د انسان هاضمي سیستم (Human Digestive System)

د انسان هاضمي سیستم (Human Digestive System)

د انسان په هضمي سیستم کې لوی عضوي مالیکولونه په کوچنیو یا ساده مواد تجزیه کېږي؛ ترڅو په دغه عضوي مالیکولونو کې موجوده انرژي آزاده او د بدن د حرکت، ودې او نورو حیاتي فعالیتونو لپاره د استفادې وړ وګرځي. د هضم عملیه ډېره یوه پېچلې عملیه ده او د عضوي موادو تجزیه ډېرو انزایمونو ته اړتیا لري؛ ترڅو دغه مواد په ښه توګه تجزیه شي. دغه مهم انزایمونه له خولې، معدې، کولمو او ځیګر څخه څڅېږي او له هضم سره مرسته کوي. مهم غړي چې په دې عملیه کې برخه اخلي، عبارت دي له خولې، مرۍ، معدې، وړې او غټې کولمې او ځیګر څخه. داسې ویلی شو چې هغه عملیه چې په وسیله يې پېچلي غذايي مواد په ساده موادو تجزیه کېږي؛ ترڅو د د بدن د استفادې وړ وګرځي دغه عملیه د هضم په نامه یادېږي. لاندې د هضمي سیستم غړي په لنډه توګه تشرېح کوو:

  1. خوله(Mouth)

خوله هغه مهمه خاليګاه ده، چې اول غذايي مواد اخلي او د میخانیکي او کیمیاوي عملیو په واسطه هضمېږي. په خوله کې څلور ډوله غاښونه شتون لري، چې عبارت دي له ثنایا، انیاب، کوچنۍ ژرندې او لويې ژرندې څخه.

غاښونو(Teeth)

په انسانانو کې دوه ډوله غاښونه وده کوي. یو د شیدو غاښونه چې له شپږ میاشتنۍ څخه تر درې کلنۍ پورې راوځي. دغه غاښونه شل دانې وي او له اووه کلنۍ څخه تر دیارلس کلنۍ پورې په تدریجي ډول لویېږي او همېشني غاښونه یې ځای نیسي. د همېشنیو غاښونو شمېر تر ۳۲ دانو پورې رسېږي، چې ۱۶ دانې یې په پاسنۍ ژامې او ۱۶ دانې یې په لاندنۍ ژامې کې دي. دا غاښونه له ۲۰ څخه تر ۲۵ کلنۍ پورې وده کوي.

د غاښونو جوړښت

هر غاښ له دریو برخو، لکه تاج، غاړه او ریښې څخه جوړ شوی دی. د غاښ ریښې د وریو دننه په پاسنۍ او لاندنۍ ژامو کې موقعیت لري. د غاښ مخ د مینا په نامه د یوې کلکې مادې په واسطه پوښ شوی دی. د هغه لاندې د غاښ عاج موقعیت لري. چې د مینا په پرتله نرم دی. د غاښ په دننه برخه کې عصبي رشتې او د وینې رګونه موجود دي.

د غاښونو ډولونه

لکه څرنګه چې په پورته شکل کې لیدل کېږي، په هره ژامه کې د مخې څلور غاښونه د ثنایا په نامه یادېږي، چې د خوړو په پرې کولو کې مرسته کوي. د ثنایا په دواړو خواو کې د انیاب په نامه یوه جوړه غاښونه دي چې ترټولو اوچت او څوکه يې تېره وي. دا د خوړو په پرې کولو کې ونډه لري. د هغه تر شا د کوچنۍ ژرندې په نامه دوه جوړې غاښونه دي او د دې ترڅنګ د لويې ژرندې په نامه درې جوړې غاښونه دي چې د خوړو په میده کولو او نرمولو کې ونډه لري.

راتلونکی ځل چې ډوډۍ خورئ، فکر وکړئ چې کوم غاښ کومه يوه دنده ترسره کوي. له يوې خوندورې کولچې څخه د مړۍ جوړولو لپاره ناښيز غاښونه ښه کار کوي. د ګازرې لپاره د زامې غاښونه ښه کار کوي، ناښيز غاښونه نه کارول کېږي. د پيزا يوې ټوټې او يا د وچې ډوډۍ لپاره کوم غاښونه مناسب دي؟ تېره او نېش لرونکي غاښونه د دې خوراک د ټوټه کولو لپاره مرسته کوي او ژرنده او زامې غاښونه د پيپيروني پيزا، د ممپليو څخه ډکو کولچو او د جيلي مربا څخه جوړو شویو ساندويچو په ژرنده کولو کې مرسته کوي.

د لاړو غدې (Salivary glands)

د خولې دننه درې غدې موجودې دي چې په خوله کې دخوړو له ننوتلو سره سم فعالیېږي او لاړې ترشح کوي. بوۍ، خوند او ځینې وخت د خوړو په هکله فکر کول هم دغه غدې فعالوي. د خولې لاړې لاندې دندې ترسره کوي.

  • خواړه اوبلن اونرموي ترڅو خوند يې معلوم او تېریدل یې آسانه شي.
  • د امایلیز د انزایم په درلودو سره نشایسته پر کوچنیو مالیکولونو بدلوي.
  • تر یوې اندازې پورې د غاښونو مخ له بکتریا او غذايي موادو څخه پاکوي.

ژبه (Tongue)

ژیه څلور اصلي خوندونه، لکه خوږوالی، تریخوالی او مالګینوالی معلوموي او ترڅنګ یې خواړه په خوله کې لاندې باندې کوي، د خولی لاړې ورسره ګډوي او همدا راز د خبرو کولو یوه وسیله ده.

 

  1. کومی (حلقوم)

کله چې خواړه په میخانیکي او کیمیاوي توګه په خوله کې تر یوه حده میده شي؛ نو دا خواړه د ژبې په مرسته کومي ته داخلېږي. کومی مرۍ له خولې سره نښلوي. د پوزې سوری او توتکی هم له کومي سره اړیکه لري. د خوړو د تېرېدو پر مهال د کومي نه مرۍ ته د پوزې سوری د ژبکۍ او تنفسي لاره د کومي د ژبې د وروستۍ برخې (Epiglottis)په واسطه بندیږي، چې توتکۍ ته د خوړو د ننوتو مخه نیسي. سترګې پوزې ته او له هغې لارېي کومي ته لاره لري. منځنی غوږ هم کومي ته لاره لري.

  1. مرۍ (Esophagus)

مرۍ د عضلې یو ټیوب دی چې په یو بالغ شخص کې څه نا څه ۲۵ cm اوږدوالی لري. د مرۍ غیر ارادي حلقوي حرکتونه ګېډې ته د خوړو د پورې وهلو لامل ګرځي. دغه حرکتونه د موجي حرکتونو په نامه یادېږي. د مرۍ موجي حرکتونه په ځینو حیواناتو کې (زرافه او اوښ) د اوبو د څښلو پرمهال په څرګنده ډول لیدل کیږي.

 

  1. معده (Stomach)

معده یو ارتجاعي عضلاتي غړی دی چې دنس کیڼ خوا ته او تر حجاب حاجز لاندې د ینې (ځیګر) تر څنګ ځای لري. د معدې ځینې برخې د ټټر د پنجرې د هډوکو په واسطه ساتل کیږي. د معدې دیوال له درې پوړنه ښویو عضلاتو څخه جوړ شوی دی، چې د نوموړو عضلو انقباض او انبساط د معدې موجي حرکات د خوړو له هضمي شیرې سره د خوړو د مخلوطولو او کولمو ته یې د لېږدولو لامل ګرځي. هغه دریڅه چې د معدې او مرۍ د نښتلو پرځاۍ کې شتون لري د کاردیک دریڅې په نامه یادېږي. د معدې د چیف حجراتو په وسیله پیپسینو جن انزایم خارجوي، دا انزایم د پروتین په هضم کې مهم رول لري.

  1. وړې کولمې (Small intestine)

وړې کولمې یو پېچلی اوږد ټیوب دی چې په لویانو کې تقریبا ۲۲ فټه اوږدوالی او ۲.۵ سانتي متره قطر لري. وړې کولمې د ګیډې په تش ځای کې تر معدې لاندې موقعیت لري. چې د انزایمونو په مرسته د غذايي موادو غټې ټوټې په کوچنیو مالیکولونو باندې تبدیلوي او د هضم او جذب وړ ګرځي په دغه عملیه کې چې څو ساعته دوام کوي. نه یوازې د خوړو هضم کوونکي انزایمونه د معدې له دیوال څخه ترشح کېږي، بلکې د ځیګر ترشحات او د پانګراس انزایمونه د صفراوي مشترک کانال له لارې اثنا عشر ته تویېږي. ځیګر د صفرا په نامه یو شین زنګه مایع جوړوي چې له اوبو، آیونونو، شحمي تیزابونو او صفراوي مالګې څخه جوړه شوې ده.صفراوي مایع شحمیات حلوي او د لایپيز انزانم په واسطه يې د تجزيې زمینه برابروي.

د وړو کولمو د دیوال داخلي پوښ بخملي شکله ګونځې لري چې د کولمو د جذب کجه او د هضم شوو خوړو د جذب وړتیا زیاتوي. د لویو ګونځو په مخ ګوتو ته ورته کونجې وجود لري چې د ویلې په نامه یادیږي. دغه ګونجې د کولمو د جذب کچه ۶۰۰ واره زیاتوي. د هضم شوو خوړو مالیکولونه د ویلايي حجراتو په واسطه جذب او وېښته ډوله رګونو یا عروق شعریه ته داخلېږي او د وینې له لارې د بدن ټولو حجراتو لېږدول کېږي.

  1. غټې کولمې (Large intestine)

وړې کولمي د غټو کولمو سره د سیکم په ساحه کې نښلي. نا هضم شوي غذايي توکي له کوچنیو کولمو څخه عټو کولمو ته ننوزي. لويې کولمې څه دپاسه یو متر اوږدوالی لري. هغه توکي چې لویو کولمو ته ننوزي له اوبو، ناهضم شویو خوړو، لکه غوړیو، پروتینونو،الیافو او نباتې سلولوز څخه عبارت دي. په غټو کولمو کې هضم صورت نه نیسي؛ خو اوبه او ځینې ویتامینونه جذبوي. یو زیات شمېر بکتریاوې په نا جذب شوو غذايي موادو کې ژوند کوي. دغه بکتریا د بدن مهم ویټامینونه جوړوي. غټې کولمې تولید شوي ویتامینونه، د سودیم او پتاشیم آیونونه او ۹۰٪ اوبه د داخلي محتویاتو څخه جذب او اضافي توکي د ۱۲ تر ۲۴ ساعتو پورې له بدن څخه باسي.

د هضمي سیستم ناروغۍ

  1. نس ناستی او قبضیت

کله چې اوبه په غټو کولمو کې له فاضله موادو څخه په بشپړه توګه جذب نشي او په پرله پسي دفع شي، دې حالت ته نس ناستی وايی. د نس ناستي عاملونه بکتریا، ویروسونه او نور میکروبونه دي.

نس ناستی چې په ماشومانو کې ډېر رامنځته کېږي او یو که په وخت يي درملنه ونشي نو وژونکی حالت غوره کوي. ناروغ ته باید په عاجله توګه مالګین معایات ورکړل شي او داکتر ته مراجعه وشي.

قبضیت

کله چې په غټو کولمو کې له فاضله توکو څخه په زیاته کچه اوبه جذب شي؛ نو د فاضله موادو د کلکېدو لامل ګرځي. دې حالت ته قبضیت وايي. قبضیت د غټو کولمو د حرکاتو د کموالي له کبله رامنځته کېږي، روحي فشار، د اعصابو ناراحتي، او د کولمو پرازیتونه هم د دې ناروغۍ لامل ګرځي. قبضیت د اشتها کموالی، سردرد، کانګې او داسې نور مشکلات رامنځته کوي. د سبو او تازه میوو خوړل ددې مخنیوی کوي.

اپندکس

کوچنی تیوب چې تقریبا ۷.۵ سانتي متره اوږدوالی لري د غټو کولمو سره نښتی دی. کله چې دې ته کومه مایع ورننوځي دا میکروبي کېږي او پړسېږي. د نامه په برخه کې سخت خوږ، کانګې او سپکه تبه لري. دا د جراحۍ له لارې پرې کېږي. د ناروغ د ښۍ پښې په ټولولو او غځولو سره ناروغ ډېر درد احساسوي.

تمرین

لاندې تش ځایونه په مناسبو ځوابونو ډک کړئ:

  1. وړې کولمې په لویانو کې……….. فټه اوږدوالی لري.
  2. وړې کولمې ……………. سانتي متره قطر لري.
  3. د فاضله توکو څخه د اوبو جذب په ……………. کې صورت نیسي.
  4. مرۍ تقریباً …………………… سانتي متره اوږدوالی لري.
  5. غټې کولمې څه دپاسه ……………….. متره اوږدوالی لري.

صحیح او غلط

  1. د شیدو غاښونه له شپږ میاشتينۍ څخه تر درې کلنۍ پورې راوځي. ( )
  2. امایلز انزایم د نشایستې په تجزیه کې مرسته کوي. ( )
  3. د معدې حجرې پیپسینوجن انزایم تولیدوي، چې د پروتین په هضم کې رول لري. ( )
  4. په غټو کولمو کې له غایطه موادو څخه د اوبو په زیاته کچه جذب د قبضیت سبب ګرځي. ( )

د تمرین حل

  1. ۲۲ فټه
  2. ۲.۵
  3. غټو کولمو
  4. ۲۵ سانتي متره
  5. یو متر

صحیح او غلط ځوابونه

  1. صحیح
  2. صحیح
  3. صحیح
  4. صحیح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب