ډاكټر او د خير كیلي ګانې
ليکوال: دکتور محمد العريفي
ژباړه: ميوند محمد جمال.
يوه ورځ مې د ډاكټر او مريضانو د حال په باره كې فكر كاوه او طب مې د نورو مسلكونو سره مقايسه كړ آخر دې نتيجې ته ورسېدم، چې استاذ ته كه څه هم سخت كار ور په غاړه وي خو هغه بيا هم د دومره سختى سره نه مخ كېږي او د وخت سره د هغه مشكل حل شي.
انجنير هم دومره سختى نه ويني او هغه خلك په اسانى پوهوي. پيلوټ او ډريور هم دومره مشكلات نه ويني، همداسې نجار، موچي، آشپز او نور، خو ډاكټر بيا تر هرچا جلا (بیل ) دى. ډاكټر ته داسې مريضان هم راځي چې هغوی په خبره پوهېږي، داسې مريضان هم ورته راځي چې هغوى په خبرو سر نه خلاصیږي او ډاكټر چې ورته څه ووايي دا خپله کوی لكه:
ډاكټر صيب تاسو څه وايي؟، نه ته زما په خبره پوه نه شوې كنه، زه څه وايم او ته څه وايې. زما خېټه درد كوي او ته مې ملا ګورې، ښه نو څه وكړم او داسې نور….
ډاكټر ته ډېر داسې مريضان هم راځي چې هغه ته وايي: د خداى نه وډار شه دمره دوا او دا دومره معاينې ته یواځي د خلكو لوټولو لپاره كوې.
ډېر بيا ښه هم وي او څه داسې هم وي، چې له ډاكټر او دوا نه سر ټكوي او ورته وايي: دا څويم ځل دى دوا اخلم او ګټه نه كوي!؟
ډاکټر صیب ! چې په علاج نه پوهېږې بيا ډاكټري ولې كوې؟
هغه به ليونى وي، چې ستا غوندې سړي نه علاج كوي.
ډېر مریضان یا بخيل وي، ډېر واړه او ډېر بيا زاړه. شاعر وايي:
ولا تحسب الناس نوعا واحدا فلهم طبائع لست تحصيهن الوان
ډاكټر ته پكار دي، چې هغه د هر رنګ مريضانو سره ښه چلند وكړي او په هر هغه څه صبر وكړي، چې مريضان يې وايي او يا يې هغوى كوي.
ډاكټر ته پكار دى د مشرانو احترام او په كشرانو رحم وكړي هغه كس چې د خلكو سره ناسته پاسته لري او د هغوى په ضرر صبر كوي هغه الله ته نزدی دى.
د خير كلي ګانې:
۱- ډاكټر ته پكار دي، چې د مريض سره په مينه او نرمۍ خبرې وكړي د هغه د كورنۍ او ژوند په باره كې ترينه پوښتنه وكړي.
۲- كه ډاكټر كولى شي مريض ته بعضې كتابونه او فيتې وركي ترڅو د هغې نه استفاده وكړي نو دا به ډېره بهتره لاره وي.
۳- ډاكټر بايد د مريضانو سره د راغلي كسانو هر سوال ته ځواب ووايي او هغوى ته د صبر او ډاډ ګيرنې اطمينان وركړي.
۴- ډاكټر چې كله په روغتون كې د مريضانو د حال پوښتنه كوي په زړه كې دې دا نيت وكړي، چې د هغوى پوښتنه كوم، ځكه په حديث كې دي، چې كوم مسلمان دبل مريض مسلمان پوښتنه كوي هغه ترهغې د جنت په باغ كې وي.
۵- هروخت يې بايد په مخ مسكا خوره وي، ځكه مسكا هم صدقه ده.
۶- كله چې كوم مريض د څه پوښتنه كوي نو ډاكټر ته پكار دي هغه سره كومك وكړي.
۷- ډاكټر چې كله په روغتون كې د شپې نوكريوال وي هغه ته پكار دي، چې د انتظار او وزګار ناستى په وخت د الله جل جلاله څخه د اجر اميد ولري.
۸- د مريض په كتلو او دوا ليكلو كې بايد د عجلې نه كار وانخلي او ښه په آرام او تسلى سره مريض وګوري او بيا ورته دوا وليكي.
۹- د مسلمانانو په مرضونو دې پرده واچوي.
۱۰- ډاكټر ته پكار دى چې دمريض سره بې ځايه او ډېرې خبرې ونه كړي، هسې نه چې د هغو مريضانو وخت خراپ نه کړي کوم چي بیرون انتظار کوي.
د (ډاکټر، مرض او مريض) له کتاب څخه
ليکوال: دکتور محمد العريفي
ژباړه: ميوند محمد جمال