د بادامو خواص او ګټې یې

نوم: بادام Almond

علمي نوم: Amygdales

د بادامو ونه چې اته متره اوږدوالی لري له مخکې زمانو څخه په لویدځه اسیا په ځانګړې توګه افغانستان، ایران، سورییې او فلسطین کې روزل کیږي، د بادام د ونې ریښه ډيره قوي وي، دا ونه کولای شي په ډير کم لوندوالي (نم) کې هم رشد وکړي، پاڼې یې بیضوي شکل لرې او د پاڼې سر یې تیره وي. ګل یې ډير ښکلی او ښه رنګ لري. د پسرلي په لومړیو کې یې نښې را څرګندیږي.

په ټولیزه دوه ډوله بادام لرو:

۱-خواږه بادام. Sweet Almond

۲-ترخه بادام. Bitter Almond

د بادامو میوه په لومړي سرکې په دوه پوښونو کې پوښلې وي چې وروسته تر پخیدو یې لومړۍ پوښ له منځه ځي خو دوهم پوښ یې نور هم کلکیږي. بادام بیضوي شکل لري او کیدی شي ډير ژر یې خوږ او تریخ سره وپيژنو.د بادام له ونې، پاڼې، میوې او ګل څخه طبي ګټه اخیستل کیدی شي.

کیمیاوي جوړښت:

خواږه بادام له پنځوسو څخه تر ۵۵ سلنه پورې غوړ او ترخه یې له ۴۰ څخه تر ۴۵ پورې غوړي لري. بادام ۲۵ سلنه سپين مواد د اموسلین په نوم لري چې قند او معدني مواد لري.

د ترخو بادامو اسانس یا( اډییک بنزویک) په عطرو کې کارول کیږي او هم تر دې د ملاشیت په نوم شین رنګ جوړیږي.

په سل ګرامه وچو بادامو کې لاندې مواد موندل کیدی شي:

اوبو ۴،۷ ګرامه

انرژي ۵۹۸ کالري

پروټين ۱۸،۶ ګرامه

اشباغ نه شوي غوړي ۵۴،۲ ګرامه

نشایسته ۱۹،۵ ګرامه

کلسیم ۳۲۰ میلي ګرامه

پاسپرس ۵۰۰ ملي ګرامه

اوسپنه ۴،۷ ګرامه

پوټاشیم ۷۷۰ میلي ګرامه

ویټامن بي یو ۰،۲۵ میلي ګرامه

ویټامن بي دوه ۰،۹۲ میلي ګرامه

ویټامین بي درې ۳،۵۳ میلي ګرامه

طبي ځانګړتیاوې:

۱- د بادامو غوړي نه خرابیږي او د ماشومانو لپاره ډير ګټور دي.

۲-بادام سینه نرموي.

۳-د بادام شیره د ټوخي، ناراحتي او ستوني لپاره ډيره ګټوره ده.

۴-بادام د معدې، کولمو، مثانې او اسهال د ټپونو( زخمنونو) لپاره ډیر ګټور دي.

۵-بادام معده قوي کوي.

۶-بادام جنسي قوه ځواکمنوي او سپرم زیاتوي.

۷-بادام چې وړه شي او له شاتو سره ګډ شي د بډوډو( پښتورګو) د درد او ټوخي لپاره ګټور دي.

۸-بادام اورۍ او غاښونه قوي کوي.

۹-بادام د خولې د وچوالي لپاره هم ګټور دي.

۱۰-د بادامو غوټۍ د ماشومانو د اسهال لپاره ګټوره ده.

۱۱-د بادامو غوړي خوب را وستونکي دي او بې خوبي له منځه وړي.

۱۲-د دې لپاره چې سینه مو نرمه شي او ټوخلې مو ورکه شي د بادامو غوړي دې له شیدو سره ګډ شي او ودې څښل شي.

۱۳که د بادامو غوړي له ګرمو اوبو سره ګډ شي د اسهال لپاره ګټور دي او هم کولای شي چې د بډوډو( پښتورګو) تیږه له منځه یوسي او تشې متیازې اسانه کړي.

۱۴-که چیرې مو د ملا مرۍ ناستې وي او یا مو هم ملا درد کوي د تسکین لپاره د بادامو غوړ ډيره ګټه لري.

۱۵-د بادامو تازه پاڼې د چنجیو ضد دي.

۱۷-د بادامو وچې شوې پاڼې قبض کونکی خاصیت لري او اسهال له منځه وړي.

۱۸-د بادامو غوړي نرم کونکي خاصیت له دې امله ډيری په ملهمو او کریمونو کې کارول کیږي.

۱۹-د سینې د ناروغۍ لپاره کیدی شي د خوږو بادامو غوړي، شات او د هګۍ ژیړ سره یو ځای کړۍ ترڅو د خمیرې په توګه پای پیدا کړي وروسته ور سره د ختمي ګل اضافه کړۍ او هر درې ساعته وروسته د چای یوه قاشغه وخوری.

۲۰-د هغو ماشومانو لپاره چې پر بدن یې سرې دانې وي د بادامو پر تیلو یې د ټول ځان غوړونه ډيره ګټوره وي.

۲۱-د بادامو غوړي د پوستکي د وچیدا او یا سوي پوستکي لپاره ډير ګټور دي.

د ترخو بادامو ځانګړنې:

د دې لپاره چې ترخه بادام د سیانیدریک اسید لري په خوړو کې یې باید پام او دقت وشي او پکې افراط ونه شي.

۱-ترخه بادام وړه کړۍ او له سرکې سره یې ګډ کړۍ د سر درد لپاره ډير ښه درمل دي اوهم د سترګو شا اوخوا پرې غوړولای شي او د سترګو دید زیاتوي.

۲-د ترخو بادامو خوراک د ټوخي او نفس تنګي (سالنډي) لپاره ګټور دی.

۳-ترخه بادام له شاتو سره یو ځای وخورۍ ځکه چې د بډوډو(پښتورګو) د صفايي لپاره ډير ګټور دي.

۴-د بډوډو(پښتورګو) د درد لپاره بادام له نشایسته او نعنا سره یو ځای وخورۍ.

۵-ترخه بادام له شاتو سره یو ځای د قولنجو لپاره ډير ګټور دي.

۶-د پښتورګو(بډوډو ) د تیږې د له منځه وړو لپاره ترخه بادام د انګورو له شیرې سره ګډ کړۍ او ویې خورۍ.

۷-د دې لپاره چې له پوستکي څخه مو لکې لرې شي د ترخو بادامو وړه یا میده شوي بادام له سرکې ګډ کړۍ او په ملهمو یې پوستکی غوړ کړۍ.

۸-د بادامو د ونې ریښه ترخه وي او د دردونو لپاره ډيره ګټوره وي.

۹-د ترخو بادامو خوراک د کولمو د چینجي لپاره ډير ګټور دی.

۱۰-په غوږونو کې د ځينې غږونو لپاره یو څاڅکۍ د تریخ بادام غوړي په غوږ کې وڅڅوی.

۱۱-په ترخو بادامو د بدن غوړول د بدن چملکتیا له منځه وړي.

۱۲-د ترخو بادامو تیل د سړو له امله په لاس او پښو کې را پیدا شوې چاودې له منځه وړلی شي.

۱۳-د ترخو بادامو تیل د لاسو او پښو د بد بوی د له منځه وړو لپاره ګټور دي.

۱۴د ترخو بادامو تیل د تورې ټوخلې لپاره ډير ګټور دي.

د بادام کارولو لارې چارې:

د بادمو تیل یا غوړي: د دې لپاره چې دا تیل لاس ته راوړۍ لومړۍ بادام پاک کړۍ وروسته یې وچ کړۍ او واړه یې کړۍ او د وړو په څير یې واړه کړۍ او وروسته یې په داسې ځای کې کیږدۍ چې فشار پرې راشي او غوړي ترې وزي. دې تیلو ته د لومړي فشار تیل وايي.

د بادامو پاتې شونې یو ځل بیا تر حرارت لاندې کیږدۍ او ځينې کیمیاوي تعاملونه ورکول کیږي چې یو ځل بیا پرې فشار راوړل کیږي او غوړي ترې لاس ته راځي چې دې ته دوهم فشار وايي د دې له امله چې د بادامو غوړي ډير ګران دي نو ډیری پکې درغلي کوي او نور غوړي ورسره ګډوي او د بادامو د تیلو په نوم یې خرڅوي.

د بادام ګل: د بادامو ګل او غوټۍ ښکلی رنګ او بوی لري.

د بادامو پوستکی: تر جوشولو وروسته دې ولګول شي، تیارول یې داسې کیدی شي چې ۵۰ ګرامه پوستکی دې په یو لیتر اوبو کې واچول شي او څو دقیقې دې و ایشول شي او رووسته دې صافي کړي او مصرف دې کړي.

د بادام د ونې پاڼې: پاڼې دې هم د پوستکي په څير ۵۰ ګیرامه پاڼې له یو لیټر اوبو سره ګډې کړي و دې ایشوي او بیا دې صافې کړي.

د بادامو مغز: معمولا وچ او یا هم کله کله خام خوړل کیږي.

د بادامو شیره: د بادامو شیره له خامو بادامو څخه جوړیږي، لومړۍ باید د وړو په شان واړه شي وروسته دې ور سره قند او یا هم بوره ګډه شي او له یو لیتر اوبو سره دې ګډه شي چې د شیدو په څير داسې شی ترې جوړیږي.بل ډول شیدې چې د ماشومانو لپاره ډيرې ګټورې دي او ان کیدی شي د مور د شیدو ځای ونیسي هغه داسې چې ۵۰ ګیرامه بادام را وخلی په ګرمو اوبو کې یې خیشته کړۍ تر څو پوستکۍ یې ترې واوړي وروسته یې وړه کړۍ وروسته څه کمې اوبو هم ور زیاتې کړۍ او سره ویې ښوروۍ ترڅو لکه خیشته شوي وړه داسې شي او اوبو پکې باید دومره وي لکه په شیدو کې چې وي. وروسته کیدی شي هغه د ململ له یوې ټوټې څخه تیرې کړۍ او بیا یې ماشوم ته ور کړۍ. خو که غټان یې خوري بیا له ململ څخه تیریدو ته یې اړتیا نشته. بله اسانه لاره یې همداده چې په برقي آله کې پنځوس ګرامه بادام او شات له اوبو سره ګډ کړۍ او هغه یې په خپل زور سره حل کړي.

ضررونه:

بادام ډير مغذي مواد دي ډيره ښه غذا ده خو د دې له امله چې درانه دي او په هضم کې سخت وي په خوړلو کې یې باید افراط ونه شي او د ورځنی مصرف یې هم باید له لسو څخه زیات نه شي، بادام د کمزورې معدې لپاره هم ښه نه وي او څوک چې کمزورې معده لري ښه به دا وي چې بادام له شکرې یا بورې سره یو ځای وخوري، البته ممیز یې هم ښه لاره کیدی شي خو ډير به ژو ول کیږي چې ښه هزم شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب