چغلي او د نورو خبرې بل ته نقلول

د صله رحمۍ قطعه کول، د زړه رحم له منځه وړل او په یو بل باندې زړونه یخول دي ټولو مشکلاتو ریښې  د نورو خبری بل ته نقلولو کښې دي چې اکثره یې ریښتیا ندي:

له مونږ سره په لاندو څو کرښو تامل وکړئ:
“یو له ورځو یو سړي له یو حکیم شخص سره مخ شو نو هغه سړي ورته په پټه وویل آیا د خپل شاګرد د خبرو دې خبر یې چې تا پسې یې ځه ویلي دي؟

حكيم شخص جواب ورکړ: یوه لحظه صبر وکړه
اجازه را کړه تر څو له تا څخه یو څو لنډې پوښتنې وکړم مخکې لدې چې زه د خپل شاګرد له خبرو خبرشم .
ستا دا خبر باید له دریو فلترونو تیر شي.

لمړی فلتر،،،،،

او هغه ریښتیا دي:
آیا ته دا باور لرې، چې هغه څه چې ما ته وایې رښتیا دي؟
نو سړي ورته وویل: نه … په حقیقت کښې ما اوریدلي دي.
حکیم ورته وویل: ته دا خبره صحیح او غلطه نه ګڼې؟

your ads

نو راځه دوهم فلتر به تجربه کړو چې د پاکۍ او نیکۍ فلتر دی؛
آیا په هغه څه چې ته غواړې ما پرې خبر کړې کوم ښه، پاک او د نیکۍ خبر دی ؟
هغه ورته وه ویل نه .. بر عکس

نو حکیم ورته وویل: که چیرې ته ما له دې بد خبر څخه خبر کړې سره لدې چې ته یې د صحت او نه صحت تایید نه کوې زما کومه ګټه پکښې شته ؟
نو سړي د تنګۍ احساس وکړ: حکیم ورته وویل راځه دریم فلتر به تجربه کړو!
هغه د فاییدی او ګټی فلتر ده

آیا په هغه څه چې ته یې غواړې ما خبر کړې ماته به کومه ګټه ورسوي؟ نو سړی ورته وویل: په حقیقت کښې کومه ګټه پکښې نشته

حکیم ورته وویل: کله چې مې په داسې یو خبر خبروې چی نه رښتیا دی، نه ښه خبره ده، او نه پکې کومه ګټه شته، نو ولې غواړې چې ما پرې خبر کړې؟؟؟

ابن الجوزی رحمه الله وایي:
هر هغه څوک چې خپله ژبه د مسلمانانو په آبرو او د هغوی پر رازونو خلاصوی، الله متعال به د ځنکدن په حالت کښې د هغه ژبه د شهادت له کلمې بنده کړي. نو له هغوی مه کیږه چې په خلکو کښې تفرقې اچوی.

ضرور نده تر څو جالب شخص و اوسی..
خو کله که کوم غمجن درته راغی نو خبره یې واوره ..
او کله که څوک عذر خواهي ته راغلل عذر یی ومنه ..
او کله چی ستا کوم ملګری کومک ته ضرورت لري نو کومک ورسره وکړه او حاجت یې رفع کړه..
زده کړې چې څرنګه پر خپلو اطرافیانو نور وخوروي ، ولو که ستاسو لپاره ستړي کیدونکې لحظې ي.
د داسی ثواب ګټونکی به شی چی ستا به فکر هم ورته نه وی…
او د داسې ثواب چې بندې لارې به درته خلاصې کړي چې ته یې فکر هم نه کوې..

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب