کروموزوم (Chromosomes)

کروموزوم (Chromosomes)

په اووم ټولګي کې مو لوستلي دي چې د حجرې په مرکز کې ګرده برخه د هستې په نامه يادېږي. هسته په عمومي ډول دوه عمده دندې سرته رسوي:
١- د ژوند د فعاليتونو يا عمليو د سرته رسولو لپاره د حجرې نورو برخو ته لارښوونه کوی. ٢- حجرې ته د مثل په توليد کې اجازه ورکوي.

د الکترون مايکروسکوپ په واسطه د هستې په داخل کې اوږدې تاوې شوې رشتې (تارونه) ليدل کېږي چې د کروموزوم په نامه يادېږي. کله چې حجره خپل حجروي ويش ته تيارېږي، دغه رشتې لنډ، ډبل او منظم شکل ځانته نيسي. په دې پړاو کې کروموزومونه د کروماتيدونو په نامه دوه مټې لري چې په يوه ټکي کې سره وصل (نښتي) وي. د وصل ټکی د سنترومير په نامه يادېږي. د انسان د کروموزومونو شمېر 23 جوړې يا 46 عدده دی چې دغه شمېره په نورمالو او روغو وګړو کې يوشان وي.

د هر انسان جسم له دوه ډوله حجرو څخه جوړ شوی دی:
١- جسمي حجرې (Body Cells): د بدن انساج جوړوي چې هره حجره يې جوړه کروموزومونه لري. دغه حجرې د 2n کروموزومي حجرو په نامه هم يادېږي.
٢- جنسي حجرې (Sex Cells): په دې کې د نرينه اوښځينه جنس حجرې شاملې دي. په دې حجرو کې د هرې جوړې له کروموزوم څخه يوازې يو کروموزوم شتون لري، چې n کروموزومي حجره ورته هم وايي. د انسان هره جنسي حجره ٢٢ جوړې غيرجنسي يا جسمي کروموزومونه لري چې د اټوزوم (Autosome) په نامه يادېږي. يوه جوړه جنسي کروموزوم لري چې پهښځينه جنس کې XX او په نرينه جنس کې Xy جوړه کروموزومونه شتون لري. کروموزومونه جين لري.

جين د کروموزوم کوچنۍ برخه ده چې په ژونديو موجوداتو کې د يوې ځانګړتيا (صفتونو) ټاکونکي وي. د صفتونو ډولونه لکه د سترګو رنګ، د ويښتانو رنګ، د ويښتانو بڼه، د غوږونو بڼه او نورو څخه يادونه کولی شو.

د هر ژوندي موجود بدن زرګونه ځانګړي صفتونه لري. په حقيقت کې د وراثت يا جنتيک علم دی د جينونو د عمل د څرنګوالي په باره کې، چې د ټولو صفتونو کنترول په غاړه لري، بحث کوي. جينونه د کروموزومونو دپاسه د تسبو د دانو په شان يو پربل پسې ځای نيولی دی. هر کروموزوم د جينونو بېلابېل ډولونه لري چې د بېلابېلو صفتونو کنترول په غاړه لري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب