ډېر خوب هم د ګوزڼ لامل کېدای شي

په برتانیه کې نوې څېړنې ښودلې چې تر اتو ساعتونو زیات خوب د ګوزڼ یا فالج وهلو لامل کیدلای شي.

د کیمبریج پوهنتون یوې نوې څېړنې ویلي چې د لږ خوب سره سره زیات خوب هم د انسان لپاره وژونکی دی.

څېړنه کې ویل شوي کوم کسان چې اته ساعتونو د خوب عادت لري په هغوی کې د فالج یا ګوزڼ وهلو خطر تر هغو زیات وي چې اوسط ډول خوب کوي. ډاکتران وايي چې ۶ ساعته خوب مناسب او اوسط خوب دی.

څېړنې کې همدا راز ویل شوي کوم کسان چې د شپې تر ۶ ساعتونو کم خوب عادت لري هغوی کې هم ژوند اخېستونکو مرضونو خطر څلور چنده زیاتیږي ځکه د هغوی د دماغو بيلابېلو برخه ته د وینې رسیدلو چارې اغېزمنې کیږي.

دغه څېړنه چې په ۱۰زره کسانو شوې په کې ویل شوي چې د شپې مناسب خوب ډير اهمیت لري خو ډير وخت په بستره کې پریوتل فشار پورته کوي او فالج یا ګوزڼ وهلو ۴۶ سلنه خطر زیاتوي.

څېړونکي وايي چې تر دې دمه یې ددې لاملونو نه دي څرګند شوي او په دې اړه نور تحقیق ته هم اړتیا لري چې ولې خوب ژوند اخېستونکی ثابتېدای شي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب