تور چای هم بې شمېره گټې لري

یو له ډیرو استعمالېدونکو مشروباتو څخه تور چای دی چې اوس د څیړنو په اساس ثابته شوې چې دغه مشروب خپلو خاصو ترکیباتو له امله ډیر زیاتې گټې هم لري. دغه چای له شین چای سره د صحي گټو او خوند په لحاظ.ډیر زیات توپیر لري.

۱ـ انټي اکسیډنټ غوره منبع ده: تور چای د انټي اکسیډنټ یوه غوره منبع ده چې په بدن کې د ډي این اې (DNA) له زیانمنیدو څخه مخنیوی کوي. همداراز د سامعې حس او پارکینسون (Parkinson’s) له ناروغیو مخنیوی کوي.

۲ـ د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي: تور چای کې موجود (alkylamine antigen) د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي. تور چای انسان له عامو ناروغیو لکه زکام او تبې څخه ژغوري.

۳ـ ذهني فشار له منځه وړي: تور چای کې موجود ایل- ثیانین (L-theanine) مرکب له بدن څخه ذهني فشار هورمونونه له منځه وړي چې د توجه وړتیا پیاوړي کوی او انسان ته ارامتیا وربښي.

۴ـ هاضمه ښه کوي: تور چای کې د تنین (thanin) په نامه یو ډول مواد موجود دی چې هاضمې سیسټم پیاوړی کوي. دغه مواد مو د کولمو او معدې له ناروغیو ژغوري.

۵ـ خوله او غاښونو له ناروغي څخه مخنیوي کوي: تور چای د خولې او غاښونو د روغتیا لپاره یو غوره درملنه ثابته شوې. تور چای په خوله کې د بکتریا له خپریدو مخنیوی کوی او د غاښونو سپینه پرده پیاوړې کوي. د تور چای پوليفینول (polyphenol) مواد مضره باکتریا له منځه وړي.

۶ـ زړه روغ ساتي: تور چای له استعمال سره د زړه ناروغیو خطر کمیږي. په تور چای کې موجود انټي اکسیډنټ زړه د حملې او د رگونو له بندیدو مخه نیسی.

۷ـ د بدن انرژي زیاتوي: تور چای اعصابو ته د وینې جریان زیاتوي چې په همدې اساس د انرژي زیاتوالي سبب گرځي. تور چای کې موجود مناسبه اندازه کیفين (caffeine) اعصاب پیاوړی کوي.

۸ـ له سرطان څخه مخنیوی کوي: تور چای د بدن څخه د سرطان حجرو له منځه وړلو سره له دغې ناروغۍ څخه مخنیوی کوي. تور چای کې یو ډول مواد د ټي ایف-۲ (TF-2) په نامه موجود دي چې سرطاني حجرات له منځه وړي او د سرطان ناروغی خطر کموي.

۹ـ کولیسټرول ټیټوي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب