څښیدونکي یا خزنده‌ګان (Reptilian)

څښیدونکي یا خزنده‌ګان (Reptilian)

ریپټیل په لاتین کې څښیدونکي ته وايي. دا حیوانات د حرکت په وخت کې د ګیډې د سطحې په واسطه ځان کش کوي، نو ځکه ورته څښیدونکي وايي. هغه علم چې له څښیدونکو څخه بحث کوي، د هرپتالوژي په نامه یادیږي. دا حیوانات وچ زیږ پوټکي او پتري لري، چې له بدن څخه یې د زیاتو اوبو د تبخیر مخنیوی کوي. په دې ټولګي کې لاندې حیوانات شامل دي.

چرمښکۍ، کربوړي، سمسارې، تمساح، ماران، سمندري کشپان، عام کشپان، ډایناسور او نور.  ډیناسور یو پخوانۍ قوي الجثه حیوان وو. خو اوس نشته نسل یې له منځه تللی.

پرته له کروکوډیل، سمندري کشپ او د اوبو له مار څځه نور ټول څښیدونکي د وچې حیوانات دي. له مارانو پرته نور ټول څښیدونکي پښې لري.

د څښیدونکو ګډې ځانګړتیاوې

  1. د وینې تړلی دوران او زړه یې درې جوفونه لري. یوازې د کروکوډیل زړه څلور جوفه دی.
  2. تنفس د سږو په وسیله کوي.
  3. جنسونه یې جلا دي. القاح یې داخلي ده. زیاتره هګۍ اچوي. استحاله نه لري.
  4. د مغزي اعصابو شمیر یې ۱۲ جوړې دی.

د څښیدونکو ډولونه

چرمښکۍ (Lizard): چرمښکۍ د څښیدونکو له ډلې څخه ده، اوږد استوانه یي بدن او بیلا بیل رنګونه لري، بدن یې له درې برخو سر، تنې او لګۍ څخه جوړ دی. چرمښکۍ حشرې خوري. د چرمښکۍ لکۍ که پرې کړل شي بیرته ترمیمیږي.

تمساح یا کروکوډیل

دا حیوان غټ جسامت، غټه پلنه لکۍ او غټ غاښونه لري. په وچه او هم په اوبو کې اوسیدلای شي. غوښه خوړونکی حیوان دی. هګۍ په وچه کې اچوي. ددې حیوان بدن له سر، غاړی، تنې او لکۍ څخه جوړ دی. د څلورو واړو پښو ګوتې یې پردې او نوکان لري. پښې یې لامبو وهلو ته جوړې دي. په سر کې دوه غټې سترګې او د بدن په پای کې یې مخرج واقع دی. پوټکی یې کلک دی. د افریقایې تمساح اوږدوالی تقریبا اتو مترو ته رسیږي.

کیشپان

دا څښیدونکې هم په اوبو کې او هم په وچه ژوند کوي. بدن یې د هډوکو د دوو کلکو کاسو په وسیله پوښل شوی دی. پښې یې پنځه ګوتې او تیره نوکان لري. سر، پښې او لکۍ یې د حرکت کولو په وخت کې له کاسو څخه راوځي. کیشپ غاښونه نه لري. د اوبو د کیشپانو پښې د لامبو وهلو لپاره پردې لري. همدارنګه یو ډول تنفسي جوړښتونه لري چې د اوبو په ژورو کې د برونش په ډول ورڅخه کار اخلي. کیشپان په وچه کې هګۍ اچوي. د یو ډول افرایقاي کیشپانو اوږدوالی تر دریوو مترو پورې رسیږي.

ماران   Snakes

ماران اوږد نری بدن لري. په ځینو کې د ملا تیر د کړیو شمیر له ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې رسیږي. ماران بې پښو څښیدونکي دي. بدن یې کاذب پتري لري، چې په خوځښت کې ورسره مرسته کوي. سترګې یې بې زیږمو دي، نه رپیږي. خوله یي ارتجاعي ده، ډیره وازیږي. په خوله کې یې نرۍ ژبه او غاښونه دي، چې د غذا د نیولو او تیرولو په وخت کې ترې کار اخلي. ژوول پر ې نشي کولای، شیان ښویه تیروي. ماران غوښه خوړونکي حیوانات دي. چونګښي، موږکان او نور خوري. ماران د مزې حس نه لري. هغه ماران، چې زهري دي په پاس ژامه کې د فنګ په نامه ځانګړي غاښونه لري چې له زهري  غدو سره نښتي وي. کبرا او کارف قوي زهري ماران دي. ماران هګۍ اچوي. ډیر لږ یې بچي راوړي.

د مارانو ډولونه

ماران په ډیرو ډولونه پیدا کیږي، خو دلته یې څو نومونه اخلو.

الف: زنګي مار (ریټل سنیک)

ب: د اوبو بې زهرو مار

ج: کبرا یا کیچه مار

د: د افعي مار

ه: بوا مار

د زهرو له مخې د مارانو ډولونه

ماران د شکل او د پاسنۍ ژامې د غاښونو د څرنګوالي له مخې په لاندې ډولونو دي.

ا- بې زهرو ماران یا ساده غاښونو ماران

۲- هغه زهري ماران چې فنګ یا وروستي انیاب لري.

۳- هغه زهري ماران چې مخکیني انیاب غاښونه لري.

د مار زهر

د مار زهر ژیړه بې بویه، بې خونده خطرناکه ماده ده. که وخوړل شي په دي شرط چې په هضمي جهاز کې ټپ نه وي او یا ویني ته داخل نشي خطر نلري

د زهري مارانو په پاسنۍ ژامه کې یوه جوړه زهري غدې وجود لري، چې زهر څڅوي. د زهرو هره غده د یوې مجرا له لیارې له زهري غاښونو یعنی فنګ سره وصل وي. د مار زهر پروتیني انزایمي خاصیت لري. د زهرو شدت نظر مارانو کې توپیر کوي. د هر مار زهر مختلفې ځانګړتیاوي لري. د بیلګې په توګه د کبرا مار د ښکار یا چیچل شوي حیوان تنفسي مرکز فلجوي. د ځینو مارانو زهر زړه او عصبي دستګاه ته زیان رسوي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړۍ.

  1. ریپټایل په لاتین کې ………….. ته وايي.
  2. هغه علم چې له څښیدونکو څخه بحث کوي د ……………. نامه یادیږي.
  3. د افریقايي تمساح اوږدوالی تقریبا ……………….. مترو ته رسیږي.
  4. په ځینو مارانو کې دملا تیر د کړیو شمیر له …………. څخه تر …………. پورې رسیږي.
  5. ماران د ……………… حس نلري.
  6. …………. او ………… قوي زهري ماران دي.
  7. زهري ماران د ………….. په نامه ځانګړي غاښونه لري چې د زهري غدو سره نښتي وي.
  8. د کبرا مار د ښکار یا چیچل شوي حیوان …………. مرکز فلجوي.

حل

  1. خزنده
  2. هرپتالوژي
  3. اته
  4. ۲۰۰ تر ۴۰۰
  5. خوند
  6. کبرا او کارف
  7. فنګ
  8. تنفسي

سرچینه: درخت دانش څخه په مننې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب