ښځینه میاشتنی عادت (حیض) طب له نظره

 آیا کله درسره دا پوښتنه پیدا شوی چی ښځې ولی په میاشت کی یوځل ناروغه کیږی او وینه پری ماتیږی؟
یوه ښځه کله امیندواره کیږی یا په نورو ټکو د امیندواره کیدو ورځې یی کومې دي؟
څنګه کولئ شو چی د ښځې د امیندواره کیدو ورځې معلومی کړو؟
آیا له درملو پرته کولئ شو چی د ښځې د امیندواره کیدو مخنیوئ وکړو او پدی ډؤل د درملو د ناوړه اغیزو څخه هم ښځه وژغورو او د امیندوارئ مخنیوئ هم وکړو؟
ددی لیکنی موخه دا ده چی ستاسو دی پوښتنو ته ځواب ووایی.

د ښځې میاشتنی دوره (Female Monthly Cycle):

د یوه حیض د لمړئ ورځې څخه د بل حیض تر لمړئ ورځې پوری مودی ته د ښځې میاشتنئ دوره (Female Monthly Cycle) وایی. ددی دوری پیل له یوه هارمون څخه کیږی چی د ګونادوتروپین ریلیزینګ هارمون (Gonadotropin Releasing Hormone – GnRH) په نوم یادیږی او د سر د کوپړئ د ننه د یوه جوړښت څخه افرازیږی چی هایپوتلموس (Hypothalamus) نومیږی. دا جوړښت د سر د کوپړئ د ننه له یوی بلی غدی سره چی پیتویتری غده (Pituitary Gland) نومیږی د ځنې جوړښتونو په وسیله په اړیکه کی ده چی دی اړیکی ته هایپوتلمیک پیتویتری اکسیس (Hypothalamic Pituitary Axis) وایی او ددی اړیکی له لاری نوموړئ هارمون پیتویتری غدی ته لیږد مومی. د دی هارمون دنده دا ده چی د سر د کوپړئ د ننه پیتویتری غده Pituitary Gland تنبیه کړی. پیتویتری غده له تنبیه کیدو وروسته دوه هارمونونه افرازوی چی د فولیکل تنبیه کونکی هارمون (Follicle Stimulating Hormone یا FSH) او لیوتینازینګ هارمون (Luteinizing Hormone) یا LH په نوم یادیږی.

د FSH او LH هارمونونو دنده څه ده؟

له پیتویتری غدی (Pituitary Gland) څخه تر ازادیدو وروسته دا هارمونونه د وینی دوران ته داخل او د وینی پوسیله د ښځې دواړی خوا د هغی د جنسی حجرو زیرمتون یا تخمدان (Ovaries) او په نارینه کی د نارینه جنسی حجرو د جوړولو ځایونو (خصیو) ته رسیږی. دا هارمونونه په ښځه کی دوه دندی سرته رسوی – لمړئ دا چی د ښځینه تخمدانونو د ننه د جنسی حجرو د ودی او پوخوالی سبب کیږی او له بلی خوا پخه شوی تخمه له تخمدان څخه بهر راباسی. دوهم د دوه ښځينه هارمونونو جوړیدل تنبیه کوی چی د ایستروجن او پروجسترون په نوم یادیږی.د یادؤنې ده چی FSH او LH هارمونونه په نارینه کی هم د جنسی هارمون جوړیدل تنبیه کوی چی د ټسټوسټیرون په نوم یادیږی او د نارینتوب نژدي ټول خواص د همدی هارمون پوری تړلی دی.

 ښځینه میاشتنئ دوران په څلورو پړاونو ویشلی شو چې په لاندې ډول دي:

لمړئ: د رحم د داخلی طبقی د چمتووالی پړاؤ: دا پړاو د میاشتنئ عادت (حیض) له وروستئ ورځې څخه پیل کیږی او په بشپړ ډؤل د ایستروجن او پروجسټرون سره تړاؤ لری. پدې معنی چی د یادو هارمونونو د اغیز له کبله د ښځینه رحم تر ټولو د ننه طبقه چی اینډومیټریم يي بولی وده کوی، پرېړوالئ (ضخامت) یی زیاتیږی، د وینی رګونه او د وینی جریان ورته زیاتیږی او د ماشوم د ساتلو لپاره چمتووالئ نیسی، وییل کیږی چی ددی مرحلي په پای کی د دی طبقی پریړوالئ د شاوخوا نیم یا یو ملی متر څخه تر څلور ملی متره پوری ډېرېږی.
دوهم: د تخمدان څخه د ښځينه تخمی د راوتلو پړاؤ(Ovulation): د یادونی ده چی د نارینه جنسی حجره (سپرم) نشی کولئ چی ښځینه تخمدان ته د ننه او پدی ډؤل د ښځينه تخمی (Ovum) سره یوځای او هغه القاح کړی، لدی کبله باید ښځينه تخمه (Ovum) له تخمدان څخه بهر راوځی. د ښځینه تخمدان څخه د تخمی بهر راوتلو ته په طبی اسطلاح کی Ovulation وایی. دا پېښه په بشپړ ډؤل د FSH او LH هارمونونو له افراز سره تړاؤ لری – پدی معنی چی دا هارمونونه په تخمدان اغیزه کوی او هره میاشت د شاوخوا شپږ یا اووه ښځینه تخمو د غټېدو او پخیدو لامل کیږی مګر په پای کی یواځې یوه تخمه (Ovum) له تخمدان څخه بهر راوځي او په طبی اسطلاح Ovulation صورت نیسی. بل لور ته دا تخمه ډېر وخت له تخمدان نه بهر ژوندئ نه پاتی کیږی او په څو ساعتونو کی له منځه ځي مګر د نارینه جنسی حجره دا وړتیا لری چی تر اته څلویښت ساعتونو پوری ښځینه تخمی سره یوځای او هغه القاح کړی. پدی بنسټ وییل کیږی چی د یوی ښځې د امیندوارئ وخت کابو همدا ۴۸ ساعتونه دی ځکه که اته څلویښت ساعته مخکی هم ورسره نارینه جنسی نژدی والئ کړي وی نو ښایی ښځه امینداوره شی. د امیندوارئ څخه د مخنیوی یوه خوندی طریقه هم دا وخت د جنسی نژدی والی څخه ډډه کول دی. پوښتنه دا ده چی دا پېښه کله صورت نیسی؟ ددی پوښتنی ځواب لدی کبله لږ ستونزمن ده چی ښځینه میاشتنئ دوره په بیلابیلو ښځو کی توپیر لری – پدی معنی چی په یو شمیر ښځو کی اته ویشت ورځې وروسته میاشتنئ عادت (حیض) راځي، په یو شمیر نورو کی ښایی پنځه ویشت ورځې وروسته راشی.
په ټولیز ډؤل دا دوره له یوویشت ورځو څخه تر څلویښت ورځو پوری توپیر کوی. مګر یو ټکئ روښانه ده چی د رحم د داخلی طبقی د چمتووالی له بشپړیدو یا په نورو ټکو د تخمدان څخه د ښځینه جنسی حجری د رابهرکیدو (Ovulation)وروسته دا طبقه څوارلس ورځې په چمتو حالت پاتی کیږی او لدی وروسته نوموړی طبقه رژیږی او د میاشتنی عادت (حیض) په بڼه د ښځینه تناسلی سیستم څخه بهر کیږی. لدی څخه اټکل کولئ شو چی په هغه ښځه کی چی هری اته ویشت ورځې وروسته پری میاشتنئ عادت (حیض) راځی نو د میاشتنی عادت په څوارلسمه ورځ یی جنسی حجره له تخمدان څخه بهر راوځی، په هغه ښځه کی چی هری یوویشت ورځې وروسته پری میاشتنئ عادت (حیض) راځي نو شپږمه ورځ یی جنسی حجره له تخمدان څخه را بهر کیږی او په هغه ښځه کی چی هر څلویښت ورځې وروسته پری میاشتنئ عادت (حیض) راځی نو په شپږویشتمه ورځ یی جنسی حجره له تخمدان څخه بهر راوځی. بل د یادؤنې ټکئ دا ده چی دا هغه وخت ده چی که ښځينه او نارینه پکی نژدی والئ وکړی نو ښځه امیندواره کیږی او د امیندواره کیدو وروسته د ماشوم تر زیږون پوری چی څلویښت اونئ وخت نیسی او د ماشوم د زیږون وروسته تر نامعلوم وخت پوری چی مور ماشوم ته شیدی ورکوی میاشتنئ عادت بندیږی. مګر که پدی وخت کی ښځینه او نارینه سره نژدی والئ ونکړی نو تخمه نه القاح کیږی او ښځه نه امیندواره کیږی.
دریم – د رحم د انتظار پړاؤ: هغه وخت ده چی ښځینه جنسی حجره له تخمدان څخه راوځی او پدی وخت کی ښځینه او نارینه سره نژدیوالئ ونکړی نو امیندواری صورت نه نیسی، مګر د رحم داخلی طبقه څوارلس ورځې چمتو پاتی او د القاح شوی تخمی (امیندوارئ) لپاره انتظار کوی. پدی بنسټ دی وخت ته د رحم د انتظار پړاؤ وییلی شو.
څلورم – د میاشتنی عادت (حیض) پړاؤ: هغه وخت چی په دوهم پړاؤ کی د ښځينه او نارینه تر منځ جنسی نژدی والی ونشی نو څوارلس ورځې وروسته یا هغه وخت چی رحم ډاډه شو چی امینداورئ نده پېښه شوی نو دا طبقه رژېږی او د ښځینه میاشتنی عادت (حیض) په بڼه د ښځینه تناسلی سیستم له لاری بهر ته وځی. دا پېښه د ښځینه میاشتنی عادت (حیض) په نوم یادیږی او له دریو څخه تر اووه ورځو پوری دوام کوی چی په منځنی ډؤل پنځه ورځې حسابیږی. یوه پوښتنه چی ځواب ته اړتیا لری دا ده چی د حیض په وخت ښځه څومره وینه له لاسه ورکوی؟ د روغتیا پوهنی له نظره وییل کیږی چی په نورمال حالت کی د میاشتنی عادت (حیض) په بڼه په اټکلی ډؤل اویا ملی لیتره مایع د ښځې له بدن څخه بهر ته وځی چی ۳۵ ملی لیتره یی وینه او پاتی ۲۵ ملی لیتره یی د رحم د داخلی طبقی مړی شوی حجری (Cellular debris) دی. بل لور ته وییل کیږی چی د میاشتنی عادت (حیض) سره ګڼ شمیر د وینی سپینی حجری (Leucocytes) هم یوځای وی چی دا پېښه د لیوکوریا (Leucorrhea) په نوم یادیږی.
دا چی د وینی د سپینو حجرو دنده د مرضی مکروبونو سره مقابله ده لدی کبله یی موخه دا ده چی د رحم داخلی طبقه چی پدی حالت کی ټپي او رژېدونکی ده، له مرضی مکروبونو څخه وژغوری او د مرضی مکروبونو په مقابل کی یی مقاومت پیاوړئ کړی، پدی بنسټ وییل کیږی چی پدی وخت کی ښځینه رحم د مرضی مکروبونو په مقابل کی له ډېر غښتلئ مقاومت څخه برخمن وی. یوټکئ چی یادؤنه یی دلته اړینه بریښی دا ده چی د روغتیاپوهنی له مخی انسان د خپل بدن د هر کیلو ګرام وزن په سر کابو اویا ملی لیتره وینه لری او د میاشتنی عادت یا حیض په وخت یوه ښځه په ټوله کی د خپل بدن اویا ملی لیتره مایع ضایع کوی چی یواځې پنځه دیرش ملی لیتره یی وینه ده، له بلی خوا د وینی د سرو حجرو عمر هم شاوخوا یوسل و شل ورځې ده او لدی وروسته هسی هم له منځه ځی لدی څخه سړئ اټکل کولئ شی چی که یوه ښځه بله روغتیایی ستونزه ونلری نو دا مقدار وینه ښایی ونشی کولئ چی د هغی په بدن د پام وړ ناوړه اغیزه وکړی.

ډاکټر فیض الله (ثاقب)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب