د سالمې معدې لپاره يو څو ضروري سپارښتنې

لکه چې ګورو دغه پوښتنه ډېره جامع ده او پراخ ځواب غواړي خو په لنډه توګه به دا ووایو چې د سالمې معدې راز په سالمو خوړو کې دی، البته سالم خواړه په دوه معناوو دي:

لومړی دا چې باید خواړه پاک وي د معدې ډیرې ستونزې د ناپاکو خواړو له امله پيدا کیږي. د مثال په توګه: په افغانستان کې د جادریا او آمیب پرازیتونه د معدې او کولمو لویه ستونزه ګڼل کېږي ډېری ناروغان چې په جاردیا اخته وي ممکنه ده ډېره موده د معدې د زخم یا ټب درمل وخوري چې هیڅ ګټه به نه لري په هر صورت حتي د معدې د زخم عامل هم ډېر ځله د هیلي کوباکټرپیلور په نامه یو میکروب دی .

دمعدې د سالم ساتلو لپاره بله مهمه دا ده چې خواړه ډېر او په یو وار ونه خوړل شي ځکه که په یو ځل خواړه وخوړل شي معدې ېې هضمولی شي خو نورې ستونزې به له ځان سره ولري .

دغه راز سره کړي خواړه او مسالې هم د معدې لپاره ستونزې پيدا کولای شي ډېر سور او ګرم چاي هم ویل کېږي د مرۍ د سرطان یو عامل بلل شوی دی .

له ډیرو غوړو خوړو پرهیز وکړئ میوه او سبزیاني چې فایبرژ ولري ډیر استعمال کړئ.

د پروبیوټیک په نامه یو ډول مکمل خواړه پيدا کېږي چې د کولمو د ښو او بد میکروبونو ترمنځ تعادل ساتی په نورو هیوادونو کې پریمانه پیدا کېږي خو ممکنه ده په افغانستان کې نه وي البته دغه مواد په مستو کې موندل کېږي که مستې وخورئ ښایي درسره مرسته وکړي .

سترس او روحي فشار له ځانه لیرې کړئ د معدې لوی مشکل د سترس له امله وي د سترس د لیرې کولو ډېرې طریقې شته. د مثال په توګه: یوه عام خبره چې په اروپا کې ډېر پرې عمل کېږي هغه دا چې ټول ډاکټران خپلو ناروغانو ته وايي پر هغو کارونو سر مه خوږوه چې ستا له وسه بهر وي او ته يې نه شې کنټرولولی که په د غو کارونو فکر وکړې له ستونزو او سترس پرته بله نتیجه نه لري .

د سپورټ د نورو ګټو ترڅنګ معدې ته هم ګټه لري، د معدې تر ټولو لویه ستونزه د معدې زخم دی په دې هکله به لږ په تفصیل خبرې وکړو.

د معدې زخم هغه وخت رامنځته کېږي چې د معدې د مخاط (داخلي پوښ) د مقاومت او د تیزابي ترشحاتو ترمنځ انډول یا تعادل خراب شي، په نیتجه کې د هاضمي سیسټم دفاعي عوامل ګډوډېږي او د معدې زخم یا ټپ رامنځته کېږي د معدې اسید ډېر قوي دی چې هرڅه هضمولای شي خو د معدې مخاط هم دومره مقاومت لري چې په خپلې معدې د دغو تېزابو د ناسم اغېز مخه نیسي کله چې دغه دفاعي حالت خرابه شي نو معده زخم شي .

نن سبا د معدې په زخم کې د هیلیکوباکټر پيلور په نامه د یوه مکروب شتون ثابت شوی دی چې د معدې د زخم اتیا فیصده علت همدا میکروب دی، خو پردې سربیره ځینې درمل لکله بروفین ، اسپرین ، او نور التهاب ضد درمل دغه راز سترس او روحي فشارونه د معدې په زخمونو کې اغیزمن دي هغه کسان چې د معدې زخم لري باید حتماً د دغه میکروب پلټنه پکې وشي کله چې دغه میکروب ثابت شي او ناروغ ته انټي بیوټیک ورکړل شي نو د معالجې په وړاندې ډېرژر غبرګون ښيي او مثبته نتیجه ترې ترلاسه کیداي شي. البته دغه میکروب ښايي د ډېرو روغو کسانو په معده کې هم موجود وي خو له دې چې د هغوي د معدې د مخاط او اسید ترمنځ تعادل نه وي خراب شوی نو د معدې زخم نه پیدا کوي .

د معدې د زخم نښې نښانې ډېرې دي. د مثال په توګه یوه عامه نښه درد دی، دغه درد سوزنده وي او موقیعت يې د نس په پورتنۍ برخه کې د ټټر د منځني هډوکي په ښکتنۍ برخه کې احساسېږي ډېر ځله دغه دردونه د زړه له دردونو سره یو شان وي ځکه خو په ځینو مواردو کې د معدې ناروغانو ته په غلطۍ کې د زړه درمل هم ورکول شوي وي.

معمولاً د معدې درد له خوړو سره تړاو نه لري په دې معنې کله چې سړی وږی شي درد نه لري خو له خوړو سمدستي وروسته درد احساسوي او ممکنه له کانګو او د معدې له تشېدو وروسته درد بېرته ښه شي .

د معدې زخم ممکنه ده د سوء هاضمې، کانګو، زړه بدوالي، نفخ او باد او ارګیمي سبب هم شي.

ځینې وخت د معدې زخم درلودونکي ناروغان ممکنه ده وزن بایلي هغه ټکی چې نن سبا مطرح کېږي اود سرطان په مخنیوي کې ډېر اغیزمن هم دی، دا دی چې د معدې زخم په تېره بیا که د هیلي کوباکټر پيلور له امله وي د معدې د مخاط د بیا بیا التهاب سبب کېږي او دغه ګسټریټ د دې سبب کېږي چې دغه کسان د معدې په سرطان د اخته کېدا ډېر چانس ولري، نو که تاسو هم په معده کې درد لرئ غوره ده ډېرژر ډاکټر ته ورشئ او د سرطان د مخنیوي لپاره دغو ټکوته هم پام کوئ:

که په معده کې هر ډول درد لرئ ژر ترژره ډاکټر ته ورشئ او معاینات وکړئ او علاج پیل کړئ قطعي تشخیص ډېر مهم دی په تېره بیا د هیليکو باکټر پیلور په نامه د میکروب شتون باید ثابت یا رد شي دغه چاره په علاج کې ډېر اهمیت لري.

که د معدې زخم لرئ مناسب خواړه وخورئ د مثال په توګه سره کړي خواړه، اوومه سبزیانې او خامه میوه مه خورئ. ښايي تعجب وکړئ که درته ووایو چې که د معدې زخم لرئ په اور کباب شوې غوښه په تېره بیا شامي کباب چې البته پاک وي ستاسو لپاره ډیره ګټه لري خولعاب داره خواړه په تېره بیا که مساله هم ولري ډېر تاوان رسوي .سره کړي پياز، د کټوې مساله او خام پياز د معدې ناروغانو ته تاوان لري.غوره ده ګازرې او د ګازرو اوبه ډېرې استعمال کړئ.

سیګریټ او نصوار مه استعمالوئ!

له سټرس ،هیجان او ویرې ځان ژغورئ که څه هم دغه کار د ډېرو کسانو په باور سخت دی خو که وغواړو او خپل ژوند منظم کړو ځان به له ډېرو اندیښنو او فشارونو وساتلی شو.

پرخوري یا ډیرخوراک او اوږده لوږه دواړه ښه نه دي .

دغه راز د ډاکټر له مشورې پرته درمل مه خورئ .

راټولونکی:داکترخپلواک

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب