
چين د خلکو جمهوريت
چين د خلکو جمهوريت لنډ پیژندنه:
People’s Republic of China | |||||
---|---|---|---|---|---|
| |||||
![]() نخشه | |||||
حکومت | |||||
– | President | Xi Jinping | |||
– | Premier | Wen Jiabao | |||
– | NPCSC Chairman | Wu Bangguo | |||
– | CPPCC Chairman | Jia Qinglin | |||
Legislature | National People’s Congress | ||||
جوړښت | |||||
– | People’s Republic of China proclaimed. | 1 October 1949 | |||
ارتوالی | |||||
– | ټولټال | ۹٬۶۴۰٬۸۲۱ کيلومتر2 [c] or 9,671,018 km²[c](3rd/4th) ۳٬۷۰۴٬۴۲۷ sq mi | |||
– | اوبه (%) | 2.8[d] | |||
د وگړو شمېر | |||||
– | 2010 estimate | 1,338,612,968[۱] (1st) | |||
– | 2000 census | 1,242,612,226 | |||
– | گڼه گونه | 139.6/km2 (53rd) ۳۶۳٫۳/sq mi | |||
نا خالص داخلي تولید (PPP) | 2010 اټکل | ||||
– | ټولټال | $9.712 trillion[۲] (2nd) | |||
– | پر کس | $7,240[۲] (99th) | |||
GDP (nominal) | 2010 اټکل | ||||
– | ټولټال | $5.365 trillion[۲] (2nd[۳]) | |||
– | پر کس | $3,999[۲] (98th) | |||
Gini (2007) | 41.5[۴] | ||||
بشري پرمختيا (2007) | ▲0.772[۵] (medium) (92nd) | ||||
د وخت سيمه | (UTC+8) | ||||
د نېټې بڼه | yyyy-mm-dd or yyyy年m月d日 (CE; CE-1949) | ||||
د موټر چلولو سمت | right, except for Hong Kong & Macau | ||||
د انټرنټ مخکښ شپول | .cn[d] .中國[۶] .中国 | ||||
پيل گڼ | +86[d] |
چین په اړه:
د چين د خلکو جمهوريت ( په چینايي: 中华人民共和国 Zhōnghuá Rénmín Gònghéguó ) دنړۍ درېیم لوی هېواد دی چی د آسیا په جنوب ختیځ کې پروت دی. پراخوالى ې ۹۵۲۶۹۰۰ کلومتره مربع دی او ۱۱۹۵۰۰۰۰۰۰ نفوس لري. د چين د خلکو جمهوريت په ۲۱ ولایتونو، ۵ د خپلواکو سیمو او ۳ د خپلواکو ښارونو وېشل شوى دى. پایتخت یی پکندی. د چین ځمکه ( اراضی ) ډېره مختلفه ده. د چین په لویدیځ کی غرونه، په شمال کی دښتې او په جنوب کی حاصل خېز سیمو شته.
تاریخ:
په ۱۷۰۰ ( ق.م. )کال کی د ژېړ سیتد نژدې د چین لومړی پاچایی د شانگ دکورنۍ لخوا تاسیس شوه. په دی وخت کی د چین توری ( کلمی ) اختراع شو. په ۲۲۱ ( ق.م.) کال کی یو چینی جکمران څو نور دښمنی حکمرانان ماته کړل او د چین امپراطور شو. په اوس وخت کی دغه امپراطور د چخین شی خوانگ ټی ( Qin Shi Huang Ji ) به نوم یادېږی. په دی وخت کی قطب نما اختراع شوه او د چین د دیوال جوړول پېل شول. په ۱ پېړی کی د خان د حکمرانانو په وخت کی کاغذ اختراع شو. د تخانگ دحکمرانانو په وخت کی ( ۶۱۸-۹۰۶ ) چینی لوښی او د کتابو چاپونه اختراع شوه. په ۱۲۱۵ کال کی چینگیزخان د چین پر امپراطوری برید وکړ. په ۱۲۷۹ کال کی د چینگیزخان لمسۍ کوبلای خان دچین حکمرانان ماته وکړه. د مینگ د حکمرانانو په وخت کی ( ۱۳۶۸-۱۶۴۴ ) د چین د دیوار د جوړولو کار پای ته ورسېده. په ۱۶۴۴ کال کی د مینگ حکمران د چخینگ د حکمرانانو لخوا ماته وخوړل. د چخینگ حکمرانانو د چین امپراطوری پراخه کړه . په ۱۶۸۳ کال کی تایوان د چخینگ د پوځ لجوا ونیول شو.
د چین جمهوریت
په ۱۹۱۱ کال کی لوی قیام پېل شو او تر لوی قیام وروسته په ۱۹۱۲ کال کی د چین جمهوریت د داکتر سانوونسین لخوا تاسیس شو. په دی وخت کی ملی گوند هم تاسیس شو.
د چین ولسي جمهوریت
د چین ولسی جمهوریت تر داخلی جگړې وروسته په ۱۹۴۹ کال کی تاسیس شو.
منبع:ویکيپیدیا