څومره خوب ته اړتیا لرو او ولې لرو ؟
څو ساعته باید خوب وکړم؟
څومره خوب ته اړتیا لرو او ولې؟
د خوب اهمیت زموږ پر عمومي صحت او ژوند کیفیت باندې ډېر اغیز لري. د خوب کولو کچه او کیفیت له فزیکي، ذهني او احساسي روغتیا سره ټینګ تړاو لري. که څه هم د هر فرد د خوب اړتیا توپیر لري، خو د مناسب خوب پرته، موږ د ورځني ژوند په مختلفو برخو کې ستونزې تجربه کولی شو.
۱. د خوب اړتیا څه ده؟
د خوب اړتیا د عمر، ژوند طرز او فردي ځانګړتیاوو پراساس توپیر لري. ډیری بالغین اړتیا لري چې په اوسط ډول ۷-۹ ساعته خوب وکړي. کوچنیان او ځوانان بیا عموماً له دې څخه ډیر خوب ته اړتیا لري، د هغوی په بدن کې په وده او پرمختګ کې مرسته کوي.
۲. د کم خوب اغیزې:
کله چې موږ کافي خوب ونلرو، د ورځني ژوند پر مهمو فعالیتونو اغیزه کوي. د کم خوب پایله کېدای شي د تمرکز ستونزې، کمزوری حافظه، انرژۍ کمښت، غوسه، د مزاج بدلونونه او حتی اوږدمهاله ناروغۍ لکه زړه د ناروغیو، اوهزیغې او اضطراب سره مخامخ کړي.
۳. د ډېر خوب زیانونه:
له بلې خوا، د ډېرو ساعتو خوب هم د بدن لپاره زیان رسونکی ثابت شوی دی. د ډیرو خوب پایله کېدای شي د کمزوري عضلاتو، د ستړیا زیاتوالي، او د ذهني ستړیا سره تړلې ستونزې وي.
۴. د خوب اهمیت:
خوب یوازې د بدن لپاره ساتنه نه کوي بلکې د ذهن لپاره هم ډاډ او آرامیت رامنځته کوي. د خوب په ترڅ کې زموږ بدن د ځان بیا رغولو، انرژي ترلاسه کولو او د حافظې ښه کولو لپاره کار کوي. د خوب تر ځنډیدو د دماغ فعالیتونه کمزوری کیږي، د تمرکز ستونزې رامنځته کیږي او د ټکان احساسونه زیاتیدای شي.
۵. د خوب د ستونزو مخنیوی:
د کافي خوب نشتوالی د بدن او ذهن لپاره د ستړیا، غوسې، افسردګۍ او فشار لامل کیدای شي. زموږ مغز د خوب په ترڅ کې پخپله د حافظې پراختیا او د معلوماتو پروسس کولو کې مرسته کوي. که خوب کم وي، نو د حافظې ستونزې، ذهني کمزورتیا او د تمرکز کمښت ممکن وي.
۶. د خوب کیفیت ته څومره باید پاملرنه وشي؟
د کافي او باکیفیته خوب څخه یوازې زموږ ژوندی او روغتیا ښه کیدای شي. د ورځې پر مهال کم انرژي، د ستړیا زیانونه او د مزاج بدلونونه د کافي خوب د نشتوالي اغیزې دي. نو، هر فرد باید هڅه وکړي چې خپل خوب ته وده ورکړي ترڅو د ښه ژوند لپاره تیار وي.
د خوب ښه کولو لارې:
- منظم خوب غوره کړئ:
د مشخصې وخته خوب او بیداریدو عادت رامنځته کړئ ترڅو ستاسو بدن دې ته عادت شي. - پرمختللی خوب غوره کړئ:
د خوب دمخه آرامیدل، د ورځې پر مهال هڅه وکړئ چې د ټیکنالوژۍ څخه ځان لرې وساتئ. - د خوب کولو یو مشخص ځای:
د سمه سمه چاپیریال رامینځته کول لکه خاموشه او ساړه ځایونه چې ستاسو د خوب معیار ښه کړي. - روغتیايي رژیم غوره کړئ:
د سالمه خواړو رژیم سره د بدن انرژي لوړولی شي چې ستاسو د خوب کیفیت ښه کړي.
د مناسب خوب کولو اړتیا او د عمر له مخې د خوب اندازه
د مناسب خوب کولو په تړاو که څه هم ډیرې څیړنې ترسره شوې، خو د خوب ملي بنسټ National Sleep Foundation وروستۍ څیړنه د مناسب خوب اندازه د شخص د عمر له مخې معلوموي. یاده اداره د خوب کمه، زیاته او مناسبه اندازه د عمر په بیلا بیلو کلونو کې په ګوته کوي، چې په دې ډول ده:
۱ـ تازه زیږدلي ماشومان چې له (۰ ـ ۳) میاشتو پورې عمر ولري باید د ورځې د ۱۴ ـ ۱۷ ساعتو پورې خوب وکړي.
۲ـ کوچنیان چې د (۴ ـ ۱۱) میاشتو پورې عمر ولري، باید د ورځې ۱۲ ـ ۱۵ ساعته خوب وکړي.
۳ـ ماشومان چې د (۱ ـ ۲) کلونو پورې عمر ولري، باید د ورځې له ۱۱ ـ ۱۴ ساعتو پورې خوب وکړي.
۴ـ ماشومان چې د (۳ ـ ۵) کالو پورې عمر ولري، باید د ورځې ۱۰ ـ ۱۳ ساعتونو پورې خوب وکړي.
۵ـ هغه ماشومان چې ښوونځې ته ځي، باید د ورځې ۶ تر ۱۳ ساعتونو خوب وکړي.
۶ـ نوي ځوانان چې له ۱۴ ـ ۱۷ کلونو عمر لري، باید د ورځې له ۸ تر ۱۰ ساعتونو خوب وکړي.
۷ـ ځوانان چې له ۱۸ تر ۲۵ او هغوې چې له ۲۶ تر ۶۴ کلونو عمر ولري، باید د ورځې له ۷ تر ۹ ساعتونو پورې خوب وکړي.
۸ـ هغه خلک چې له عمر ۶۵ کلونو پورته عمر ولري، باید د ورځې له ۷ تر ۸ ساعتونو خوب وکړي.