د خوګ د غوښې روغتیایی زیانونه| د قرآن علمي اعجاز

د مړه شوي (مردار) غوښه، د خوک وینه او غوښه یې پر تاسو حرامه کړه (البقره 173).
د خوګ غوښه ډیر زیانونه لري ، سره له دې چې نوې ټکنالوژی کولای شي ډیر څه سرته ورسوی خو په دې نه ده توانیدلې چې دخوک دغوښې زیان راکم کړی .  خوک طبيعتا” یو مردارحیوان دی. تل له خپلوغایطه موادوسره لوبې کوی اوهغه خوری نوله همدې کبله خوک دنوروڅارویو په پرتله په خپل بدن کې ډیرې انتی بادی ګانې تولیدوی . دغه راز دودې لپاره ډیرهورمونونه دخوک په عضویت کې جوړېږی اوبیا دغه انتی بادیانې اوهورمونونه دخوک په عضلاتو کې جوړېږی. برسېره پردې دخوک دغوښې دکلسټرول اوغوړو کچه ډیره لوړه ده چې دانسان دروغتیا لپاره ډیرزیان رسوونکی وی.طب داثابته کړې چې په دخوک په غوښه کې دهورمونونو، انټی باډیانو اوکلسټرول شتون دروغتیا لپاره ډیر زیان رسونکی دی.

دهغوناوړه اغېزی په امریکا اوجرمنی کې چې خلک هلته ډیر دخوک له غوښې ګټه اخلی ښې پېژندل شوی.
دخوک په غوښه کې بل خطر دتريچينا  Trichinaدچنجې شته والی  دی چې دانسان په عضلو اوزړه کې ځای نیسی اودزړه ناروغی اومړینه مېنځته راولی ګرڅه اوس کیدلای شی دغه ډول خوک وپېژندل شی خوپخوا ناشونی وو.
دغه ټول دالله دکتاب دحکمت ښوونکی دی چې دخوک غوښه یی مسلمان ته حرامه ګرځولې اودخوک دغوښې زیانونه یواځې په شلمه پېړۍ کې دپوهې په مټ موندل شوی حال داچې قران په اوومه پېړۍ کې هغه ښوولی وو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب