له شیطان سره مرکه (ګوره ونه وایې چاته)| خوږ نظم

نا آرامه ټوله شپه وم ……………………………………………………………….له شیطان سره  جرګه وم

سهار پورته شواذان ……………..…………………………………..…………….. له مسجد ځخه اعلان

زه له ځایه خو ځېدلم…………….………………………………….……...……. خو شیطان نه پرېښودلم

ماویل ځم وخت د لمانځه ده…….……………………………….………. ده ویل مه ځه شپه اوږده ده

ما ویل لمونځ شو رانه تېر …………..………………………………...…….. وېل ځان مه ځوروه ډېر

دوه رکعته به بیاوکړې ……………………………………………………… په دې نیمه شپه به څه کړې

خلګ ټول کوې خوبونه…………..………………………………..…………. ته د لمونځ وهې سوچونه

په وسواس یې آسوده کړم ………………………………………………..په خواږه خوب یې وېده کړم

فرض لمونځ شو رانه پاته

ګوره و نه وایې چاته

زه راوېښ شوم لمرختلی ……………….……………………………………… شیطان ناست ډډه وهلی

ما وېل کور درب کړه وران …………………………………………………..…وېل یو ته یې مسلمان ؟

د وسواس په نرم ځوږ کي …………………………………………………….. را ته وې ویل په غوږ کي

ته لافکر د لمانځه کړې …………………………………………………..  په دې نن ورځ کي به څه کړې

چي ما پیل کړل اذکار…………………………………………………………….. وسواس بیا کړمه بېګار

لاس مي پورته کړل دعا ته ……………………………………………………..  ویل پرې یې ږده بېګا ته

ما ویل زه به توبه وکړم  ………………………………………………….  خو په دې سوچ یې دوکه کړم

توبه مه باسه وختي ده ………………………………………….…………….   څومره ښکلی د ځواني ده

ما توبه هم کړله شاته

ګوره ونه وایې چاته

ماویل زړه کي زهیرېږم  ………………………………………………………………….. له الله ځخه وېرېږم

اوس که هرڅومره هوسایم …………………………….…………………………. خومرګي ته وارخطا یم

په دې کار به الله  ښاد کړم  ……………………………………………………….  سورتونه به څو یاد کړم

وېل منه ځما خبري ……………………………………………………………..…………. غږوه خوږې سندري

ستا له چا ځخه پروا ده ……………………………………………………………… موسېقي د روح غذا ده

ما وېل ماته د شه زامه ……………………………………………………………….. موسېقي خو ده حرامه

وېل جواز یې ښه انصاف دی ……………………………………………….. په حرمت کې اختلاف دی

په هم دغه ځای یې هېر شوم ………………………………………………. په یو ښکلي نجلۍ تېر شوم

وېل  بې شرمه د که سترګي ………………………………………………………. مارا بندي کړلي غبرګي 

ماوېل دې کي خو خطره ده ……………………………………………………………وېل د تا لا څه اسره ده

دا خوحسن دی جمال دی ………………………………………………………………..  تفکر پکي حلال دی

بیا ور ومي کتل خواته

ګوره ونه وایې چاته

ماوېل ځمه او س کعبې ته …………………………………………………………….. هم به ورشم مدینې ته

په توبه به ځان صفا کړم …………………………………………………………… هم راضي به پاک الله کړم

هم به وکړمه نفلونه …………………………………………………………………………… د اصحابو زیارتونه

وېل په نیت به اجر مومې ……………………………………………………………….. ته د څه لپاره درومې

ته یې نه وینې جګړې دي ………………………………………………………… هم په لارو کي خطرې دي

د ثواب کارونه ډېر دي …………………………………………………………….  دوی له تا نه ولي هېر دي

عمره مه کړ ځما وروره ………………………………………………………………………  بل د خیر لاره ګوره

ما وېل لاړ به شم تبلیغ ته  ………………………………………………………………  وېل ته ګوره نابالغ ته

دا کوم کار ده چي یې ته کړې …………………………………………………. دا کوچنی اولاد به څه کړې

ملا د ټینګه ګړه خرچو ته …………………………………………………………………  خواري وکاږه بچوته

تبلیغ پرېږده و ملا ته

ګوره و نه وایې چاته

و یوه کارته غلیمه  ……  ته ما نه پرېږدې ظالمه

زه به نه ښورم له ځایه  ……….. نور څه وکړم راته وایه ؟

وېل منه ځما خبري  ……… له عالمه ګرځه لېری

له ملا نه کوه کرکه  ….  د تبلیغ اسره یې مه که

جنت ځای د مسلمان ده  ….  په همدې د تا ایم ان ده

په ځواني کي د هر څه که …………… چي بوډا شې توبه وکه

چي د ولېدله ګټه ……………  ته ور و ګرځوې څټه

که حلال دی که حرام دی  ………  خو د تا ورته ناکام دی

مه ډارېږه له پېغوره  ………….. د نفاق جامه کی ښوره

مسلمان سره اخته که ……..  ته یې کور کي تماشه که

نور د غوږ ونیسه ماته

ګوره ونه وایې چاته

لږ  په ژبه کی هوښیار شه ………………………………………………………………  مخامخ د هرچا یارشه

پسي شا کړه غیبتونه ………………………………………………………………………………لوټوه یې عزتونه

مسلمان سره په جنګ که  ………………………………………………….. له هغه وروسته ترې څنګ که

کله غله ته ک� �ه مل ته   ……………………………………………………………………………   د یوه خبري بل ته

 د نفاق چي ته عنوان شې …………….…………………………………………….  په همدې شکل به خان شې

ټکوه په کي ډبري  ………………………………………………………………………..  له اصلاح نه ګرزه لېري

کله دلته کله هلته …………………………………….………………………………………  شیطانت کوه یو بل ته

په دې کار کي دي خوندونه  …………………………………………………………  لذت واخله له ژوندونه

نور خبر به په ډېر څه شې ………………………………………………….………………….. چي ځما په مشوره شې

پام د کړه ځما سلا ته

ګوره و نه وایې چا ته

ما وېل ته خو � �ېر هوښیار یې…………………………………………………….. حقېقت کي ځما یار یې

سر د نه پېچم له رایه …………………………………..……………………………………دښمنا ن د را ته ښایه  

وېل ماجت کي چي کسان دي …………………………………………….. هغوی ټول ځما دښمنان دي

که عالم ده که ولي دی  …………………………………………………………..  که دېن دوسته تبلیغي دی

چي ددې دین خدمتګار دی ………………………………………………………..  دښمنې یې ځما کار دی

تل له دوی سره په جنګ یم  ………………………………………………………..  له خبرو یې ډېر تنګ یم

د جنت په لالچو کي  …………………………………………………………  راته ناست وي په مورچو کي

چي ددوی د ذکر شور شي  ………………………………………………….  ځما په تن باندي بل اور شي

د قرآن پاک آیتونه ………………………………….………………………………..  ځما په زړه کوي فایرونه

بخاري ده که مسلم دی  ……………………………………………………………  راټول کړی یې ګلیم دی

بې ټاټوبي شومه پاته

ګوره ونه وایې چاته

ماوېل تېزه د چاړه که ………………..……………………………………………  خو دا یوراز د ښکاره که

سرد نه پېچم له رایه  ……………………………………………………………… خپل دوستان د راته ښایه

وېل ځما دوستان هغه دي  ………………………………….……………………..  چي له دینه بیګانه دي

چي وهي د بل حقونه  ………………………………………………………………………  اخلي بډي رشوتونه

زه یم دوست د خېټه ورو ……………………………………………………………  چي دین پلوري په ډالرو 

که ډاکو ده که رهزن دی ……………………………………………………..  چي هر ځای کي درواغزن دی

چي فساد یې وی خپل کړی …………………………………………………….  وی یې خپل ځان شرمولی

چي بېدینه دوکه باز وي  ………………………………………………..  چي لګیا په سروذ او ساز وي

چي یې شا وي و قرآن ته  ………………………………………………………….  مورچه نیسي مسلمان ته

اغزي اچوي په لار کي ……………………………………………………………..  وهي لاس د هرچا کار کي

دوی په خټه مسلمان دي  ………………………………………………………….   له ازله مي دوستان دي

دوی چوپړ وهي تل ماته

ګوره ونه وایې چاته

ماوېل ګرانه عقلمنه  ………………………….………………………………………..  درنه کړم یوه پوښتنه

که مي دا سوال ځواب کړې  ………………………………………………….. دښمنان به ټول کباب کړې

د تا کوم شیان ډېر خوښېږي ……………………………………………………  چي دښمن د پرې ځورېږي

وېل سندري او فلمونه  ………………………………………………………………….     هم د میني ناولونه

اتڼونه او ډانسونه  …………………………………………………………………..  ګډ جوړ شوي کنسرتونه

هم بېدینه قلمونه  ………………………………………………………………………………..  دشرابو محفلونه

دا ځما د روح غذا ده  ……………………………………………………………………..   ځما ملګرو ته رواده

انټرنټ ځما اډه ده  …………………………………………………………………….  اوس ځما زړ ګی ډاډه ده

( قدوسي) ګیله له تا کړم …………………………………………………………….. که د خلګوته  رسواکړم

خبر مه وړه بېنوا ته

ګوره ونه وایې چاته

قدوسي سلیمانخیل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب