زما د تقاعدۍ ژوند ؛ عبدالله وردک

زما تقاعد

غواړم، چې ان شاءالله، ددې لیکنې پدغه برخه کې، قدرمنو لوستونکو ته، د خپلې لنډ مهاله تقاعدۍ په هکله، چې تر اوسه یې ۹ میاشتې کیږي، مکمل معلومات وړاندې کړم. هیله ده، چې قدرمن لوستونکي، هغه په ډېر دقت سره ولولي.

ما د نورو وګړو په شان، د خپل ژوند په ۶۷ کلونو کې، ډول ډول مرحلې تېرې کړې دي. یا په بل عبارت، زه هم پخپل کلي کې اوسېدلی یم، او هلته مې له خپلو کلیوالو سره ګډ ژوند تېر کړی دی. بیا کابل ته د زده کړې لپاره تللی یم، او هلته مې ۳ کاله په ثانوي تخنیک کې له خپلو ملګرو سره، په لیلیه کې په ګډه ژوند او زده کړه کړې ده. همدارنګه، پنځه کاله مې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې له خپلو هم ټولګیو سره، د کابل د پوهنتون په مرکزي لیلیه کې ګډ ژوند کړی دی، او بیا مې ۶ کاله، د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې د معلم په حیث، دنده سرته رسولې ده.
همدا شانته، په امریکه کې مې ۶ میاشتې زده کړه، او دلته په انګلستان کې مې ۸ کاله زده کړه (لېسانس، ماستري، او دکتورا)، او ۲۷ کاله مې د انګلستان په یوه پوهنتون کې، معلمي کړېده.

فعلاً د ۹ میاشتو راپدېخواه، تقاعد شوی یم، او غواړم، چې د ګرانو او قدرمنو لوستونکو پاملرنه دغه لاندې ټکیو ته را وګرځوم.


۱ – د تقاعدۍ ژوند، د کاري ژوند سره ډېر زیات توپیر لري. که یو څوک د تقاعدۍ ژوند ته، یو مخکینی پلان ونلري، او یا یو منظم پروګرام ورته جوړ نکړي، نو کېدای شي، چې د هغه د تقاعدۍ ژوند ډېر ژر بې خونده شي. نو پدې خاطر، یو منظم مخکینی پلان ورته ډېر ضرور دی.
۲ – د تقاعدۍ په لومړنۍ ورځ، یو ډېر خاص احساس سړي ته پیدا کیږي. یعنې ټول خلک به خپلو کارونو ته ځي، او ته به په کور کې ناست وې. البته، دغه احساس هم خوندور، او هم بې خونده وي. خوندور پدې خاطر، چې سړی به مجبور نه وي، چې دریشي وکړي، او په معین وخت خپل کار ته ولاړ شي. بې خونده لدې کبله، چې ځان ورته بېکاره ښکاره کیږي.
۳ – د تقاعدۍ معاش، د کار د معاش په نسبت ډېر کم وي، او لازمه ده چې خپل مصرف ته، له سره سمه کتنه او پاملرنه وشي. دلته، د یوه سړي معاش په لاندې ډول سره تعین کیږي.
د سړي کلنی معاش په ۸۰ تقسیم کیږي، او بیا د خدمت په کلونو کې ضرب کیږي. فرض کړی، چې د یوه سړي کلنی معاش ۴۰ زره وي، او هغو ۲۶ کاله خدمت کړی وي، نو ددغه سړي معاش به د کال ۱۳ زره وي، چې د میاشتې ۱۱۰۰ کیږي.
هېره د نه وي، چې لدغه معاش څخه حکومت بیا خپله مالیه هم اخلي. نو هر سړی باید پدې خبره پوه او خبر وي، چې معاش یې په ډېره زیاته اندازه کمیږي، او هرڅوک باید د امکان په صورت کې، یو مقدار پیسې د تقاعدۍ لپاره مخکې له مخکې سپما کړي.
د یادولو وړ ده، چې نن سبا، د ځینو خلکو تقاعد په نورو طریقو هم تعین کیږي، او دلته قانون هر وخت له شرایطو سره برابر بدلیږي. ځینې خلک د خپلو ځانونو دپاره د تقاعدۍ نورې لارې هم پکار اچوي.
همدارنګه، دولت ټولو خپلو قانوني اوسېدونکو ته، چې رسمي کار یې کړی وي، او کنه، یوه کمه اندازه، د تقاعدۍ روپۍ ورکوي.
۴ – تقاعد، په کورني ژوند هم ډېر تأثیر لري. دا پدې معنا، چې د کور ښځه هم له سړي سره کله کله په تنګ کیږي. د کار په وخت کې خو لږ تر لږه د ورځې له خواه، کور ترې بېغمه وي، او کله چې له کاره راشي، نو سړی ستړی او ستومانه وي، او دومره جنجال په کور کې بیا نه جوړوي.

غواړم، یوه ریښتنۍ کیسه درته وکړم.
یوه ورځ ما خپلې کډې ته، د ټوکې په ډول وویل چې پوهنتون راته وویل، چې هغوی زما معاش یوه اندازه کموي. زما عاجزه کډه ډېره خفه شوه، خو په آخر کې یې راته وویل، چې خیر دی، ورسره قبوله یې کړه. بیا مې ورته وویل، چې پوهنتون راته وایي، چې تنخواه د نیمایي ته راټیټوو، نو دا عاجزه بیا ډېره زیاته خفه شوه، او بیا یې په آخر کې راته وویل، چې سړیه! ورسره قبوله یې کړه. بیا مې ورته وویل، چې دوی زما تنخواه، څلورمې برخې ته راټیټوي. دا غریبه بیا ډېره زیاته خفه شوه، خو بیایې په آخر کې راته وویل، چې خیر دی، ورسره قبوله یې کړه. نو په آخر کې مې ورته وویل، چې اوس نو آخرینۍ خبره درته کوم، او هغه داده، چې ما ته پوهنتون په واضح توګه وویل، چې که مجاني درس ورکوې، نو سبا ته راشه، او کنه، نو بیا پوهنتون ته رانشې. نو دغه دفعه، زما عاجزه کډه په ریښتیا سره ډېره زیاته خفه شوه، او د خفګان علامې یې له ورایه معلومېدې، خو بیا یې هم په آخر کې راته وویل، چې سړیه، ورسره قبوله یې کړه، په کور کې به څه وکړې!؟
نو دلته ما ورته وویل، چې زه اوس پوه شوم، چې ته له ما سره په تنګ یې، او هغې راته وویل، چې هو. اوس خو لږ شانته ښه یو، چې د ورځې له خواه خو لږ درڅخه خلاص یو.

د یادولو وړ ده، چې کله په ریښتیا سره زه تقاعد شوم، نو بیا زما قدر له پخواه څخه الحمدلله ډېر زیات شو. کېدای شي، چې یو علت یې داوي، چې زما کډه، زما د خپلې کورنۍ څخه ده، او هغه به ان شاءالله، ما هېڅکله هم خفه نکړي. زه هم هغې عاجزې ته ډېر احترام لرم، او هر وخت د زړه له کومي هغې ته دعاوې کوم.
۵ – که چېرې یو څوک خپل ځان ته، پخپله په کور کې مصروفیت پیدا نکړې، نو په کور کې وخت تېرول به دومره آسانه کار نه وي. دا پدې معنا، چې په کور کې د کور د تعمیر په هکله، باید ضرور کارونه سرته ورسول شي. د مثال په توګه، کوم ښه تشناب، ښه آشپزخانه، او یا کومه اضافګي کوټه جوړه شي، او بیا ښه ګلالۍ رنګ شي.
۶ – ډېر زیات کوښښ وشي، چې له خپلو لمسیو سره ډېر وخت تېر شي. د لمسیو سره ډېر ښه وخت تیریږي. لمسي، او لمسۍ ټول ډېر خواږه، او شیرین وي، او باید لږ مصرف هم پرې وشي. که څوک مصرف ته تیار نه وي، نو بیا د اوسنۍ زمانې لمسي هم، فی سبیل الله مینه نه درسره کوي.


۷ – ډېر زیات کوښښ باید وشي، چې د امکان په صورت کې، پنځه وخته لمونځ په جماعت سره اداء شي. عمرې ته ولاړ شي، او خپل نفلي حجونه ترسره کړي. د خیر کارونه سرته ورسوي، او د خپل آخرت د ښه کولو دپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.
ډېر کوښښ باید وشي، چې د خپل آخرت توښه نوره هم زیاته شي، او له نورو نېکو متقاعدینو سره راشه او درشه ټینګه شي. له بدو ملګرو څخه باید هر وخت ځان لیرې وساتل شي. خدای مکړه، داسې ونشي، چې یو سړی د تقاعدۍ په وخت کې بې لارې شي.
۸ – تر خپل وس او قدرت پورې باید کوښښ وشي، چې د کور په کارونو کې ګوتې ونه وهل شي. خاصتاً، د ډوډۍ په هکله، له ډېر احتیاطه کار واخستل شي، او که څوک غواړي، چې پخپل کور کې آرامه ژوند وکړي، نو باید له ډېر انتقاد کولو څخه ځان وساتي.
په لنډه توګه، هغه کارونه باید سرته ورسول شي، چې پخواه د وخت د نلرلو له کبله، سرته نشو رسېدلای.
۹ – ما خپلو ټولو ملګرو ته ویلي دي، چې زه به په عادي حالت کې دوی ته تلفون ونکړم. دا پدې خاطر، چې زه اوس وزګار یم، او که دوی غواړي، له ما سره خبرې وکړي، نو دوی باید تلفون راته وکړي. غواړم دلته، یوه بله کیسه هم درته وکړم.
زه به هرکال د خپلو اولادونو سره د اوړي په رخصتیو کي شمشتو ته، د خپلې کورنۍ د لیدلو دپاره ‌تلم، او الحمدلله، هره دفعه به مو یوه عمره هم په لاره کوله.
یوه ورځ له لمانځه څخه وروسته له خپلو نیږدو ملګرو سره د سرک پرغاړه ولاړ وم، چې ناڅاپه یوه ملګري په لوړ آواز نارې کړې، چې تیت شئ، تیت شئ، او هغه دی بیا راغئ. ما پوښتنه ترې وکړه، چې څوک راغئ؟ هغو په ځواب کې راته وویل چې فلانی راغی، او هغه خو اوس وزګار دی، او مونږه ټول له کاره باسي.
نو د یوه تقاعدي دپاره لازمه ده، چې دغه ټکی په نظر کې ونیسي، چې نور خلک دده په شان وزګار ندي، او د نورو ډېر وخت ضایع نکړي.
۱۰ – د یوه تقاعدي سړي سره باید ډېر احتیاط وشي. دا ځکه چې هغه په اندک خبره هم په قهر کیږي. کېدای شي، یو علت یې داوي، چې زیاتره وخت، تقاعدي سړي، د شکر، د فشار، د زړه، او د کلسترول، په ناروغۍ اخته وي، چې دا پخپله لږ بهانې ته ضرورت لري.
نو هغه کورنۍ به ډېره نېکمرغه وي، چې په کور کې ښه تقاعدي ولري، او داسې نه وي، چې ټول ورسره په تنګ وي. نو د تقاعدي دپاره هم پکار ده، چې په کور کې د نورو ژوند ته هم، د قدر په سترګه وګوري.
د یادولو وړ ده، چې زه الحمدلله تر دغې لحظې پورې، له خپلې تقاعدۍ څخه ډېر راضی یم، او هیله ده، چې همدا شانته پاته شي، او هېره د نه وي، چې تر اوسه یوازې ۹ میاشتې تېرې شوېدي!
په پښتو کې یو متل دی، چې دا دې پټي سر دی، او پټی کارته سورور دی.
همدارنګه، زه تر اوسه پورې د ډېرو نېکو کارونو د سرته رسولو نیت لرم. الله(ج) د راسره وکړي، چې هغه په اسلامي شرایطو برابر سرته ورسوم.
مونږه او ستاسې ټول مسلمانان، باید کوښښ وکړو، چې د کور د ننه، او د کور د باندې، ښه اسلامي رویه ولرو. ځینې د کور د باندې ډېر ښه سړي وي، لیکن، د کور د ننه، بیا ډېر بد اخلاقه وي، او ځینې بیا په کور کې ډېر تابع، او د کور د باندې ډېر بد اخلاقه وي، چې دا دواړه ډوله خلک، ښه خلک نشي کېدای.

د پام وړ ټکي:
زه ډېره علاقه لرم، چې خپلو وطنوالو ته، فی سبیل الله، د تعلیم په باره کې خدمت وکړم.
زه فعلاً د شکر، کلسترول، او فشار تکلیفونه لرم، او په دوامداره توګه باید دوا وخورم. لېکن، زه بیا هم الحمدلله کولای شم، چې په همدغه حالت کې هم، لدې ځایه څخه، د افغانستان له پوهنتونو سره خپل تعلیمي کمک ته ادامه ورکړم. یا په بل عبارت، زه کولای شم، چې خپله د معلمۍ ۲۷ کلنه تجربه، د پوهنتونو د ګرانو او قدرمنو استادانو، او محصلینو سره شریکه کړم.
د مثال په توګه، ما ځینې تعلیمي لیکنې کړېدي، چې هغه به ان شاءالله، د ځینو استادانو او محصلینو دپاره بې ګټې نه وي. زه د خپلو هغو مضمونو په هکله، چې د هغوی ذکر مې په لسمه برخه کې کړیدی، د لکچرونو، توتوریل، او لابراتوارونو، ډېر مواد لرم، چې زه غواړم، هغه په وړیا توګه، د خپلو افغاني محصلینو، او استادانو په اختیار کې ورکړم. زه کولای شم، چې لدغه ځایه څخه، د دوی سره رابطه ولرم، او له ګرانو استادانو او محصلینو سره، وړیا تعلیمي کمک وکړم.
همدارنګه، زه د خپلو مضمونو د کلونو کلونو د امتحان سوالونه، او د هغوی واضح حل لرم، چې دغه به، بېله شکه، د استادانو او محصلینو دپاره ډېر ګټور واقع شي.
غواړم، ددغه لیکنې لوستونکي خپل شاهدان وګڼم، چې ما خپل فی سبیل الله کمک، د خپلو وطنوالو دپاره وړاندې کړ، او که چېرې دوی ترې ګټه پورته کړه، خو ډېر ښه، او کنه، نو بیا به په آخرت کې، زما غاړه خلاصه وي، او بس.
غواړم، یوه بل ټکي ته هم اشاره وکړم، او هغه دا چې، ما ته پدغو ۲۷ کالو کې خپل پوهنتون او خپل دفتر، د خپل کور په شان ښکاره کېده، او هر وخت به زه لکه خپل کور ته ور روان وم. اما، پدغه تېرو ۹ میاشتو کې زه یوه ورځ هم نه یم ورغلی. حتٰی یوه ملګري معلم، له قزاقستان څخه ما ته یو سوغات هم راوړې وه، او ما ته یې څو ځلې تکست راولېږه، چې دفتر ته ورشم، او هغه سوغات ترې واخلم. لېکن، زما پښې اوس نه ورځي، او له سوغاته هم تېر یم.
زما هدف له دغه څخه دا دی، چې کېدای شي، چې کله کومه لور، او یا کومه خور، د پلار او یا د ورور له کوره واده شي، نو هغوی به هم بیا د خپل پلار، او یا د خپل ورور، د کور په هکله همداسې فکر کوي. نو پدې خاطر، واده شویې لوڼې، او خویندې، باید هر وخت د پلار یا ورور له طرفه وبلل شي، او د هغوی ډېر قدر وشي. داسې ونه ګڼل شي، چې دوی د خپل پلار او یا د خپل ورور کور ته، باید پخپله راشي.
غواړم، په دولسمه برخه کې، وطن ته د خدمت په هکله، چې یوه ډېره جنجالي موضوع ده، او هراړخیز بحث ته ضرورت لري، یو څه ولیکم.
په پای کې دعا کوم، چې الله(ج) د، ددغه وطن، په اسلام او وطن مین خلک، او لویې اسلامي پرګنې سره یو موټی کړي، تر څو وکولای شي، چې په ریښتیا سره، د دغه وطن، یووالی، عزت، آزادي، او افتخار، بېرته لاسته راوړي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.

26.06.2020

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب