څیړنه: اضافي وزن ۸ کاله عمر کموي

یوه نوې څیړنه ښودلې چې اضافي وزن یا ډیر چاغیدل د انسان ۸ کاله عمر کمولی شي دا ځکه چې اضافي وزن په انسان کې د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي.

همدا راز دغه څیړنه ثابته کړې چې د ځوانی په عمر کې اضافي وزن لرل د انسان په روغتیا او عمر ډیر اثر لري. دغه څیړنه په داسې حال کې شوې چې له دې مخکې څیړنې ثابته کړې وه چې اضافي وزن له سګریټ څخه هم زیات د انسان په روغتیا ناوړه اغیز لري.

دغه څیړنه چې د کاناډا میک ګل نومې پوهنتون کې شوې ثابته کړې چې اضافي وزن په انسان کې د زړه او شکر ناروغیو سبب ګرځي کوم چې انسان معذور او یا د انسان د مرګ سبب ګرځیدلی شي.

دغه څیړنه کې ویل شوی چې اکثره خلک د اضافي وزن له ناوړه اغیزو څخه نه وي خبر نو ځکه اضافي وزن په کمولو کې خاصه هڅه نه کوي.

په دغه څیړنه کې ښودل شوې چې د ۲۰-۳۹ کاله عمر لرونکي نارینه چې اضافي وزن لري د هغوي عمر نسبت هغو کسانو ته چې اضافي وزن نه لري ۸.۴ کاله او اضافي وزن لرونکي ښځې عمر ۶.۱ کاله کمیږي.

پروفیسر سټیون ګرور وايي:« زمونږ څیړنه ښيي چې اضافي وزن په انسان کې د زړه ناروغی، زړه حمله او شکر ناروغي سبب ګرځي کوم چې د انسان په عمر کمولو کې ډیر مهم رول لوبوي.»

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب