څنګه له خپلې کورنۍ څخه مدرسه جوړه کړو؟

که ديني شعور وي او که نه خو د نارينه وو په پرتله په ښځو کې ديني احساس لږ څه زيات وي که لږ فکر وکړو زمونږ په ټولنه کې چې څومره ديني کارونه وي له دې ټولو سره د ښځو ډېره مينه او تړاو موجود دى.
که دغه ښځې د دين صحيح شعور پيدا او حاصل کړي، په قران او سنتو باندې صحيح پوه شي او ترې صحيح فهم واخلي او له دين سره صحيح اشناشي،او که هغه ريښتيا پدې وپوهيږي چې ښځې هم د دې خير امت يوه برخه ده نو زمونږ د کورونو کورنيو او ټولنې ماحول به بدل شي. او هغه ټول غير اسلامي رواجونه او طريقې به بدلې شي. د الله (ج) د کتاب دا مبارک ارشاد چې مسلمانانو تاسو د خير امت ياستئ او تاسو د خلکو د کاميابۍ او هدايت له پاره راپورته کړى شوي ياست، تاسو په نيکۍ حکم کوئ او له بدۍ نه ځان وساتئ او تاسي واقعاً په الله ايمان لرونکي ياست، نو يقيناً چې د الله (ج) دغه خطاب ټولو مسلمانانو له پاره دى، نه يواځي د نارينه وو له پاره بلکې دښځو له پاره هم دي . دغه خطاب چې د ټولو له پاره دى نو لازماً ښځې هم ددې حکم پابندي دي. هغوى هم د دين استازې، ترجمانې، دعوت کوونکې، تبليغ کوونکې او همدغه کارونه پرې فرض دي، بلکې يوه ديني فريضه يې ده. بې شکه هر هغه ښځه چې په واقعي ډول پر خداى ايمان لري. نو په هغې دا فرض دي چې په خپل ماحول يعنې کورنۍ کې د اسلام د دين تبليغ وکړي. ښځې بايد د خپلو محرمو نارينه وو څخه دين په ښه او صحيح ډول سره زده کړي او بيا پرې خپله عمل وکړي. او د کورنۍ نورو غړو ته يې وښايي او د عمل کولو تلقين ورته وکړي چې په خپل ژوند کې يې عملي او نورو ښځو ته يې وښايي. نو د دې له پاره پوره کوښښ وکړي. که چيري په ښځو کې دغه احساس ژوندى شي. او د خپل کار په ساحه يعني په کورونو کې په اسلامي طريقو سره ژوند جوړشي اوټول کړه وړه د اسلام د دين له طريقو سره برابر شي، نو د کورنۍ ژوند به يې د اسلامي ټولنې او تهذيب يوه نمونه شي.

اسلامي تعليمات به ژوندي، تلپاتې او تازه وي. زمونږ کورونه او کورنۍ به په واقعي ډول د اسلامي مدرسو ځاى ونيسي نو بيا به زموږ کورنۍ د اسلام د وفادارو سرتيرو د جوړولو مدرسې جوړې شي. دغه غربي تهذيب چې د دغه موجود لويديځ تعليمي تربيوي نظام په وسيله چې له دين نه د ليرېوالي کومه فضاء پيداکړې که د دې بې دينۍ  او جاهليت سره مقابله کول غواړئ نو يواځي دا په دې کيداى شي چې مونږ خپلو کورونو ته توجه وکړو په کورونو کې داسې چاپيريال پيدا کړو چې زمونږ خويندې دين پکې زده کړي ويې پيژني، د دين په رڼا او د دين د لارښوونو مطابق ژوند جوړ کړي،او خپل ماحول پرې ښايسته کړي او د اسلامي لارښوونو مطابق د خپلو ماشومانو تربيت او پالنه وکړي. او دغه کار د خپل ژوند تر ټولو غوره او اساسي مقصد وګڼي. په کورونو کې ديني فضا او ماحول جوړول او قايمول او په دې اهتمام او د خپلو اولادونو د دين په اصولو لويولو او روزلو دا مهم کار يواځې ښځې سر ته رسولى شي. په پخوانيو وختونو کې (د پيغمبر په و خت اوزمان کې) چې د اسلامي تعلمياتو د زده کولو وخت وو نو په هغه وخت کې به ښځو له اول نه د خپلو بچو او ماشومانو په ذهنونو کې له اسلام سره مينه او رغبت کېښود. ماشومانو به د ديني معلوماتو او عباداتو په کولو او زده کولو کې له يو بل نه مخکې والي اومقابله کوله. کورونه به يې د قران ويلو او قران ښودلو مدرسې وې. هغوى به خپلو ماشومانو ته د سهار او ماښام او د ژوند د ټولو اموراتو اجرا کولو له پاره دعاګانې ښودلې، لکه د خوب دعاګانې د نويو جامو اغوستلو دعا او شيشي ته د کتلو دعا او داسې نورې دعاګاني به يي ورښودلې. ماشومانو په ډېره مينه زده کولې او دا څه معمولي کار نه وو. په دې وخت کې د ماشومانو ذهنونه پاک وي. هر څه زده کولى شي. او چې زده يې کړي بيا ترېنه هغه زر نه هيريږي، نو اينده ژوند يې د هم هغه څه په اساس تيريږي چې د دوى په ذهن کې وي که چېري د ماشوم په ذهن کې د اسلام د دين اصول او لارښوونې وي نو په هم هغه ډول به ژوند د اسلام له اصولو سره تيروي. د مور د محبت او مينې نه په ډکه غيږه کې چې يو ماشوم لوى شي او څه يې پکې ياد کړي وي نو بيا به ټول ژوند کې ترې هغه نه هيريږي او په هم هغه بنيادونو به يې ژوند ولاړوي کوم يې چې د مور په غيږ کې زده کړ ي وي. او بيا له هيڅ فرهنګ او دود څخه  نه متاثره کېږ ي که هغه په انګلستان او امريکا کې هم ژوند تيروي نو نه بدليږي.

يعنى هيڅ ډول هوا پرې تاثير نه شي کولاى.او نه ور سره د څه وېره او لالچ وي هغه څه ورته ډير ګران او محترم وي کوم چې ده د خپلې مور په غيږه کې زده کړى وي.که د مور په غيږه کې يې د دين اصول زده کړي وي نو هغه چې چيرته ژوند کوي نو د خپل دين داعي او يو دردمن انسان به لوييږي. که د اسلامي تاريخ د هغو عظيمو او لويو هستيو او شخصيتونو ژوند ته سړى وګوري په کومو چې مونږ افتخار کوو او تل يې کارنامې يادوو. په اصل کې دا کارنامې د هم هغو ميندو د غېږو دي چې په کومو کې يې دغه لويې هستۍ لويې کړي دي.او هم هلته يې د اسلام د عظمت او لويى درسونه ويلي او زده کړي دي. که اوس مونږ وغواړو چې د خپل تاريخ هغه تېر برم او عزت بيا را ژوندى کړو او د هغې له پاره اواز پورته کړو نو هم هغسې غيږو ته ضرورت دى چې ورته يې تيارې کړواو هغه به څنګه کېږي؟ زمونږ خويندو ته په کار دي چې د دين زده کړه وکړي او پوره فهم له دين نه واخلي تر څو بيا خپل ماشومان په هم هغه روحيه وروزي. که چېري مونږ واقعاً دغه ارزو ولرو چې زمونږ ټولنه دې يوه اسلامي ټولنه وي، نو د دې له پاره يوه کاميابه لاره او طريقه دا ده چې مونږ خپلو خويندوکې اسلامي شعور ژوندى کړو.

د خپل کور ماحول او چاپيريال د دين د زد ه کړو له پاره جوړ کړو، په دين يې سمبال کړو او خپلې خويندې دې ته متوجه کړو چې له خپلو کورونو څخه دې مدرسې جوړې کړي که چيري زمونږ له کورونو نه د دين  مدرسې جوړې شې نو بيا به له بهر نه زموږ په کورونو د هيڅ ډول فکري او فرهنګي انقلابونو د راوړلو جرائت څوک ونکړي اونه به دغه انقلابونه راشي. بلکې د کور دغه ديني ماحول به په بهر کې يو ښه بدلون او انقلاب راولي د کوم مقابله چې اسانه نه ده. د کور په ماحول چې د ټولو نه زيات کوم شى اثر چولى شي هغه يوه زړوره، نيک خويه، وفاداره، دردمنده، د ښې حوصلې خاونده، دينداره او د ښه عالي کردار او پاکيزه سيرت خاونده ښځه کيداى شي. له خويندو نه بغير نه د کور ماحول او چاپيريال ښايسته کېداى شي او نه له کور نه بيرون ماحول او فضا کې کوم تغير راوستل کيداى شي. يو داسې ښه، پاک او خوش ګواره انقلاب او بدلون چې د هغې جرړې ډيرې مظبوطې وي او په واقعيت کې دانسان زړه او دماغ بدل کړي. او دا هغه وخت  راتلاى شي چې کله ښځه د هغې داعي او بلونکې جوړه شي.او هغه د خپل ژوند شپه او ورځ د همدې له پاره وقف کړي.

وروڼو: په کورونو کې د اسلامي تعليماتو اسانه او په خپله ژبه ليکل شوي کتابونه ضرور وساتئ  او د هغې  په خپله د لوستلو او بل ته د ويلو اهتمام وکړئ. هغه کتابونه چې ساتل يې په کورونو کې ضروري دي لکه د تفسير شريف کتابونه، د حديث شريف ترجمه شوي کتابونه د مسنونه دعا ګانو ترجمه شوي کتابونه او رسالې او د اسلام  د بنيادي تعليماتو اړوند چې څومره اسانه او په خپله ژبه ليکل شوي کتابونه وي، ضرور يې په خپلو کورونو کې وساتئ او خپلو خويندو ته يې پيدا او وريې کړئ.د ژوند له مصروفيانو سره سره يو څه وخت وټاکئ او په هغې وخت کې د خپل کور ټولو غړو سره يو ځاى کښېنئ او په اجتماعي ډول سره مطالعه وکړئ په هغې کې غور او فکر د خيالاتو تبادله وکړئ.
بيا د دې کوښښ وکړئ چې د دين په هکله مو چې کومه پوهه   او شعور پيدا کړى او زده کړى دى په هغې عمل کول شروع کړئ.او هغه څه چې تاسې يې کوئ يعنې هغه اعمال چې د دين له اصولو سره تضاد لري هغه تغير اوبدل کړئ.
نو بيا به په ډير لږ وخت کې وګوري چې ستاسې د کور فضاء او ماحول بدل شوى وي . او د خپل ژوند نه به يوډول خوند او لذت واخلي.
ورونو! په دې يقين وکړي چې له دې نه به بل لوى نعمت نه وي چې ستاسې کور د اسلامي ټولنې د ښايسته ژوند يوه ډيره ښه نمونه او بېلګه جوړه شي.
او خپله کور ودانې د اسلام د دين دعوت کوونکې او استازې جوړه کړئ بيا خپل ژوند سره تير کړ ي!

ژباړه: رفيع الله

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب