فیمینیزم او جنډر؛ اسلام په کې څه وايي؟

په فيمينزم او جندر د نيوکې لپاره به يوازې دغه ليکنه کافي نه وي، خو هڅه به وکړو چې په لڼدو ټکو کې د دغه خوځښت ډيرې ښکاره او څرګندې نيمګړتياوې او بل پلو ته په دې اړه  د يو شمير لويديځو پوهانو نظريات رانقل کړو.د بحث د لنډولو په موخه په درې محورونو کې خپله خبره خلاصه کوو:

اسلام په کې څه وايي؟

ترهر څه وړاندې بايد ووايو چې فيمينزم او جندر په حقيقت کې د الهي فطرت سره د ټکر او تضاد خوځښت دى او هغه شيطاني عمل دى چې شيطان يې په اړه له پخوا خپله اجنډا اعلان کړې او قرآن کريم رانقل کړې ده: (ولاضلنهم ولامنيهم ولآمرنهم فليبتکن آذان الانعام ولآمرنهم فليغيرن خلق الله..) او زه به هرومرو دوى ګمراه کړم او خامخا به يې به په باطلو اميدو کې واچوم او هرومرو به ورته امر وکړم چې هرومرو به دوى د چارپايانو غوږونه څيروي او زه به خامخا دوى ته امر وکړم پس هرومرو به دوى د الله تعالى پيدايښت ته تغير ورکوي.
په مخکې گڼو کې مو وويل چې فيمينستان په خپل منځ کې يو موټى او يوه خوله نه دي،بلکې په بيلابيلو ډلو ويشل شوي، چې هره يوه يې تر شا ځانګړې فلسفه لري، لدې څخه دا په ډاګه کيږي چې فيمينزم په خپله کومه ځانګړې فلسفه او تصور نه لري بلکې د لويديځ د بيلابيلو فلسفو پر بنسټ ولاړ ټولنيز خوځښت دى چې د ښځې د حقوقو د لاس ته راوړلو شعار يې پورته کړى دى. دا په حقيقت کې د لويديځ د منځنيو پيړيو د ظلمونو غبرګون دى چې د اروپايې رنسانس په غيږ کې زيږيدلى او ټولې غوښتنې او شعارونه يې د هماغه وخت او ځاى ظلمونه او تيري انځوروي، .په بله ژبه ويلاى شو چې فيمينزم په حقيقت کې د اروپايي محرف مسيحيت په وړاندې د قيام پايله ده. لدې کبله په هيڅ ډول نشو کولاى چې فيمينزم د ټول انسانيت يا د ټولو اديانو په اړه د حق معيار او تله وګرځوو.او دا ځکه چې اروپايي رنسانس، انسان د کليسا له ړندې واکمنۍ څخه خلاص کړ، خو د عقل په عبادت يې  روږدى کړ، او په خپل وار  يې په انسان باندې د معرفت سرچينې محدودې کړې، کليسا د حق د معرفت سرچينه يوازې کليسايي( د دوى په اند وحياني) احکام بلل، خو عقل ګرايانو بيا يوازې عقل د معرفت سرچينه وګرځوله. او د Humanism  دانسان د اصالت د فلسفې پر اساس يې انسان ته الهي کارونه وسپارل. په هرحال پدې موضوع زيات نه غږيږو، يوازې دومره وايو چې فيمينستانو هم د همدې فلسفې پر بنسټ له ټولو اديانو انکار وکړ، د معرفت سرچينه يې يوازې عقل وګڼله،په ټولنه کې يې د دين د حاکميت او پر وحي باور او عقيده له منځه يوړه، او په دې توګه يې يوازې د اسلام سره نه بلکې د ټولو اديانو سره جګړه اعلان کړه.
بل پلو ته که فيمينستانو وکولاى شول چې ښځه د کورنۍ له چاپيريال څخه راوباسي او په ټولنه کې يې د نارينه سره اوږه په اوږه ودروي. د دې په بدل کې يې له ښځې څخه  په ټولنه کې د هغې د قدر او احترام ستر لاملونه  مورولي او ميرمن توب هم واخيست، کوم چې په ټولنه کې د ښځينه د تاثير او اغيز اساسي توکي و، او په ټولنيز مشارکت کې يې د ښځې ونډه څرګنده کړې وه.

اسلام د کايناتو په اړه ځانګړى نړۍ ليد لري، او د اسلام ټول کلي او فرعي احکام  پر همدغه نړۍ ليد ولاړ دي، د اسلام له نظره د نارينه او ښځينه جوړه هم د کايناتو د نورو جوړو په شان د انساني نوع د بقاء، لپاره په ځانګړي جوړښت او دندو سره رامنځ ته شوې ده. الله تعالى فرمايي: ( ومن کل شئ خلقنا زوجين لعلکم تذکرون) مونږ له هر څه نه دوه جوړې پيدا کړي دي ترڅو تاسې پند واخلئ. لکه څرنګه چې په نورو حيواناتو يا نباتاتو کې د ښځينه او نارينه دندې سره توپير لري، په همدې توګه په  انسان کې هم د نارينه او ښځينه دندې د هغوې د جوړښت له وخته او پر هماغه اساس ويشل شوي دي او همدا د انساني نوع د بقاء، اساسي لامل دى، او په دې دندو کې د هر ډول ګوټووهلو سره به  انساني نوع د خطر سره مخ کيږي، وروسته به د دې مدعا ښکاره شواهد وړاندې کړو. دلته د يادونې وړ ده چې فيمنستان په عمومي توګه دغه کلي نړۍ ليد په پام کې نه نيسي او هڅه کوي چې د دې په غياب کې په وړو وړو مسايلو ( حقوقو يا مسئوليتونو) قضاوت وکړي، چې ډير ځله ساده لوحه او بې علمه خلک هم دا انګيري،چې ګواکې د دوې خبره سمه ده.
اسلام د ښځينه او نارينه تر منځ په ذاتي مساوات او وظيفوي ويش قايل دى، له همدې کبله اسلام چې کله د نارينه او ښځينه مسئوليتونه او حقوق بيانوي، هلته بيا د پورتني اصل پر اساس يو ځانګړى انډول په نظر کې نيسي.کوم حقوق يا مسئوليتونه چې د انساني ذات پورې تړلي دي، هلته ښځينه او نارينه سره يو شانته دي، الله تعالى فرمايي: (يا ايها الناس انا خلقناکم من ذکر وانثې و جعلناکم شعوبا وقبايل لتعارفوا ان اکرمکم عند الله اتقاکم) خو په کوم ځاى کې چې د ټولنيزې دندې او وظيفې پر اساس مسئوليت يا حق ورکول کيږي، هلته بيا د دندې په تناسب مسئوليت يا حق ورکول شوى دى. د دنيا په هيڅ قانون کې هم دا نشته چې د حقوقو په ورکولو کې دې د شخص اجتماعي وظيفه په نظر کې ونه نيول شي. په دې توګه چيرته چې په اسلام کې د ښځينه او نارينه تر منځ  په حق يا مسئوليت کې يو تربله د فضيلت خبره رامنځ شوې ده، هغه ذاتي فضيلت، نه بلکې وظيفوي فضيلت دى. الله تعالى فرمايي: :” ولا تتمنوا ما فضّل الله به بعضكم على بعض، للرجال نصيب مما اكتسبوا وللنساء نصيب مما اكتسبن، وسئلوا الله من فضله، إنّ الله كان بكل شيء عليماً
د اسلام له نظره همدا د ښځې بيالوژيکي جوړښت او دندې دې چې په ټولنه کې د ښځې ټولنيزې دندې ترسيموي. الله تعالى چې د ِښځې او نارينه دندې سره ويشلي، له پيله يې د هغوى جوړښت، د هغوى د دندو په تناسب جوړ  کړى دى. ښځينه د خپل ماشوم د پالنې لپاره قوي عاطفې ته اړتيا لري او د دې په مقابل کې يې عقلانيت کمزورى دى، چې په حديث کې تري په ناقصات العقل تعبير شوى دى، دا کار الله تعالى د ښځې د سپکاوي يا تحقير لپاره ندى کړى بلکې د يو ټولنيز ضرورت پر بنسټ الله تعالى همداسې اندازه کړى دى. ( وخلق کل شئ فقدره تقديرا) دا الهي اندازه ګيري ده. بل پلو ته نارينه ته عاقبت انديشي ورکړل شوې ده چې د دنيوي چارو د ښه سمبالښت لپاره اړينه ده.  په همدې پورتني حديث کې وګورئ چې رسول الله صلي الله عليه و سلم له يوې خوا ښځې ته د ناقصات العقل خطاب کوي او دحديث په پاى کې وايي چې د دوى عاطفه بيا دومره قوي ده چې د خپلې عاطفې په زور تر ټولو حازم او هوښيار سړى هم راپرځوي.(ما رايت من ا حداکن اذهب للب رجل حازم)، له همدې کبله چې نارينه د ښځې د عاطفۍ په وړاندې کمزورى دى، ښځې ته يې امر کړى دى، چې ځان په پرده کې وساتي.
ځيني فيمينستان بيا داسې انګيري چې ګواکې د ښځينه دغه بيولوژيکي تفاوتونه يا دندې د ښځينه په غوره والي او ځانګړتيا دلالت کوي،خو بلې خوا ته بيا د نارينه د غوره والي لاملونه او ځانګړتياوي نه مني.
يو بل حقيقت چې فيمينستان يې هم مني خو ځواب ورته نلري، هغه دا دى چې الله تعالى د ټولنې د پرمختيا لپاره په يو شان انسانانو کې ځانګړي استعدادونه ايښي دي، چې بايد هر څوک د خپل استعداد په ډګر کې توظيف شي او ترې کار واخيستل شي، که چيرې د مساوات په نامه دا ټول په يو کار وګمارل شي، يا هرڅوک د خپل استعداد سره سم توجيه نشي او خپلې خوښې ته پريښودل شي، د ټولنې بقا د خطر سره مخ کيږي. پر دې اساس الله تعالى د انسان د دوه سترو جنسونو –نارينه او ښځينه – لپاره د هغوى د استعداد په تناسب د کار ډګرونه ښودلي دي چې هر څوک بايد خپله ټاکلې وظيفه ترسره کړي.

د علمي څيړنو پايله:

د حيرانتيا خبره خو دا ده چې د لويديځ د طبيعي علومو پوهان، په ډاګه وايي چې د تاريخ په اوږدو کې  چې په ټولنه کې ښځې ته کومې دندې سپارل شوي دي، هغه د هغوى د بيولوژيکي جوړښت پر اساس دي، دا سمه ده چې په ځينو سيمو يا ځينو قومونو او وختونو کې شايد دغه انډول سره ګډوډ شوى وي، خو په دې ټول تاريخ او په ټولو ټولنو کې څه مشترک ټکي هم شته، چې تقريبا سره يو شانته دي، د بيلګې په توګه د نارينه د قواميت خبره چې د تاريخ په اوږدو کې او په ټولو اديانو او ټولنو کې تقريبا اتفاقي خبره ده، او لا تراوسه هم روانه ده.
په هر حال له تاريخې بهير څخه تيريږو، دلته يوازې يو شمير هغه بيلګې ذکر کوو چې د نارينه او ښځينه  د ټولنيزو دندو په ټاکنه کې د هغوى د بيولوژيکي جوړښت تاثير او اغيز څرګندوي:
• د ويرجينيا د پوهنتون پروفيسور Steven E Rhoards  په خپله ليکنه کې د ښځينه او نارينه ترمنځ د توپيرونو په اړه لومړى يو مثال ذکر کوي چې په امريکا کې فيمينستانو دا هڅه کړې وه چې د خپلې مدعا د اثبات لپاره ترې کار واخلي او په لويه کچه يې په مطبوعاتو کې هم انځور کړې وه، د کيسې لنډيز داسې و چې په امريکا کې دوه غبرګوني هلکان زيږيدلي و، څه موده وروسته يوه يې خپله تناسلي آله له لاسه ورکړې وه، ډاکټرانو د هغه مور او پلار ته مشوره ورکړه چې ده سره نور د نجلۍ تعامل وکړي او نوم يې هم ورته بدل کړ، لنډه دا چې  د دولس کلونو وروسته ورو ورو هغه په ځان پوهيده او په پاى کې بيرته د يو نارينه په توګه يې ژوند اختيار کړ او خوى او عادت يې هم د نارينه و.
د دغه مثال څخه وروسته بيا د ښځينه او نارينه تر منځ درې هغه توپيرونه ذکر کوي، چې د دوى د بيالوژيکي جوړښت پر اساس د دوى تر منڅ شته.

 د نارينه اوښځينه هورمونونه د هغوى په خويونو کې نيغ په نيغه تاثير لري، د بيلګې په توګه د نارينه هورمونونه په هغه کې خشونت او تيري را پيداکوي، او د ښځينه هورمون بيا دا خويونه کموي. شميرو ښودلې ده چې نارينه چې له ٢٥ څخه تر ٣٠  تنو پورې د خپل دغه خوى پر اساس قتل کوي، د دې په پرتله بيا ايله يوه ښځه د قتل اقدام کوي. بل پلو ته دا هم ويل شوي دي چې د نارينه د دغه هورمون د اغيز د کمولو لپاره دوه لارې دي، يوه دا چې هغه پلار يا خاوند شي، او دوهمه يې ورزش ته مخه کول دي،پر همدې اساس د پلارولۍ يا خاوندتوب دنده په نارينه کې د خشونت او تيري کچه راټيټوي. دا د کورنۍ د نظام هغه پټ حکمتونه دي چې الله تعالى پرې ښه پوهيږي، او لا تراوسه د انسان له نظره پناه وه.

 ښځينه او نارينه په طبيعت کې هم سره جلا دي، هغه که په هرځاى يا هر ډول ټولنه يا کلتور کې وي، له دې خويونو څخه د نارينه په ځان د اعتماد او باور قضيه ده او په ښځينه کې د پالنې او تغذيې سره مينه او استعداد دى. د يادونې وړ ده چې دا خبره تجريبي علم ثابته کړې ده چې نارينه د ښځينه په پرتله په ځان ډير اعتماد او باور لري، کوم چې د يو فاميل يا کورنۍ د مشرتابه يا قواميت لپاره خورا زيات اړين خوى  دى.
 علم دا هم ثابته کړې ده چې ښځينه او نارينه که ماشومان هم وي مخکې لدې چې د ټولنې يا کلتور اغيز پرې وشي، د هغوى خويونه سره جلا وي، دبيلګې په توګه ښځينه ماشوم دا خوښوي چې خلکو ته وګوري، او پر هغوى نظر واچوي، له همدې کبله په ښځينه کې د انسان د نفسياتو دپيژندنې استعداد غښتلى دى، او نارينه دا خوښوي چې شيانو ته وګوري، له همدې کبله په نارينه کې د صنعت او د شيانو د اختراع وړتيا زياته ده. او هر يو له خپل خوى سره لوييږي.
آن موير چې په جيينتک کې دکتورا لري او ديفيد جيسل  چې د بي بي سي پيژندل شوى ليکوال دى په خپل کتاب کې  چې په دې اړه يې ليکلى دى، وايي:
نارينه له ښځينه څخه توپير لري، او يوازې په بشريت کې سره يو دي، او دا دعوا کول چې ګواکې ښځه او نر سره په سلوک، مهارتونو او وړتياوو کې برابر دي، دا په حقيقت کې دا معنا لري چې مونږ خپله ټولنه په داسې بنسټونو بنا کوو چې په بيولوژيکي او علمي لحاظه سوچه دروغ دي.
بيا وايي چې په دوه وروستيو لسيزو کې په دې  اړه خورا زياتې څيړنې شوي دي، چې په مجموعي توګه دې نتيجې ته رسيږي چې ښځه او نر سره په ډيرو شيانو کې توپير لري.

  د نارينه په هرمون کې د منافسې او قوت ماده پرته ده، او د دې په پرتله بيا د ښځې په هرمون کې د مشارکت او لطافت ماده پرته ده.
په دې توګه علمي څيړنې دا په ډاګه کوي چې د نارينه او ښځينه بيولوژيکې جوړښت د دوى په ټولنيزو دندو او مسئوليتونو کې نيغ په نيغه تاثير لري.

په لويديځ کې څه تيريږي:

Patrick Rooney   په امريکې کې د فيمينزم د خوځښت او د جندر د مساوات پايلې  داسې بيانوي:
په امريکا کې جنسي انقلاب يوشمير خطرناکې ناروغۍ او پديدې رامنځ ته کړي دي، د بيلګې په توګه:
•  د بې شميره بيګناه انسانانو له منځه تلل
•  د واده څخه پرته په ښځو باندې د زياتو جنسي اړيکو ساتلو له کبله عاطفي فشار زياتيدل.
•  د جنسي امراضو او ناروغيو بې کچه خپريدل او له کنتروله وتل.
• د نامشروعو اړيکو له کبله په کال کې د 40 مليونه څخه زيات د جنين غورځول.
• او تر ټولو زياته تراژيديکه ستونزه چې د امريکا راتلونکى يې د خطر سره مخ کړى دى، هغه په مليونهاوو بې پلاره ماشومان دي چې ورځ تر بله مخ په زياتيدو دي، او په خپل وار په امريکې کې د بد معاشيو د زياتيدو، د مخدراتو د استعمال، او د داسې نورو ټولنيزو ستونزو لامل ګرځيدلى دى.
• او داسې نور په لسهاوو ټولنيزې ستونزې او ناروغۍ.
او بيا په پاى کې د امريکې حکومت ته مشوره ورکوي او وايي:
د دغه ناروغيو څخه د خلاصون لپاره او د يوې سالمې ټولنې د جوړيدو لپاره په څو ډګرونو کې کار کول په کار دي. لومړى دا چې کليسا بايد راپورته شي، او خلکو ته ديني زده کړه ورکړي، له دې برسيره بايد ميډيا او مطبوعات هڅه وکړي چې د  شته  بې نظمي د ختمولو لپاره خلک راپورته کړي او وهڅوي، او په نارينه باندې د دغه بې رحمه يرغل مخه ونيسي، اکاديميک مرکزونه هم خورا زيات مهم نقش لري، چې په علمي توګه د ښځينه او نارينه تر منځ توپيرونه رابربنډ کړي.
په لويديځ کې د فيمينزم ځينې پايلې دا دي:
• په اطريش کې 50% د طلاق پيښې د کورنيو شخړو لامله رامنځ ته کيږي.
• په انګلستان کې 50%  دښځو وژنه د خاوند يا ملګري لخوا ترسره کيږي.
• په درې اروپايي هيوادونو _ آلمان،بريتانيا او فرانسه- کې 25 مليونه ښځې يوازې اوسيږي، چې يا خو طلاق شوي دي يا يې له سره واده نه دى کړى، او يا هم د کورنيو د ړنګيدو له کبله په يوه زرتوب اخته دي.
• په برازيل، کانادا، تايلند او ځيني نورو هيوادونو کې د ښځو د وژنو نيمايي پيښې د باي فرينډ لخوا ترسره کيږي.
• امريکا چې غواړي خپله بيلګه نورو ته منتقل کړي، حالت يې دا دى چې د وژل شويو ښځو دريمه برخه د باي فرينډ لخوا ترسره کيږي، په کال کې لږترلږه يو مليون ښځې پوليسو ته د خپل خاوند يا باي فرينډ څخه شکايت ثبتوي، دا په داسې حال کې چې  91% ښځې چې تيرې پرې کيږي، هغوى له سره پوليس نه خبروي، هره ورځ څلور ښځې په کور کې د خاوندانو د وهلو لاندې مري، په کال 1993 کې په هره دقيقه کې په يوې ښځې جنسي جبري تيرى شوى و، او په امريکا کې د طلاق د شميرو کچه د ټولې نړۍ په پرتله لوړه ده.
• په کال 1994 د اګست په مياشت کې  د US News  يوې سرشميرنې ښودلې ده چې 27% د امريکا ماشومان چې شميره يې 18مليونه تنه کيږي، وروسته لدې چې کورنې يې ړنګې شوي دي، يوازې د يو له مور او پلار سره اوسيږي،چې په نتيجه کې همدوى د فقر، نيستۍ او محروميتونو سره مخ دي، او همدوى بيا په خپلو زده کړو کې ناکامه پاتې کيږي.
• په امريکا کې  هر کال لږترلږه دوه نيم لکه انسانان د مخدراتو له کبله مري.
دا يې يو څو بيلګې دي، چې له همدې کبله د امريکا يو پروفيسور ويلکنز وايي: ( د لويديځ ټولنه اوس د مرګ کومي ته ورکوزه شوې ده، او اوس غواړي چې نوره نړۍ د ځان پسې راکاږي.)
دا د جندر او فيمينزم د خوځښت پايلې دي چې د امريکا ټولنه يې د ګواښ سره مخ کړې ده، دا چې د دغه خوځښت مخه څرنګه ونيول شي؟ او په دې اړه کوم ګامونه اخيستل په کار دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې ټولو مسئولو اړخونو او اشخاصو ته پرې فکر کول په کار دي .

ماخذونه

۱: الجندر، المنشآ، المفهوم،الآثر د مثني امين او كاميليا حلمي ليكنه
۲:  – Eisonstein, Contemporary Feminist thought
۳: رويه نقديه لاتفاقيه القضاء على جميع اشكال التمييز ضد المراه  CEDAW
۴:  اسلام وفيمينسم د خداداد ظهرابي كلانتري ليكنه.
۵: Gender in practice.   Swiss Agency for Development and Cooperation
۶: د افغانستان دملي پرمختيا تګلاره ANDS
۷:  Encyclopedia Britannica
٨: د المجتمع عربي مجله
۸: د جندر او فيمينزم په اړه يو شمير عربي او انګليسي ويب پاڼې

محمدنعيم جليلي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب