ْغوماشه یا Mosquito

غوماشه:

غوماشه د کوچني حشراتو له جملي څخه ده چي د (Nematocerid) له ډلي څخه شميرل کيږي .

د غوماشو کم تعداد يي بي ضرره او زيات تعداد يي ځوروونکي دي .بعضي ددوي د ملا دتيرلرونکي ژونديوموجوداتو د ويني د چيچلو سبب کيږي.اويو تعداد يي د امراضو سبب ګرځي لکه :ملاريا ، Dengue fever ،Encephalitisاو Yellow fever .بعضي پوها ن داسي فکر کوي چي دوي د مځکي پرمخ ډير خطرناکه حيوانات دي .

ددوي ځيني ډولونه يا په کورو کي او يا په ځنګلو کي په انسانانو باندي حمله کوي .د نړي د مختلفو ځايو نه ددوي تر اوسه ٣٥٠٠ ډوله پيژندل شويدي .دوي د ژوند د څلورو مرحلو نه تيريږي تر څو د بلوغ مرحلي ته ورسيږي .چي عبارت دي : ١- هګي(ٍEgg) ٢- لاروا(Larva) ٣- پوپا(Pupa) ٤- ايماګو (Imago)ياغټه غوماشه غټه شوي مونث يا ښځينه غوماشه خپل هګي په ولاړو يا نه بهيدونکي اوبو کي اچوي .بعضي يي په نباتاتو او يا د اوبو و څنډي ته اچوي .

ددوي دپاره د تکثر ‎ښه ځاي نمناکه ځايونه يا هغه ځايونه چي هلته د باران او به دريدلي وي او يا د نباتاتو په کوچنيو سوريو کي پټيږي. لمړي دري مرحلي د ٥-١٥ ورځي په برکي نيسي .چي نظرد غوماشي په نوعيت او محيط په حرارت پوري اړه لري.بعضي يي تر ٤٠ ورځي پوري وخت نيسي .يوه غوماشه د ١٠٠-٢٠٠ نه هګي اچوي .نارينه غوماشه يوه هفته ژوند لري او مونث غوماشه تريوي مياشتي ژوند کولاي شي .د غوماشو اوږدوالي فرق کوي چي ډيرکم يي تر ١٦ ملي متره يا 0.6) ) انچه پوري وي .او وزن يي تقريبا تر 2.5 ملي ګرامه پوري وي .دوي ټول نري جسامت لري چي د سر،سيني او نس څخه جوړ شوي دي .په سر کي دوي سترګي لري او تار ته ورته يو ساختمان لري چي د کوربه د پيدا کيدو يا دهګيو د اچولو د ځاي په پيداکيدو کي کارځني اخلي .د وهم قسمت چي سينه ده د حرکت لپاره خاصه ده .د هغه سره دري جوړي پښي او يوه جوړه وزرونه وصل دي .غوماشه تر ٤ ساعتو پوري دوامداره د ١-٢ کيلو متره په اندازه په يوه ساعت کي د ورځي پروازکولاي شي ولي د شپي له طرفه ١٢ کيلو متره سفرکولاي شي . نارينه غوماشه خپل وزرونه په يوه ثانيه کي د ٤٥٠ څخه تر ٦٠٠ ځله پوري رپوي .غوماشه تر خپل ځان دري چنده وزن په خپل نس کي پورته کولاي شي .

غوماشه خپل ښکار د کاربن داي اکسايډ او Octenolد ګازپه بوي کيدلو سره پيداکوي .دوي په خپله انټينا ډوله ساختمان باندي ٧٢ ډوله اخذي لري . د ورځي په ګرمي کي په يخ ځاي کي اوسيږي که چيري مزاحمت ورته پيښ شي نو کيداي شي چيچل وکړي .ولي بعضي ددوي دورځي له خواڅخه فعاليت کوي .مونث غوماشه وينه او شيرين مايعات زبيښي ولي نارينه غوماشه يواځي شيرين مايعات زبيښي .کله چي غوماشه شيرين شيان وزبيښي نو هغه معدي ته نه ځي بلکه و ججوري ته ځي .ترڅو معده ددي مايع څخه ډکه نشي او د ويني د زبيښلو څخه وروسته د هغه ځاي ونه نيسي غوماشي په ټوله نړي کي شته بغيرله انتراکتيکا نه .

دوي د کال په ټول موسمو کي وي او بعضي ددوي د ژمي په موسم کي هم مقاومت کوي .دوي د ٣٠٠ ملي ليټره وينه په ورځ کي ترلاسه کولاي شي . دوي د عراده جاتو ،طيارو او باروړونکو موټرونوپواسطه انتفاليږي.تقريبا په کال کي ٢ ميليونه انسانان ددوي څخه د رامنځ ته شوي ناروغي له له امله مړه کيږي.د مخنيوي په منظور د يو تعداد واکسينونه استفاده کيږي .د جاليو يا پشه خانو استعمال ،د دريدلو اوبوله منځه وړل ،د غوماشو د لارواله منځه وړل ددوي په مخنيوي کي رول لري .

د جالي سوري بايد د 0.0475 انچه په اندازه وي .او همدا ډول بايد جالي کوم اضافي سوري ونه لري .کلکين هم بايد جالي ولري .د Dragonfly پنوم بيا نور حشرات په طبعي ډول د غوماشوم لاروا د خپل خوراک لپاره استعمالوي .همدارنګه يو قسم کوچني ماهيان چي د Mosquito fish ،Goldfish ،Catfish ،Bass او Salmon پنوم ياديږي هم د غوماشي لاروا د خپل خوراک لپاره استعمالوي .د غوماشي د چيچلو نه وروسته خارش ، سوروالي او پاړسوب پيدا کيږي چي د څو دقيقو نه تر يوي ورځي او حتي تر يوي هفتي پوري ليدل کيږي .د خارش ضد درمل کيداي شي استعمال کړل شي .او په شديد حالت کي سټيروييدونه هم استعمال کولاي شو .د غوماشو د تښتيدلو په منظور د يو تعداد کيماوي موادو نه هم استفاده کولاي شو .چي د لنډ وخت لپاره د ساتني سبب ګرځي .د DEET پنوم يوه کيماوي ماده چي کيمياوي نوم يي N,N-Diethyl-meta-toluamide دي .

زيړ رنګ غوندي تيل دي چي په بدن باندي استعماليږي .چي د Octenol يو الوتونکي غاز(چي د انسان په تنفس او خوله (عرق)کي موجودوي)په غوماشو کي ددي اخذو د فعاليت مخنيوي کوي .نو ځکه دوي خپل ښکارنشي پيدا کولاي .غوماشه تقريبا ٢٦٠ميليونه کاله مخکي پيدا شويده .کله چي دوي چيچل کوي نو دوه سوري په جلد کي جوړوي او دوه نيښه داخلوي د يوه څخه يو انزايم چي د ويني د لخته يا ګاټه کيدو مخنيوي کوي افرازوي او د بل نيښ پواسطه وينه زبيښل کيږي .چي نوموړي وينه نه يواځي چي ددوي دپاره خوراک دي بلکه ددوي د هګي لپاره هم د پروټينو يوه مهمه سرچينه ده .

انافيل غوماشه :

د لمړي ځل لپاره د J.W.Meigen پواسطه په ١٨١٨ کال کي تشريح او ونومول شول .تقريبا ٤٦٠ قسمونه لري ولي يواځي ١٠٠ ډوله يي د ملاريا د ناروغي د انتقال سبب کيږي .د انافيل نوم د يو يوناني کلمي نه رامنځته شوي چي ان an په معني د نه يا Not او فيلوس يا Ophelos په معني د گټي ده يعني بي معني .دوي هم د نورو غوماشو په ډول د ژوند څلورمرحلي لري .چي مخکي تري يادونه شويده .چي لمړي دري مرحلي د ٥-١٤ ورځي پوري نظرپه محيطي شرايطو پوري اړه لري .غټي مونث غوماشي تر يوي مياشتي پوري ژوندي پاته کيداي شي .خو کيداي شي په دوو هفتو کي هم له منځه لاړي شي .غټه غوماشه د ٥٠-٢٠٠ پوري هګي اچوي چي د هګي اندازه د 0.5×0.2mm)) په اندازه وي .

د هګيو شاربل کيداي شي ٢-٣ ورځي يا ٢-٣ هفتي په يخ موسم کي وخت په برکي ونيسي . .په لمړي مرحله کي لاروا د ١ ملي متر په اندازه او څلورمه مرحله کي د لاروا يي اوږدوالي ٥-٨ ملي متر ته رسيږي .هګي تقريبا په ٧ ورځي کي اچوي .ددوي لاروا کيداي شي په تازه اوبو ، مالګيني اوبو ،ورجو کښت ،د رود يا ويالوو په غاړه او د باران په موقتي اوبو کي موجودي وي .بعضي شکلونه يي د درختو په کوچنيو سوريو کي پيدا کيږي .وروسته د لاروا څخه د Pupae مرحله شروع کيږي چي تقريبا د ٢-٣ ورځي په بر کي نيسي .دوي په دي وخت کي د اوبو و سطحي ته راځي تر څو په تکراري شکل تنفس ته دوام ورکړي .غوماشي د هګي نه تر بلوغيت تر مرحلي پوري د ٥ -١٤ پوري وخت نيسي .دوي يو قسم خاص ساختمان د palps پنوم لري .چي د خړتوم يا proboscis څخه اوږده دي .چي د نوروغوماشو سره يي فرق په کولاي شو .

همدارنګه دوي د استراحت په حالت کي ګيډه په مځکه نه اچوي .نارينه غوماشه تر يوي هفتي پوري ژوند ي پاته کيداي شي .ولي مونث غوماشه تر يوي مياشتي پوري يا کيداي شي تر هغه يو څه اضافه ژوند وکړي .د غوماشو تقريبا ١٢٥ قسمه د يوي يا د يوي نه زياتو سپري يا د غوماشوضد درملو سره مقاومت پيدا کړي .

ددي لپاره چي ددوي څخه د رامنځته کيدونکي خطرناکي ناروغي نه ځانونه وساتو نو ښه به دا وي چي لاندي کارونه ترسره کړو :
١- د شپي له طرفه د خوب لپاره د پشه خانو استعمال البته که د غوماشوم ضد درملو پوسيله پريولل شوي وي ښه به وي. ٢- د خوني کلکينان او دروازي بايد جالي شي .
٣- د ولاړو اوبو حوضونه له منځه يوړل شي .
٤- د کوراو اطاق هوا بايد هميشه تازه او پاکه وساتل شي .
٥- د ملاريا د ناروغي د نښو نښانو په ليدلو سره بايد ډاکتر ته مراجعه وشي .

ډاکتر بشيراحمد (محبوبي )

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب