ډاکتر عبدالصمد حامد

د استاد زیرکیار له قوله ډاکټر عبدالصمد حامد صاحب وروسته له علامه سید جمال الدین او علامه محمود طرزې هغه لومړی وتلې او نوماند اسلامې او عالم وو چې پښتو یې ویلې، لیکلې او لوستلې شوه.

زه د ډاکټر صاحب حامد له شخصیت سره هاغه وخت بلد شوم کله مې چې په سویس کې د کډوالۍ پر مهال د هغه د زوی صدیق حامد سره ولیدل. هغه راته د خپل پلار د خولی خبرې کولې. که ریښتیا ووایم نو په ډیرو خبرو مې په هاغه وخت کې سر نه خلاصیدلو ځکه چې ډیرې ژورې او له معنی ډکې وې او تر ډیره وخته وروسته به پری پوه شوم کله مې چې څو وارې واړولې راواړولې. زه د ډاکټر صاحب له شخصیته هاغه وخت متاثر شوم کله مې چې د اسلام د سپیڅلې دین په هکله د هغه خبرې واوریدلې.

زموږ یو شمېر پوهانو به کله چې په غرب کې لوړې زده کړې وکړې نو وروسته له یو څه وخته یې د روم د فلسفي نه ډیره یادونه کوله او په خپلو خبرو، بحثونو او لیکنو کې یې د هغې بیلګې مخې ته راوړلې. ددوې په پرتله د ډاکټر صاحب حامد له خولې د اسلام او د عظیم ا لشان قران کریم خبرې او بیلګې زما تر غوږو  رارسیدلې. ډاکټر صاحب مدام له صراط مستقیم یادونه کوله او د قرانې آیتونو داسې بیلګو ته یې د سړې مخه کوله چې په ویلو هره ورځ ویل کیږې خو د مانا له اړخه ورته د ډیرو تکړه پوهانو پام نه کیدلو .هم دا لامل وو چې ډاکټر صاحب حامد د سردارۍ جامي ته د درویشۍ رنګ ورکړې وو.  ډاکټر حامد د خپلې پوهنې او په خاصه توګه د  اسلام له مبارک دین نه د متاثره کیدلو له امله خپل ژوند ته ساده بڼه ورکړې وه . د هغه ژوند د سادګۍ، اخلاص، پوهنې او ورسره د ژور لید مجموعه وه.  د هغه د شخصیت یوه بله بیلګه د پښتنې دودونو پلې کول وو چې که نه یې وای کړې نو د هغه د شخصیت، مشرتوب او د لوړې پوهنې له امله به ترینه چا ګیله هم نه وای کړای. د میلمه قدرول او نازول به یې داسې کول چې تا به ویل له هغه سره د خوګیاڼو په دیره کې ناست یم. د ژوند په اخیرې شپو کې د لاسې ګاډۍ په زور ګرځیدلو خو بیا به هم له میلمه سره په دې پلمه له کوره بهر راوتلو چې لږ څه وګرځې . لنډه دا چې ډاکټرصاحب حامد ټول هاغه پښتنې او اسلامې دودونه په المان کې هم په ډیره ښه توګه پالل او ځان یې د خپل ټاټوبې او خلکو په هره مانه پوروړی ګڼلو.

ډاکټر حامد  نه یواځې خپلو لیکنو ته ډیر پام کولو بلکه هره خبره به یې هم په تول پوره کوله. ما به چې کله د هغه خبرې اوریدلې نو هغه بیت به را په یاد شو چې دلته دم او قدم دواړه په حساب دې. د هغه شخصیت نه په خبرو بلکې په مانا کې هم هر اړخیز وه. له دې کبله یې د پوهنې له میدانه تر سیاست پورې د هر چا په زړه کې د قدر ځای درلودلو. کمونیستانو پری ډیره وسه وکړه چې له ځانه یې کړې خو د حق په خاطر یې ورته وطن پریښودلو. د وزارت او لوړو څوکیو باندې د ناستې پر مهال یې هم خپل ځان د لاسه ور نه کړ او له اوږدو سفرونو وروسته به د عریضو پنډ په شا بیرته کابل ته راستنیدلو.  تر خپله وسه یې له هر چا سره ښه کول. زما په اند هغه یواځینۍ د خپل وخت چارواکی وو چې په خپل قلم، ژبه او یا په عمل به یې څوک نه وې ازارکړې. د وزارت له وخته تر کمونیستانو د دورې پورې او وروسته له هغې د مجاهدینو او بیا تر وسنې دورې یې خپل متعادل سبک د لاسه ور نه کړ. په هیواد یې د هر تیرې کوونکې مخالفت کولو او سره له دې چې په هره وروستنۍ دوره کې د چوکۍ وړاندیز ورته کیدلو ، ځان یې د مثبت او سالم سیاسې فکر په درلودلو ټول وساتلو او هم  دا د دې لامل وګرځیدو چې هر چا ورته د قدر په سترګه کتل.

ډاکټر حامد د ډیر ژور لید او ژورې لوستنې خاوند وه. که سیاست وه او که قانونپوهنه، که ادبیات وو او دینپوهنه، ډاکټر صاحب په هر میدان کې مخکښ وه خو له خبرو او عمل نه یې ډیره عاجزې بریښیدله او هم دا لامل وو چې خدای هغه ته دا ځانګړتیا ور په برخه کړې وه چې له خبرو به یې سړی د ډیر تاثیر لاندې راتللو. د هیواد بنسټیز قانون او د ښوونې  پر مهال یې چې هیواد ته څومره خدمت کړې وو، په هغه هیڅ کله نه نازیدلو بلکه ځان یې د هیواد او ولس پوروړی ګڼلو. سره له دې چې له هیواده لیرې وو بیا هم داسې بریښیدله ته وا دا نن له هیواده راغلې دې.

ډاکټر صاحب د روس سره د افغان ولس د مقدس جهاد  کلک ملاتړ کوو. هغه له هره اړخه دا جهاد د هیواد د پاتې کیدلو لپاره اړین بولو. د ژوندانه په ډیرو پړاوونو کې ورته د لوړو چوکیو او واکمنۍ وړاندیز شوای وو خو هغه د خپلې تقوی له امله ځان ترینه لیرې ساتلو. د افغان ولس پاڅون یې د روس په مقابل کې  مدام ستایلې او په پایلو یې باور درلودلو چې هاغه ورځ به هم هیواد او وګړې ووینې چې روس به په شرمیدلو سره له افغانستانه ووځې او ژوند ورته دا هم په عمل کې ور وښودلو او د هم دغه ورځې لیدونکې شو.

د ډاکټر صاحب علمې خدمتونه ډیر زیات دې چې لیکل یې ډیر ځای نیسې خو زه به دا پرې ورزیاته کړم چې هغه په خپل ژوندانه کې د یو کتابتون بڼه درلودله.  دا چې وس هغه په ریښتونې لار ده، زما غوښتنه د هغه له پاتې کورنۍ دا ده چې د هغه ټولو علمې او څیړنیزو پاتې شوې لیکنو ته دې کتابې بڼه ورکړې او د هیواد د راتلونکې نسلونو لپاره یې د ګټې د اخیستلو په موخه وړاندې کړې . د قران کریم نا بشپړ تفسیر چې ډاکټر صاحب پرې د لاسه د قلم تر غورځیدلو کار کولو ،په هاغه دې د مینه والو او لوستونکو تنده ماته کړې .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب