د کورني ژوند په اړه څو مهم نصيحتونه

يو پلار خپل زوی ته د واده په ورځ لس نصيحتونه کړي چې ‌‌‌‌‌‌په کورني ژوند کې ډېر مهم او په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي:

زویه یقینا ته کله هم په خپل کور کې تر هغه خوشحالۍ او نیکمرغۍ ته نشې رسېدی تر څو چې دغه لس نصيحتونه ونه مني، دا دي له ما یې زده کړه او تل عمل پرې کوه

لومړی او دوهم:

ښځې په فطري ‌‌‌‌‌‌ډول ناز او دا خبره خوښوي چې خاوند یې ورته ووایي: راباندې ګرانه یې.

نو په دې اړه بخل او کونجوسي مه ور سره کوه، که نه نو بیا به مو تر منځ د بې وفایۍ پرده خپره او مينه به مو سره نيمګړې وي.

دریم:

ښځې له سخت او جدي سړي نه بد وړي، او کمزوری او نرم سړی بیا استعمالوي، نو ته د جدیت او نرمۍ دواړو لپاره مناسب فرصت ګوره؛ ځکه په دې سره هم مینه رامنځ ته کېږي او هم ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ او سکون.

څلورم:

مېرمن له خاوند نه داسې هیله لري لکه خاوند یې چې له مېرمنې لري: ښې خبرې، ښکلی منظر، پاکې جامې او خوږ بوی، نو هر وخت همداسې ور سره اوسه.

پنځم:

بې شکه کور د مېرمنې پاچاهي ده، نوموړې داسې انګېري چې د همدې پاچاهۍ په تخت ناسته او باداره ده.

پام! چې دغه پاچاهي یې ورانه نه کړې، او نه یې کله هم له دغه تخت څخه د لېرې کولو هڅه وکړې؛ که دې داسې څه وکړل نو په حقیقت کې دې له نوموړې نه د پاچاهۍ اخیستو هڅه وکړه، او پاچا له هېچا سره دومره سخته دښمني نه کوي لکه له هغه چا سره چې پاچاهي ترې اخلي. که څه هم چې په ښکاره څه ورته ونه وايي.

شپږم:
ښځه غواړي هم خاوند خپل کړي، او هم پلرګنۍ له لاسه ور نه کړي، نو پام چې ځان د نوموړې له پلرګنۍ سره په یوه تله کې وانه چوې؛ ځکه چې بیا به نو یا ته وې او یا یې پلرګنۍ، که څه هم چې دا به تا غوره کوي، خو هغه غم چې د پلرګنۍ د نه غوره کولو له امله ورته رسېږي د هغه تاو به هرو مرو تا ته هم په ورځني ژوند کې په یو ‌‌‌‌‌‌ډول نه په یو ‌‌‌‌‌‌ډول رسي.

اووم:

ښځه له کږې پوښتۍ پيدا شوې، او دا په دې کې عیب نه، بلکې همدا یې د ښکلا او جذابیت راز دی، لکه وروځې چې کږوالي ښکلې کړې دي، نو کله که څه غلطي ترې کېږي، سختي مه ور سره کوه، داسې چې ته غواړې سمه یې کړې، هغه به یې ماته کړې، او ماتوالی یې طلاق دی.

هو داسې هم نه چې که یې غلطي کوله هېڅ مه ورته وایه؛ ځکه بیا یې خیال نه درباندې راځي او خبره دې نه اوري.

نو بین بین ور سره اوسه!

اتم:

ښځه فطرتا داسې پيدا شوې چې د خاوند ناشکري کوي او نیکي هېروي. كه ټول عمر ښه ور سره وکړې خو چې یو ځل دې بد ور سره وکړل وایي ما په ژوند کې له تا ښه نه دي لیدلي!

نو پام چې له دې امله یې بده ونه ګڼي او کرکه ترې ونه کړې؛ ځکه دا خوی یې که بد دی، نور ښه خویونه پکې شته.

نهم:

په ښځه وخت په وخت ځينې بدني کمزورتیاوې او رواني ستړیاوې راځي، تر دې چې الله سبحانه وتعالى په دغو حالاتو کې ځينې هغه پرې فرض کړي فرایض ترې ساقط کړي ، لمونځ یې بالکل ورته معاف کړی، او روژه یې ورته وروسته کړې، تر څو یې چې روغتیایي حالت ښه کېږي، نو په دې حالاتو کې ته هم خپلې غوښتنې او هیلې کمې کړه، لکه الله جل جلاله چې پرې مهربانه دی ته هم پرې مهربانه اوسه.

لسم:

په دې پوه شه چې ښځه له تا سره بندیوانه او اسیره ده، نو په اسیرتوب یې ترحم کوه او له غلطيو یې ور تېرېږه، په دې سره به دې د ژوند ښه شریکه او ښه متاع شي.

ژباړه.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب