د لمانځه پښتو ژباړه

بسم الله الرحمن الرحيم
اللهُ أکبر
الله لوی دی

سُبْحَانَكَ الّلهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالى جَدُّكَ وَلَآ إِلهَ غَيْرُكَ
ای الله ! ته پاک يې ، او ته د صفت لائق يې ،او ستا نوم ډير د برکت دی ،او ستا شان ډير لوړ دی ،او ستا څخه پرته بل څوک د عبادت وړ نشته .

أعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ
زه پنا غواړم په الله تعالی د شيطان شړل شوي څخه .

بِسْمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحِيمِ
(شروع کوم ) په نامه د الله (جل جلاله) چه ډير زيات مهربان پوره رحم لرونکی دی .‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

الْحَـمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ * الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ * مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ
ټولې ستاينې خاص الله لره دي چې پالونکی د ټول عالم دی ، ډير زيات مهربان او پوره رحم لرونکی دی ، څښتن د ورځی د جزا (قيامت ) دی.

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ * اهدِنَـــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ
يوازې تاته عبادت کوو ، او يوازې له ستا څخه مدد غواړو، يا (الله!) وښيه مونږ ته لاره سمه .

صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِــمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّـــالِّينَ
لاره د هغو کسانو چې تا انعام (فضل او کرم) ور باندې کړی ،نه لاره د هغو بدو کسانو چې ګمراهان دي.
آمیــــــــــــــــــــــن
زموږ دعا قبوله کړه

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ * اللَّهُ الصَّمَدُ * لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ * وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ*
ووايه چې الله يو دی ، الله بی پروا دی (هيڅ چا ته احتياج نه دی) ،نه څوک ورڅخه زیږدلي دي او نه د چا څخه زیږیدلی دی، او نه یې کوم سیال شته.

سُبْحَانَ رَبِيَّ الْعَظِيْم
پاک او سپيڅلی دی زما ستر رب

سَمِعَ اللهُ لِمَن الحَمِدَ
الله د ستایونکي خبره اوري

رَبنَا وَلَكَ الْحَمْدُ
ای زمونږ ربه! ټولې ستاينې او تعريفونه يوازې تا لره دي

سُبْحَانَ رَبِيَّ الاَعلی
پاک او سپېڅلی دی زما لوړ رب

اَلتَّحَيَّاتُ ِللهِ وَالصَّلَواتُ وَالطَّيِّباتُ، اَلسَّــلاَمُ عَلَيْكَ أيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُه،
ټول تعريفونه ، او ټول عبادتونه ،او ټول پاکيزه خبرې الله لره دي، سلام دې وي پر تا باندې ای نبي (صلی الله عليه وسلم ) او پر تا باندې دې د الله رحمت او برکتونه وي .

اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِيْنَ، أشْهَدُ أنْ لاَ إلهَ إلاَ اللهُ وَأشْهَدُ أنْ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه.
او سلامتي دې وي پر مونږ او د الله (جل جلاله) پر نيکو او صالحانو بندګانو باندې ، شاهدې ادا کوم چه د الله (جل جلاله) څخه پرته بل څوک د عبادت وړ او لايق نشته ، او شاهدې ادا کوم چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله بنده او رسول دی .

اَللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَيّْتَ عَلى إبْرَاهِيْمَ وَعَلى آل إبْرَاهِيمَ، إنَكَ حمَيْدُ مَجِيْدُ
يا الله (جل جلاله) رحمت نازل کړې پر محمد (صلی الله عليه وسلم) او د هغه په کورنۍ ، لکه څنګه دې چې په ابراهيم (عليه السلام) او د هغه په کورنۍ نازل کړی وو ، يقيناً ته ستایلی او لوی یې.

اَللّهُمَ بَارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلى إبرَاهِيمَ وَعَلى آلِ إبرَاهِيمَ، إنَكَ حمَيْدُ مَّجِيْدُ
يا الله (جل جلاله) برکت نازل کړې پر محمد (صلی الله عليه وسلم)او د هغه په کورنۍ، لکه څنګه دې چې په ابراهيم (عليه السلام) او د هغه په کورنۍ برکت نازل کړی وو، يقيناً ته ستایلی او لوی یې.

اَللّهُمَّ رَبَّنَا اتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الاخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّار
ای زمونږ ربه ! مونږ ته په دنيا کښې هم نيکي (ښه ژوند) را کړه او په آخرت کښې هم نيکي( جنت) راکړه ، او مونږ د اور له غذابه وساتې .

اَلسَّلامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ الله
سلام او د الله رحمت دې وي پر تاسو

دعا قنوت

اَللهُمَّ اِنَّا نَسْتَعِيْنُکَ ،وَ نسْتَغْفِرُکَ وَنُؤْمِنُ بِکَ ،وَنَتَوکَّلُ عَلَيْکَ، وَنُثْنِیْ عَلَيکَ الْخَيرَ، وَنَشْکُرُکَ
ای الله ! له تا څخه مرسته غواړو، او له تا نه بخښنه غواړو، پر تا مو ايمان دی ، او پر تا مو توکل دی ، او ستا غوره ستاينه کوو ، او ستا شکر ادا کوو .

وَلاَ نَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ، وَ نَتْرُکُ مَنْ يَفْجُرُکَ.
او ستا ناشکري نه کوو ، او له هغه چا څخه جلا کيږو او پرېږدو يې چې ستا نافرماني کوي .

اَللهُمَّ اِيَّاکَ نَعْبُدُ ، وَلَکَ نُصَلَّیْ ،وَنَسْجُدُ ،وَاِلَيْکَ نَسْعی، وَنَحْفِدُ، وَنَرْجُوا رَحْمَتَکَ وَنَخْشی عَذاَبَکَ اِنَّ عَذاَبَکَ بِالکُفَّارمُلْحِق
ای الله ! خاص ستا عبادت کوو ، او تا ته لمونځ کوو ، او همدا ستا ته سجده کوو ، او ستا لور ته در ځغلو ، او ستا هر امر ته حاضر يو ، او ستا د رحمت او لورونو هيله من يو ، او ستا له عذابه ويرېږو ، يقيناً ستا عذاب کافرانو ته ورسيدونکی دی .
د لمانځه وروسته دعا

أسْتَعْفِرُ اللهَ ، أسْتَعْفِرُ اللهَ ، أسْتَعْفِرُ اللهَ ،
زه د الله نه بخښنه غواړم ، زه د الله نه بخښنه غواړم ، زه د الله نه بخښنه غواړم .

اَللهُمَ اَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْکَ السَّلاَمُ تَبَارکْتَ يَاذَالجَلاَلِ وَالاَکْرَامِ
ای الله ! ته سلامت يې او سلامتې ستا له لورې ده ، ته د برکت څښتن يې ، ای د لويی ، عزت او وقار څښتنه !

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب