او لويديځ په ټولنو کې!

ددې مقالې په لیکلو کې مې تلوار وکړو تر څو په منځني ختيځ کي زما د مقالو لوستونکي ترې گټه پورته کړي .

څه وخت مخکې مې له يوې ښځې نه چې د خپل نوم او ادرس د ليکلو څخه يې ډده کړې وه يو ليک په لاس راوړه .نوموړى ليک د هغې د علم او ادب ښه بيلګه وه . نوموړې ښځې يو شمير نيوکې کړې وې او ددې ترڅنګ يې يو شمير مسايل هم وړاندې کړي وو. د بيلګې په توگه ترې يادونه کوم:

(( ديوى عربي ښځې د ژوند قيدونو او پابنديو ته او په مقابل کې د يوې غربي ښځې د ژوند آزاديو ته وګوره.cددې اسارت وگوره او د هغې آزادي )).

شيخ علي طنطاوي
ژباړه: ډاکټر سيد افتخار سادات

د نوموړې ښځې دې عبارت ته متوجه شوم او د هغې په باره کې مې فکر وکړ او ومې غوښتل چې يو ليک ورته واستوم او اشتباهاتو ته يې متوجه کړم . خو ګورم چى نه د هغى نوم پيژنم او نه يې ادرس نو تصميم مې ونيوه چې د نوموړي ليک ځواب د خپلې دې مقالې موضوع وګرځوم.

your ads

په افسوس سره بايد ووايم چې د ډيرو ښځو په ذهن کې دا غلط فکر جاري دى . او نه غواړي چه اعتراف وکړي . دا نه يوازې يو خيال او فکر دى بلکه دوۍ په دې خبره پوره باور او يقين هم لري چى اروپايي ښځې آزادې دي او مسلمانې ښځې بنديوانې دي . دې بيهوده فکر ته ترټولو سم او منطقي ترين ځواب هماغه  د استاد شيخ بهجه البيطار ځواب دى چى يوې امريکايې ښځې ته يې د هغې د پوښتنې په ځواب کې ويلى ؤ.

استاد راته وويل چې يو ځل مې امريکا  کې د (مسلمانه ښځه او د هغې آزادي په مالي امورو کې : اودا چې ميړه او پلار د هغى په دارايۍ کې د ﻻس وهنې حق نلري. او د تنګدستۍ په صورت کې  پلار او ورور يې د هغې د نفقې مسؤليت لري .او ددوۍ په نه موجوديت کې يو د هغوى له خپلوانو څخه اگر که د هغې د کاکا د زوى زوى هم وي د هغې دنفقې مسؤليت په غاړه لري .او دا به تر هغه جاري وى چې ښځه يا واده وکړي يا دا چې دارايي پيداکړي او کله چې واده وکړي .که ښځه يو ميليونره وي او ميړه يې يو ساده کارګر هم وي د هغې نفقه د هغې د ميړه په غاړه وي .او ځينو نورو مسائلو په باره کې چه زيات پرنگيان ترې بې خبره دي بيان کاوه چې يوه امريکايي ښځه (چې د ډير مشهور پوهانو څخه وه ).پاڅيده او داسې يې وويل:

((که چيرې ښځه ستاسو  په وړاندې داسې وي چې تاسى ادعا کوۍ نو ما شپږ مياشتى په خپل منځ کې ومنۍء او له هغې وروسته مې ژوند ته خاتمه ورکړۍ)).

استاد د هغى د خبرو څخه حيرانيږى  او له هغې څخه غواړي چې ځان معرفى کړي او خپل مطلب واضح کړي ،نو هغې د خپل ژوند او د نورو امريکايې ښځو د ژوند په باره کې داسې وويل : ((امريکايي ښځې له ورايه آزادې معلوميږي ،پداسې حال کې چې بنديوانه او اسيره ده، عزتمنده ده خو خواره او ذليله ده ، په هوساينه کې يې عزت کيږى  خو  په تکليفونواو مشکلاتو کې بې ياره  اوبې مددګاره وي. د موټر نه د کوزيدو په وخت کې يې ﻻس نيول کيږى او کله چې کوم کور ته ﻻړه شي نو قدر يې کيږي، په موټر کى و رته ځاى پريښودل کيږي، په پياده رو کې ورته ﻻر ورکول کيږي. تر څو ﻻړه شي چې ددې ټولو په مقابل کې داسې  بې حرمتۍ  ورسره کيږي چې د تحمل وړ ندي )).

په غرب کې چې کله انجلۍ خپل قانوني عمر ته ورسيږي نو پلار يې ﻻس نيسي او له کوره يې وباسي او ورته وايې  ﻻړه شه کار وکړه او وخوره لدې نه وروسته له ما سره څه نلرى ! جلۍ بيچاره ځي او په تنهايۍ سره د ژوند په مشکلاتو کې راګير يږي . نور نو د کورنۍ لپاره اهميت نلرى چې هغه څنگه ژوند تيروي ؟ اوس نو يا بايد کار وکړي  او زحمت وباسي او ژوند تير کړي او يا دا چې خپل جسم او ښائست د نورو په واک کې ورکړي تر څو ژوندۍ پاتې شي چې دا کار نه يواځې په امريکا بلکه په ټول لويديځ کې جريان لري.

استاد ډاکټر يحيى شماع دري ديرش کاله  مخکې په پاريس کې د خپلو تحصيلاتو له پوره کولو نه وروسته راغې او دپاريس په باره کې يې مونږ ته داسې وويل : يوه ورځ يو کور ته  چې دوستانو راته ښودلى ؤ ﻻړم  تر څو هلته يوه کوټه ونيسم .کله چې هلته ﻻړم نو يوه انجلۍ مې وليده چې دکور نه بهر وﻻړه ده او سترګې يې له اوښکو نه ډکې شوي .ماله کوربنونه د اوښکو د علت پوښتنه وکړه، نو د کور خاوند راته وويل :  جلۍ زمونږه ده ليکن زمونږ نه بيله شويده . تر څو ځانته او تنها ژوند وکړى. پوښتنه مى وکړه چې اوس نو ولې ژاړي؟ هغوۍ وويل: دا راغلې چې اتاق ونيسي ليکن مونږيې نه ورکوو. ما وويل  ولې ؟ هغوۍ وويل : داجلۍ ٢٠ فرانکه کرايه ورکوي پداسې حال کې چې نور کسان شته چې ٣٠ فرانکه کرايه ورکوي. په همدې ډول زمونږ زياتره ملګري چه امريکاته تللي وو همداسې پيښې ئې ليدلي او مونږ ته يې ويلي دي .
هلته ښځه بى ارزښته ده

د ښځى آبرو  چې زمونږ په وړاندې ډير قيمتي ګوهر دى، هلته د ډوډۍ او د ژوند د تامين لپاره خرڅيږي.

آيا د تو فيق حکيم ليکنه مو نده لوستې چې يوه انجلۍ پکې ځان يوه ليکوال ته وړاندې کوۍ او له هغه سره د کور والا پشان چلند کوي يواځې ددې لپاره چې هغې ته يې يو کپ ډوډۍ او سر پنا ورکړې او دا ليکوال بيا څرنګه د هغې زړه ماتوي او له ځانه يې شړي.

په اسلامي هيوادونو کې فاسق او بدکار سړى له ښځو پسې گرځي او خپل مال او دارايي مصرفوي تر څو خپل هدف ته ورسېږي . چې پرته له ډيرو لږو څخه چې مقصد ته  رسيږي . نور ټول يې همداسې پاتې کيږي.   شرقي ښځې ځان پټ کړ نو عزتمنده شوه .له محرماتو يې ځان وساته نو مطلوب شوه. ليکن غربي ښځې چې ځان لوڅ کړ نو خواره او ذليله شوه ځکه (کل معروض‌ٍ‌ مهانُ) هر څه چې وليدل شى نو بى ارزښته شي .په زرو عربى استعارو کې ګورو چې کله يې سترګې د ښځې په ﻻس يا پښه ولګيږي نوځان به يې ټول عشق وګرځيد او شعر به يې جاري شو . داځکه چې ښځه پټه وه او د خلکو په مخکې لوڅه نه وه.

ليکن غربى ښځه چې د ساحلونو په غاړه لوڅه پرته ده او نارينه يې ښکته پورته ليدلى شي . نو د هغې دلوڅې پنډۍ په ليدلو سره هيڅ کوم احساس او عاطفه د نر په وجود کې نه رابيداريږى . نو ځکه د يوې غربي ښځې بربنډه پنډۍ ، د يوې څوکۍ پښه او يو ټوټه لرګي په شان د خلکو په نظر کې راځى. په همدې دليل په غرب کې  د ودونو بازار ډير سوړ دى . ځکه واده يوه کلکه  ريشته ده چې نارينه په خپله خوښه ځان پرې تړي او خپله اړتيا پوره کوي . نو کله چې نارينه وکولاى شي په آزادانه ډول خپله اړتيا بې له دې چې د واده بوج په سر  واخلي رفعه کړي نو ايا واده ته به غاړه کيږدي ؟؟

غربي ښځې چې کله نر ته ﻻس ورکړو نو د ژوند کولو ټولې وسيلې يې له ﻻسه ورکړې او ځان يې زحمتونو او تکليفونو ته ورکړ تر څو ژوند وکړي، نو ځکه غربي ښځې په کارخانو او زراعتى ځمکو کې په کار کولو او د سرکونو په جوړولو کې بوښتې شوې. يو چا قصه کوله چې په اروپاکې يې داسې انجونې ليدلې دۍ چې لويو سنګار ځايونو کې کار کوي او داسې ښځې شته چې په پياده رو کې ناستې وي او يوه بکسه يې مخې ته ايښې وي او خلک په ﻻره تيريږي پښه وروړاندې کوي او دوۍ ورته بوټان رنګوي . دادى د يوې اروپايې ښځې مقام او منزلت . حال دا چې زمونږ په اسلامي هيوادونو کې نر له کوره ووځي اود ښځې د هوساينې لپاره ځان په سختۍ کې اچوي .دلته کله چې جلۍ د خپل واده عمرته ورسيږي نو نر ور پسې کور ته ورځي او د مهر (چې يواځى د ښځى حق دى چې حتى پلار، ورور  او ميړه هم پکې د تصرف حق نلري) په ورکولو سره ورسره واده کوي . نو له هغې وروسته که ښځه هر څومره مالداره هم وي نفقه يې پر سړي باندې وي .

ليکن غربي ښځه د نرپسې ځي او تر څو چې نر ته رسيږي په ډيرو گړنگونو کې لويږي او کله چې نر ته ورسيږي نو د يو زيات مقدار پيسو په ورکولو سره نر دې ته راضي کيږي چې ورسره واده وکړي .داپه دې معنا چې ښځه نر ته مهر ورکوي چې په دى ترتيب نر د ښځې د دارايى خاوند کيږى .او په دارايي کې ورسره شريکيږى . ليکن په مسلمانانو کې هيڅوک د ښځې په مال کې د تصرف حق نلرى .

شايد په ځواب کې ووايى : داڅه دې چې بيان کړل د اخو د پخوانيو مسلمانانو حال ؤ .نن خو زمونږ مسلمانانو په وړاندې هم واده کوم ارزښت نلري . هو داسمه ده خو ولې : داځکه مونږه د اروپايانو څخه پيروي کړې هغه هم پداسې څه کې  چې هغوۍ ترې هم بيزاره دي . پخوا مونږ په خوب او غفلت کې ؤ او هغوۍ مو له ځانه مترقي او پرمختللي بلل . ځکه هر څه به يې چې کول ښه مو بلل او پيروي به مو کوله . ليکن ايا زمونږ فطرت دا هر اړخيزه تقليد او پيروي قبلوي ؟ عربان د خپلې ابرو په هکله ډير غيرتي خلک دي . هغوۍ د خپلې کورنۍ په ننگ او غيرت باندې د شرم دد اغ د لګيدو له ويرې خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې . ليکن اوس په عربو څه شوي چې دوۍ دومره سپک شول چې دا په  ځان مني چې په يو جشن کې يو نر راشي اود هغې ښځې ته ووايي اجازه راکړه ! د څه شي اجازه ؟ ددى اجازه چې له ښځې نه يې د وخت پوښتنه وکړي . يا د هغې له اور لګيت نه سگرټ ولگوي . يا ددې اجازه چې د ښځې سره يې يو ځاى په يو لوى محفل کې وگډيږي ، او په غيږکې يې ونيسي .نه داچې هيڅ عرب او هيڅ مسلمان داسې سپک اوذليل کار ته تن نږدي بلکه په  حيواناتو کې هم بى له خنځير څخه نور حېواناتو کې دا کار رواج ندى . دادى د يوې غربي ښځې ژوند ايا دا غربي ښځه د خپل ژوند څخه راضي ده چې زمونږ ښځه د هغې په څير د ژوند هيله لري ؟ شيخ بهجة البيطار نه مو د امريکائى ښځې ځواب واوريده ؟

په المان او فرانسه کې چې د هرى ښځى سره وغږيږى همداسى به تاسى ته ووائى .

هغوى زمونږ په دين نيوکه  کوي چې په اسلام کې ولې د ښځې د ميراث حصه دنر نيمايي ده او ولې يو سړى څلورښځې کولى شي ؟

د امريکايي ښځې نه پوښتنه وکړه چې آيا دايى نه خوښيږي چه ميراث کې نيمه برخه واخلي خوددې په مقابل کې نر دى چه په يواځى ډول د ژوند د تآمين بوج په سر اخلي ؟ !

له نړيوال جنګ نه وروسته که مو له الماني ښځو نه پوښتنه کړاى واى چې ايا راضي کيږۍ چې هر لس ښځې له تاسې نه يو ميړه ولري او هغه ستاسې تر منځ عدالت وکړي او ستاسو د ژوندانه هدف په غاړه واخلي ؟

نو حتماَ به ځواب مثبت واى . ځکه له نړيوال جنګ نه وروسته ښځې اکثريت شوې او نارينه کم شول .

که خداى تعالئ د انسان فطرت داسى پيداکړى واى چه حتما بايد دا دوه جنسه (نر او ښځه) سره  يو ځاى شي او ددى يو ځاى کيدو نه پرته بله چاره نه وى  که پنځوس نارينه او سل ښځى واى نو د حل لاره څه ده ؟ بې لدې چې هر نارينه دوه ښځى ولري . ايا دانوع خلقت د حيواناتو تر منځ هم نه ليدل کيږي ؟د شاتو په مچيو او چرګانو کې ښځې د نر څو برابره دي ؟

يو غربي سړى په حرام ډول کولاى شي چې څلور يادوه نه زياتو ښځو سره يو ځاى شي . عجيبه خبره ده چې لويديځه ښځه پدې راضي کيږي چې په حرامه توګه دې ددې ميړه د له نورو سره اړيکې ولري .ولې دې ته غاړه نږدي چه په حلال ډول يې بله ښځه په ازدواجي  ژوند کې شريکه شي.

زما گرانې ! داسې فکر مه کوه چې غربي ښځې خوشبختې او عزتمندې دي . په خداى قسم چې په ټوله نړي کې زمونږه له ښځو عزتمندې او با عفته ښځې نورې نشته . زمونږ په وړاندې سړي يواځې خپلې ښځې پورې اړه لري نه کومه ملګرې لري اونه کومه ياره او زمونږه ښځې هم يواځې خپل ميړه پورې اړه نيسي او هيڅکله ځان پردي نارينه  ته نه ښيي .

اوس خبره داده چې آيا د ښځې تړل کيدل يو نارينه پورى عجيبه ده ؟ آيا له تاسى نه څوک دا خوښه گڼي چې يې ښځه بل ياره هم ولري ؟
آيا د ډوډۍ خوړلو په وخت کې خوښه گڼې چې په يوه کاسه کې هر څوک ﻻس

کوز کړي ؟

آيا پاکي عيب ده ؟

آيا عفت شرم دى ؟

آيا خير شر دى او رڼا تياره ده ؟

آيا نور نو بس نده چې د نورو په مغزو فکر وکړو او د دښمنانو په سترگو ليد وکړو ؟
آيانور نو دا  بيزو  ډوله تقليد او پيروي بس نه ده؟

راځۍ چې ځانته گورو په خپل اسلام او په خپل عفت باندې فخر وکړو . پريږدۍ غربي سړى او غربي ښځه چې څه غواړى وکړي . مونږه چېرته او هغوۍ چېرته !
زمونږه ښځى چې څنگه خداى غواړي او مونږه غواړو  واوسي . تر څو ځانته زمونږه لپاره واوسي .

او مونږه هم خپلو ښځو ته قانع واوسو او د هغوۍ نه بغير بل چاته نظرونه کړو .
زمونږ له ښځو نه بهترې ښځې وجود نلري . زمونږ ښځې خپل حجاب او ستر ساتي . او په اسلامي اخلاقو پابندي کوي . زمونږ ټولنې دعايشې ، اسما، حنسا، رابعې او  خولة په څير لوڼې زيږولى . او داسى زامن يې زيږولي چې د جنګ د ميدان شهسواران او د وينا د ډګر اتلان د فکر د نړى قهرمانان او د جهان سرداران ؤ
په ريښتيا چې دغه شان ښځې د دوۍ ميندې وې .

شيخ علي طنطاوي
ژباړه: ډاکټر سيد افتخار سادات

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب